۱۴۰۴/۱۰/۰۹

د اسلام ګټي13:

په کامل اسلام باندې انسان ته د ايمان خوږوالی ورکول کيږي او انسان په خپل زړه کې د ايمان خوند او ذوق حس کولای شي. په حديث شريف کې راځي:  عَنْ أَنَسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: ثَلاَثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلاَوَةَ الإِيمَانِ أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا ، وَأَنْ يُحِبَّ الْمَرْءَ لاَ يُحِبُّهُ إِلاَّ لِلَّهِ ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الْكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ.(صحيح البخاري 16)
ژباړه: انس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: په کوم انسان کې چې درې خصلته وي دی به په هغو باندې د ايمان خوږوالی ومومي هغه (درې خصلتون) دا دي چې الله او د هغه رسول تر ټولو شيانو ورته ګران وي، د يو انسان سره محبت کوي خو د الله تعالی په خاطر يې کوي او دا چې کفر ته ورتلل ورته داسي بد ښکاري لکه په اور کې لوېدل چې ورته بد ښکاري.
همداسي په بل روايت کې راځي: عَنِ الْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « ذَاقَ طَعْمَ الإِيمَانِ مَنْ رَضِىَ بِاللَّهِ رَبًّا وَبِالإِسْلاَمِ دِينًا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولاً».(صحيح مسلم: 160)
ژباړه: له عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه څخه روايت دی چې هغه د رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې ويې فرمايل: هغه چا د ايمان خوند وڅکه، چې الله يې د رب په توګه، اسلام يې د دين په توګه، او محمد ﷺ يې د رسول په توګه ومنلو او پرې راضي شو.
د ايمان خوند داسي معنوي او روحاني لذت دی چې د هر چا په برخه سي هغه بيا د خپل ايمان د غوښتني او تقاضا خلاف هيڅ کار ته لاس نه اچوي او نه هم د عباداتو په کولو کې سستي کوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: