ژباړه: د سمرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د شيطان لپاره د سترګو تورول او د کاچوغو څټل دي؛ چې کله په خپلو رانجو د انسان سترګي توري کړي نو سترګي يې د ذکر څخه ويده سي او چې کاچوغه يې په خوله ورکړي نو ژبه يې په شر باندې تېزه سي.
يعني شيطان خپل رانجه د انسان په سترګو پوري موږي تر څو د ذکر په وخت کې ويده سي او خپله کاچوغه يې په خوله ورکوي تر څو يې ژبه د بدو خبرو لپاره چټکه او تېزه سي.
د شيطان رانجه او کاچوغه په ظاهره توګه هيڅ اثر نه لري او انسان يې هم نه سي درک کولای خو په عملي ډول د انسان پر روح باندې تأثير ايږدي ځکه نو د کوم انسان سترګي چې شيطان په خپلو رانجو توري کړي هغه د ذکر، لمانځه او نورو عباداتو په وخت کې ويديږي او چې د چا په خوله کاچوغه ورکړي او هغه يې کاچوغه وڅټي نور نو هغه انسان د هيڅ بدي خبري څخه مخ نه اړوي فرق نه لري که هغه درواغ وي، که غيبت وي، که ښکنځل وي، که چغلګري وي، که شيطنت وي او که نور شيان وي، نو موږ بايد په دوو شيانو د شيطان سره مبارزه وکړو او خپلي سترګي او ژبي د شيطان د واکمنۍ او تسلط څخه آزادي وساتو؛ لومړي دا چې په عبادت کې چټک و اوسو او د عبادت په وخت کې د ويښ پاتي کېدلو لپاره زحمت وباسو او دويم دا چې خپله ژبه کنټرول کړو او د هر ډول بدي او ناروا خبري څخه ځان وساتو.
عَنْ سَمُرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ لِلشَّيْطَانِ كُحْلا وَلَعُوقًا، فَإِذَا كَحَّلَ الإِنْسَانَ مِنْ كُحْلِهِ نَامَتْ عَيْنَاهُ عَنِ الذِّكْرِ، وَإِذَا لَعَّقَهُ مِنْ لَعُوقِهِ ذَرِبَ لسانه بالشر.(مكائدالشيطان لإبن أبي الدنيا: ۷۷)
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر