۱۴۰۳/۰۷/۰۴

ښه ملګری څوک دی؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
ښه ملګری هغه دی چې صالح انسان وي، د الله اطاعت کوونکی وي، د الله پاک اوامرو ته پوره تسليم وي، د الله پاک پر خوشحاله کولو ډېر حريص وي، د ښه کار پرکولو باندي په صداقت او ايماندارۍ سره تلوار کوونکی وي، او د بد کاره څخه په تقوی باندي ډډه کوونکی وي، د پيغمبر د سنت او اهل سنت سره مينه ولري، دوستي او دښمني يې د الله په خاطر وي، د ګناه او سرکښۍ څخه يې بد راځي، پرهيزګاره او پاک انسان وي، تل يې زړه غواړي د خير نفلي کارونه په پټه سره وکړي ترڅو ورڅخه ريا ونه ليدل شي، په زړه کې يې بغض او حسد نه وي.
ښه ملګری هغه څوک دی چې کله دي الله پاک هېر شي دی يې درته په يادوي او د الله پاک په اطاعت کولو کې درسره مرسته کوي.
ښه ملګری هغه دی چي ستا په ښویېدلو او انحراف باندي نه خوشحاله کيږي بلکې ستا په هدايت او لاسمېدلو باندي خوشحاله کيږي.
ښه ملګری هغه دی چې تا پر ښه کار باندي امرکوي او د بد کار څخه دي را ګرځوي.
ښه ملګری هغه دی چې ته يې د خولې او لاس څخه په امان وسې.
ښه ملګری هغه دی چې ستا په مقابل کې يې تندی ورين او خلاص وي، ژبه يې ستا په مقابل کي تل نرمه او د پېرزويني څخه ډکه وي، زړه يې ستا په مقابل کې تحمل او پيراخي ولري، لاس يې ستا په مقابل کې پيراخ او اوږد وي يعني چې کله يې مرستي ته اړکيږي مرسته درسره کوي، ستا په مقابل کې خښم او قهرکنټرول او قابو کوي، ستا سره تکبر نه کوي، د ناروا کارونو اوخبرو شوقي نه وي، تا ته په خير رسېدلو او ښه ژوند برابرېدلو باندي خوشحاله کيږي.
ښه ملګری هغه څوک دی چې په ښه کار درسره موافقت کوي او په بدکار درسره مخالفت کوي، چې کله درته ملامت شي خپله ملامتيا مني.
ښه ملګری هغه څوک دی چې ستا په ملاقات باندي خوشحاله کيږي، ستا سره ملاقات ته يې ډېره تلوسه وي، زړه يې غواړي تل درسره وسي، کله چي ورسره مصافحه کوې نو په محبت درته لاس درکوي.
او ښه ملګری هغه دی چې تا ته د الله د نعمتونو په حاصلېدلو باندي يې زړه ښه کيږي، او چي تا ته کوم مصيبت رسيږي خوا يې درباندي بديږي. 

هیچ نظری موجود نیست: