دا چې د اسلام سياسي نظام او يا هم اسلامي نظام رباني دی او دا يې مهمه ځانګړتيا ده د دې ځانګړتيا بله پايله دا ده چې دا نظام بې طرفه دی، په دې معنی سره چې بېله تمايله و کوم خاص جهت ته د ټولو انسانانو فردي او ټولنيزي ګټي په يو ډول سره تنظيموي، په داسي حال کې چې د بشر په لاس په جوړ سوو قوانينو کې په شعوري يا غير شعوري ډول شخصي، نژادي او طبقاتي ګټي په پام کې نيول کيږي چې په نتيجه کې عدالت له پامه غورځول کيږي.
که اسلامي اصولو ته پاملرنه وکړو دا به راته ثابته سي چې د اسلام په سياسي، اعتقادي، عبادي، اخلاقي او اجتماعي نظامونو کې هيڅ ډول تبعيض او ترپګني شتون نه لري بلکې د اجراء او تکليف له لحاظه پر ټولو په يو شان تطبيقيږي، په خاصه توګه په سياسي نظام کې چې هر قشر ته د هغه د استعداد او ظرفيت سره موافق حق ورکول کيږي لکه په حدودو، تعزيراتو او مجازاتونو کې چې بېله اعتبار څخه د قوم، ټبر، ژبي، جنس، سيمي، فقر، بډايۍ او وظيفې پر هر مجرم باندې عملي کيږي ځکه چې محور د اجراء يې يوازې جرم دی؛ هر څوک چې يې مرتکب سي پر هغه به جاري کيږي؛ لکه الله تعالی چې په قرآن شريف کې ويلي دي: وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا.(المائدة: 38) ژباړه: د نارينه غل او ښځي غلې لاسونه پرې کړئ. په بل ځای کې فرمايي: الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ.(النور: 2) ژباړه: ښځه زنا کاره او نارينه زنا کاره هر يو د دوی سل درې ووهئ. او دېته ورته نور ځايونه چې د شرعي فيصلو په اجراء باندې حکم سوی وي، په ټولو کې په بې طرفۍ سره حکم سوی دی او يوازې مجرم ته د سزا ورکولو فيصله سوې هغه که هر څوک وي.
په صحيح البخاري کې اوږد حديث راځي چې يوې ښځي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې غلا کړېوه، قوم يې اراده وکړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د دې په شفاعت ورسي تر څو حد ورباندې جاري نه کړي، د دې کار لپاره يې اسامه بن زيد رضي الله عنه ته وويل چې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره خبره وکړه تر څو عفوه ورته وکړي، کله چې اسامه رضي الله عنه خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه هغه ورته په قهر سو او ورته ويې ويل: آيا ته زما سره په يو حد کې د حدودو څخه د الله تعالی خبري کوې؟ بيا يې وروسته خطبه وويل او ويې فرمايل: فَإِنَّمَا أَهْلَكَ النَّاسَ قَبْلَكُمْ أَنَّهُمْ كَانُوا إِذَا سَرَقَ فِيهِمِ الشَّرِيفُ تَرَكُوهُ ، وَإِذَا سَرَقَ فِيهِمِ الضَّعِيفُ أَقَامُوا عَلَيْهِ الْحَدَّ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَوْ أَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَرَقَتْ لَقَطَعْتُ يَدَهَا.(صحيح البخاري: 4304) ژباړه: يقينا چې ستاسي مخکي خلک ځکه هلاک سوه چې کله به په دوی کې زورور کس غلا وکړه نو دوی به خوشي کړ او چې کله به په دوی کې ضعيف انسان غلا وکړه بيا به يې حد ورباندې جار کړ، زما دې په هغه ذات قسم وي چې د محمد - صلی الله عليه وسلم - نفس يې په قدرت کې دی که فاطمه د محمد – صلی الله عليه وسلم - لور غلا وکړي نو زه به يې لاس پرې کوم.
د اسلام سياسي نظام د دې ځانګړتيا بله پايله دا ده چې هوښيار انسانان د دې نظام احترام کوي او په هغه باندې باور کوي ځکه کله چې انسان پوه سي چې دغه جاري کېدونکی قانون الهي دی ارومرو يې زړه ته اطمينان حاصليږي چې په دې نظام کې د هر چا حق خوندي دی او د فرد او ټولني لپاره مصلحت پکې نغښتی دی چې دغه باور په خپله د دې لامل جوړيږي چې د الهي قوانيو څخه دي پوره اطاعت وسي او هر څوک دي هغه په خپل ژوند کې عملي کړي ځکه چې د هغه عملي کول د يوې خوا څخه د الله تعالی د خوشحالۍ سبب جوړيږي او د بلي خوا څخه د دنيوي او اخروي مجازات څخه نجات پيدا کوي.
د اسلامي نظام د دې ځانګړتيا بله پايله دا ده چې انسانان د نورو انسانانو د بنده ګۍ او غلامۍ څخه راباسي او يواځي يې د الله تعالی بنده ګۍ ته متوجه کوي چې دا وظيفه د انبياؤ هم وه چې انسانان يې د نورو انسانانو د بنده ګۍ څخه د الله تعالی بنده ګۍ ته ايستل ځکه په اسلامي نظام کې هغه قوانين پلي کيږي چې د الله تعالی له لوري را استول سوي وي، په خلاف سره د هغه نظامونو چې د بشر په لاس جوړ سوي قوانين پکې پلي کيږي چې هلته د تشريع، قانون جوړوني او اجراء په ډګرونو کې د بشر افکار پر بشر باندې تپل کيږي چې دا خپله د بشر لپاره يو ډول غلامي او بنده ګي ده
دوام لري...
منبع: نظام سياسي اسلام
ژباړه او زيادت: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر