۱۴۰۳/۰۷/۲۴

د مثبتو فکرونو ډولونه:

مثبت فکرونه هغه ذهني حالتونه دي چې په شخص کې خوشبیني، هیله‌مندي او پیاوړتیا رامنځته کوي. د مثبتو فکرونو ډولونه په لاندې توګه دي:
۱ ـ خوشبین فکر:  خوشبین فکر لرونکی انسان په هر حالت کې د ښه پایلې تمه کوي، هغه په هر حرکت او هڅه کې فرصتونه ویني او باور لري چې ستونزې حل کېدونکي دي.

۲ ـ شکرګذار فکر: شکرگذار فکر انسان په ژوند کې د درلودونکو شیانو او برکتونو قدر کوي او په هر حالت کې يې شکر آداء کوي، دا فکرونه په شخص کې د خوشحالۍ او  قناعت احساس زیاتوي.

۳ ـ هیله‌مندفکر: هیله‌مند فکر لرونکی کس د راتلونکې په اړه مثبتي تمې لري او باور کوي چې زما په وړاندي ارومرو شرایط برابريږي،  هغه د خپلو هدفونو په لور کار کوي او ناهیلی کېږي نه.

۴ ـ په ځان‌باوري فکر:  دا ډول فکر  شخص ته دا احساس ورکوي چې تل د ستونزو په حلولو او موخو په تر لاسه کولو کې وړتیا لري،  په ځان‌باوري فکر د لاسته راوړنو په زیاتولو کې ډېر مهم دی.

۵ ـ انعطاف‌پذیر فکر: دا فکر انسان ته توان ورکوي چې د ستونزو په وخت کې له ناکامۍ څخه زده کړه وکړي او ژر بیرته عادي حالت ته راستون شي،  انعطاف‌پذیري د مثبت فکر یوه مهمه نښه ده.

۶ ـ مینه ناک او مهربان فکر: داسي فکر والا شخص له نورو سره د مرستې او شفقت احساس لري، د نورو خوشحالي او هوساینه د خپل ځان د خوشحالۍ یوه برخه ګڼي ځکه نو د هیچا سره د مرستي کولو څخه ځان نه کاږي.

۷ ـ خلاق فکر: دا ډول فکر انسان ته دا توان ورکوي چې له نوو لارو او په تخلیقي نظرونو سره ستونزې حل کړي، خلاقیت د مثبت فکر یوه نتیجه ده چې د نوښتونو او پرمختګونو لامل ګرځي او ورځ تر بلي نوي انکشافات کوي.

۸ ـ منل شوی فکر: دا فکرونه شخص ته دا درس ورکوي چې د هغو شیانو په وړاندي چې نشي بدلېدلی يا ظاهرا تغییر نه قبلوي خپل زغم له لاسه ورنکړي او ځان خپه نه کړي؛ دا ډول خلک په ژوند کې د واقعیتونو سره په سمه توګه چلند کوي.

۹ ـ موخه‌مند فکر: دا ډول فکر شخص ته د یو واضح او مشخص هدف په لور د تګ انګېزه ورکوي، داسې خلک تل په خپل ذهن کې یو پلان او ستراتیژي لري.

۱۰ ـ زده کړه ايز فکر: داسي فکروالا خلک په دې باور وي چې انسان تل وده کولی شي او زده کړه یې د پرمختګ اصلي ذريعه ده، دا ډول فکر په هر حالت کې د لا زده کړې او ودې فرصتونه لټوي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: