د اسلام په سبب انسان د الله تعالی په نزد ډېر لوړ مقام تر لاسه کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: عن عبد الله بن عمرو عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : لزوال الدنيا أهون عند الله من قتل رجل مسلم.(سنن نسائي:3987)
ژباړه: عبدالله بن عمرو د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: د ټولي دنيا زوال د الله تعالی په نزد سپک دی تر وژلو د مسلمان انسان.
يعني څوک چې ټوله دنيا ورانه کړي دومره الله تعالی نه په قهر کيږي لکه د يو مسلمان په وژلو چې په قهر کيږي، په دې خاطر چې د مسلمان وژل ډېره لويه ګناه ده او د انسان وژل الله تعالی ته ډېر غټ کار ښکاري نو الله تعالی د هر انسان د قتل په ګناه کې قابيل ورسره شريک کړی دی ځکه هغه لومړنۍ هغه کس وو چې په انسانانو کې يې قتل رواج کړ لکه په حديث کې چې راځي: عَنْ عَبْدِ اللهِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: لاَ تُقْتَلُ نَفْسٌ ظُلْمًا، إِلاَّ كَانَ عَلَى ابْنِ آدَمَ الأَوَّلِ كِفْلٌ مِنْ دَمِهَا، لأَنَّهُ أَوَّلُ مَنْ سَنَّ الْقَتْلَ.(سنن ابن ماجه:2616)
ژباړه: د عبدالله څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هيڅ انسان په ظلم سره بل انسان نه وژني مګر دا چې د آدم عليه السلام لومړی زوی(قابيل) ورسره شريک دی ځکه چې دی لومړی هغه څوک وو چې د قتل طريقه يې کښېښودله.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر