۱۴۰۵/۰۷/۱۹

د اسلام او اسلامي نظام لپاره مبارزه وروره!

ليكنه: مولوي نورالحق مظهري.
د اسلام او اسلامي نظام لپاره مبارزه وروره! د باطل او فساد لارويان شرايطو ته په کتو چوپ پاتيږي خو آرام نه کښيني، پټيږي خو د اسلام او اسلامي نظام په وړاندې له مبارزې لاس نه اخلي، خپلو خبرو، لباس او تعامل ته تغيير ورکوي خو فکر يې نه بدليږي، ستا سره پر څنګ کښيني خو د سيمي استخباراتو ته کار کول نه پسې پريږدي، په خپل هيواد کې اوسيږي خو د نورو هيوادونو ګټې په پام کې نيسي، په خپل هيواد کې د چاپلوسۍ په ذريعه ځان تر هر ځای پوري رسوي خو د خپل هيواد په نسبت د نورو هيوادونو ګټو ته ډېر ژمن وي، وجود او خبرې يې ستا سره وي خو زړه او محبت يې د نورو سره وي، هغه د حق په وړاندې له مبارزې نه ستړی کېږي بلکې د نورو کسانو لپاره قربانۍ ته آماده وي په داسي حال کې چې ممکن خپله هم پر خپل بطلان علم ولري.

هدف مي دا نه دی چې ته پر هر مسلمان بدګماني وکړه يا پر خپلو ملګرو باور مه کوه، بلکې هدف مي دا دی چې ته د اسلام او اسلامي نظام لپاره خپله مبارزه نوره هم چټکه کړه او هيڅ وخت د ستړيا او ناهيلۍ احساس مه کوه، د اسلام او کفر تر منځ او د حق او باطل تر منځ مقابله ډېره اوږده مخينه لري او په دې بهير کې د تېرو پېړيو څخه موږ ته د دواړو لوريو څخه ډېري بېلګې د تاريخ په پاڼو کې ليکل سوي دي، چې د اسلام او اسلامي نظام څخه مدافعين په مجاهدينو، مبارزينو، قهرمانانو، تورياليو، اتلانو او غازيانو معرفي سوي دي او د دې پر عکس د باطل لپاره مبارزه کوونکي په خائنانو، منافقانو، غدارانو، جاسوسانو، مزدورانو او نورو بدو نومونو ياد سوي دي، نو د دې لپاره چې اوس دي خپل مسئوليت سر ته رسولی وي او په را روانه زمانه کې دي نوم په زرين خط وليکل سي د اسلام او اسلامي نظام لپاره په هره برخه کې خپله مبارزه په ډېر اخلاص سره نوره هم چټکه او ګړندۍ کړه.

په مبارزه کې بايد تا ته تر ټولو مهم هدف د اسلام او اسلامي نظام ساتنه وي او ټوله هغه شيان چې نظام ورباندې ولاړ وي ته يې بايد په ټولنه کې د پېژندلو او عملي کولو لپاره زيار وباسې، لکه په مسلمانانو کې اتفاق او اتحاد، د ملت او نظام تر منځ همږغي، د مشرانو اطاعت، د اصلاح لپاره دعوت، د قومونو او وطنونو تر منځ يووالی، امر بالمعروف او نهي عن المنکر، مالي او اداري سمون، د خدمت تعهد او ژمنتيا، ښوونه او روزنه، اخلاقي او فکري وده، ديني ويښتابه، عدالت، خيرخواهي، مسئوليت اداء کول او مثبت احساس.

مبارزه وروره! چې اهل باطل د خپل باطل لپاره په ډېر زغم او صبر کار کوي، په داسي حال کې چې پر کار يې نه تنها دا چې ثواب نه دی مرتب بلکې عذاب ورباندې مرتب دی، نو ته چې پر حق هم يې او کار دي د ثواب او مزدورۍ څخه ډک دی ولي په خپل کار کې جديت او استقامت نه لرې؟ ته بايد تر بل هر چا په مبارزه کې چټک، مسئوليت اداء کوونکی او ژر جواب ويونکی و اوسې تر څو ستا د مبارزې په ذريعه د اسلام او اسلامي نظام د ټولو دښمنانو دسيسې شنډي سي، شبهات يې رد سي، تبليغات يې ناکام سي او کرغېړني موخې يې خلکو ته برملا سي.

ته بايد په دې باندې پوه سې چې فکري او فرهنګي مبارزه هم د فزيکي جګړې په څېر د دفاع او بريد سنګرونه لري چې مبارز بايد په دواړو کې هميشه د آمادګۍ په حال کې وي؛ که دښمن پر موږ کوم فکري يا فرهنګي يرغل کوي موږ يې بايد په ډېري چټکۍ سره بريد ناکام کړو بلکې ځانونه د ضعف له حالته وباسو او پر دښمنانو فکري او فرهنګي بريدونه وکړو ځکه د دفاع حالت د کمزورۍ او د بريد حالت د قوت دی، مسلمانانو که هميشه خپل دښمنان تر بريدونو لاندې نيولی هيڅکه به هغوی پر مسلمانانو د بريد کولو فرصت نه وای پيدا کړی.

لکه په نظامي جګړه کې چې اعداد او تجهيز ته ډېره اړتيا ده او د الهي عادت بر بنسټ اسبابو ته لاسرسي ډېره مهمه ده، په فکري او فرهنګي مبارزه کې هم تيارۍ او ځان سمبالولو ته ډېره اړتيا ده ځکه د مبارزې اړتيا، د لومړيتوبونو پېژندل، د مبارزې تاکتيکونه زده کول او د بيان هنر ته لاسرسي هغه موارد دي چې د مبارزې په بريا کې کارنده رول لري نو کوم څوک چې خپله ورسره بلد نه وي يقيني خبره ده چې په مبارزه کې سم نه سي ځلېدلای.