څوک چې د اسلام درلودلو په سبب خوشحاله سي او په دې باندې يې زړه ښه وي چې دی مسلمان دی، الله تعالی به دی په دنيا او آخرت کې خوشحاله کړي؛ په حديث کې راځي: عن ثوبان رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من قال حين يمسي رضيت بالله ربا وبالإسلام دينا وبمحمد نبيا كان حقا على الله أن يرضيه.(سنن ترمذي: 3389)
ژباړه: ثوبان رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د سهار کېدلو په وخت کې ووايي: زه د الله تعالی په ربوبيت، د اسلام په ديانت او د محمد صلی الله عليه وسلم په نبوت خوشحاله يم، الله تعالی به حتما دی خوشحاله کوي.
علماؤ ليکلي دي: د الله تعالی په ربوبيت باندې د خوشحالۍ معنی دا ده چې د الله تعالی په ټوله قضاء او په ټولو شرعي احکامو خوشحاله وي، د اسلام په ديانت د خوشحاله کېدلو معنی دا ده چې دی د اسلام په ټولو احکامو خوشحاله وي او هيڅ ځای د اسلام پر هيڅ حکم نيوکه او اعتراض و نه لري او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت باندې د خوشحالۍ معنی دا ده چې دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو فرامينو او سنتونو باندې خوشحاله وي او پر هيڅ فرمان او سنت اعتراض او نيوکه و نه لري.(مرعاة المفاتيح)
دا په دې درو شيانو د خوشحالۍ ارزښت په ګوته کوي چې څوک يې ولري نو ارومرو الله تعالی هغه په دنيا او آخرت کې خوشحاله کوي او دا درې هغه شيان دي چې په قبر کې يې هم د انسان څخه په اړه پوښتل کيږي.
دا چې الله تعالی دی خوشحاله کوي معنی يې دا ده چې په دنيا کې به يې الله تعالی عباداتو ته ارزښت ورکوي او پر هغو به په زياته اندازه ثواب مرتب کوي او په آخرت کې به الله تعالی ورته ډېر ثوابونه او مزدورۍ ورکوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر