ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د پاکستان د جوړېدلو څخه بيا تر اوسه پوري چې کوم نظام حاکم دی په اصولو کې د انګريزانو او غربيانو څخه الهام اخلي، ځکه کوم ديني او سياسي وظايف چې نظام يې بايد ولري د پاکستان حکومت نه دي تر سره کړي؛ د اسلامي سياسي نظام په چوکاټ کې هغه نظام ته موږ اسلامي ويلای شو چې منابع او اهداف يې اسلامي وي چې د پاکستاني نظام دغه دواړه اسلامي نه دي ځکه په پاکستاني نظام کې منابع ټوله هغه وضعي قوانين دي چې انسانانو خپله جوړ کړي دي او اهداف يې خو هر چا ته معلوم دي چې پاکستان د تأسيس څخه بيا تر اوسه پوري پر کوم لوري روان دی؟
کله چې نظام اسلامي وي، په هغه نظام کې د ديني احکامو ساتلو او اسلامي شعائرو قائمولو ته لومړيتوب ورکول کيږي چې په پاکستاني نظام کې دغه داوړه له پامه غورځول شوي دي ځکه موږ وينو چې په پاکستاني نظام کې ديني احکامو ته هيڅ ارزښت نه ورکول کيږي بلکې يوازې د خلکو لپاره د شعار په حيث د دين چيغي وهل کيږي، همداسي ورځ تر بلي اسلامي شعائر تر پښو لاندې کيږي؛ موږ ټوله يې وينو چې د تقنين څخه بيا تر اجراء پوري ټوله هغه شيان عملي کيږي چې د انساني نفس غوښتنه او غربي قوانينو تأثر وي چې لويه بېلګه يې د حکومت لخوا د همجنس بازۍ اجازه ورکول او قانوني کول دي همداسې پر امر بالمعروف او نهي عن المنکر په کلکه بنديز دی، ځکه سره د دې چې په پاکستان کې فحشاء او بدلمني خپل اوج ته رسېدلې خو هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چې پر ضد يې اقدام وکړي، کوم څوک چې يې پر ضد اقدام کوي هغه په ترهګر باندې متهم کيږي او بيا د حکومت لخوا نيول کيږي چې لويه بېلګه يې د جوماتونو نړول او د علماؤ شهيدانول دي چې تر اوسه په پاکستان کې ډېر جوماتونه په دې خاطر له منځه تللي او ډېر علماء شهيدان شوي چې په پاکستان کې يې د شرعي نظام د پلي کولو آواز پورته کړی او يا يې د پاکستان اسلام ضد پاليسي غندلې لکه په 2007 ميلادي کال کې چې پاکستاني ملېشو پر لال مسجد حمله وکړه او ډېری طالبان يې پکې شهيدان کړه په دې سبب چې د لال مسجد امام د اسلامي نظام آواز پورته کړی وو او د پاکستاني پوځ مخالفت يې کړی وو چې ولي يې د اسلام پر ضد ځان په امريکايي ټلواله کې داخل کړی او د پاکستان ځمکه او فضا يې امريکايانو ته په اختيار کې ورکړېده تر څو په افغانستان کې عمليات وکړي؟
په 2009 ميلادي کال کې پاکستاني ملېشو په جنوبي وزيرستان کې نظامي عمليات په دې خاطر وکړه چې د وزيرستان ولس په پاکستان کې د اسلامي نظام د پياده کولو آواز پورته کړی وو خو پاکستاني پوځ د امريکا څخه په الهام د اسلامي نظام غوښتونکې په ترهګرۍ تورن کړه او هغوی يې د پاکستان لپاره ډېر خطرناک وګڼل؛ په يادو عملياتو کې په زرهاوو بې ګناه مسلمانان شهيدان او ټپيان شوه او په لکهاوو انسانان بې کوره شوه؛ دا د پاکستان د جناياتو يوه بېلګه ده کنه نو تر اوسه يې په سلهاوو علماء او قومي مشران په دې خاطر په شهادت رسولي دي چې ولي په پاکستان کې د شرعي نظام آواز پورته کوي او يا ولي په پاکستان کې د منکراتو پر ضد پاڅون کوي؟
په سياسي برخه کې د پاکستان حکومت په ټولو هغو مواردو کې په پوره توګه پاتي راغلی دی چې د يو اسلامي هيواد حکومت يې بايد وکړي؛ د بېلګې په ډول: حکومت بايد خپلو خلکو ته امنيت راولي خو د پاکستان حکومت د امنيت په راوستلو کې پاتي راغلی، حکومت بايد عدل قائم کړي خو د پاکستان حکومت د دې تر څنګ چې عدل يې قائم کړی نه دی بلکې په بې عدالتۍ کې يې نړيوال ريکورډ ګټلی ځکه موږ وينو چې د پاکستان حکومت په پاکستان کې د ډېرو ميشتو قومونو سره ډېر تبعيضي چلند کوي په خاصه توګه د پښتنو، بلوڅو سره او اسلامپالو ولسونو سره چې پورته بيان شوي پېښي د دې ادعا لپاره لوی دليل دی، په اسلامي هيواد کې يو حکومت بايد د خپلو وګړو حالات وجاجوي او د ښه والي لپاره يې لاس په کار شي خو موږ وينو چې د پاکستان حکومت ورځ تر بلې ملت د ځان څخه بېګانه کوي بلکې خپل ولس يې د امريکايي پروژو قرباني کړی دی، حکومت بايد د خپل هيواد مالي چاري په منظم ډول کنټرول او اداره کړي خو موږ وينو چې پاکستان د نړۍ په کچه نن تر ټولو فاسد هيواد دی او په پورونو کې تر غوږو غرق دی او حکومت بايد په اداراتو کې متعهد او امين کسان وګماري خو موږ وينو چې په پاکستان ډېری لنډغر او عياش کسان پر وظيفو ګمارل شوي دي.
په پاکستاني حکومت کې پورته کلي نيمګړتياوو ته په پام او ذکر شوو دلائلو ته په کتو داسي ويلای شو چې د پاکستان ټول ولس؛ که علماء دي، که سياسيون دي، که با احساسه مسئولين دي او که عام ولس دی دا مسئوليت لري چې د نظام پر ضد پاڅون وکړي او نور دغه نظام له منځه يوسي ځکه د دې نظام د پاتې کېدلو لپاره نور هيڅ شرعي، عقلي او مصلحتي دلائل شتون نه لري. دا نظام چې څومره بقاء پيدا کوي په هماغه کچه فساد او کفر زېږوي چې په داسي حالت کې هغه څوک ډېر ملامت دی چې پاڅون او قيام نه کوي او د داسي نظام تر چتر لاندې ژوند کول غوره کوي؛ د داسي نظام تر شا درېدل يا د هغه بقاء ته هيله مند کېدل او يا هم د هغه پاتې کېدل مصلحت ګڼل بې لاسونده او غير معقوله خبره ده هر هوښيار بايد خپل سر په خلاص کړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر