د جزا پر اصولنامې هغه څوک نیوکه کوی چې اسلامي معلومات نه لري او په بشري ټولنه کې طبقاتي توپیر او حیثیت نه پېژني ځکه طبقاتي توپیر به هغه وخت وای چې په حدودو، مکلفيتونو او حقوقو کې ټولنه وېشل سوې وای؛ په تعزيراتو کې وېش طبقاتي توپير نه بلکې عدل دی کوم چې ټولنه ورته اړتيا لري، زموږ مسلمان ولس بايد ويښ وي او د نافهمه انسانانو پر پلان سوو اوتو بوتو غوږ و نه نيسي؛ د جزا اصولنامه ټوله مستنده ده او د فقهي معتبرو کتابونو څخه را اخيستل سوېده.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر