د الله تعالی عادت داسي دی چې انسانان يې په رتبو او مقامونو کې متفاوت جوړ کړي دي ځکه نو ځيني علماء دي، ځيني ناپوهان دي، ځيني سرمايه داران دي، ځيني مسکينان دي، ځيني مشران دي او ځيني کشران دي؛ کوم شی چې پر انسانانو لازم دی دا دی چې د خلکو سره په تعامل کې د هر حق لرونکي حق وپېژني او هر انسان ته هغه مقام ورکړي چې له هغه سره مناسب وي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پر اساس په انسانانو کې بايد د عالم او ناپوه ترمنځ، د مشر او کشر تر منځ او په اسلام کې د سابقې لرونکي او نه لرونکي تر منځ توپير وسي، په حديث کې راځي: عَنْ عَائِشَةَ - رضى الله تعالى عنها - أَنَّهَا قَالَتْ أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَنْ نُنَزِّلَ النَّاسَ مَنَازِلَهُمْ.(صحيح مسلم: 1/2) ژباړه: د عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی دی چې خلکو ته د هغوی د مقام او منزلت مطابق ځای ورکړو.
دا خبره عائشې رضي الله عنها هغه وخت وکړه کله چې دې ته يو سوالګر راغی، د ډوډۍ غوښتنه يې وکړه، هغې ورته د ډوډۍ يوه ټوټه ورکړه، بيا يو داسې سړی ورباندې تېر سو چې ښې جامې يې اغوستي وې او د ظاهري حالت له مخې باعزته او د درناوي وړ ښکارېدی؛ نو عائشې رضي الله عنها هغه کښېنوی او ډوډۍ يې ورکړه، چې هغه هم وخوړه. وروسته له عائشې رضي الله عنها څخه د دې توپير په اړه پوښتنه وسوه هغې دغه جواب ورکړ، چې موږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې لارښوونه کړېده چې د هر چا سره د هغه د مقام او منزلت موافق چلند وکړئ.
همداسي په بل حديث کې راځي: عن معاذ بن جبل قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: أنزل الناس منازلهم من الخير والشر، وأحسن أدبهم على الأخلاق الصالحة.(مکارم الأخلاق للخرائيطي: 41)
ژباړه: د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خلکو ته د خير او شر له پلوه د هغوی د مقام او حالت مطابق ځای ورکړئ، او هغوی ته په ښو اخلاقو ښه ادب ورکړئ.
يعنې له خلکو سره بايد د هغوی د حالاتو، وړتياوو، ښو او بدو صفاتو په پام کې نيولو سره مناسب چلند وسي او د ښو اخلاقو د خپلولو لپاره يې په ښه توګه روزنه وسي.
امام مسلم رحمه الله د خپل کتاب"صحيح مسلم" په خطبه کې وايي: فَلاَ يُقَصَّرُ بِالرَّجُلِ الْعَالِى الْقَدْرِ عَنْ دَرَجَتِهِ وَلاَ يُرْفَعُ مُتَّضِعُ الْقَدْرِ فِى الْعِلْمِ فَوْقَ مَنْزِلَتِهِ وَيُعْطَى كُلُّ ذِى حَقٍّ فِيهِ حَقَّهُ وَيُنَزَّلُ مَنْزِلَتَهُ.(صحيح مسلم: 1/2)
ژباړ: نو د لوړ قدر او مقام خاوند انسان بايد له خپلې مرتبې څخه ټيټ و نه ګڼل سي او هغه څوک چې په علم کې ټيټ مقام لري، بايد له خپلې مرتبې څخه پورته و نه بلل سي. بلکې هر حق لرونکي ته بايد د هغه حق ورکړل سي او د هغه د مقام مطابق ځای ورکړل سي.
نو په هره برخه کې چې موږ له انسانانو سره چلند او تعامل کوو بايد د هغوی منزلت او رتبه په پام کې ونيسو؛ د علماؤ، پوهانو او استادانو سره يو ډول چلند وکړو، د لږ علم والا انسانانو سره بل ډول چلند وکړو او د عوامو خلکو سره بل ډول چلند وکړو؛ په دې معنا سره چې د هر چا سره د هغه د حيثيت او منزلت موافق چلند وکړو، داسي نه وي چې موږ ټولو ته يوه سترګه وګورو او د ټولو سره يو ډول معامله وکړو، مثلا که موږ علمي مجلس جوړوو په هغه کې بايد يوازې علماء ناست وي او که اصلاحي مجلس جوړوو هغه ته بايد د مخاطبينو په بڼه يوازې عوام راوبلل سي ځکه علماؤ ته الله تعالی اصلاح په برخه کړېده موږ يې بايد وخت و نه نيسو.
که په کوم ځای کې موږ ته د خلکو د اعزاز او ښه راغلاست وظيفه راکول کېږي، موږ بايد د خلکو سره د هغوی د مرتبې موافق چلند وکړو او هر څوک پر داسي ځای کښېنوو چې د هغه سره مناسب وي، که موږ په کوم ځای کې کوم پروګرام پلی کوو بايد په پروګرام کې د هر چا حيثيت په پام کې ونيول سي او ټولو ته مناسب حق ورکول سي.
خلکو ته د هغوی د مناسبو مقامونو ورکول نه چاپلوسي ده او نه هم له چا سره مداهنت؛ بلکې عين عدالت دی. عدالت دا دی چې هر شی په خپل مناسب ځای کې کښېښودل سي او هر حقلرونکي ته خپل حق ورکړل سي چې د منزلت او مقامونو په رعايت کولو کې همدغه کار کيږي، په حديث شريف کې راځي: عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِذَا أَتَاكُمْ كَرِيمُ قَوْمٍ فَأَكْرِمُوهُ.(المسند الموضوعي: 10)
ژباړه: د عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی، هغه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې د کوم قوم عزتمند او مشر کس درته راسي، نو درناوی يې وکړئ.
په حديث شريف کې راځي: أَنَّ عَائِشَةَ زَوْجَ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- وَعُثْمَانَ حَدَّثَاهُ أَنَّ أَبَا بَكْرٍ اسْتَأْذَنَ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَهُوَ مُضْطَجِعٌ عَلَى فِرَاشِهِ لاَبِسٌ مِرْطَ عَائِشَةَ فَأَذِنَ لأَبِى بَكْرٍ وَهُوَ كَذَلِكَ فَقَضَى إِلَيْهِ حَاجَتَهُ ثُمَّ انْصَرَفَ ثُمَّ اسْتَأْذَنَ عُمَرُ فَأَذِنَ لَهُ وَهُوَ عَلَى تِلْكَ الْحَالِ فَقَضَى إِلَيْهِ حَاجَتَهُ ثُمَّ انْصَرَفَ. قَالَ عُثْمَانُ ثُمَّ اسْتَأْذَنْتُ عَلَيْهِ فَجَلَسَ وَقَالَ لِعَائِشَةَ « اجْمَعِى عَلَيْكِ ثِيَابَكِ ». فَقَضَيْتُ إِلَيْهِ حَاجَتِى ثُمَّ انْصَرَفْتُ فَقَالَتْ عَائِشَةُ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا لِى لَمْ أَرَكَ فَزِعْتَ لأَبِى بَكْرٍ وَعُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا كَمَا فَزِعْتَ لِعُثْمَانَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ عُثْمَانَ رَجُلٌ حَيِىٌّ وَإِنِّى خَشِيتُ إِنْ أَذِنْتُ لَهُ عَلَى تِلْكَ الْحَالِ أَنْ لاَ يَبْلُغَ إِلَىَّ فِى حَاجَتِهِ ».(صحيح مسلم: 6363)
ژباړه: د عائشې رضي الله عنها، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له مېرمني، او عثمان رضي الله عنه څخه روايت دی چې ابوبکر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ننوتلو اجازه وغوښته، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پر خپله بستره غځېدلی وو او د عائشې رضي الله عنها چپنه/څادر يې اغوستی و. رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوبکر رضي الله عنه ته په همدې حالت کې د ننوتلو اجازه ورکړه. ابوبکر رضي الله عنه خپله اړتيا ورسره مطرح کړه او بيا ولاړ. وروسته عمر رضي الله عنه د ننوتلو اجازه وغوښته؛ رسول الله صلی عليه وسلم هغه ته هم په همدې حالت کې د ننوتلو اجازه ورکړه. عمر رضي الله عنه خپله اړتيا ورسره مطرح کړه او بيا ولاړ. عثمان رضي الله عنه وايي: بيا ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ننوتلو اجازه وغوښته. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم کښېناست او عائشې رضي الله عنها ته يې وفرمايل: خپلې جامې پر ځان راټولې کړه. بيا ما خپله اړتيا له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مطرح کړه او ولاړم. عائشې رضي الله عنها وويل: اې د الله رسوله! څه وجه ده چې ما ونه ليدل چې ته د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په راتګ سره هغسې اندېښمن او متوجه سوې لکه څنګه چې د عثمان رضي الله عنه په راتګ سره سوې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: عثمان ډېر باحيا سړی دی، او زه ووېرېدم چې که په هماغه حالت کې مي هغه ته د ننوتلو اجازه ورکړې وای نو ښايي هغه خپله اړتيا راته په څرګند ډول و نه سوای رسولې.
دلته رسول الله صلی الله عليه وسلم د هر يوه منزلت مراعات کړی دی چې د عثمان رضي الله عنه منزلت دا وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کښېني او خپلي پښې ټولي کړي چې همدا کار رسول الله صلی الله عليه وسلم وکړ.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر