۱۴۰۴/۱۱/۲۶

د دلو ٢٦ او زموږ مسئوليتونه:

دا يقيني خبره ده چې د سلواغې ۲۶ د مجاهدينو د اتلولۍ او افغانانو د برياليتوب ورځ ده او د باطل په وړاندې د حق د اوچت کېدلو څرک دی.

په دې ورځ کې د مسلمانو شهيدانو وينو، د مجاهدينو ستړياوو او د افغانانو کړاوونو رنګ راوړ او د وخت زبرځواک شوروی يې د غريبو افغانانو په وړاندي په ګونډو کړ.

د دلو ۲۶ هغه تاريخ جوړوونکې ورځ ده چې افغانانو د نړۍ په کچه د دويمي لويي امپراطورۍ د ماتولو ريکارډ په همدې ورځ خپل کړ او د وخت قطبي شوروی يې د ګران افغانستان څخه وشړی.

زموږ مسئوليتونه:
۱ - موږ بايد يوازې د دې ورځې په لمانځلو او په دې ورځ کې په رخصتۍ کولو بسنه ونکړو بلکې دا ورځ د ټولو اړخونو سره د خپل آينده نسلونو په فکرونو کې د ګڼو لارو څخه ژوندۍ وساتو تر څو هغوی هم د خپلو نيکونو پر قدمونو پښې کښيږدي او د هر يرغلګر په وړاندې د خپلو نيکونو په څېر ودريږي.

٢ – د دې ورځې ټولي ظاهري او باطني برياوې وپېژنو او د ساتني کوښښ يې وکړو؛ په دې ورځ کې نه تنها دا چې په فزيکي ډول روسان د افغانستان څخه وشړل سوه بلکې د روسانو پلويانو خلقيانو او پرچميانو ته هم د خطر زنګ او د دوی د منحوسي غلامي واکمنۍ د پای پيل وو ځکه نو موږ بايد خپل ولس د روسي او کمونيستي فزيکي او فکري اشغال په خطرونو خبر کړو او د ولس هر وکړي ته د دوی په وړاندې د مبارزې هر اړخيزه انګېزه ورکړو.

٣– دا معلومه خبره ده چې روسانو د ځانه سره کفري فکر هم راوړی وو تر څو زموږ مسلمان ولس ته يې تزريق کړي او د کمونيزم تر سايه لاندي يې د ارتداد لوري ته يوسي خو الحمدلله خپلي دې موخي ته و نه رسېدل.

زموږ افغانان بايد په دې باندې خپل سر خلاص کړي چې لکه د روسانو وتل چې د هر افغان وظيفه وه د روسي فکر ختمول او هيواد ورڅخه پاکول هم د هر افغان وظيفه ده ځکه نو موږ بايد د ټولو هغه فکرونو او باورونو په وړاندې مبارزه وکړو چې د هيواد خپلواکۍ، مسلمانۍ، رښتيني آبادۍ او ايماني ترقۍ لپاره ممکنه او بالقوه خطر وي او په فکري او سياسي ډګر کې داسي اصلاحات راولو چې د هيواد څخه مو د فکري او سياسي انحراف ټغر په پوره توګه ټول سي.

٤ – دا يقيني خبره ده چې د روسانو په وړاندې د افغانانو مبارزه د وطن او دين د ساتنې لپاره وه ځکه نو موږ ته دا لازمه ده چې د وطن او دين ساتنه مو هر وخت په لومړيتوبونو کې وي او په ټولو هيوادوالو کې د وطن دوستۍ او دين دوستۍ روحيه پيدا کړو تر څو زموږ هر وګړی د دين په چوکاټ کيږې هم وطن وساتي او هم يې جوړ کړي.

٥ – که څه هم د روسانو وتل د افغانانو لپاره لويه نيکمرغي وه خو له بده مرغه چې د هغوی د وتلو وروسته د ځينو قدرت طلبو لخوا د جهاد آرمانونه د خاورو سره خاوري سوه او جهادي موخې د قدرت او چوکۍ په نېشه شا ته وغورځول سوې ځکه نو هيواد د قدرت په جزيرو و وېشل سو او هر چيري خپل مينځي جګړې پيل سوې چې په نتيجه کې د روسانو د وتلو وروسته اسلامي نظام هم جوړ نه سو او هيوادوالو هم د آرامۍ ساه وا نه خيستل خو الحمدلله د طالبانو د اسلامي تحريک راتګ د خپل مينځي جګړو او احتمالي تجزيې آفتونه د افغانستان څخه ورک کړه او د اسلامي نظام په جوړولو سره يې د مسلمانو افغانانو د هيلو غوټۍ ګل کېدلو ته نژدې کړې؛ موږ ټول افغانان بايد د تېرو حالاتو څخه پوره عبرت واخلو او بيا ځلي داسي شرايطو ته زمينه برابره نکړو.

۶ – اوس چې الحمدلله په هيواد کې سوچه اسلامي نظام حاکم دی ټول افغانان يې په وړاندې دا مسئوليت لري چيږې د دې اسلامي نظام سمبالول د ځان دنده وبولي، ساتنه يې د آينده لپاره د ځان ايماني وظيفه وبولي او په عمل کې دا خبره ثابته کړي چې همدغه نظام زموږ د دريو واړو جهادي مبارزې ثمره او نتيجه ده په هيڅ صورت کې يې له لاسه نه ورکوو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: