د راپورونو له مخي د حماس مجاهدينو سياسي مشر او نظامي قومندان يحيی السنوار د غاصبو اسرائيلو په بمبار کې شهيد شوی دی. انا لله وانا الیه راجعون. الله تعالی دي د نوموړي شهادت قبول کړي او ټولو غم ځپلو ته دي د زړه صبر او اجر ورکړي.
موږ هم د نور اسلامي امت ترڅنګ ځانونه په دې غم کې شريکان بولو او د يحيی سنوار شهادت ټولي اسلامي نړۍ ته لويه ضايعه ګڼو.
د اسلامي هيوادونو لپاره خو دا لازمه وه چې د داسي پيښو په وړاندي کې يې اسرائیلو ته ډېر تند غبرګون ښوولی وای خو داچي نن مسلمانان يووالی نه لري او پر يوه مسلمان رهبر نه دي سره راټول ځکه نو په هر ځای کې د ذلت او خوارۍ سره مخامخ دي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر