۱۴۰۴/۱۰/۰۹

د اسلام ګټي۱۴:

اسلام د الله تعالی مستقیمه او سیده لاره ده څوک چې ورباندې ولاړ سی ارومرو کامیاب کیږی، نواس بن سمعان رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چې هغه وفرمایل: الله تعالی یو مثال بیان کړی دی: یو سیده لاره (صراط مستقیم) ده، او د دې لاري په دواړو غاړو کې دوه دېوالونه دي په هغو کې پرانیستي دروازې دي او پر دروازو پردې راځوړندي دي، د لارې په سر کې یو غږ کوونکی ولاړ دی چې وایي: ای خلکو! ټول د همدې لارې څخه داخل شئ او له هغې مه اوړئ! او له لارې د ننه یو بل غږ کوونکی دی، کله چې څوک وغواړي له هغو دروازو څخه یوه خلاصه کړي، نو وایي: افسوس پر تا! دا مه خلاصوه که یې خلاصه کړې نو خاماخا به ورننوزې! بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: دا سیده لاره اسلام دی، هغه دوه دېوالونه د الله تعالی حدود دي، هغه پرانیستي دروازې د الله تعالی حرام کړي شيان دي، هغه غږ کوونکی چې د لارې پر سر ولاړ دی د الله تعالی کتاب (قرآن) دی او هغه غږ کوونکی چې د لارې د ننه دی د الله تعالی نصیحت کوونکی دی چې د هر مسلمان په زړه کې وي.(مسند احمد: 17671)
نو اسلام هغه سیده او برابره لاره ده چې په انتخابولو سره یې انسان خپل سپېڅلي هدف ته رسېدلای سي او په تمامه معنی د الله تعالی رضایت تر لاسه کولای سي، همداسي د اسلام په انتخاب سره انسان خپل انسانیت او پوره فطرت ساتلای سي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: