ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
وايي: درواغجن حافظه نه لري او بې عقل تجربه
نه لري. پاکستان فکر کوي چې زه هماغه د پخوا پاکستان يم او افغانستان هم هماغه د څو لسيزو مخکي افغانستان دی، خو په دې باندې نه پوهېږي چې پاکستان ته هغه پخوانۍ ظاهري زور او حيثيت پاتې نه دی او افغانستان اوس هغه پخوانی کمزوری او بې سرپرسته افغانستان نه دی.
يو وخت پاکستان د ځينو ظاهري کارونو په سبب په اسلامي نړۍ کې يو څه محبوبيت درلودی خو اوس يې خپل محبوبيت له لاسه ورکړی دی، ځکه هغه مهال يې چې د روسانو په وخت کې ظاهرا د مجاهدينو سره مرسته کول او يا يې ځان د اسلامي نړۍ خواخوږی معرفي کوی، ځکه نو په پاکستان او افغانستان کې د ننه او بهر د مسلمانانو محبت ورسره پيدا سو، خو اوس چې ټولې نړۍ ښه پېژندلی هغه اعتبار او ارزښت ورته پاتې نه دی، خو پاکستاني چارواکې دومره ناپوهان دي چې تر اوسه پر ځان هغه پخوانی ګمان کوي، ځکه نو کله سعودي ته ځغلي او کله ترکيې ته او کله نورو اسلامي هيوادونو ته.
يو وخت چې بهرنيانو يا ځينو ګاونډيو هيوادونو په افغانستان کې مداخله کول دا هغه وخت وو چې افغانستان خپلواک او غمخوار حکومت نه درلودی، د افغانستان ملت د وخت پر حکومت راټول نه وو او افغانستان په خپل سياست کې آزاد نه وو، اوس چې الحمدلله آزاد، خپلواک او مقتدر نظام حاکم دی هيچا ته د مداخلې کولو اجازه نه ورکول کېږي.
پاکستان فکر کوي چې د افغانستان ولس او نړيوال به په خپلو منفي تبليغاتو دوکه کړم، نو ځکه هره ورځ بې ثبوته نارې وهي چې په افغانستان کې ټي ټي پي ځای لري او د خپلي خاوري څخه پر خپلو مخالفينو حملې کوو، په داسي حال کې چې ټي ټي پي د پاکستان له خاوري پر پاکستاني ملېشو بريدونه کوي، بلکې په پاکستان کې هغوی لوی مرکزونه او لويي اډې لري او تر اوسه چې پاکستان په افغانستان کې څومره بريدونه کړي دي ټول نړيوال يې ويني چې په بريدونو کې ښځې، ماشومان او عام خلک شهيدانيږي او د عامو خلکو کورونه ورانيږي.
که پاکستان درواغ نه ويلی نو تر اوسه به يې هرومرو د افغانستان سره پر فرضي کرښه يو څوک ګرفتاره کړی وای، لکه افغاني ځواکونو چې تر اوسه په لسګونو داسي کسان ګرفتاره کړي دي چې پاکستان افغانستان ته د فساد او جګړې لپاره رالېږلي وه؛ هر څوک په دې باندې پوهيږي چې د ټي ټي پي خبره هسي يوه بهانه ده، پاکستان غواړي د غرب لخوا ورکول سوې جګړه ايزه او فاسده پروژه عملي کړي، ځکه د پاکستان د تأسيس څخه بيا تر اوسه پوري د پاکستان کار همدغه دی او د همدې لاري ځان تمويلوي.
يو وخت که پاکستان په افغانستان کې جګړه کول هغه بېل وخت وو او اوس بېل وخت دی، ځکه اوس په افغانستان کې د جګړې کولو لپاره هيڅ دليل او پلمه شتون نه لري؛ په افغانستان کې بهرنيان نسته چې افغانانو او سيمي ته خطر وي، په افغانستان کې ظلم او وحشت نسته چې خلک يې پر ضد راوپاريږي، په افغانستان کې قومي او سمتي تعصب نسته چې ځيني قومونه ځانونه په خطر کې وويني او په افغانستان کې نا امني نسته چې خلک وسلې ته لاس واچوي، بلکې افغانان پر داسي نظام سره راټول دي چې په پوره توګه د دوی د بچو څخه جوړ دی او په هره برخه کې خپلواک او آزاد دی.
د افغانستان اوسنی مثبت وضعيت ډېرو هيوادونو درک کړی ځکه نو ورځ تر بلي په بهرني سياست کې پرمختګونه راځي او ډېرو هيوادونه دا هم ويلي دي چې موږ په افغانستان کې د هغه چا پلوي نه کوو چې بيا ځلي په افغانستان د جګړې پيولول غواړي، چې لويه بېلګه يې د افغانستان څخه تښتېدلي کسان دي چې هر څومره هڅه يې کړې تر اوسه يې هيڅ هيواد په ډاګه ملاتړ نه دی کړی، بېله پاکستانه چې پخوانيو اربکيانو او توپکيانو ته يې ځای ورکړی او د افغانستان پر ضد يې ساتي.
که پاکستاني چارواکو شرم درلودلای اوس يې بايد استعفاء کړې وای ځکه په خپل هيواد کې د امنيت په ساتلو کې پاتي راغلي، اقتصاد يې ورځ تر بلي سقوط کوي او وسلوال مخالفين يې هره ورځ د ملېشو څخه نوي نوي ځايونه نيسي چې تراوسه يې ډېر ځايونه ورڅخه نيولي او ډېر پاکستاني پوځيان يې وژلي دي.
د دې لپاره چې پاکستاني چارواکي د خپلو ناکاميو څخه د خلکو پام بلي خوا ته واړوي په پاکستان او افغانستان کې پر ولسي وګړو بمبارونه او ظلمونه کوي، چې تر اوسه يې په هيڅه برخه کې کوم پرمختګ هم نه دی کړی ځکه نه يې خپل مخالفين ځپلي، نه يې پر پاکستاني ملېشو د مخالفينو بريدونه کم کړي او نه هم په دې باندې توانېدلی چې په افغانستان کې امنيت ګډوډ کړي.
د افغانستان سره د پاکستاني پوځ دښمني نن هر افغان وګړي ته ثابته سوېده ځکه نو د پاکستان پر ضد ټول افغانان د خپل نظام تر شا ولاړ دي او چې پاکستان څومره هڅه کړېده الحمدلله د افغانانو او نظام تر منځ يې واټن نه دی پيدا کړی، ځکه ټول ولس پوهيږي چې د پاکستان سياست د دښمنۍ او بربادۍ پر اساس ولاړ دی او بېله کوم عقلي دليله د افغانانو سره شخړه کوي.
د پاکستان مسلمان ولس بايد د پاکستاني وحشي او ظالمو ملېشو پر ضد راپورته سي او نور ځان د دې وحشي مزدوانو څخه خلاص کړي ځکه نو دوی ته لازمه ده چې د هر هغه چا ملاتړ وکړي چې د پاکستاني اوسني نظامي حکومت ړنګول غواړي هغه که په لاريونو سره وي او که په وسلوال پاڅون سره وي؛ تر څو چې دا نظام ړنګ نه سي پاکستانی ولس به همداسي په عذاب او په نړيواله کچه منزولي وي.
اوسني شرايطو او د پاکستاني حکومت کړنو ته په کتو داسي ويلای سو چې پاکستاني حکومت غلطه محاسبه کړېده، هيڅوخت به په افغانستان کې خپلو ناوړو موخو ته و نه رسيږي او د الله تعالی په مرسته به نور هم شرمېدلی او رټلی وي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر