۱۴۰۳/۰۷/۰۲

د اسلام د مبارک دين شموليت:(لومړی برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د اسلام راتګ او ضرورت:
کله چې په نړۍ کې ظلم ډېر شو، شرک او ناپوهي خپره شوه الله پاک د انساني ټولني لپاره لارښوونکی، د حق زيری ورکوونکی او د الله پاک توحيد ته را بلونکی دين چې اسلام دی را ولېږی چې په راتلو سره يې ټولي تاريکۍ ورکي شوې، باطل معبودان چې ځينو خلکو يې عبادت کوی نيست او نابود شوه، بشر د هرډول فساد او نفسي غوښتنو د جال او لومو څخه آزاد شو، د جهل، سرکښۍ او فکري انحراف څخه  د پوهي، اطاعت او الهي عبادت لوري ته سوق کړل شو او انسان د انساني واقعي ارزښت خاوند شو.
همدا راز د دې لپاره چې سبا د قيامت په ورځ کې خلکو ته دا عذر پاته نشي چې موږ په هيڅ شي باندي خبر نه وو الله پاک دوی ته اسلام را ولېږی لکه الله پاک چې فرمايي: ذَلِكَ أَنْ لَمْ يَكُنْ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ.( المایدة: 131) 
ژباړه:موږ د پيغمبرانو رالېږل د دې لپاره وکړه چې الله پاک د هيڅ کلي اوسېدونکي د ظلم له امله نه هلاکوي په داسي حال کې چې دوی غافل او ناخبره وي.
او په سورة النساء کي فرمايي: رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِیلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا.( النساء: 165)
ژباړه: دغه ټوله پيغمبران موږ زېری ورکوونکي او وېروونکي را ولېږل د دې لپاره چې د خلکو لپاره پر الله باندي د پيغمبرانو د رالېږلو وروسته هيڅ دليل پيدا نشي او الله غښتلی اوحکمت والا دی.

اسلام د ژوند لاره او طريقه ده:
اسلام د ټوله ژوند لپاره يوه طريقه او منهاج دی، اسلام داسي دين دی چې ځانګړتياوې او خصوصيتونه يې هيڅ مرز او انحصار نه لري، بلکې د اسلام دين د هر وخت او هر ځای لپاره را استول شوی دی.
په اسلام کې د ژوند ټولي برخي په پوره تفصيل او کافي انداز سره بيان شوي دي او د هري برخي يې پوره تضمين کړی دی لکه د انساني ژوند اجتماعي، اقتصادي، سياسي، علمي، عملي او نوري برخي او د ټولو هغو شيانو لپاره حکم پکې بيان شوی دی چې انسان په خپل ژوند کې ورسره مخامخ کيږي، د ځينو حکم صراحتا په قرآن او حديث کې راغلی وي او د ځينو نورو حکم په اجماع او قياس باندي معلوميږي.
دا ځکه چي اسلام د فطرت دين دی کوم چې سالم انسانيت ورباندي ولاړ دی، الله پاک فرمايي: فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ.( الروم: 30) 
ژباړه: خپل ځان دي پر دين باندي برابرکړه په داسي حال کې چې د نورو ټولو اديانو څخه مایل وشې، دا د الله پاک هغه خلقت دی چې خلک يې ورباندي پيدا کړي دي، د الله د خلق لپاره هيڅ تغيير نشته، دغه ټينګ ولاړ دين دی خو ډېری خلک نه پوهيږي.

اسلام د ټولنيز ژوند ضامن دی:
اسلام د اجتماعي او ټولنيز ژوند د تأمين او ترقۍ لپاره داسي ښکاره نمونې وړاندي کړي دي چې هيڅ د عقل خاوند ورڅخه انکار نشي کولای، داسي ښکلي نمونې چي د ټولو مشکلاتو او ستونزو څخه خالي دي. 
که سړی فکر وکړي، ټولنه او اجتماع چي لومړی د خاوند او ميرمني څخه شروع کيږي اسلام يې په اړه هرڅه بيان کړي دي، په کورنۍ کې د ميړه او ښځي تر منځ د محبت، پخلايني، صبر او تحمل څخه شروع بيا د اولاد، پلار، خپلوانو او ګاونډيانو تر حقوقو پوري د ټولو لپاره پکې ډېر ټينګار او تأکيد راغلی دی. آن تردې چې اسلام هغه شيان هم حرام کړي دي کوم چې ظاهرا ډېر سپک معلوميږي خو په اصل کې ټولنه ورباندي ورانيږي لکه غيبت، چوغلګري، تجسس او پر يوبل باندي ناوړه نومونه ايښودل.
اسلام تر بل هر دين د ټولني اصلاح ته خلک را بللي دي او دېته يې تشويق کړي دي چې تل د اصلاح په فکر کې وشي، الله پاک فرمايې: وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ.( الأنفال:1)  ژباړه: په خپل مينځ کي اصلاح راوړی. 
او په سورت البقرة کې فرمايي: وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ.( البقرة: 237) ژباړه: په خپل مينځ کې پر يوبل باندي احسان مه هېروی.
د همدې امتياز او ځانګړتيا له وجهي اسلام يو سراسري دين دی او د ټولي نړۍ لپاره راغلی دی لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ.( الأنبياء: 107)  ژباړه: موږ ته نه يې رالېږلی مګر رحمت د ټولو مخلوقاتو لپاره.
همدا راز فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ.( السبأ: 28)  ژباړه: موږ ته نه يې رالېږلی مګر د ټولو خلکو لپاره.

هیچ نظری موجود نیست: