۱۴۰۴/۱۰/۲۷

د بي بي سي بې اساسه راپور د واقعيت په تله کې:

څه موده مخکي د بي بي سي راډيو داسي راپور خپور کړی وو چې د اسلامي امارت د مشرانو په منځ کې درځ يا اختلافات شتون لري او د دې لپاره يې د دوی په وينا د ځينو خلکو نظريات هم راټول کړيوه.

اصلي خبره دا ده چې بي بي سي اوس هم د هغو رسنيو په کتار کې شمېرل کيږي چې ځيني وختونه د اسلام پر ضد ځيني راپورونه نشر کوي په خاصه توګه په افغانستان کې د اوسني حاکم اسلامي نظام پر ضد، ځکه  دوی ته د دوی د مشرانو لخوا داسي دستور ورکول کيږي چې په هر ځای کې مسلمانان او اسلامي نظامونه د خپلو منفي تبليغاتو هدف وګرځوي، البته دا کار دوی په داسي مسلکي طريقه کوي چې ډېر لږ خلک يې په تزوير او درواغو پوهيږي.

که د بي بي سي تاريخ مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چې دوی د سياسي خبرونو او تحليلونو، تفريحي خپرونو او نورو برنامو تر څنګ د اسلام پر ضد خبرو کولو ته هم لېڅي را نغښتي دي چې په دې سلسله کې د واقعيت څخه ليري خبرونه، منحرف سياسي تحليلونه، د مسيحيت لپاره دعوت، د مجاهدينو بدنام کول او د اسلام سياسي نظام بدرنګه کولو لپاره دوی ډېر کوښښونه کړي دي چې په هره برخه کې يې اوس هم په آرشيفونو کې ګڼ شمېر خپروني ذخيره دي.

د بي بي سي دا دعوه داسي مثال لري لکه څوک چې د دوبي په فصل کې په شين آسمان کې د باران دعوه وکړي ځکه د اسلامي امارت د حاکميت څخه بيا تر اوسه پوري چې کوم حالات حاکم دي يوه ذره ورڅخه د اختلافاتو بوي نه راپورته کيږي په داسي حال کې د اختلافاتو اثر په هيڅ ډول پټېدلای نه سي ځکه نو داسي ويلای سو چې که چيري د اسلامي امارت په صف کې اختلافات وای هيڅ وخت به چاري داسي په منظم او سلس ډول پر مخ نه تللی.

که د حکومتولۍ ټولي برخي وڅېړو او په دقيق نظر ورته وګورو دا به راته ثابته سي چې په افغانستان کې حاکم نظام ډېر فوق العاده پر مخ روان دی او په هيڅه برخه کې د اختلافاتو اثر نه ښکاري؛ که په نظام کې ټاکني او تبديلۍ دي، که د بوديجې تصويبول دي، که د فرامينو او احکامو صادرول او تطبيق کول دي، که د معاشاتو ډېرول او کمول دي، که انکشافي پروژې عملي کول دي او که نور کارونه دي ټوله د مرکزي حکومت په هدايت او د مسئولو کسانو په ذريعه سر ته رسيږي او تر اوسه پوري پر هيڅ فرمان او حکم د هيڅ چارواکي لخوا نيوکه او اعتراض نه دی سوی.

دا نظام د عقيدې او اطاعت پر بنسټ جوړ سوی دی ځکه نو هيڅوک دي په دې نظام کې د مخالفتونو خوبونه نه ويني، هو؛ د رأي او نظر اختلاف په هره ټولنه کې سته او هغه نقصان او نيمګړتيا نه ده بلکې په واقعيت کې کمال ته د رسېدلو يوه لار ده لکه په اجتهادي مسائلو کې چې د ديني علماؤ تر منځ اختلاف سته او هغه په اصل کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وينا رحمت دی، خو داسي اساسي اختلاف چې هغه دي د درځ او پاشلو سبب سي او حکومتولي دي د ننګونو سره مخ کړي الحمدلله تر اوسه د اسلامي امارت د مشرانو تر منځ هيڅ وجود نه لري ځکه نو ويلای سو چې د بي بي سي راپور درواغ دی او د حقيقت څخه ليري دی زموږ ولس دي هيڅ توجه نه ورته کوي.
مولوي نورالحق مظهري

سهارنی پيغام:

که موږ هره ورځ لږ تر لږه د دين يوه مسئله زده کړو په ډېر لږ وخت کې به د دين ډېري مسئلې زده کړو او د جاهلانو د کتار څخه به ووځو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۰/۲۴

د شيطان پېژندل:

ژباړه: صفوان بن سليم وايي: د مدينې خلکو د عبدالله بن حنظله رضي الله عنه قيصه کوله چې د شيطان سره يې ملاقات کړی وو په داسي حال کې چې دی د جومات څخه بهر وو، کله چې شيطان د حنظله رضي الله عنه زوی عبدالله وليدی ورته ويل يې: ما پېژنې؟ هغه وويل: هو. شيطان وويل: زه څوک يم؟ عبدالله ورته وويل: ته شيطان يې. شيطان ورته وويل: ځنګه دي وپېژندلم؟ عبدالله ورته وويل: زه د جومات څخه په داسي حالت کې را ووتلم چې ما د الله تعالی ذکر کوی خو کله چې مي ته وليدلې ذکر د الله تعالی مي هېر سو نو ځکه زه پوه سوم چې ته شيطان يې، شيطان ورته وويل: رښتيا دي وويل ای د حنظله زويه!

تل د هغه کسانو سره ډېر پام کوئ چې په ليدلو يې د الله تعالی ذکر ستاسې څخه هېريږي ځکه شيطان په انسانانو او جنياتو دواړو کې سته.

عَنْ صَفْوَانَ بْنِ سُلَيْمٍ قَالَ: يَتَحَدَّثُ أَهْلُ الْمَدِينَةِ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ حَنْظَلَةَ بْنِ الْغَسِيلِ لَقِيَهُ الشَّيْطَانُ، وَهُوَ خَارِجٌ مِنَ الْمَسْجِدِ فَقَالَ: تَعْرِفُنِي يَابْنَ حَنْظَلَةَ؟ فَقَالَ: نَعَمْ. فَقَالَ: مَنْ أَنَا؟ قَالَ: أَنْتَ الشَّيْطَانُ. قَالَ: فكيف علمت ذاك؟ قال: خرجت وأنا أَذْكُرُ اللَّهَ فَلَمَّا بَدَأْتُ أَنْظُرُ إِلَيْكَ فَشَغَلَنِي النَّظَرُ إِلَيْكَ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ، فَعَلِمْتُ أَنَّكَ الشيطان. قال: صدقت يا بن حَنْظَلَةَ!.[مکائد الشیطان: 65]
مولوي نورالحق مظهري

د انسان پر سترګو او ژبه د شیطان تسلط:

ژباړه: د سمرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د شيطان لپاره د سترګو تورول او د کاچوغو څټل دي؛ چې کله په خپلو رانجو د انسان سترګي توري کړي نو سترګي يې د ذکر څخه ويده سي او چې کاچوغه يې په خوله ورکړي نو ژبه يې په شر باندې تېزه سي.

يعني شيطان خپل رانجه د انسان په سترګو پوري موږي تر څو د ذکر په وخت کې ويده سي او خپله کاچوغه يې په خوله ورکوي تر څو يې ژبه د بدو خبرو لپاره چټکه او تېزه سي.

د شيطان رانجه او کاچوغه په ظاهره توګه هيڅ اثر نه لري او انسان يې هم نه  سي درک کولای خو په عملي ډول د انسان پر روح باندې تأثير ايږدي ځکه نو د کوم انسان سترګي چې شيطان په خپلو رانجو توري کړي هغه د ذکر، لمانځه او نورو عباداتو په وخت کې ويديږي او چې د چا په خوله کاچوغه ورکړي او هغه يې کاچوغه وڅټي نور نو هغه انسان د هيڅ بدي خبري څخه مخ نه اړوي فرق نه لري که هغه درواغ وي، که غيبت وي، که ښکنځل وي، که چغلګري وي، که شيطنت وي او که نور شيان وي، نو موږ بايد په دوو شيانو د شيطان سره مبارزه وکړو او خپلي سترګي او ژبي د شيطان د واکمنۍ او تسلط څخه آزادي وساتو؛ لومړي دا چې په عبادت کې چټک و اوسو او د عبادت په وخت کې د ويښ پاتي کېدلو لپاره زحمت وباسو او دويم دا چې خپله ژبه کنټرول کړو او د هر ډول بدي او ناروا خبري څخه ځان وساتو. 

عَنْ سَمُرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ لِلشَّيْطَانِ كُحْلا وَلَعُوقًا، فَإِذَا كَحَّلَ الإِنْسَانَ مِنْ كُحْلِهِ نَامَتْ عَيْنَاهُ عَنِ الذِّكْرِ، وَإِذَا لَعَّقَهُ مِنْ لَعُوقِهِ ذَرِبَ لسانه بالشر.(مكائدالشيطان لإبن أبي الدنيا: ۷۷)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۰/۲۰

مسکين والي:

امیرالمؤمنین حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د حمص له خلکو وغوښتل چې د خپلو بېوزلو او مسکينانو کسانو نومونه ورته ولیکي، تر څو د بیت‌الماله څخه هغوی ته حق ورکړي.
کله چې د بېوزلو کسانو نوملړ او ليست ور ورسېدی نو عمر رضي الله عنه په نوملړ کې د حمص د والي، جلیل القدر صحابي سعید بن عامر الجُمَحي نوم هم ولید، هغه حيران سو او د حمص له خلکو يې وپوښتل: ستاسې والي څنګه ستاسې له بېوزلو کسانو څخه دی؟ هغوی وویل: هغه خپله ټوله تنخوا پر فقیرانو او مسکینانو وېشي او وایي: زه څه وکړم په داسي حال کې چې د الله تعالی په وړاندې زه د دوی مسؤول ګرځېدلی یم؟ عمر رضي الله عنه ورڅخه وپوښتل: ایا تاسې پر هغه کومه نيوکه لری؟ هغوی وویل: هو، موږ درې نيوکې باندې لرو:
۱.  هغه تر غرمې (چاښت) مخکې موږ ته نه راوځي.
۲.  په شپه یې هېڅکله نه وینو.
۳.  په اوونۍ کې یوه ورځ ورک وي.
حضرت عمر رضي الله عنه سعید بن عامر راوغوښت او په دې اړه يې پوښتنه ورڅخه وکړه، هغه وویل: دا چې زه تر غرمې مخکې خلکو ته نه راوځم، سبب یې دا دی چې تر دغه وخت زه د خپلې کورنۍ خدمت کوم ځکه زه نوکر نه لرم او ښځه مې ناروغه ده، دا چې شپه نه راوځم هغه مې د خپل رب لپاره ځانګړې کړې ده او دا چې په اوونۍ کې یوه ورځ نه راڅرګندېږم ځکه زه يوه جوړه کالي لرم هغه مینځم او تر وچېدو پورې يې انتظار کوم، بیا خلکو ته راوځم.
حضرت عمر رضي الله عنه وژړل او ویې ویل: د الله تعالی شکر اداء کوم چې زما په والیانو کې داسې خلک سته.
منبع: تاريخ الدولة العثمانية.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۰/۱۶

د اسلام سياسي نظام ځانګړتياوې(دويمه برخه):

دا چې د اسلام سياسي نظام او يا هم اسلامي نظام رباني دی او دا يې مهمه ځانګړتيا ده د دې ځانګړتيا بله پايله دا ده چې دا نظام بې طرفه دی، په دې معنی سره چې بېله  تمايله و کوم خاص جهت ته د ټولو انسانانو فردي او ټولنيزي ګټي په يو ډول سره تنظيموي، په داسي حال کې چې د بشر په لاس په جوړ سوو قوانينو کې په شعوري يا غير شعوري ډول شخصي، نژادي او طبقاتي ګټي په پام کې نيول کيږي چې په نتيجه کې عدالت له پامه غورځول کيږي.

که اسلامي اصولو ته پاملرنه وکړو دا به راته ثابته سي چې د اسلام په سياسي، اعتقادي، عبادي، اخلاقي او اجتماعي نظامونو کې هيڅ ډول تبعيض او ترپګني شتون نه لري بلکې د اجراء او تکليف له لحاظه پر ټولو په يو شان تطبيقيږي، په خاصه توګه په سياسي نظام کې چې هر قشر ته د هغه د استعداد او ظرفيت سره موافق حق ورکول کيږي لکه په حدودو، تعزيراتو او مجازاتونو کې چې بېله اعتبار څخه د قوم، ټبر، ژبي، جنس،  سيمي، فقر، بډايۍ او وظيفې پر هر مجرم باندې عملي کيږي ځکه چې محور د اجراء يې يوازې جرم دی؛ هر څوک چې يې مرتکب سي پر هغه به جاري کيږي؛ لکه الله تعالی چې په قرآن شريف کې ويلي دي:  وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا.(المائدة: 38) ژباړه: د نارينه غل او ښځي غلې لاسونه پرې کړئ.  په بل ځای کې فرمايي: الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ.(النور: 2) ژباړه: ښځه زنا کاره او نارينه زنا کاره هر يو د دوی سل درې ووهئ. او دېته ورته نور ځايونه چې د شرعي فيصلو په اجراء باندې حکم سوی وي، په ټولو کې په بې طرفۍ سره حکم سوی دی او يوازې مجرم ته د سزا ورکولو فيصله سوې هغه که هر څوک وي.

په صحيح البخاري کې اوږد حديث راځي چې يوې ښځي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې غلا کړېوه، قوم يې اراده وکړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د دې په شفاعت ورسي تر څو حد ورباندې جاري نه کړي، د دې کار لپاره يې اسامه بن زيد رضي الله عنه ته وويل چې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره خبره وکړه تر څو عفوه ورته وکړي، کله چې اسامه رضي الله عنه خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه هغه ورته په قهر سو او ورته ويې ويل: آيا ته زما سره په يو حد کې د حدودو څخه د الله تعالی خبري کوې؟ بيا يې وروسته خطبه وويل او ويې فرمايل: فَإِنَّمَا أَهْلَكَ النَّاسَ قَبْلَكُمْ أَنَّهُمْ كَانُوا إِذَا سَرَقَ فِيهِمِ الشَّرِيفُ تَرَكُوهُ ، وَإِذَا سَرَقَ فِيهِمِ الضَّعِيفُ أَقَامُوا عَلَيْهِ الْحَدَّ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَوْ أَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَرَقَتْ لَقَطَعْتُ يَدَهَا.(صحيح البخاري: 4304) ژباړه: يقينا چې ستاسي مخکي خلک ځکه  هلاک سوه چې کله به په دوی کې زورور کس غلا وکړه نو دوی به خوشي کړ او چې کله به په دوی کې ضعيف انسان غلا وکړه بيا به يې حد ورباندې جار کړ، زما دې په هغه ذات قسم وي چې د محمد - صلی الله عليه وسلم -  نفس يې په قدرت کې دی که فاطمه د محمد – صلی الله عليه وسلم -  لور غلا وکړي نو زه به يې لاس پرې کوم.

د اسلام سياسي نظام د دې ځانګړتيا بله پايله دا ده چې هوښيار انسانان د دې  نظام احترام کوي او په هغه باندې باور کوي ځکه کله چې انسان پوه سي چې دغه جاري کېدونکی قانون الهي دی ارومرو يې زړه ته اطمينان حاصليږي چې په دې نظام کې د هر چا حق خوندي دی او د فرد او ټولني لپاره مصلحت پکې نغښتی دی چې دغه باور په خپله د دې لامل جوړيږي چې د الهي قوانيو څخه دي پوره اطاعت وسي او هر څوک دي هغه په خپل ژوند کې عملي کړي ځکه چې د هغه عملي کول د يوې خوا څخه د الله تعالی د خوشحالۍ سبب جوړيږي او د بلي خوا څخه د دنيوي او اخروي مجازات څخه نجات پيدا کوي.

د اسلامي نظام د دې ځانګړتيا بله پايله دا ده چې انسانان د نورو انسانانو د بنده ګۍ او غلامۍ څخه راباسي او يواځي يې د الله تعالی بنده ګۍ ته متوجه کوي چې دا وظيفه د انبياؤ هم وه چې انسانان يې د نورو انسانانو د بنده ګۍ څخه د الله تعالی بنده ګۍ ته ايستل ځکه په اسلامي نظام کې هغه قوانين پلي کيږي چې د الله تعالی له لوري را استول سوي وي، په خلاف سره د هغه نظامونو چې د بشر په لاس جوړ سوي قوانين پکې پلي کيږي چې هلته د تشريع، قانون جوړوني او اجراء په ډګرونو کې د بشر افکار پر بشر باندې تپل کيږي  چې دا خپله د بشر لپاره يو ډول غلامي او بنده ګي ده
دوام لري...
منبع: نظام سياسي اسلام
ژباړه او زيادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۰/۱۴

د اسلام سياسي نظام ځانګړتياوې:(لومړی برخه)

1 – لومړی ځانګړتيا د اسلام د سياسي نظام دا ده چې دا نظام رباني دی؛ يعني د الله تعالی له لوري را لېږل سوی دی چې د دې لپاره دوه مفهومه شتون لري: لومړی دا چې منبع او پروګرامونه يې رباني دي او دويم دا چې هدف او موخي يې رباني دي.

دا چې موږ وايو د اسلامي نظام منبع رباني ده هدف ورڅخه دا دی چې لکه د اسلام نور ارکان چې د الله تعالی له لوري را لېږل سوي دي دغه نظام هم د الله تعالی له لوري را لېږل سوی او د جبرئيل عليه السلام په واسطه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورکول سوی دی.

اسلامي نظام د يوه فرد، يوې کورنۍ، يوې ډلي، يوه ګوند او يوه ملت د غوښتنو او کار کولو نتيجه نه ده بلکې د الله تعالی د غوښتني او ربوبيت نتيجه ده ځکه اسلامي نظام د ټولو کلياتو سره د الله تعالی له لوري رسول الله صلی الله عليه وسلم ته رالېږل سوی دی، الله تعالی رسول الله صلي الله عليه وسلم ته فرمايي: فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ.(المائدة: 48) 
ژباړه: نو د دوی په منځ کې په هغه څه باندې حکم وکړه چې الله تعالی نازل کړی دی او د دوی د نفسي غوښتنو متابعت مه کوه.

دا معلومه خبره ده چې حکم کول په نظام باندې کيږي نو د دې آيت څخه هدف دا دی چې په ځمکه کې د الله تعالی نظام پلی کړه او نور نظامونه چې د خلکو له نفسي غوښتنو څخه جوړ دي پسې پرېږده.

همداسي الله تعالی په بل آيت کې فرمايي: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ.(المائدة:44)
ژباړه: او څوک چې په هغه څه سره حکم و نه کړي چې الله نازل کړی دی نو دوی کافران دي.

يعني څوک چې فيصله د الله تعالی په کتاب او د پيغمبر په سنتو باندې نه کوي بلکې پر نورو وضعي قوانينو خپلي فيصلې کوي او قرآن تر پښو لاندې کوي نو دغه کسان کافران دي.

د دې څخه هدف دا دی چې حکم او فيصله بايد يواځي پر اسلامي شريعت باندې وسي او دا کار هغه وخت ممکن دی چې اسلامي نظام حاکم وي ځکه د شريعت پلي کول او نافذول يوازې د اسلامي نظام په مټ کېدلای سي، چيري چې اسلامي نظام حاکم نه وي هلته هيڅوخت په شعوري ډول فيصلې د الله تعالی پر قرآن او نبوي سنت باندې نه سي کېدلای.

د اسلامي نظام دا ځانګړتيا د ځانه سره ډېري پايلي لري چې مهمي يې په لاندې ډول دي:
1 – د تضاد او تعارض څخه مصئونيت؛ په دې خاطر چې اسلامي نظام الله تعالی رالېږلی دی نو د  احکامو او قوانينو تر منځ يې هيڅ ډول تناقض او اختلاف نسته الله تعالی فرمايي:  أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا. (النساء: 82)
ژباړه: آيا دوی په قرآن کې فکر نه وهي چې که چيري بېله الله د بل چا لخوا وای نو دوی به په هغه کې ډېر اختلافات موندلي وای.

نو لکه په قرآن کې چې تعارض او تناقض نسته په اسلامي نظام کې چې د قرآن څخه جوړ دی هم تعارض او تناقض نسته.
دوام لري...
منبع: نظام سیاسی اسلام
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري