۱۴۰۴/۱۱/۱۹

د پاکستان مثال:

د پاکستان مثال د هغه چټل انسان دی چې د چټلۍ او ناپاکۍ له کبله مچانو اخيستی وي نو د ځان د خلاصون لپاره هره خوا ته لاسونه غورځوي؛ په اصل کې مشکل د مچانو او محيط نه دی بلکې مشکل د ده دی چې ځان يې پاک نه دی ساتلی، پاکستان هم د خپلو غلطو سياستونو له کبله د ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دی خو د ځان څخه د مسئوليت د اړولو لپاره دې خوا او هغې خوا ته لاسونه غورځوي، کله افغانستان متهم کوي، کله هند متهم کوي او کله نوري اوتي بوتي وايي.

د غلط سياست پايلې همداسي وي چې منفي اغيزې يې ارومرو لوبغاړي ته رسيږي او د داسي قربانۍ سره مخامخ کيږي چې جبران يې په هيڅ شي باندې نه شي کېدلای، د پاکستان د ايجاد څخه بيا تر اوسه پوري په داخلي او خارجي سياست کې پاکستان داسي لوبي رواني کړي دي چې د هيڅ چوکاټ سره سر نه خوري له همدې امله يې هيڅ لومړي وزير خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړي، په داخل کې ورته ورځ په ورځ امنيتي ستونزي ډېريږي، د ګاونډيانو سره يې مشکلات تر لاينحل انداز پوري رسېدلي دي، ولس يې ډېر د حکومت څخه متنفر سوی دی، اقتصاد يې ورځ په ورځ رکود کوي او په نړيواله کچه تر بل هر وخت اوس ډېر منزوي سوی دی.

هیچ نظری موجود نیست: