۱۴۰۳/۰۷/۰۵

د منفي فکرونو ډولونه:


۱ ـ منجمد فکر: هغه فکر دی چې د خپلي ټولني څخه ليري پر انزوايي او تفردي باورونو او سوچونو ولاړ وي البته خپله دا خبره نشي درک کولای بلکې د واقعيت پر خلاف ځان ورته جامع او ټول شمول ښکاري.

۲ ـ ساده فکر: هغه فکر دی چې هيڅ ثبات او ټينګښت نه لري بلکې د هر چا د خبري سره تغيير کوي، ساده فکر والا د تزلزل تر څنګ بې ځايه خوش باوره هم وي ځکه نو د هر چا سره د تأييدۍ سر ښوروي او داسي هم کيږي چې هم مهاله د يوه شي په اړه دوه متضاد باورونه ولري ځکه دی فکري خپلواکي نه لري، که چا ويل مثبت؛ دی هم وايي مثبت. او که چا ويل منفي؛ دی هم وايي منفي.

۳ ـ سوټه فکر: هغه فکر ته وايي چې تر مثبت يې منفي ته تمايل ډېر وي د بېلګي په ډول د يوه شخص په اړه دوه نفره د ښه او بد خبره ورته کوي سره د دې چې اصل په مسلمانانو کې ښه دی سوټه فکر والا د بد خبره مني که څه هم بې دليله وي او يا ښه خبره والا پر خپلي خبري ډېر دلائل ولري.
سوټه فکر والا په منفي ګرايۍ کې انتهاء ته رسېدلی وي ځکه نو د ښې خبري په منلو کې تزلزل لري خو د بدي خبري منلو ته بيا سل په سلو کې تيار وي.

۴ ـ سرټمبه فکر: هغه فکر ته وايي چې خپل پر باور ډېر ټينګ وي که څه هم فاسد باور وي.
په سرټمبه فکر والا کې د انفعال يا تأثر ماده ډېره کمه وي البته په نسبي ډول د مثبت په نسبت د منفي څخه ډېر ژر متأثر کيږي.
سرټمبه فکر والا چې خپله خبره ټينګه کړه که څه هم باطله خبره وي د هيچا سره قناعت نه کوي او د خپلي خبري څخه ګرسره نه اوړي.

۵ ـ کوټه فکر: هغه فکر ته وايي چې په درک کې ډېر ضعيف وي البته ضعف يې فطرتي يا مادرزادي نه وي بلکې د ټمبلۍ او بې غورۍ له کبله وي.
کوټه فکر والا د ځان په روزنه او شيانو په زده کولو کې هيڅ کوښښ نه کوي او هر شی تر سر تېروي ځکه چې ده په فکر کولو کې د تمرکز، دقت او غور څخه ځان محروم کړی وي.

۶ ـ خوار فکر: هغه فکر دی چې د عمر د ډېروالي او يا ځينو ناروغيو له وجهي ضعيف شوی وي او د ډېر دماغي انحطاط له کبله په الزايمر يا نسيان باندي اخته شوی وي.
خوار فکر والا حافظه نه لري او شيان يې ډېر ژر هېريږي.
خوار فکري ناروغي ده ځکه نو د خوار فکر والا کس سره مرسته وکړئ او معذور يې وګڼئ.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: