۱۴۰۵/۰۷/۱۳

پاکستان غلطه محاسبه کړېده:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
وايي: درواغجن حافظه نه لري او بې عقل تجربه 
نه لري. پاکستان فکر کوي چې زه هماغه د پخوا پاکستان يم او افغانستان هم هماغه د څو لسيزو مخکي افغانستان دی، خو په دې باندې نه پوهېږي چې پاکستان ته هغه پخوانۍ ظاهري زور او حيثيت پاتې نه دی او افغانستان اوس هغه پخوانی کمزوری او بې سرپرسته افغانستان نه دی. 

يو وخت پاکستان د ځينو ظاهري کارونو په سبب په اسلامي نړۍ کې يو څه محبوبيت درلودی خو اوس يې خپل محبوبيت له لاسه ورکړی دی، ځکه هغه مهال يې چې د روسانو په وخت کې ظاهرا د مجاهدينو سره مرسته کول او يا يې ځان د اسلامي نړۍ خواخوږی معرفي کوی، ځکه نو په پاکستان او افغانستان کې د ننه او بهر د مسلمانانو محبت ورسره پيدا سو، خو اوس چې ټولې نړۍ ښه پېژندلی هغه اعتبار او ارزښت ورته پاتې نه دی، خو پاکستاني چارواکې دومره ناپوهان دي چې تر اوسه پر ځان هغه پخوانی ګمان کوي، ځکه نو کله سعودي ته ځغلي او کله ترکيې ته او کله نورو اسلامي هيوادونو ته.

يو وخت چې بهرنيانو يا ځينو ګاونډيو هيوادونو په افغانستان کې مداخله کول دا هغه وخت وو چې افغانستان خپلواک او غمخوار حکومت نه درلودی، د افغانستان ملت د وخت پر حکومت راټول نه وو او افغانستان په خپل سياست کې آزاد نه وو، اوس چې الحمدلله آزاد، خپلواک او مقتدر نظام حاکم دی هيچا ته د مداخلې کولو اجازه نه ورکول کېږي.

پاکستان فکر کوي چې د افغانستان ولس او نړيوال به په خپلو منفي تبليغاتو دوکه کړم، نو ځکه هره ورځ بې ثبوته نارې وهي چې په افغانستان کې ټي ټي پي ځای لري او د خپلي خاوري څخه پر خپلو مخالفينو حملې کوو، په داسي حال کې چې ټي ټي پي د پاکستان له خاوري پر پاکستاني ملېشو بريدونه کوي، بلکې په پاکستان کې هغوی لوی مرکزونه او لويي اډې لري او تر اوسه چې پاکستان په افغانستان کې څومره بريدونه کړي دي ټول نړيوال يې ويني چې په بريدونو کې ښځې، ماشومان او عام خلک شهيدانيږي او د عامو خلکو کورونه ورانيږي.

که پاکستان درواغ نه ويلی نو تر اوسه به يې هرومرو د افغانستان سره پر فرضي کرښه يو څوک ګرفتاره کړی وای، لکه افغاني ځواکونو چې تر اوسه په لسګونو داسي کسان ګرفتاره کړي دي چې پاکستان افغانستان ته د فساد او جګړې لپاره رالېږلي وه؛ هر څوک په دې باندې پوهيږي چې د ټي ټي پي خبره هسي يوه بهانه ده، پاکستان غواړي د غرب لخوا ورکول سوې جګړه ايزه او فاسده پروژه عملي کړي، ځکه د پاکستان د تأسيس څخه بيا تر اوسه پوري د پاکستان کار همدغه دی او د همدې لاري ځان تمويلوي.

يو وخت که پاکستان په افغانستان کې جګړه کول هغه بېل وخت وو او اوس بېل وخت دی، ځکه اوس په افغانستان کې د جګړې کولو لپاره هيڅ دليل او پلمه شتون نه لري؛ په افغانستان کې بهرنيان نسته چې افغانانو او سيمي ته خطر وي، په افغانستان کې ظلم او وحشت نسته چې خلک يې پر ضد راوپاريږي، په افغانستان کې قومي او سمتي تعصب نسته چې ځيني قومونه ځانونه په خطر کې وويني او په افغانستان کې نا امني نسته چې خلک وسلې ته لاس واچوي، بلکې افغانان پر داسي نظام سره راټول دي چې په پوره توګه د دوی د بچو څخه جوړ دی او په هره برخه کې خپلواک او آزاد دی.

د افغانستان اوسنی مثبت وضعيت ډېرو هيوادونو درک کړی ځکه نو ورځ تر بلي په بهرني سياست کې پرمختګونه راځي او ډېرو هيوادونه دا هم ويلي دي چې موږ په افغانستان کې د هغه چا پلوي نه کوو چې بيا ځلي په افغانستان د جګړې پيولول غواړي، چې لويه بېلګه يې د افغانستان څخه تښتېدلي کسان دي چې هر څومره هڅه يې کړې تر اوسه يې هيڅ هيواد په ډاګه ملاتړ نه دی کړی، بېله پاکستانه چې پخوانيو اربکيانو او توپکيانو ته يې ځای ورکړی او د افغانستان پر ضد يې ساتي.

که پاکستاني چارواکو شرم درلودلای اوس يې بايد استعفاء کړې وای ځکه په خپل هيواد کې د امنيت په ساتلو کې پاتي راغلي، اقتصاد يې ورځ تر بلي سقوط کوي او وسلوال مخالفين يې هره ورځ د ملېشو څخه نوي نوي ځايونه نيسي چې تراوسه يې ډېر ځايونه ورڅخه نيولي او ډېر پاکستاني پوځيان يې وژلي دي.

د دې لپاره چې پاکستاني چارواکي د خپلو ناکاميو څخه د خلکو پام بلي خوا ته واړوي په پاکستان او افغانستان کې پر ولسي وګړو بمبارونه او ظلمونه کوي، چې تر اوسه يې په هيڅه برخه کې کوم پرمختګ هم نه دی کړی ځکه نه يې خپل مخالفين ځپلي، نه يې پر پاکستاني ملېشو د مخالفينو بريدونه کم کړي او نه هم په دې باندې توانېدلی چې په افغانستان کې امنيت ګډوډ کړي.

د افغانستان سره د پاکستاني پوځ دښمني نن هر افغان وګړي ته ثابته سوېده ځکه نو د پاکستان پر ضد ټول افغانان د خپل نظام تر شا ولاړ دي او چې پاکستان څومره هڅه کړېده الحمدلله د افغانانو او نظام تر منځ يې واټن نه دی پيدا کړی، ځکه ټول ولس پوهيږي چې د پاکستان سياست د دښمنۍ او بربادۍ پر اساس ولاړ دی او بېله کوم عقلي دليله د افغانانو سره شخړه کوي.

د پاکستان مسلمان ولس بايد د پاکستاني وحشي او ظالمو ملېشو پر ضد راپورته سي او نور ځان د دې وحشي مزدوانو څخه خلاص کړي ځکه نو دوی ته لازمه ده چې د هر هغه چا ملاتړ وکړي چې د پاکستاني اوسني نظامي حکومت ړنګول غواړي هغه که په لاريونو سره وي او که په وسلوال پاڅون سره وي؛ تر څو چې دا نظام ړنګ نه سي پاکستانی ولس به همداسي په عذاب او په نړيواله کچه منزولي وي.

اوسني شرايطو او د پاکستاني حکومت کړنو ته په کتو داسي ويلای سو چې پاکستاني حکومت غلطه محاسبه کړېده، هيڅوخت به په افغانستان کې خپلو ناوړو موخو ته و نه رسيږي او د الله تعالی په مرسته به نور هم شرمېدلی او رټلی وي.

۱۴۰۵/۰۷/۱۲

د هر انسان مقام او منزلت بايد په پام کې ونيول سي:

د الله تعالی عادت داسي دی چې انسانان يې په رتبو او مقامونو کې متفاوت جوړ کړي دي ځکه نو ځيني علماء دي، ځيني ناپوهان دي، ځيني سرمايه داران دي، ځيني مسکينان دي، ځيني مشران دي او ځيني کشران دي؛ کوم شی چې پر انسانانو لازم دی دا دی چې د خلکو سره په تعامل کې د هر حق لرونکي حق وپېژني او هر انسان ته هغه مقام ورکړي چې له هغه سره مناسب وي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پر اساس په انسانانو کې بايد د عالم او ناپوه ترمنځ، د مشر او کشر تر منځ او په اسلام کې د سابقې لرونکي او نه لرونکي تر منځ توپير وسي، په حديث کې راځي: عَنْ عَائِشَةَ - رضى الله تعالى عنها - أَنَّهَا قَالَتْ أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَنْ نُنَزِّلَ النَّاسَ مَنَازِلَهُمْ.(صحيح مسلم: 1/2) ژباړه: د عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی دی چې خلکو ته د هغوی د مقام او منزلت مطابق ځای ورکړو.

دا خبره عائشې رضي الله عنها هغه وخت وکړه کله چې دې ته يو سوالګر راغی، د ډوډۍ غوښتنه يې وکړه، هغې ورته د ډوډۍ يوه ټوټه ورکړه، بيا يو داسې سړی ورباندې تېر سو چې ښې جامې يې اغوستي وې او د ظاهري حالت له مخې باعزته او د درناوي وړ ښکارېدی؛ نو عائشې رضي الله عنها هغه کښېنوی او ډوډۍ يې ورکړه، چې هغه هم وخوړه. وروسته له عائشې رضي الله عنها څخه د دې توپير په اړه پوښتنه وسوه هغې دغه جواب ورکړ، چې موږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې لارښوونه کړېده چې د هر چا سره د هغه د مقام او منزلت موافق چلند وکړئ.

همداسي په بل حديث کې راځي: عن معاذ بن جبل قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: أنزل الناس منازلهم من الخير والشر، وأحسن أدبهم على الأخلاق الصالحة.(مکارم الأخلاق للخرائيطي: 41)
ژباړه: د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خلکو ته د خير او شر له پلوه د هغوی د مقام او حالت مطابق ځای ورکړئ، او هغوی ته په ښو اخلاقو ښه ادب ورکړئ.
يعنې له خلکو سره بايد د هغوی د حالاتو، وړتياوو، ښو او بدو صفاتو په پام کې نيولو سره مناسب چلند وسي او د ښو اخلاقو د خپلولو لپاره يې په ښه توګه روزنه وسي.

امام مسلم رحمه الله د خپل کتاب"صحيح مسلم" په خطبه کې وايي: فَلاَ يُقَصَّرُ بِالرَّجُلِ الْعَالِى الْقَدْرِ عَنْ دَرَجَتِهِ وَلاَ يُرْفَعُ مُتَّضِعُ الْقَدْرِ فِى الْعِلْمِ فَوْقَ مَنْزِلَتِهِ وَيُعْطَى كُلُّ ذِى حَقٍّ فِيهِ حَقَّهُ وَيُنَزَّلُ مَنْزِلَتَهُ.(صحيح مسلم: 1/2)
ژباړ: نو د لوړ قدر او مقام خاوند انسان بايد له خپلې مرتبې څخه ټيټ و نه ګڼل سي او هغه څوک چې په علم کې ټيټ مقام لري، بايد له خپلې مرتبې څخه پورته و نه بلل سي. بلکې هر حق لرونکي ته بايد د هغه حق ورکړل سي او د هغه د مقام مطابق ځای ورکړل سي.

نو په هره برخه کې چې موږ له انسانانو سره چلند او تعامل کوو بايد د هغوی منزلت او رتبه په پام کې ونيسو؛ د علماؤ، پوهانو او استادانو سره يو ډول چلند وکړو، د لږ علم والا انسانانو سره بل ډول چلند وکړو او د عوامو خلکو سره بل ډول چلند وکړو؛ په دې معنا سره چې د هر چا سره د هغه د حيثيت او منزلت موافق چلند وکړو، داسي نه وي چې موږ ټولو ته يوه سترګه وګورو او د ټولو سره يو ډول معامله   وکړو، مثلا که موږ علمي مجلس جوړوو په هغه کې بايد يوازې علماء ناست وي او که اصلاحي مجلس جوړوو هغه ته بايد د مخاطبينو په بڼه يوازې عوام راوبلل سي ځکه علماؤ ته الله تعالی اصلاح په برخه کړېده موږ يې بايد وخت و نه نيسو.

که په کوم ځای کې موږ ته د خلکو د اعزاز او ښه راغلاست وظيفه راکول کېږي، موږ بايد د خلکو سره د هغوی د مرتبې موافق چلند وکړو او هر څوک پر داسي ځای کښېنوو چې د هغه سره مناسب وي، که موږ په کوم ځای کې کوم پروګرام پلی کوو بايد په پروګرام کې د هر چا حيثيت په پام کې ونيول سي او ټولو ته مناسب حق ورکول سي.

خلکو ته د هغوی د مناسبو مقامونو ورکول نه چاپلوسي ده او نه هم له چا سره مداهنت؛ بلکې عين عدالت دی. عدالت دا دی چې هر شی په خپل مناسب ځای کې کښېښودل سي او هر حق‌لرونکي ته خپل حق ورکړل سي چې د منزلت او مقامونو په رعايت کولو کې همدغه کار کيږي، په حديث شريف کې راځي: عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِذَا أَتَاكُمْ كَرِيمُ قَوْمٍ فَأَكْرِمُوهُ.(المسند الموضوعي: 10)
ژباړه: د عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی، هغه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې د کوم قوم عزتمند او مشر کس درته راسي، نو درناوی يې وکړئ.

په حديث شريف کې راځي: أَنَّ عَائِشَةَ زَوْجَ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- وَعُثْمَانَ حَدَّثَاهُ أَنَّ أَبَا بَكْرٍ اسْتَأْذَنَ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَهُوَ مُضْطَجِعٌ عَلَى فِرَاشِهِ لاَبِسٌ مِرْطَ عَائِشَةَ فَأَذِنَ لأَبِى بَكْرٍ وَهُوَ كَذَلِكَ فَقَضَى إِلَيْهِ حَاجَتَهُ ثُمَّ انْصَرَفَ ثُمَّ اسْتَأْذَنَ عُمَرُ فَأَذِنَ لَهُ وَهُوَ عَلَى تِلْكَ الْحَالِ فَقَضَى إِلَيْهِ حَاجَتَهُ ثُمَّ انْصَرَفَ. قَالَ عُثْمَانُ ثُمَّ اسْتَأْذَنْتُ عَلَيْهِ فَجَلَسَ وَقَالَ لِعَائِشَةَ « اجْمَعِى عَلَيْكِ ثِيَابَكِ ». فَقَضَيْتُ إِلَيْهِ حَاجَتِى ثُمَّ انْصَرَفْتُ فَقَالَتْ عَائِشَةُ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا لِى لَمْ أَرَكَ فَزِعْتَ لأَبِى بَكْرٍ وَعُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا كَمَا فَزِعْتَ لِعُثْمَانَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ عُثْمَانَ رَجُلٌ حَيِىٌّ وَإِنِّى خَشِيتُ إِنْ أَذِنْتُ لَهُ عَلَى تِلْكَ الْحَالِ أَنْ لاَ يَبْلُغَ إِلَىَّ فِى حَاجَتِهِ ».(صحيح مسلم: 6363)
ژباړه: د عائشې رضي الله عنها، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له مېرمني، او عثمان رضي الله عنه څخه روايت دی چې ابوبکر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ننوتلو اجازه وغوښته، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پر خپله بستره غځېدلی وو او د عائشې رضي الله عنها چپنه/څادر يې اغوستی و. رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوبکر رضي الله عنه ته په همدې حالت کې د ننوتلو اجازه ورکړه. ابوبکر رضي الله عنه خپله اړتيا ورسره مطرح کړه او بيا ولاړ. وروسته عمر رضي الله عنه د ننوتلو اجازه وغوښته؛ رسول الله صلی عليه وسلم هغه ته هم په همدې حالت کې د ننوتلو اجازه ورکړه. عمر رضي الله عنه خپله اړتيا ورسره مطرح کړه او بيا ولاړ. عثمان رضي الله عنه وايي: بيا ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ننوتلو اجازه وغوښته. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم کښېناست او عائشې رضي الله عنها ته يې وفرمايل: خپلې جامې پر ځان راټولې کړه. بيا ما خپله اړتيا له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مطرح کړه او ولاړم. عائشې رضي الله عنها وويل: اې د الله رسوله! څه وجه ده چې ما ونه ليدل چې ته د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په راتګ سره هغسې اندېښمن او متوجه سوې لکه څنګه چې د عثمان رضي الله عنه په راتګ سره سوې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: عثمان ډېر باحيا سړی دی، او زه ووېرېدم چې که په هماغه حالت کې مي هغه ته د ننوتلو اجازه ورکړې وای نو ښايي هغه خپله اړتيا راته په څرګند ډول و نه سوای رسولې.

دلته رسول الله صلی الله عليه وسلم د هر يوه منزلت مراعات کړی دی چې د عثمان رضي الله عنه منزلت دا وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کښېني او خپلي پښې ټولي کړي چې همدا کار رسول الله صلی الله عليه وسلم وکړ.