امیرالمؤمنین حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د حمص له خلکو وغوښتل چې د خپلو بېوزلو او مسکينانو کسانو نومونه ورته ولیکي، تر څو د بیتالماله څخه هغوی ته حق ورکړي.
کله چې د بېوزلو کسانو نوملړ او ليست ور ورسېدی نو عمر رضي الله عنه په نوملړ کې د حمص د والي، جلیل القدر صحابي سعید بن عامر الجُمَحي نوم هم ولید، هغه حيران سو او د حمص له خلکو يې وپوښتل: ستاسې والي څنګه ستاسې له بېوزلو کسانو څخه دی؟ هغوی وویل: هغه خپله ټوله تنخوا پر فقیرانو او مسکینانو وېشي او وایي: زه څه وکړم په داسي حال کې چې د الله تعالی په وړاندې زه د دوی مسؤول ګرځېدلی یم؟ عمر رضي الله عنه ورڅخه وپوښتل: ایا تاسې پر هغه کومه نيوکه لری؟ هغوی وویل: هو، موږ درې نيوکې باندې لرو:
۱. هغه تر غرمې (چاښت) مخکې موږ ته نه راوځي.
۲. په شپه یې هېڅکله نه وینو.
۳. په اوونۍ کې یوه ورځ ورک وي.
حضرت عمر رضي الله عنه سعید بن عامر راوغوښت او په دې اړه يې پوښتنه ورڅخه وکړه، هغه وویل: دا چې زه تر غرمې مخکې خلکو ته نه راوځم، سبب یې دا دی چې تر دغه وخت زه د خپلې کورنۍ خدمت کوم ځکه زه نوکر نه لرم او ښځه مې ناروغه ده، دا چې شپه نه راوځم هغه مې د خپل رب لپاره ځانګړې کړې ده او دا چې په اوونۍ کې یوه ورځ نه راڅرګندېږم ځکه زه يوه جوړه کالي لرم هغه مینځم او تر وچېدو پورې يې انتظار کوم، بیا خلکو ته راوځم.
حضرت عمر رضي الله عنه وژړل او ویې ویل: د الله تعالی شکر اداء کوم چې زما په والیانو کې داسې خلک سته.
منبع: تاريخ الدولة العثمانية.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر