وروسته تر دې چې په هيڅ قوم او ټبر کې خير نسته کله چې په اسلام کې داخل سي الله تعالی يې اهل د خير ګرځوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: أَيُّمَا أَهْلُ بَيْتٍ مِنَ الْعَرَبِ أَوِ الْعَجَمِ أَرَادَ اللَّهُ بِهِمْ خَيْرًا أَدْخَلَ عَلَيْهِمُ الإِسْلامَ.(المعجم الکبير للطبراني: 15774) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د عربو او عجمو هر د کور اهل ته چې الله تعالی د خير اراده وکړي نو پر دوی باندې اسلام داخلوي. يعني دوی ته د اسلام راوړلو توفيق ورکوي چې په نتيجه کې د خير او ښېګټي اهل ګرځي.
الله تعالی ته د قوم، ټبر او سيمي په لحاظ هيڅوک ارزښتمند نه دی بلکې ارزښتمند هغه څوک دی چې د اسلام په نور باندې ښايسته سوی وي، له همدې امله داسي ويلای سو چې د مځکي پر مخ که هر انسان د ځان لپاره خير غواړي او د دې غوښتونکی وي چې د الله تعالی په نزد ارزښت پيدا کړي نو په پوره توګه دي اسلام قبول کړي او هغه دي د خپل ژوند پر ټولو برخو عملي کړي لکه عمر رضي الله عنه چې فرمايي: إِنَّا قَوْمٌ أَعَزَّنَا اللهُ بِالْإِسْلَامِ؛ فَلَنْ نَلْتَمِسَ الْعِزَّةَ بِغَيْرِهِ.(المجالسة وجواهرالعلم: 418) ژباړه: عمر رضي الله عنه فرمايي: موږ داسي قوم يو چې الله تعالی موږ ته په اسلام سره عزت راکړی دی نو موږ په بل شي سره د عزت پلټنه نه کوو.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر