۱۴۰۳/۰۷/۲۶

د فکري جګړې فلسفه:

د فکري جګړې تاريخ ډېر اوږد او پېچلی دی چې د انسان د پيدايښ څخه پيليږي، فکري جګړه د بشر په تاريخ کې د يوه بنسټيز جنګ په صفت پېژندل کيږي چې د انسانانو په روان او فکر کې ژور نفوذ لري.

دا جګړه د آدم عليه السلام چې د حق نماينده وو او د ابليس عليه اللعنة چې د باطل نماينده وو تر منځ شوې ده؛ ابليس د انسان د لومړني دښمن په توګه د انسان پر ضد او د هغه د مغلوب کولو لپاره فکري جګړه غوره کړه چې آدم عليه السلام ته يې ځان نصيحت کوونکی او غمخوار معرفي کړ او د دې لپاره چې د آدم عليه السلام باور تر لاسه کړي هغه ته يې په الله تعالی باندي قسم واخيست تر څو خپلي مدعی ته مشروعيت ورکړي او په ذريعه يې آدم عليه السلام دوکه کړي او وسوسه ور واچوي.

د آدم عليه السلام د قيصې څخه چې په سورت الاعراف کې ذکر شوې ده له ورايه داسي ښکاري چې د  لومړي سره څخه شيطان د درواغو، فريب او شبهه اچوني په ذريعه د آدم عليه السلام د دوکه کولو کوښښ وکړ تر څو چې هغه کار په وکړي کوم چې الله تعالی ورڅخه منعه کړی او په نتيجه کې يې د الله تعالی د نعمتونو څخه محروم کړي.

د هماغه ورځي څخه بيا تر نن پوري چې کوم کسان د مسلمانانو پر ضد فکري جګړه پر مخ بيايي د همدغه طريقې څخه کار اخلي ځکه نو بايد زموږ مسلمانان د خپلو ټولو دښمنانو په وړاندي ډېر هوښيار وسي او ځانونه په فکري ځيرکتيا مسلح کړي.

الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په خطاب کې فرمايي: فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا.(الفرقان:52) ژباړه: نو د کافرانو اطاعت مه کوه او د دې (قرآن) په وسيله له هغوی سره لويه مبارزه وکړه. دا آيت په داسي وخت کې نازل شوی دی چې مسلمانانو ته د قتال يا فزيکي جګړې اجازه نه وه شوې ځکه دا آيت مکي دی او په مکه مکرمه کې مسلمانانو ته د جنګ کولو اجازه نه وه، همدې ته په کتو سره مفسرينو دلته د جهاد معنی په دعوت باندي کړېده او دا چې جهاد په کبير يا لوی متصف شوی دی د دې ښکارندويي کوي چې د دعوت په برخه کې هم د مسلمانانو مسئوليت ډېر دروند وو ځکه مشرکينو د دوی پر ضد د هر ډول وسلې او هري ذريعې څخه استفاده کول؛ د اتهام، فريب او وسوسې څخه شروع بيا تر فزيکي چلند پوري ټوله يې د مسلمانانو پر ضد کارول چې طبعا په داسي شرايطو کې مبارزه ډېره سخته وي.

مسلمانان بايد د فکري جګړې په ارزښت ځانونه پوه کړي او په هراړخيز ډول آمادګي ورته ولري ځکه کفار د مسلمانانو د فکرونو د انحراف او ذهنونو د تسخير لپاره د هري ممکني لاري څخه کار اخلي او د دې لپاره چې مسلمانان ويښ او بيدار نشي هر غوراوي ته لاس اچوي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: