ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
اسلام او اقتصادي ژوند:
اسلام لکه نورو برخو ته چې پوره پاملرنه کړېده مالي او اقتصادي برخي ته يې هم پوره پاملرنه کړېده او انسان ته يې داسي اقتصادي نظام معرفي کړی دی چې د هر چا او هري سيمي لپاره مناسب دی او يواځينی هغه نظام دی چې د ټولو خلکو مالي چاري ورباندي تنظيم کېدلای شي.
د مال د پيدا کولو لپاره يې د خرڅولو او رانيولو مشروع ضوابط او سوداګاني وضع کړيدي او د مشروع تجارت ډېره ښه طريقه يې بيان کړېده او انسانانو ته يې د دې سپارښتنه کړېده چې بايد خپل دنيوي او اخروي ژوند ته پوره متوجه وي.
الله جل جلاله فرمايي: وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا.( القصص: 77)
ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کې چې الله پاک تا ته درکړی دی (د الله په لاره کې يې مصرف کړه) او د دنيا لپاره خپله برخه هم مه هېروه.
همدا راز عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما څخه موقوف روايت دی چې فرمايي:
فَاعْمَلْ عَمَلَ امْرِی يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَمُوتَ أَبَدًا ، وَاحْذَرْ حَذَرًا تَخْشَى أَنْ تَمُوتَ غَدًا.( السنن الکبري للبیهقي: 4932)
ژباړه: داسي کار کوه لکه هغه څوک چې د دې ګمان کوي چې ګرسره نه مړکيږي او پوره احتياط او ځان ساتنه وکړه د دې ويري څخه چې ګويا ته سبا مړکېږې.
همدا راز د هغو اړو انسانانو لپاره يې چې کار نشي کولای د عشر او زکات سيستم ايښی دی تر څو سرمايه والا خلک د خپل عشر او زکات د اداء کولو له لاري د هغوی سره مرسته وکړي او خپلي اړتياوي پوره کړي. آن تر دې چې اسلام پر سرمايه دارانو خلکو باندي دا خبره فرض او لازم ګرځولې ده چې خپل د مال عشر او زکات حتما بايد آداء کړي.
تر داسي اندازې پوري چې د قيامت په ورځ چې ځيني خلک الله پاک يې دوږخ ته داخل کړي د دوی څخه پوښتني وکړي چې په کوم عمل باندي تاسو دوږخ ته راغلي ياست؟ دوی ورته وايي: وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ.( المدثر:44) ژباړه: موږ اړو انسانانو ته ډوډۍ نه ورکوله.
همدا راز يې په عمومي فرمول باندي انسانانو ته د دوی د مال د ساتني لپاره داسي لارښوونه کړيده چي فرمايي: وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ.( البقرة: 188) ژباړه: خپل مالونه په خپل منځ کې په باطله طريقه باندي مه خوری.
اسلام او سياسي ژوند:
هدف د سياسي ژوند څخه دا دی چې د دولت او خلکو د ژوند چاري سمي کنټرول او اداره شي او هغه مصلحتونه مراعات کړل شي کوم چې د ټولني ښېرازي پکې نغښتې وي، اسلام په خپل بيساري خود کفايۍ سره داسي نظام خلکو ته معرفي کړی دی چې په عملي کولو سره يې پوره هر اړخيز عدالت راتلای شي او د هر ډول شخړي او بې نظمۍ مخه ورباندي نيول کېدلای شي، همدا راز يې د عدل تر څنګ داسي مجازاتي حدود وضع کړيدي چې په عملي کولو يې پوره امن وامان راتلای شي او ټول هغه اصول يې راته په ګوته کړي دي چې هر دولت يې په عملي کولو سره کولای شي د خپلي واکمنۍ ستني ټينګي کړي او پر ځان باندي د خپل رعيت پوره باور تر لاسه کړي.
رښتينی سياست د اسلام څخه بېل نه بلکې د اسلام يو جزء دی لکه څنګه چې الله پاک فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.( سورة النساء:59)
ژباړه: ای مؤمنانو! د الله او رسول او د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ که په يو شي کې مو شخړه شوه نو هغه الله او د الله رسول ته وسپارئ که تاسو پر الله او ورځي د آخرت ايمان لری دغه کار ستاسو لپاره ډېر ښه او ښکلی تأويل دی.
او په حکومت دارۍ کي يې د امنيت په اړه موږ ته داسي لارښوونه کړېده: وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنْكُمْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْیاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُوْلَیكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.( النور:55)
ژباړه: الله وعده کړې ستاسو د هغه کسانو سره چې ايمان يې راوړی دی، او ښه اعمال يې کړي دي، چې دوی به په مځکه کې خليفه ګان ګرځوي، لکه چې يې خليفه ګان ګرځولي وه هغه خلک چي د دوی څخه مخکي تېر شوي دي، او ټينګوي به دوی لره د دوی هغه دين چې ورته انتخاب کړی يې دی، او د دوی وېره به په امن باندي بدله کړي، چې دوی زما عبادت وکړي، زما سره هيڅ شی شريک ونه ګرځوي او هر څوک چې د دې وروسته کافر شو، نو هغوی د الله د اطاعت څخه وتلي دي.
چې کله د الله پاک و دې قول ته وکتل شي: "وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً" يقيني په دې ښایسته کلام کې همدغسي راغلي دي چې زه به دوی ته امنيت ورکوم، او بيا دا وروسته قول چې فرمايي: "يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْیاً" مفسرين کرامو په تفسير کې د دې جزء ليکلي دي: دغه کلام مستأنف دی، خو په منزله سره د علت لپاره د ماقبل دی، يعني په دې شرط چې تاسو زما عبادت وکړئ زما سره شريک و نه نيسئ نو زه به تاسي ته دغه درې شيان درکوم: د مځکي حکومت به ستاسو په لاس درکوم، ستاسو دين به ټينګوم او خپروم او تاسو ته به امنيت درکوم.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر