۱۴۰۴/۰۹/۲۹

د سلطان محمد فاتح د ناڅاپي مړيني اغېزه:

الله تعالی دي پر عثماني سلطان محمد فاتح رحمه الله خپل ډېر رحمتونه نازل کړي، دېرش کاله يې واکمني وکړه، کله يې چې قسطنطيه فتحه کړه اسلامي لښکر يې تیار کړ او د روما(ايټاليا) په لور روان شو تر څو هغه هم فتحه کړي او د اسلام رڼا هلته هم خپره کړي خو مخکې تر رسېدلو و ايټاليا ته په لاره کې د 49 کاله په عمر وفات سو.
د سلطان رحمه الله د مړينې خبر له ۱۶ ورځو وروسته وینس (البندقية) ته ورسېد. دا خبر د سياسي پوست له لارې د قسطنطنيې وینسي سفارت ته په يوې لنډې جملې کې وليکل شو:
«لوی عقاب مړ سو»
دا خبر په وینس کې خپور سو او بيا د اروپا نورو سيمو ته ورسېد. د پاپ په امر کليساوو درې ورځې پرله‌پسې د خوشحالۍ زنګونه ووهل او د شکر لمونځونه يې ادا کړه. د سلطان مړيني په اروپا کې ډېر ستر اغېز درلود او اروپا هغه مهال د آرامۍ ساه واخيسته کله چې د هغه د وفات خبر يې واورېد.
حقيقت دا دی چې د ايټاليا پر لور د عثمانيانو د پرمختګ يوازينی خنډ د سلطان محمد فاتح رحمه الله ناڅاپي مړينه وه؛ ځکه د هغه وفات د فتحې د بشپړېدو مخه ونيوله چې په سبب يې د عثماني پوځ قومندان کديک احمد پاشا د سلطان د مړيني وروسته له جنوبي ايټاليا څخه ووت او له خپلو عسکرو سره يې شاتګ وکړ چې له امله يې د اسلام د پرمختګ څپه د يوې مودې لپاره د اروپا پر لور ودرېده.
الله تعالی دي پر سلطان محمد فاتح رحمه الله ورحميږي او د ده په څېر قائدين دي الله تعالی اوسني مسلمانانو ته ورکړي.
منبع: تاريخ الدولة العثمانية.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: