۱۴۰۳/۰۷/۱۷

زموږ لپاره توره ورځ او د دوی لپاره د پېغور ورځ:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
د دې لپاره چې زموږ ګران هیواد د تل لپاره خپله مستعمره جوړه کړي، په اسلامي هیواد افغانستان کې د خلکو څخه اسلام وتښتوي او جوړ شوی اسلامي نظام ړنګ کړي امریکایانو د خپلو داخلي ګوډاګیانو څخه په استفاده د 2001 میلادي کال د اکتوبر پر 7 پر ګران هیواد افغانستان نظامي يرغل وکړ.
د یرغل د پیل څخه د امریکا د وخت ولس مشر جورج ډبلیو بوش خپله جګړه صلیبي وګڼله او په یو غونډه کې يې وویل: موږ به دغه مقدسه جګړه د ګټلو تر وخته کوو او د طالبانو ریښې به د افغانستان څخه ورکوو؛ نوموړي ټولي نړۍ ته اعلان وکړ چې یا به زما سره درېږئ یا به د تروریستانو سره درېږئ؛ داسي ښکارېدل چې بوش په خپل ظاهري قدرت ډېر مغرور وو او په خپلو طیارو، ټانګانو، موشکانو او وسلو ډېر نازېدی.
امریکایانو د ټولو بين المللي او عقلي اصولو پر خلاف زموږ پر هيواد داسي یرغليز هجوم راوړ  چې د يرغل په پيل کې يې د هيواد ډېری عام المنفعه ځايونه، ټول رادارونه، طيارې او چورلکي، لويي وسلې او هوايي ډګرونه بمبار کړه چې تقريبا ټول شيان يې له کاره و ايستل او د اسلامي امارت د مجاهدينو سره يې د څه مودې په جګړه کې زموږ ډېر بې ګناه افغانان شهيدان کړه.
کله چې د افغانانو لخوا د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په رهبرۍ د دوی پر ضد سپېڅلی جهاد پيل شو د هماغه ورځي څخه بيا د دوی تر ماتي پوري يې داسي ظلمونه وکړه چې په تاريخ کې يې ساری نه وو تېر شوی؛ پوره پوره کلي يې بمبار کړه، ودونه او جنازې يې بمبار کړې، بې ګناه خلک يې بمبار کړه او آن تر دې چې تر ټولو غټ د بمونو مور يې هم پر هيواد وکارول.
د مځکي پر مخ يې د خپلو لاسپوڅو په ملتيا پر مظلومو افغانانو باندي اور بل کړ، چاپې يې ووهلې، په زرهاوو کلي يې وران کړه او په لکهاوو مظلوم افغانان يې شهيدان، کونډي، يتيمان او ژوبل کړه او که جزئياتو ته ولاړ شو نو ويلای شو چې د هر افغان کور ته يې بې شمېره غمونه راوړه.
خو د وړاندوينو، اټکلنو، تخمين او عادت پر خلاف الله تعالی د دې فيصله کړېوه چې امريکايان به شرموي او د بل ويتنام تاريخ به د افغانانو په لاس را ژوندی کوي او د تل لپاره به امريکایانو ته ستر پېغور پاتيږي چې د لسګونو نورو هيوادونو د ملتيا سره سره يې د افغان مجاهدينو په لاس ماتي و خوړل او د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په وينا د ليست د سر څخه به و پای ته راغله او د ډېري نظامي، سياسي، فکري او فرهنګي مبارزې وروسته د افغانو سرتيرو مجاهدینو په وړاندي مات شول او ګران افغانستان د دوی د چټل او پليت نيواک څخه خلاص شو.
داسي ويلای شو چې د اکتبوبر 7 د افغانانو لپاره توره ورځ وه ځکه چې پر افغانانو د ډېرو کړاوونو پیل وو خو د امریکانو او ملګرو لپاره بيا داسي لوی پېغور شو چې په نړۍ کې يې نوم بد شو ځکه دوی چې کوم شی په افغانستان کې غوښتل نه تنها دا چې لاس ته يې را نه وړه  بلکې دوی چې د کوم نظام د تخريب لپاره راغلي وو الله تعالی بيرته هماغه نظام حاکم کړ او د دوی ټولي هڅي يې په اوبو لاهو کړې.
له بلې خوا هغو کسانو ته هم دا ورځ لوی پېغور دی چې د خپل دين، هيواد او خلکو سره په دښمنۍ کې يې امريکايانو ته ښه راغلاست ووايه، د خپلو مسلمانو وړونو پر ضد د هغوی سره په څنګ کې ودرېدل، هغوی ته به يې د ظلم او استبداد لپاره لاره پاکول او ځانونه يې په پوره توګه د هغوی غلامان جوړ کړي وه ځکه نن د سالم عقل په فيصله دوی هر څه له لاسه ورکړه؛ نه تنها دا چې 20 کاله يې د خپل دين، وطن او خلکو سره ستر خيانت وکړ بلکې امريکايان ورڅخه ولاړه او دوی يې پر وچ ميدان يواځي خوشي کړه چې د پوره انسانيت او بشريت په محکمه کې دا د انسان لپاره تر ټولو لوی ذلت او شرم دی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۷/۱۱

ايران ډېر ښه کار وکړ:

ښه کار چې هر څوک وکړي موږ يې بايد قبول کړو ځکه نو ايران چې کوم کار کړی او پر اسرائيلو يې توغندي وارکړي دي ډېر ښه او د ستايني وړ کار يې کړی، الله تعالی دې توفيق ورکړي چې نور توغندي هم پر اسرائيلو وار کړي.

د اسرائيلو په وړاندي بايد ټول مسلمانان ودريږي او د دوی تر تباهۍ پوري د هغوی په وړاندي مبارزه وکړي ځکه نه تنها دا چې اسرائيل يو غير قانوني حکومت او کاذبه جغرافيا ده بلکې په دې وروستيو کې يې ډېر غرور او تکبر کړی؛ د غزې ښار يې له خاورو سره خاوري کړ، په زرهاوو بې ګناه مسلمانان يې ووژل، په ميليونونو انسانان يې د خپلي خاوري څخه بې کوره کړه او ډېر اسلامي هيوادونه يې د تهديد او خطر سره مخامخ کړه.

اوس داسي شرائط دې چې نه تنها دا چې موږ بايد د اسرائيلو په وړاندي ودريږو بلکې د اسرائيلو په مقابل کې د هر چا مبارزه او درېدل وستايو او د هر هغه چا سره مرسته وکړو چې په يوه نه بله طريقه د اسرائيلو مخي ته دريږي او د هغوی پر ضد جګړه کوي.

په منځني ختيځ کې اسرائيل د سرطان حيثيت لري تر څو دغه سرطاني غده له منځه ولاړه نشي په سيمه کې امنيت او آرامي په هيڅ صورت نشي راتللای او تر څو چې بيت المقدس مسلمانانو ته و نه سپارل شي تر هغې پوري جګړه نشي ختم کېدلای ځکه بيت المقدس او په فلسطين کې اسلامي دولت جوړېدل د مسلمانانو مسلم حق دی چې له بده مرغه نن اسرائيلو د امريکا او نورو غربي هيوادونو په مرسته دغه حق په زوره د مسلمانانو څخه اخيستی دی.

که مسلمانان سره راټول نشي او په يوه آواز د اسرائيلو په وړاندي و نه دريږي فلسطين به همداسي د اسرائيلو په لاس کې وي او د دوی فلسطيني مسلمانان وړونه او خويندي به د اسرائيلو تر ظلم لاندي شپې او ورځي تېروي او د بلي خوا به مسلمانان همداسي په ذلت او خوارۍ کې ژوند کوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۷/۰۵

د منفي فکرونو ډولونه:


۱ ـ منجمد فکر: هغه فکر دی چې د خپلي ټولني څخه ليري پر انزوايي او تفردي باورونو او سوچونو ولاړ وي البته خپله دا خبره نشي درک کولای بلکې د واقعيت پر خلاف ځان ورته جامع او ټول شمول ښکاري.

۲ ـ ساده فکر: هغه فکر دی چې هيڅ ثبات او ټينګښت نه لري بلکې د هر چا د خبري سره تغيير کوي، ساده فکر والا د تزلزل تر څنګ بې ځايه خوش باوره هم وي ځکه نو د هر چا سره د تأييدۍ سر ښوروي او داسي هم کيږي چې هم مهاله د يوه شي په اړه دوه متضاد باورونه ولري ځکه دی فکري خپلواکي نه لري، که چا ويل مثبت؛ دی هم وايي مثبت. او که چا ويل منفي؛ دی هم وايي منفي.

۳ ـ سوټه فکر: هغه فکر ته وايي چې تر مثبت يې منفي ته تمايل ډېر وي د بېلګي په ډول د يوه شخص په اړه دوه نفره د ښه او بد خبره ورته کوي سره د دې چې اصل په مسلمانانو کې ښه دی سوټه فکر والا د بد خبره مني که څه هم بې دليله وي او يا ښه خبره والا پر خپلي خبري ډېر دلائل ولري.
سوټه فکر والا په منفي ګرايۍ کې انتهاء ته رسېدلی وي ځکه نو د ښې خبري په منلو کې تزلزل لري خو د بدي خبري منلو ته بيا سل په سلو کې تيار وي.

۴ ـ سرټمبه فکر: هغه فکر ته وايي چې خپل پر باور ډېر ټينګ وي که څه هم فاسد باور وي.
په سرټمبه فکر والا کې د انفعال يا تأثر ماده ډېره کمه وي البته په نسبي ډول د مثبت په نسبت د منفي څخه ډېر ژر متأثر کيږي.
سرټمبه فکر والا چې خپله خبره ټينګه کړه که څه هم باطله خبره وي د هيچا سره قناعت نه کوي او د خپلي خبري څخه ګرسره نه اوړي.

۵ ـ کوټه فکر: هغه فکر ته وايي چې په درک کې ډېر ضعيف وي البته ضعف يې فطرتي يا مادرزادي نه وي بلکې د ټمبلۍ او بې غورۍ له کبله وي.
کوټه فکر والا د ځان په روزنه او شيانو په زده کولو کې هيڅ کوښښ نه کوي او هر شی تر سر تېروي ځکه چې ده په فکر کولو کې د تمرکز، دقت او غور څخه ځان محروم کړی وي.

۶ ـ خوار فکر: هغه فکر دی چې د عمر د ډېروالي او يا ځينو ناروغيو له وجهي ضعيف شوی وي او د ډېر دماغي انحطاط له کبله په الزايمر يا نسيان باندي اخته شوی وي.
خوار فکر والا حافظه نه لري او شيان يې ډېر ژر هېريږي.
خوار فکري ناروغي ده ځکه نو د خوار فکر والا کس سره مرسته وکړئ او معذور يې وګڼئ.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۷/۰۴

من هو الصديق الصالح؟

الکاتب: مولوي نورالحق مظهري
الصديق الصالح هو الشخص الذي يكون إنساناً صالحاً، مطيعاً لله، مستسلماً تماماً لأوامر الله سبحانه وتعالى، حريصاً على إرضاء الله بكل حرص، يسعى بكل صدق وأمانة إلى فعل الخير، ويتجنب فعل السوء بالتقوى. يحب سنة النبي صلى الله عليه وسلم ويحب أهل السنة، ويقيم صداقته وعداوته في سبيل الله. يكره المعاصي والتمرد، وهو إنسان تقي ونقي. قلبه دائماً يتوق إلى القيام بأعمال الخير في الخفاء حتى لا يُرى فيه رياء. قلبه خالٍ من البغض والحسد.
الصديق الصالح هو الشخص الذي يذكرك بالله عندما تنساه، ويساعدك في طاعة الله.
الصديق الصالح هو الذي لا يفرح بزلاتك وانحرافك، بل يفرح بهدايتك وثباتك.
الصديق الصالح هو الذي يأمرك بالمعروف وينهاك عن المنكر.
الصديق الصالح هو الذي تأمن من لسانه ويده.
الصديق الصالح هو الذي يقابلك دائماً بوجه بشوش ومفتوح، ولسانه رطب بالكلام الطيب والمودة تجاهك، وقلبه متسع بالصبر والتسامح، ويده ممدودة لك عندما تحتاج إلى مساعدته.
الصديق الصالح هو الذي يكظم غيظه أمامك ولا يتكبر عليك، ولا يحب الأعمال أو الكلام الباطل، ويسعد بنجاحك ورفاهيتك.
الصديق الصالح هو الذي يتفق معك في الخير ويخالفك في الشر، وإذا أخطأ في حقك اعترف بخطئه.
الصديق الصالح هو الذي يسعد برؤيتك، ويتلهف للقاءك، ويتمنى أن يكون بجوارك دائماً.
وعندما يصافحك، يصافحك بمحبة وإخلاص.
الصديق الصالح هو الذي يفرح بنعم الله عليك، وإذا أصابك مكروه يحزن لأجلك.

ښه ملګری څوک دی؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
ښه ملګری هغه دی چې صالح انسان وي، د الله اطاعت کوونکی وي، د الله پاک اوامرو ته پوره تسليم وي، د الله پاک پر خوشحاله کولو ډېر حريص وي، د ښه کار پرکولو باندي په صداقت او ايماندارۍ سره تلوار کوونکی وي، او د بد کاره څخه په تقوی باندي ډډه کوونکی وي، د پيغمبر د سنت او اهل سنت سره مينه ولري، دوستي او دښمني يې د الله په خاطر وي، د ګناه او سرکښۍ څخه يې بد راځي، پرهيزګاره او پاک انسان وي، تل يې زړه غواړي د خير نفلي کارونه په پټه سره وکړي ترڅو ورڅخه ريا ونه ليدل شي، په زړه کې يې بغض او حسد نه وي.
ښه ملګری هغه څوک دی چې کله دي الله پاک هېر شي دی يې درته په يادوي او د الله پاک په اطاعت کولو کې درسره مرسته کوي.
ښه ملګری هغه دی چي ستا په ښویېدلو او انحراف باندي نه خوشحاله کيږي بلکې ستا په هدايت او لاسمېدلو باندي خوشحاله کيږي.
ښه ملګری هغه دی چې تا پر ښه کار باندي امرکوي او د بد کار څخه دي را ګرځوي.
ښه ملګری هغه دی چې ته يې د خولې او لاس څخه په امان وسې.
ښه ملګری هغه دی چې ستا په مقابل کې يې تندی ورين او خلاص وي، ژبه يې ستا په مقابل کي تل نرمه او د پېرزويني څخه ډکه وي، زړه يې ستا په مقابل کې تحمل او پيراخي ولري، لاس يې ستا په مقابل کې پيراخ او اوږد وي يعني چې کله يې مرستي ته اړکيږي مرسته درسره کوي، ستا په مقابل کې خښم او قهرکنټرول او قابو کوي، ستا سره تکبر نه کوي، د ناروا کارونو اوخبرو شوقي نه وي، تا ته په خير رسېدلو او ښه ژوند برابرېدلو باندي خوشحاله کيږي.
ښه ملګری هغه څوک دی چې په ښه کار درسره موافقت کوي او په بدکار درسره مخالفت کوي، چې کله درته ملامت شي خپله ملامتيا مني.
ښه ملګری هغه څوک دی چې ستا په ملاقات باندي خوشحاله کيږي، ستا سره ملاقات ته يې ډېره تلوسه وي، زړه يې غواړي تل درسره وسي، کله چي ورسره مصافحه کوې نو په محبت درته لاس درکوي.
او ښه ملګری هغه دی چې تا ته د الله د نعمتونو په حاصلېدلو باندي يې زړه ښه کيږي، او چي تا ته کوم مصيبت رسيږي خوا يې درباندي بديږي. 

۱۴۰۳/۰۷/۰۳

د اسلام د مبارک دين شموليت:(دويمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
اسلام او اقتصادي ژوند: 
اسلام لکه نورو برخو ته چې پوره پاملرنه کړېده مالي او اقتصادي برخي ته يې هم پوره پاملرنه کړېده او انسان ته يې داسي اقتصادي نظام معرفي کړی دی چې د هر چا او هري سيمي لپاره مناسب دی او يواځينی هغه نظام دی چې د ټولو خلکو مالي چاري ورباندي تنظيم کېدلای شي. 
د مال د پيدا کولو لپاره يې د خرڅولو او رانيولو مشروع ضوابط او سوداګاني وضع کړيدي او د مشروع تجارت ډېره ښه طريقه يې بيان کړېده او انسانانو ته يې د دې سپارښتنه کړېده چې بايد خپل دنيوي او اخروي ژوند ته پوره متوجه وي. 
الله جل جلاله فرمايي: وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا.( القصص: 77)
ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کې  چې الله پاک تا ته درکړی دی (د الله په لاره کې يې مصرف کړه) او د دنيا لپاره خپله برخه هم مه هېروه.
همدا راز عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما څخه موقوف روايت دی چې فرمايي: 
فَاعْمَلْ عَمَلَ امْرِی يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَمُوتَ أَبَدًا ، وَاحْذَرْ حَذَرًا تَخْشَى أَنْ تَمُوتَ غَدًا.( السنن الکبري للبیهقي: 4932) 
ژباړه: داسي کار کوه لکه هغه څوک چې د دې ګمان کوي چې ګرسره نه مړکيږي او پوره احتياط او ځان ساتنه وکړه د دې ويري څخه چې ګويا ته سبا مړکېږې.
همدا راز د هغو اړو انسانانو لپاره يې چې کار نشي کولای د عشر او زکات سيستم ايښی دی تر څو سرمايه والا خلک د خپل عشر او زکات د اداء کولو له لاري د هغوی سره مرسته وکړي او خپلي اړتياوي پوره کړي. آن تر دې چې اسلام پر سرمايه دارانو خلکو باندي دا خبره فرض او لازم ګرځولې ده چې خپل د مال عشر او زکات حتما بايد آداء کړي.
تر داسي اندازې پوري چې د قيامت په ورځ چې ځيني خلک الله پاک يې دوږخ ته داخل کړي د دوی څخه پوښتني وکړي چې په کوم عمل باندي تاسو دوږخ ته راغلي ياست؟ دوی ورته وايي: وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ.( المدثر:44) ژباړه: موږ اړو انسانانو ته ډوډۍ نه ورکوله.
همدا راز يې په عمومي فرمول باندي انسانانو ته د دوی د مال د ساتني لپاره داسي لارښوونه کړيده چي فرمايي: وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ.( البقرة: 188) ژباړه: خپل مالونه په خپل منځ کې په باطله طريقه باندي مه خوری.

اسلام او سياسي ژوند:
هدف د سياسي ژوند څخه دا دی چې د دولت او خلکو د ژوند چاري سمي کنټرول او اداره شي او هغه مصلحتونه مراعات کړل شي کوم چې د ټولني ښېرازي پکې نغښتې وي، اسلام په خپل بيساري خود کفايۍ سره داسي نظام خلکو ته معرفي کړی دی چې په عملي کولو سره يې پوره هر اړخيز عدالت راتلای شي او د هر ډول شخړي او بې نظمۍ مخه ورباندي نيول کېدلای شي، همدا راز يې د عدل تر څنګ داسي مجازاتي حدود وضع کړيدي چې په عملي کولو يې پوره امن وامان راتلای شي او ټول هغه اصول يې راته په ګوته کړي دي چې هر دولت يې په عملي کولو سره کولای شي د خپلي واکمنۍ ستني ټينګي کړي او پر ځان باندي د خپل رعيت پوره باور تر لاسه کړي.
رښتينی سياست د اسلام څخه بېل نه بلکې د اسلام يو جزء دی لکه څنګه چې الله پاک فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.( سورة النساء:59)
ژباړه: ای مؤمنانو! د الله او رسول او د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ که په يو شي کې مو شخړه شوه نو هغه الله او د الله رسول ته وسپارئ که تاسو پر الله او ورځي د آخرت ايمان لری دغه کار ستاسو لپاره ډېر ښه او ښکلی تأويل دی.
او په حکومت دارۍ کي يې د امنيت په اړه موږ ته داسي لارښوونه کړېده: وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنْكُمْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْیاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُوْلَیكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.( النور:55)
ژباړه: الله وعده کړې ستاسو د هغه کسانو سره چې ايمان يې راوړی دی، او ښه اعمال يې کړي دي، چې دوی به په مځکه کې خليفه ګان ګرځوي، لکه چې يې خليفه ګان ګرځولي وه هغه خلک چي د دوی څخه مخکي تېر شوي دي، او ټينګوي به دوی لره د دوی هغه دين چې ورته انتخاب کړی يې دی، او د دوی وېره به په امن باندي بدله کړي، چې دوی زما عبادت وکړي، زما سره هيڅ شی شريک ونه ګرځوي او هر څوک چې د دې وروسته کافر شو، نو هغوی د الله د اطاعت څخه وتلي دي.

چې کله د الله پاک و دې قول ته وکتل شي: "وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً" يقيني په دې ښایسته کلام کې همدغسي راغلي دي چې زه به دوی ته امنيت ورکوم، او بيا دا وروسته قول چې فرمايي: "يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْیاً" مفسرين کرامو په تفسير کې د دې جزء ليکلي دي: دغه کلام مستأنف دی، خو په منزله سره د علت لپاره د ماقبل دی، يعني په دې شرط چې تاسو زما عبادت وکړئ زما سره شريک و نه نيسئ نو زه به تاسي ته دغه درې شيان درکوم: د مځکي حکومت  به ستاسو په لاس درکوم، ستاسو دين به ټينګوم او خپروم او تاسو ته به امنيت درکوم.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۷/۰۲

د اسلام د مبارک دين شموليت:(لومړی برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د اسلام راتګ او ضرورت:
کله چې په نړۍ کې ظلم ډېر شو، شرک او ناپوهي خپره شوه الله پاک د انساني ټولني لپاره لارښوونکی، د حق زيری ورکوونکی او د الله پاک توحيد ته را بلونکی دين چې اسلام دی را ولېږی چې په راتلو سره يې ټولي تاريکۍ ورکي شوې، باطل معبودان چې ځينو خلکو يې عبادت کوی نيست او نابود شوه، بشر د هرډول فساد او نفسي غوښتنو د جال او لومو څخه آزاد شو، د جهل، سرکښۍ او فکري انحراف څخه  د پوهي، اطاعت او الهي عبادت لوري ته سوق کړل شو او انسان د انساني واقعي ارزښت خاوند شو.
همدا راز د دې لپاره چې سبا د قيامت په ورځ کې خلکو ته دا عذر پاته نشي چې موږ په هيڅ شي باندي خبر نه وو الله پاک دوی ته اسلام را ولېږی لکه الله پاک چې فرمايي: ذَلِكَ أَنْ لَمْ يَكُنْ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ.( المایدة: 131) 
ژباړه:موږ د پيغمبرانو رالېږل د دې لپاره وکړه چې الله پاک د هيڅ کلي اوسېدونکي د ظلم له امله نه هلاکوي په داسي حال کې چې دوی غافل او ناخبره وي.
او په سورة النساء کي فرمايي: رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِیلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا.( النساء: 165)
ژباړه: دغه ټوله پيغمبران موږ زېری ورکوونکي او وېروونکي را ولېږل د دې لپاره چې د خلکو لپاره پر الله باندي د پيغمبرانو د رالېږلو وروسته هيڅ دليل پيدا نشي او الله غښتلی اوحکمت والا دی.

اسلام د ژوند لاره او طريقه ده:
اسلام د ټوله ژوند لپاره يوه طريقه او منهاج دی، اسلام داسي دين دی چې ځانګړتياوې او خصوصيتونه يې هيڅ مرز او انحصار نه لري، بلکې د اسلام دين د هر وخت او هر ځای لپاره را استول شوی دی.
په اسلام کې د ژوند ټولي برخي په پوره تفصيل او کافي انداز سره بيان شوي دي او د هري برخي يې پوره تضمين کړی دی لکه د انساني ژوند اجتماعي، اقتصادي، سياسي، علمي، عملي او نوري برخي او د ټولو هغو شيانو لپاره حکم پکې بيان شوی دی چې انسان په خپل ژوند کې ورسره مخامخ کيږي، د ځينو حکم صراحتا په قرآن او حديث کې راغلی وي او د ځينو نورو حکم په اجماع او قياس باندي معلوميږي.
دا ځکه چي اسلام د فطرت دين دی کوم چې سالم انسانيت ورباندي ولاړ دی، الله پاک فرمايي: فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ.( الروم: 30) 
ژباړه: خپل ځان دي پر دين باندي برابرکړه په داسي حال کې چې د نورو ټولو اديانو څخه مایل وشې، دا د الله پاک هغه خلقت دی چې خلک يې ورباندي پيدا کړي دي، د الله د خلق لپاره هيڅ تغيير نشته، دغه ټينګ ولاړ دين دی خو ډېری خلک نه پوهيږي.

اسلام د ټولنيز ژوند ضامن دی:
اسلام د اجتماعي او ټولنيز ژوند د تأمين او ترقۍ لپاره داسي ښکاره نمونې وړاندي کړي دي چې هيڅ د عقل خاوند ورڅخه انکار نشي کولای، داسي ښکلي نمونې چي د ټولو مشکلاتو او ستونزو څخه خالي دي. 
که سړی فکر وکړي، ټولنه او اجتماع چي لومړی د خاوند او ميرمني څخه شروع کيږي اسلام يې په اړه هرڅه بيان کړي دي، په کورنۍ کې د ميړه او ښځي تر منځ د محبت، پخلايني، صبر او تحمل څخه شروع بيا د اولاد، پلار، خپلوانو او ګاونډيانو تر حقوقو پوري د ټولو لپاره پکې ډېر ټينګار او تأکيد راغلی دی. آن تردې چې اسلام هغه شيان هم حرام کړي دي کوم چې ظاهرا ډېر سپک معلوميږي خو په اصل کې ټولنه ورباندي ورانيږي لکه غيبت، چوغلګري، تجسس او پر يوبل باندي ناوړه نومونه ايښودل.
اسلام تر بل هر دين د ټولني اصلاح ته خلک را بللي دي او دېته يې تشويق کړي دي چې تل د اصلاح په فکر کې وشي، الله پاک فرمايې: وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ.( الأنفال:1)  ژباړه: په خپل مينځ کي اصلاح راوړی. 
او په سورت البقرة کې فرمايي: وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ.( البقرة: 237) ژباړه: په خپل مينځ کې پر يوبل باندي احسان مه هېروی.
د همدې امتياز او ځانګړتيا له وجهي اسلام يو سراسري دين دی او د ټولي نړۍ لپاره راغلی دی لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ.( الأنبياء: 107)  ژباړه: موږ ته نه يې رالېږلی مګر رحمت د ټولو مخلوقاتو لپاره.
همدا راز فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ.( السبأ: 28)  ژباړه: موږ ته نه يې رالېږلی مګر د ټولو خلکو لپاره.

۱۴۰۳/۰۶/۳۰

د عقل له نظره د محجبې ښځي ځانګړتياوي:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
که سړی د عقل په چوکاټ کې اسلامي حجاب ته ځير سي او په غور سره يي وڅېړي نو پر دې خبره به يې يقين راشي چې حجاب د ښځي لپاره د ژوند محدوديت نه بلکې د ژوند لذت، عزت او د پت ساتنه او حفاظت دی، په حجاب باندي د ښځي اصلي او فطرتي ارزښت خوندي کيږي او په ټولنه کې يې د پوره اهميت ساتونکی او پالونکی دی. 
دا په تجربه او مشاهده باندي ثابته شوېده چې هغه ښځي چې اسلامي حجاب لري نسبت و هغو ښځو ته چې اسلامي حجاب نه لري د خپل ژوند په خوند باندي ښه پوهيږي، او نسبت و بې حجابو ښځو ته يې ژوند د سکون او آرامۍ څخه ډک وي. 
په څودليله: 
1. په تجربه او مشاهده باندي. 
2. محجبه ښځه ديني جذبات او ايماني معنويات لري. 
3. محجبه ښځه د عبادت څخه خوند اخلي چې په نتيجه کې ورته سکون او آرامي پيداکيږي. 
4. په محجبې ښځي پسې سم خلک منفي خبري نه کوي. 
5. محجبه ښځه د ازواج مطهراتو او پتمنو صحابياتو د سپيڅلي لاري لاروۍ ده. 
6. مجبه ښځه د شيطان د وسوسو او دسيسوڅخه په امان وي چې په نتيجه کې ورباندي نفس غلبه نشي کولای. 
7. محجبه ښځه د فساقو او فجارو د خولۍ او لاس څخه په امان وي. 
8. محجبه ښځه هيڅ وخت دېته نه حاضريږي چې د پرديو سره اړيکه ونيسي او يا ورسره بانډار وکړي. 
9. پر محجبې ښځي باندي هيڅ وخت د خاوند او يا د دې د کورنۍ باور نه خرابيږي. 
10. محجبه ښځه تل د خپل کور په ژوند  باندي قانع وي که څه هم د ژوند اسانتياوې پکښې لږ وي. 
11. محجبه ښځه کور ته تر بازار او دباندي ترجيح ورکوي، نو ځکه د خپل کور کار که هر څومره ستړی هم وي په ډېر شوق سره کوي او خپلي کورنۍ دندي ته پوره ژمنتيا لري. 
12. محجبه ښځه خپلي لوڼي ښه پاکي روزلی او جوړولی شي. 
13. محجبه ښځه دکفارو او غربيانو څخه تقليد نه کوي. 
14. پرمحجبې ښځي باندي ملایکي لعنت نه وايي. 
15. محجبې ښځي ته په خپل ايمان او مسلمانۍ کي شک نه پيداکيږي. 
16. د محجبې ښځي په حجاب باندي په ټولنه کې د ډېری اخلاقي فساد مخه نيول کيږي چې په نتيجه کې نيک او ښه خلک ورته دعاکوي او ښځي ته پر نيکۍ باندي د مرسته کوونکي ثواب رسيږي. 
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۶/۲۸

من هو الإرهابي؟

الکاتب: مولوي نورالحق مظهري
دعونا نلقي نظرة على صفحات التاريخ ونستخدم عقولنا لمعرفة من هو الإرهابي. أقول بشكل خاص لأولئك الذين، بدافع من التعصب أو التقليد الأعمى للعالم الكافر، يصفون الذين يدافعون عن وطنهم بأنهم إرهابيون.

من يزيل حجاب التعصب عن عينيه، ويستخدم عقله، ويزن الأمور بميزان العدل والإنصاف، ولا يقلد الكاذبين، وينظر إلى التاريخ بعناية، سيعرف من هم الإرهابيون.

نترك الحكم على من هو الإرهابي لكم، أيها القراء! أولاً، سنذكر إحصائيات أكبر الجرائم في التاريخ، والتي تفيض بها الكتب والمواقع الإلكترونية:

1- الشيوعي الياباني هيديكي توجو قتل 5 ملايين شخص.
2- المسيحي البلجيكي ليوبولد الثاني قتل 10 ملايين أفريقي.
3- المسيحي الكاثوليكي الألماني "أدولف هتلر" قتل 20 مليون شخص.
4- الشيوعي الروسي "جوزيف ستالين" قتل 40 مليوناً، وبعض التقارير تشير إلى 60 مليوناً.
5- الشيوعي الصيني "ماو تسي تونغ" قتل 50 مليوناً، وبعض التقارير تشير إلى 70 مليوناً.
6- الشيوعي الروسي ليونيد بريجنيف قتل 1.5 مليون شخص.
7- الشيوعي الإثيوبي منغستو هايلي ماريام قتل 2 مليون شخص.
8- الشيوعي الروسي "لينين" قتل 4 ملايين شخص.
9- الشيوعي الكوري "كيم إل سونغ" قتل 2.5 مليون شخص.
10- الشيوعي الكمبودي بول بوت قتل 2 مليون شخص.

جيد! هؤلاء المذكورون أعلاه، جميعهم غير مسلمين، قتلوا ملايين الأشخاص، ولكن لماذا لم يصفهم أحد بالإرهابيين؟ لماذا لم يدن أحد دينهم أو أيديولوجيتهم؟ لماذا لم تُعتبر دولهم خطراً على العالم؟ لماذا يحكم مؤيدوهم اليوم العديد من دول العالم؟

أين الأمم المتحدة التي تشوه العدالة والوساطة؟ أين المدافعون عن حقوق الإنسان الذين يصرخون دائمًا تحت عنوان حقوق الإنسان؟ أين المحكمة الجنائية الدولية التي ثارت ضد الإسلام والمسلمين؟

في عصر التكنولوجيا والتنوير الذي يهمس عنه بعض الجهلاء في كل زمان ومكان، أين هو هذا التنوير والعقلانية والإنسانية التي يقتل تحتها الصهاينة المحتلون الإسرائيليون المسلمين في غزة بالجملة أمام أعينهم؟

الأمر المهم هو أن هذه كلها مؤامرات ضد المسلمين والأنظمة الإسلامية، ولكن المؤسف هو أن بعضاً من شعبنا الذين يفتقرون إلى العقلانية والمحافظين والمؤيدين للغرب ما زالوا يهمسون بتلك الأفكار وينسبون الإرهاب إلى المسلمين.

أولئك الذين يسمون أنفسهم متنورين جعلوا أفكارهم وقلوبهم وأفواههم خاضعة للمادة، ولكن لماذا لا يصفون أفكارهم قليلاً ولا يفكرون في التمييز بين ما هو إيجابي وما هو سلبي، ما هو أبيض وما هو أسود، ما هو خير وما هو شر؟

هيا، أيها الإخوة والأخوات المسلمون! دعونا نستخدم عقولنا البشرية، ومواهبنا البشرية، وبصيرتنا الدينية، ومهاراتنا العلمية، ولا ننخدع بالدعاية الأجنبية ضد المسلمين والنظام الإسلامي، ولا نجعل من أنفسنا ضحايا للجهلة!

مصادر الأحداث التاريخية: صفحات ويكيبيديا، وقاسيون، وآرام نيوز.

د استعدادونو ارزښت او لوړول يې:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
دا معلومه خبره ده چې هر انسان غواړي درجې ته دکمال ورسيږي، او په خپلي محولي دندي او وظيفې کې تل کاميابه او بريالی وشي، خو دې هدف ته د رسېدلو لپاره دا خبره اړينه ده چې بايد دا سړی علمي استعداد ولري، تر څو يې په مټ خپلي موخي ته ورسيږي.
په مطالعه کولو باندي انسان د ډېرو فکري او عملي انحرافاتو څخه ژغورل کيږي، مطالعه يواځنۍ اسانه علاج دی د هغه خلکو لپاره چې د بيکارۍ څخه ځوريږي، مثلا د دې پر ځای چې يوڅوک د فراغت په وخت کې سګريټ ووهي او په اصطلاح ګيم وکړي، او يا ځان په يو بې فايدې کار باندي مصروفه کړي(لکه ځيني خلک چې ځانونه په ورقو مصروف کوي) او يا هم د يو مسلمان غيبت وکړي نو دا به ډېره ښه وي چې يوکتاب او يا هم يوه رساله مطالعه کړي، د دې څخه به ده ته ډېري ګټي ورسيږي چې دوې داني يې ډېري واضحي دي: لومړی دا چي د پورته ناوړه کارونو څخه به وساتل شي دويم دا چې معلومات به يې ډېر شي.
د ماشومانو او زده کوونکو حافظه څنګه قوي کړو؟
ځيني خلک په دې خبره باندي بسنه کوي چې زموږ اولاد او يا ځوانان ذاتا ټنبلان دي په زيار ايستلو باندي نه سميږي نوځکه يې د استعداد په لوړولو او د فکري وړتيا په پورته کولو کې هيڅ کار نه کوي سره د دې چې وروستيو تحقيقاتو ښودلې ده چې د استعداد لوړوالی ذاتي نه بلکې اکتسابي دی په زيار ايستلو باندي قوت او چټکتيا پيدا کولای شي.
په مور او پلار غواړي د خپلو اولادونو علمي او پوهنيز استعدادونه لوړ کړي لاندي کارونه دي وکړي:
1- مور او پلار کولای شي خپل اولاد د مطالعې او هغه شيانو سره عادت کړي چې استعداد او ذهني ځيرکتيا يې ورباندي ډېريدلای شي.
2- خپلو اولادونو ته دي د ځيرکو او پوهو انسانانو خوندوري قيصې وکړي ترڅو هغوی هم د داسي قيصو پيدا کولو ته وهڅيږي.
3- مدرسه او استاد هم بايد پر مطالعې باندي د شاگردانو پر باعث کولو پوره پاملرنه وکړي.
4- په ذهن کې بايد بدو او ناوړو شيانو ته ځای ورنکړل شي ترڅو چې امکان ولري بايد د ټلويزيون، ټليفون او نورو شيانو څخه چې ذهن ته تشويش پيدا کوي ډډه وکړي.
5- کومي ښځي چې د خپلو مخونو، وريځو ويښتيان کاږي حافظه يې نسبت و هغو ښځو ته کمه وي چي دا کار نه کوي.
6- يخ طبيعته شيان لکه : مستې، مولۍ، کروت، بادرنگ او داسي نور ډېر استعمال يې حافظه کمه وي.
7- څوک چې تل په اوداسه باندي ګرځي حافظه يي نسبت ونورو خلکو ته ډېره وي.
8- د قرآن تلاوت حافظه ډېروي.
9- د موسيقۍ او موسيقۍ ته ورته نورو شيانو غوږ ايستل حافظه کمزورې کوي.
10- د کتاب مطالعه حافظه قوي کوي.
11- د يوې موضوع په اړوند داسي اماده گي نيول چې هغه د يادو وويل شي حافظه قوي کوي.
12- هغه فكرونه چې د انسان ذهن ورباندي منفي چارچ اخلي لکه حسد، کينه، بغض او داسي نور هم د انسان ذهني وړتيا ستونزمنه کوي.
13- د خوږو شيانو او شيريني باب خوړل حافظه ضعيفه کوي.
14- د سختو عباراتو حل کول او يا هم د ذهني پوښتنو ځوابول د ذهني وړتيا په لوړ والي کي ډېر مهم رول لري.
15- د بادامو استعمالو حافظه ډېره وي .
16- د ماساچوست لوول پوهنتون څېړونکي وايي د سيبو د اوبو خوړل هم حافظه قوي کوي.
17- د شپې له خوا لږ ډوډې خوړل هم د حافظې په ډېروالي کي ډېر تأثير لري.
18- د ډاګټرانو په وينا د ويټامين ب کمپلس استعمال هم حافظه ډېروي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۶/۲۷

د موسيقۍ تاوانونه د غربي پوهانو له نظره:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د ډېرو اروا پوهانو په نظر موسيقي د بشر احساسات پر يو غيرطبيعي او غيرعادي مسير باندي روانوي او منفي توسعه ورکوي په دې معنی سره چې انسان د يو ګډوډ او نامعلوم عالَم په لوري رهنمايي کوي او غيرطبيعي خيالات او تصورات يې ډېروي.
موسيقي د خوند او لذت سبب نه دی بلکې تنها هغه د تخيل او سوچونو قوه او ماده تحريکوي چې انسان د واقعيت پر خلاف د لذت احساس کوي چي سړی ورته کاذب او يا درواغجن لذت ويلای شي، په دې خاطر دی چې داسي ويل کيږي: ډېري روحي ناروغۍ د همدغه ځايه څخه شروع کيږي چې کله انسان په يو ورک او ګډوډ جهان کې سردرګمه او يا ورک شي داسي جهان چې خپله يې تعريف نشي کولای.
آن تردې چې ډېری غربي کارپوهان هم په دې باور دي چې موسيقي د انسان روح ته ډېر تاوانونه لري.
1. ډاکټر ولف آدلر (دکلمبيا دپوهنتون پروفيسور) وايي: علاوه پردې چې موسيقۍ ته په غيرطبيعي توګه ډېره توجه کول زموږ اعصاب ډېر ستړي کوي بلکې د موسيقۍ د ږغ څخه د ارتعاشاتو د پورته کېدلو له وجهي د انسان په پوست کې غيرمعمول عکس العمل را پورته کيږي چې ډېر تاوان اوزيان لري.
2. ډاکټر آلکسيس کارل ( لوی فرانسوي فيزيولوژست) وايي: موسيقي د انسان په بدن کې ډېر کهالت اوسستي راولي او زموږ د اولادونو روحيه فلج کوي.
3. ډاکټر ارنولد فريدماني( په نيويورک کي دروغتون ډاګټر او د سردردۍ د کلينيک ریيس) د الکترونيکي دستګاو په مټ چې مغزي امواج ورباندي معلوميږي د ډېرو ناروغانو دکتلو او د هغوی څخه د ټسټونو د اخيستلو وروسته په تجربه ورته ثابته سوېده چې د روحي او فکري ستړيا او عصبي سردردونو د لويو لاملونو څخه يو هم موسيقۍ ته غوږ نيول دي په خاصه توګه هغه خلکو ته چې په ډېر دقت او غور ورته غوږ نيسي.
4. ډاګټر رابرت (چي په انگليس کې د ماشومانو د اروا پوهني متخصص دی) وايي: ماشومان د مور په رحم کې د موسيقۍ تر منفي تأثير لاندي راځي، حامله مېرمن چې موسيقۍ ته غوږ نيسي په رحم کې يې د ماشوم د زړه تکان ډېريږي البته 6 مياشتي د حمل وروسته.
5. ډاګټر اوريزن اسوت مارون، وايي: هغه نيشه او حالت چې انسان ته د موسيقۍ د اوريدلو له کبله پيدا کيږي تر ټولو لوی لامل او عامل د قلبي سکتي کېدلای شي.
6. همدا راز د کارپوهانو په نظر د موسيقۍ د ږغونو اورېدل د انسان د بدن پر مختلفو غړو باندي د ويروس حملي کولو ته لاره آواره وي په ځانګړې توګه پر معدې، ګوردوکانو او غاښونو باندي.
ډاکټر "لوديگ دومليگ" د موسيقۍ د مختلفو ډولونو پر روبدو او اخته انسانانو باندي آزموينه کړېده چې په نتيجه کې ورته ثابته شوېده چې د معدې مشکلات په هغه خلکو کې چې موسيقي اوري نسبت و هغه خلکو ته چې نه يې اوري ډېر دي په ځانګړې توګه هغه خلک چې د پاپ موسيقي اوري.
7. ځيني کارپوهان په دې نظر دي چې موسيقي، په خاصه توګه هغه موسيقي چي ډېره تنده وي په سمپاتيک او پاراسمپاتيک سيستم کې تحريکات را پورته کوي چې په نتيجه کې اعصاب خپل تعادل له لاسه ورکوي، چې هم مهاله ورسره د اعصابو ضعف، د حواسو ګډوډ کېدل، خوابدي پيداکېدل، ليونتوب، په اورېدلو او ليدلو کې ستونزه پيدا کېدل او نور مشکلات زيږدوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۶/۲۶

د بيان کولو آداب:(پنځمه او آخري برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
10 - د بيان  لپاره عناصرو ټاکل: بيان بايد ښه ترتيب شي او عناصر ورته وټاکل شي چې لومړی برخه يې بايد مقدمه وي چې پر ثناء، درود، آيت، حديث او مقدماتي خبرو مشتمله وي وروسته اصل بيان وي چې ټاکلې موضوع پکې تشريح کيږي البته د موضوع په تشريح کې د آيتونو، احاديثو، متلونو، شعرونو او قيصو څخه استفاده کېدلای شي چې  موضوع هم مستنده راځي او هم خوندوره.
د موضوع په بيان کې بايد ډېر دقت وشي تر څو بې ربطه خبري پکې ګډي نشي او د موضوع څخه وتل رانشي؛ د دې کار لپاره پوره آماده ګي او پر موضوع تمرکز ډېر مهم دي ځکه که آماده ګي ونلري خبري به يې هيري شي او که تمرکز ونلري خبري به ورڅخه ګډوډي شي.
د موضوع د تشريح وروسته بايد بيان په خاتمه باندي پای ته ورسيږي چې د ټول بيان نتيجه او پايله پکې ذکر شي او د ټولو خبرو لنډيز په جامعو الفاظو خلکو ته واورول شي.

11- ټول خلک خپل مخاطب ګرځول: بیان کوونکی به ټول خلک خپل مخاطب او مخامخ ګرځوی، یوې خوا ته به تمایل نه کوی او خاص شخص به خپل مخاطب نه ګرځوی د دې لپاره چې د مخاطبینو تر منځ توپیر رانشی او ځینی انفرادی خبری خاصو کسانو ته متوجه نشی چې په دې صورت کې نه تنها دا چې عکس العلمونه را پورته کیږی بلکې ممکن ځینی خلک خوابدی شی او د بیان څخه ولاړ شی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت داسی وو چې کله به یې کوم منکر کار ولیدی ولاړ به شو خطبه به یې وويل او په عامی خطبې که به یې هغه منکر وغندی لکه په لاندی احادیثو کې چې راځی:
1 - رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کار وکړ او نورو ته يې هم د هغه کار رخصت ورکړ خو ځيني خلکو ته یې خوند ور نکړ او ځانونه يې د هغه کار څخه وساتل، کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر شو نو خطبه يې وويل او د الله حمد يې ووايه بيا يې وويل: د دا ځينو خلکو څه حال دی چې دوی د هغه کار څخه ځان ساتي کوم چې زه يې کوم؟ زما دي په الله قسم وي چې زه تر دوی هم په الله باندي عالم يم او هم تر دوی د هغه څخه ډېر وېرېږم.(صحيح البخاري6101: 8/31)
2 - د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې يوې مخزومي ښځي غلا کړېوه د هغې قوم د شفاعت لپاره اسامه بن زيد واستوی تر څو د دې څخه حد ساقط کړي کله چې اسامه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره خبره وکړه هغه ورته وويل: آيا ته په يو حد کي د حدودو د الله شفاعت کوې؟ بيا ولاړ شو خطبه يې وويل او ويې فرمايل: ای خلکو ستاسو مخکي خلک ځکه ګمراهان شوه چې  کله به په دوی کې غښتلي کس غلا کړې وای دوی به پرېښودی (حد به يې ورباندي نه جاري کاوه) خو کله چې به په دوی کې ضعيف کس غلا وکړه بيا به يې حد ورباندي جاري کاوه، زما دي د الله په ذات قسم وي که د محمد(صلی الله عليه وسلم) لور فاطمه غلا وکړي لاس به يې پرې کوم.(صحيح البخاري6788: 8/199)
3 - رسول الله صلی الله عليه وسلم يو نفر د بني سليم د زکاتونو د ټولولو لپاره واستوی کله چې هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او حساب يې ورسره وکړ نو يې ويل: دغه خو زکات دی او دغه بيا ما ته يو چا ډالۍ راکړېده؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته به د خپل پلار او مور په کور کي کښېناستلی وای تر څو ستا دغه ډالۍ درته راغلې وای! بيا ولاړ شو خطبه يې وويل او ويې فرمايل: زه ځينو خلکو ته هغه وظيفه ورکوم کومه چې ما ته الله راکړېده خو يو څوک راځي او راته وايي: دغه خو سوغات دی چې يو چا ما ته راکړی دی، که دی رښتيا وايي خپل د پلار او مور په کور کې به کښېناستلی وای تر خو دغه سوغات يې ورته راغلی وای!.(صحيح البخاري7197: 9/95)

پايله
بيان چې د وعظ او تبليغ کولو په معنی راځي د دعوت يو مهمه لار ده چې هر مسلمان يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نيت د خپلي پوهي او استعداد په اندازه په کولو مکلف دی، د بيان کول مسلمانانو ته ډېر اړين دي او ډېر ګټور تماميږي له همدې امله الله تعالی انبياؤ ته هم د بيان کولو وظيفه ورکړې وه او بيان هغه وخت مؤثر او ګټور تماميږي چې ټول آداب يې مراعات شي او په ښه اخلاص، تأثير کوونکی، د ريا او فسق څخه ليري، د ښې موضوع درلودونکی او په پوره آماده ګۍ سره وشي؛ بيان بايد نه ډېر اوږد او نه ډېر لنډ وي، په ښه آرامۍ سره وړاندي شي او په ډېره کچه نه وي؛  په بيان کې بايد بيان کوونکی د بې ځايه حرکاتو څخه ډډه وکړي، د بيان عناصر يې  پوره وي او په عمومي خطاب يې تر مخاطبينو ورسوي.
که پورته آداب د بيان په کولو کې مراعات شي په ډاډ سره ويلای شو چې بيان به ډېر ګټور وي او د بيان څخه چې کومي اصلاحي موخي موږ لرو هغه به په آسانۍ سره په لاس راسي.