۱۴۰۴/۱۰/۱۴

د اسلام سياسي نظام ځانګړتياوې:(لومړی برخه)

1 – لومړی ځانګړتيا د اسلام د سياسي نظام دا ده چې دا نظام رباني دی؛ يعني د الله تعالی له لوري را لېږل سوی دی چې د دې لپاره دوه مفهومه شتون لري: لومړی دا چې منبع او پروګرامونه يې رباني دي او دويم دا چې هدف او موخي يې رباني دي.

دا چې موږ وايو د اسلامي نظام منبع رباني ده هدف ورڅخه دا دی چې لکه د اسلام نور ارکان چې د الله تعالی له لوري را لېږل سوي دي دغه نظام هم د الله تعالی له لوري را لېږل سوی او د جبرئيل عليه السلام په واسطه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورکول سوی دی.

اسلامي نظام د يوه فرد، يوې کورنۍ، يوې ډلي، يوه ګوند او يوه ملت د غوښتنو او کار کولو نتيجه نه ده بلکې د الله تعالی د غوښتني او ربوبيت نتيجه ده ځکه اسلامي نظام د ټولو کلياتو سره د الله تعالی له لوري رسول الله صلی الله عليه وسلم ته رالېږل سوی دی، الله تعالی رسول الله صلي الله عليه وسلم ته فرمايي: فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ.(المائدة: 48) 
ژباړه: نو د دوی په منځ کې په هغه څه باندې حکم وکړه چې الله تعالی نازل کړی دی او د دوی د نفسي غوښتنو متابعت مه کوه.

دا معلومه خبره ده چې حکم کول په نظام باندې کيږي نو د دې آيت څخه هدف دا دی چې په ځمکه کې د الله تعالی نظام پلی کړه او نور نظامونه چې د خلکو له نفسي غوښتنو څخه جوړ دي پسې پرېږده.

همداسي الله تعالی په بل آيت کې فرمايي: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ.(المائدة:44)
ژباړه: او څوک چې په هغه څه سره حکم و نه کړي چې الله نازل کړی دی نو دوی کافران دي.

يعني څوک چې فيصله د الله تعالی په کتاب او د پيغمبر په سنتو باندې نه کوي بلکې پر نورو وضعي قوانينو خپلي فيصلې کوي او قرآن تر پښو لاندې کوي نو دغه کسان کافران دي.

د دې څخه هدف دا دی چې حکم او فيصله بايد يواځي پر اسلامي شريعت باندې وسي او دا کار هغه وخت ممکن دی چې اسلامي نظام حاکم وي ځکه د شريعت پلي کول او نافذول يوازې د اسلامي نظام په مټ کېدلای سي، چيري چې اسلامي نظام حاکم نه وي هلته هيڅوخت په شعوري ډول فيصلې د الله تعالی پر قرآن او نبوي سنت باندې نه سي کېدلای.

د اسلامي نظام دا ځانګړتيا د ځانه سره ډېري پايلي لري چې مهمي يې په لاندې ډول دي:
1 – د تضاد او تعارض څخه مصئونيت؛ په دې خاطر چې اسلامي نظام الله تعالی رالېږلی دی نو د  احکامو او قوانينو تر منځ يې هيڅ ډول تناقض او اختلاف نسته الله تعالی فرمايي:  أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا. (النساء: 82)
ژباړه: آيا دوی په قرآن کې فکر نه وهي چې که چيري بېله الله د بل چا لخوا وای نو دوی به په هغه کې ډېر اختلافات موندلي وای.

نو لکه په قرآن کې چې تعارض او تناقض نسته په اسلامي نظام کې چې د قرآن څخه جوړ دی هم تعارض او تناقض نسته.
دوام لري...
منبع: نظام سیاسی اسلام
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۰/۱۰

د اسلام ګټي۱۵:

څوک چې د اسلام درلودلو په سبب خوشحاله سي او په دې باندې يې زړه ښه وي چې دی مسلمان دی، الله تعالی به دی په دنيا او آخرت کې خوشحاله کړي؛ په حديث کې راځي: عن ثوبان رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من قال حين يمسي رضيت بالله ربا وبالإسلام دينا وبمحمد نبيا كان حقا على الله أن يرضيه.(سنن ترمذي: 3389)
ژباړه: ثوبان رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د سهار کېدلو په وخت کې ووايي: زه د الله تعالی په ربوبيت، د اسلام په ديانت او د محمد صلی الله عليه وسلم په نبوت خوشحاله يم، الله تعالی به حتما دی خوشحاله کوي.

علماؤ ليکلي دي: د الله تعالی په ربوبيت باندې د خوشحالۍ معنی دا ده چې د الله تعالی په ټوله قضاء او په ټولو شرعي احکامو خوشحاله وي، د اسلام په ديانت د خوشحاله کېدلو معنی دا ده چې دی د اسلام په ټولو احکامو خوشحاله وي او هيڅ ځای د اسلام پر هيڅ حکم نيوکه او اعتراض و نه لري او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت باندې د خوشحالۍ معنی دا ده چې دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو فرامينو او سنتونو باندې خوشحاله وي او پر هيڅ فرمان او سنت اعتراض او نيوکه و نه لري.(مرعاة المفاتيح)

دا په دې درو شيانو د خوشحالۍ ارزښت په ګوته کوي چې څوک يې ولري نو ارومرو الله تعالی هغه په دنيا او آخرت کې خوشحاله کوي او دا درې هغه شيان دي چې په قبر کې يې هم د انسان څخه په اړه پوښتل کيږي.

دا چې الله تعالی دی خوشحاله کوي معنی يې دا ده چې په دنيا کې به يې الله تعالی عباداتو ته ارزښت ورکوي او پر هغو به په زياته اندازه ثواب مرتب کوي او په آخرت کې به الله تعالی ورته ډېر ثوابونه او مزدورۍ ورکوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۰/۰۹

د اسلام ګټي۱۴:

اسلام د الله تعالی مستقیمه او سیده لاره ده څوک چې ورباندې ولاړ سی ارومرو کامیاب کیږی، نواس بن سمعان رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چې هغه وفرمایل: الله تعالی یو مثال بیان کړی دی: یو سیده لاره (صراط مستقیم) ده، او د دې لاري په دواړو غاړو کې دوه دېوالونه دي په هغو کې پرانیستي دروازې دي او پر دروازو پردې راځوړندي دي، د لارې په سر کې یو غږ کوونکی ولاړ دی چې وایي: ای خلکو! ټول د همدې لارې څخه داخل شئ او له هغې مه اوړئ! او له لارې د ننه یو بل غږ کوونکی دی، کله چې څوک وغواړي له هغو دروازو څخه یوه خلاصه کړي، نو وایي: افسوس پر تا! دا مه خلاصوه که یې خلاصه کړې نو خاماخا به ورننوزې! بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: دا سیده لاره اسلام دی، هغه دوه دېوالونه د الله تعالی حدود دي، هغه پرانیستي دروازې د الله تعالی حرام کړي شيان دي، هغه غږ کوونکی چې د لارې پر سر ولاړ دی د الله تعالی کتاب (قرآن) دی او هغه غږ کوونکی چې د لارې د ننه دی د الله تعالی نصیحت کوونکی دی چې د هر مسلمان په زړه کې وي.(مسند احمد: 17671)
نو اسلام هغه سیده او برابره لاره ده چې په انتخابولو سره یې انسان خپل سپېڅلي هدف ته رسېدلای سي او په تمامه معنی د الله تعالی رضایت تر لاسه کولای سي، همداسي د اسلام په انتخاب سره انسان خپل انسانیت او پوره فطرت ساتلای سي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

د اسلام ګټي13:

په کامل اسلام باندې انسان ته د ايمان خوږوالی ورکول کيږي او انسان په خپل زړه کې د ايمان خوند او ذوق حس کولای شي. په حديث شريف کې راځي:  عَنْ أَنَسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: ثَلاَثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلاَوَةَ الإِيمَانِ أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا ، وَأَنْ يُحِبَّ الْمَرْءَ لاَ يُحِبُّهُ إِلاَّ لِلَّهِ ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الْكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ.(صحيح البخاري 16)
ژباړه: انس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: په کوم انسان کې چې درې خصلته وي دی به په هغو باندې د ايمان خوږوالی ومومي هغه (درې خصلتون) دا دي چې الله او د هغه رسول تر ټولو شيانو ورته ګران وي، د يو انسان سره محبت کوي خو د الله تعالی په خاطر يې کوي او دا چې کفر ته ورتلل ورته داسي بد ښکاري لکه په اور کې لوېدل چې ورته بد ښکاري.
همداسي په بل روايت کې راځي: عَنِ الْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « ذَاقَ طَعْمَ الإِيمَانِ مَنْ رَضِىَ بِاللَّهِ رَبًّا وَبِالإِسْلاَمِ دِينًا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولاً».(صحيح مسلم: 160)
ژباړه: له عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه څخه روايت دی چې هغه د رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې ويې فرمايل: هغه چا د ايمان خوند وڅکه، چې الله يې د رب په توګه، اسلام يې د دين په توګه، او محمد ﷺ يې د رسول په توګه ومنلو او پرې راضي شو.
د ايمان خوند داسي معنوي او روحاني لذت دی چې د هر چا په برخه سي هغه بيا د خپل ايمان د غوښتني او تقاضا خلاف هيڅ کار ته لاس نه اچوي او نه هم د عباداتو په کولو کې سستي کوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۰/۰۲

د اسلام ګټي۱۲:

د اسلام په سبب انسان د الله تعالی په نزد ډېر لوړ مقام تر لاسه کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: عن عبد الله بن عمرو عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : لزوال الدنيا أهون عند الله من قتل رجل مسلم.(سنن نسائي:3987)
ژباړه: عبدالله بن عمرو د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: د ټولي دنيا زوال د الله تعالی په نزد سپک دی تر وژلو د مسلمان انسان.
يعني څوک چې ټوله دنيا ورانه کړي دومره الله تعالی نه په قهر کيږي لکه د يو مسلمان په وژلو چې په قهر کيږي، په دې خاطر چې د مسلمان وژل ډېره لويه ګناه ده او د انسان وژل الله تعالی ته ډېر غټ کار ښکاري نو الله تعالی د هر انسان د قتل په ګناه کې قابيل ورسره شريک کړی دی ځکه هغه لومړنۍ هغه کس وو چې په انسانانو کې  يې قتل رواج کړ لکه په حديث کې چې راځي: عَنْ عَبْدِ اللهِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: لاَ تُقْتَلُ نَفْسٌ ظُلْمًا، إِلاَّ كَانَ عَلَى ابْنِ آدَمَ الأَوَّلِ كِفْلٌ مِنْ دَمِهَا، لأَنَّهُ أَوَّلُ مَنْ سَنَّ الْقَتْلَ.(سنن ابن ماجه:2616)
ژباړه: د عبدالله څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هيڅ انسان په ظلم سره بل انسان نه وژني مګر دا چې د آدم عليه السلام لومړی زوی(قابيل) ورسره شريک دی ځکه چې دی لومړی هغه څوک وو چې د قتل طريقه يې کښېښودله.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

د اسلام ګټي۱۱:

په اسلام سره الله تعالی د مسلمان زړه خلاصوي؛ الله تعالی فرمايي: فَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ وَمَنْ يُرِدْ أَنْ يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ.(الانعام: 125) ژباړه: نو چا ته چې الله د لارښووني اراده وکړي، د هغه سينه د اسلام لپاره پرانيزي او چا ته چې په ګمراهۍ کې د غورځولو اراده وکړي د هغه سينه تنګوي او داسي فشار پرې راولي چې داسي ورته معلوميږي، چې ته به وايې ساه يې د اسمان لوري ته پورته کيږي.
او چې د چا سينه د اسلام لپاره پرانيست سوه د هغه لپاره به په دنيا او آخرت کې نور او رڼا وي لکه الله تعالی چې فرمايي: أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِنْ رَبِّهِ فَوَيْلٌ لِلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ.(الزمر:22) ژباړه: آيا نو هغه څوک چې الله يې سينه د اسلام لپاره پرانيستله او هغه د خپل رب له لوري پر يوه رڼا باندې روان دی( د هغه چا په شان کېدای سي چې له دغو خبرو څخه يې څه درس وانخيست؟) د هغه خلکو لپاره تباهي ده چې زړونه يې د الله په نصيحت سره لا زيات سخت سوه، هغوی په ښکاره ګمراهۍ کې غورځېدلي دي.
نو د کوم چا چې اسلام په برخه وي الله تعالی به يې سينه د اسلام لپاره خلاصه کړي او چې کله مسلمان سو بيا به يې د دنيا او آخرت ظاهري او معنوي رڼا په برخه وي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۲۹

د سلطان محمد فاتح د ناڅاپي مړيني اغېزه:

الله تعالی دي پر عثماني سلطان محمد فاتح رحمه الله خپل ډېر رحمتونه نازل کړي، دېرش کاله يې واکمني وکړه، کله يې چې قسطنطيه فتحه کړه اسلامي لښکر يې تیار کړ او د روما(ايټاليا) په لور روان شو تر څو هغه هم فتحه کړي او د اسلام رڼا هلته هم خپره کړي خو مخکې تر رسېدلو و ايټاليا ته په لاره کې د 49 کاله په عمر وفات سو.
د سلطان رحمه الله د مړينې خبر له ۱۶ ورځو وروسته وینس (البندقية) ته ورسېد. دا خبر د سياسي پوست له لارې د قسطنطنيې وینسي سفارت ته په يوې لنډې جملې کې وليکل شو:
«لوی عقاب مړ سو»
دا خبر په وینس کې خپور سو او بيا د اروپا نورو سيمو ته ورسېد. د پاپ په امر کليساوو درې ورځې پرله‌پسې د خوشحالۍ زنګونه ووهل او د شکر لمونځونه يې ادا کړه. د سلطان مړيني په اروپا کې ډېر ستر اغېز درلود او اروپا هغه مهال د آرامۍ ساه واخيسته کله چې د هغه د وفات خبر يې واورېد.
حقيقت دا دی چې د ايټاليا پر لور د عثمانيانو د پرمختګ يوازينی خنډ د سلطان محمد فاتح رحمه الله ناڅاپي مړينه وه؛ ځکه د هغه وفات د فتحې د بشپړېدو مخه ونيوله چې په سبب يې د عثماني پوځ قومندان کديک احمد پاشا د سلطان د مړيني وروسته له جنوبي ايټاليا څخه ووت او له خپلو عسکرو سره يې شاتګ وکړ چې له امله يې د اسلام د پرمختګ څپه د يوې مودې لپاره د اروپا پر لور ودرېده.
الله تعالی دي پر سلطان محمد فاتح رحمه الله ورحميږي او د ده په څېر قائدين دي الله تعالی اوسني مسلمانانو ته ورکړي.
منبع: تاريخ الدولة العثمانية.
مولوي نورالحق مظهري

د اسلام ګټي9:

وروسته تر دې چې په هيڅ قوم او ټبر کې خير نسته کله چې په اسلام کې داخل سي الله تعالی يې اهل د خير ګرځوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: أَيُّمَا أَهْلُ بَيْتٍ مِنَ الْعَرَبِ أَوِ الْعَجَمِ أَرَادَ اللَّهُ بِهِمْ خَيْرًا أَدْخَلَ عَلَيْهِمُ الإِسْلامَ.(المعجم الکبير للطبراني: 15774) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د عربو او عجمو هر د کور اهل ته چې الله تعالی د خير اراده وکړي نو پر دوی باندې اسلام داخلوي. يعني دوی ته د اسلام راوړلو  توفيق ورکوي چې په نتيجه کې د خير او ښېګټي اهل ګرځي.
الله تعالی ته د قوم، ټبر او سيمي په لحاظ هيڅوک ارزښتمند نه دی بلکې ارزښتمند هغه څوک دی چې د اسلام په نور باندې ښايسته سوی وي، له همدې امله داسي ويلای سو چې د مځکي پر مخ که هر انسان د ځان لپاره خير غواړي او د دې غوښتونکی وي چې د الله تعالی په نزد ارزښت پيدا کړي نو په پوره توګه دي اسلام قبول کړي او هغه دي د خپل ژوند پر ټولو برخو عملي کړي لکه عمر رضي الله عنه چې فرمايي: إِنَّا قَوْمٌ أَعَزَّنَا اللهُ بِالْإِسْلَامِ؛ فَلَنْ نَلْتَمِسَ الْعِزَّةَ بِغَيْرِهِ.(المجالسة وجواهرالعلم: 418) ژباړه: عمر رضي الله عنه فرمايي: موږ داسي قوم يو چې الله تعالی موږ ته په اسلام سره عزت راکړی دی نو موږ په بل شي سره د عزت پلټنه نه کوو.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۲۵

د مسلمانانو د زور او برم يادګار:

د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کې کله چې خالد بن وليد رضي الله عنه د اسلامي لښکر مشر وو او د عراق هيواد حيره سيمه کې مقيم وو د هغه وخت فارس امپراتورۍ ته يې د اسلام دعوت ورکړ او په لاندې ډول يې ليک ورته واستوی:

بسم الله الرحمن الرحيم

له خالد بن الوليد څخه د فارس مرازبو (حاکمانو) لپاره  اما بعد:

ټولې ستاینې هغه الله لپاره دي چې ستاسو حرمت یې منحل کړ، ستاسو کلمه یې ټوټه ټوټه کړه، ستاسو چل یې مات کړ او ستاسو شوکت یې وران کړ، اسلام راوړئ ترڅو په امن کې اوسئ! که نه نو زما څخه ذمه (امان) قبول کړئ او جزیه ورکړئ او که داسي ونکړی نو زه به تاسو ته داسې قوم درولېږم چې (د الله تعالی په لاره کې) مړینه داسي خوښوي لکه څنګه چې تاسو ژوند خوښوی.( الاكتفاء بما تضمنه من مغازي رسول الله والثلاثة الخلفاء:4/83)

مولوي نورالحق مظهري

https://chat.whatsapp.com/DIKe4Mdyt1J7Lhrm8pfGNk

د اسلام ګټي8:

د اسلام بله ګټه دا ده چې په صحيح او پوره اسلام سره لږ عمل ډېر حسابل کيږي له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه سړي ته چې په اوسپنه يې سر پټ کړی وو او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: جګړه وکړم که اسلام راوړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: اسلام راوړه وروسته بيا جګړه وکړه! هغه سړي اسلام راوړ وروسته يې جګړه شروع کړه تر څو شهيد سو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: عَمِلَ قَلِيلاً وَأُجِرَ كَثِيرًا.(صحيح البخاري: 2808) يعني: لږ عمل يې وکړ خو ډېر ثواب يې وګټی.

دا سړی د جګړې په ميدان کې راغلی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې دا پوښتنه کړېده، هغه په همدغه ميدان کې اسلام راوړ او په همدغه ميدان کې شهيد سو نو دا د اسلام برکت وو چې الله تعالی دومره لوړه مرتبه ورکړه او بېله دې چې لمونځ، روژه او بل عبادت وکړي ډېر ثواب يې په نصيب سو.

همداسي په احاديثو کې د عمرو بن اقيش په نوم يو کس راځي چې په غزوه کې د احد د اسلام راوړلو سره متصل د کفارو سره جګړه کوي او شهيد کيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: اِنّهُ لَمِن أَهلِ الجَنَّةِ.  يعني: دی د جنتيانو څخه دی.(مسند احمد: 23684)

دوام لري...

مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۲۴

سياسي ارتداد:

سياسي ارتداد هغه فکري يا عملي بدلون دی چې د اسلام مرجعيت په حکومت او قانون جوړونه کې ردوي، يا شريعت د دولت او ټولنې د چارو له ادارې څخه ليري ګڼي البته چې پر دې باندې يا باور ولري او يا يې نظري منلي وي او يا هم د الله تعالی په حاکميت باندې ايمان ونه لري.

په لاندې ډول د سياسي ارتداد ځينو بېلګو ته اشاره کولای سو:
۱ ـ دا باور درلودل چې اسلامي شريعت په اوسني عصر کې د حکومت لپاره مناسب نه دی، لکه څوک چې د اسلام احکام د تېر وخت لپاره ګڼي او د اوسني وخت د دولتي کارونو د تنظيم لپاره يې مناسب نه ګڼي.

۲ ـ دا باور درلودل چې وضعي قوانين پر شريعت غوره دي، يا دا چې وضعي قوانين د الله تعالی تر حکم عادلانه يا ګټو دي.

۳ ـ دا باور درلودل چې د الله د حکم او د خلکو د حکم تر منځ مساوات شتون لري، په دې باور چې د شريعت پلي کول يا پرېښودل اختياري خبره ده کوم الزام پکې نسته.

۴ ـ دا باور درلودل چې اسلام يوازې په فردي عباداتو پورې محدود دی او د دې څخه انکار کول چې اسلام د ژوند بشپړ نظام دی، چې سياست او حکومت هم پکې شامل دي.
مولوي  نورالحق مظهري

د اسلام ګټي7:

د اسلام بله ګټه دا ده چې په اسلام باندې د انسان نيکۍ څو برابره ډېريږي؛ په حديث شريف کې راځي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِذَا أَحْسَنَ أَحَدُكُمْ إِسْلاَمَهُ فَكُلُّ حَسَنَةٍ يَعْمَلُهَا تُكْتَبُ لَهُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِئَةِ ضِعْفٍ وَكُلُّ سَيِّئَةٍ يَعْمَلُهَا تُكْتَبُ لَهُ بِمِثْلِهَا.(صحيح البخاري: 42) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې يو څوک ستاسې، خپل اسلام ښه کړي نو هره نيکي چې کوي  هغه په لس برابر ورته حسابل کيږي تر اوه سوه برابره او هره بدي چې کوي په يو برابر ورته حسابل کيږي.
دا د اسلام برکت او ارزښت دی چې د انسان هره نيکي څو برابره ورته حسابل کيږي آن تر دې چې تر اوه سوه برابره هم نيکي رسيږي په داسي حال کي چې د چا سره ايمان نه وي د هغه هيڅ عمل بېله ايمانه الله تعالی ته د قبول وړ نه دی که څه ډېر لوی عمل وي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري