ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
مهدويه د سيد احمد جونپوري پلويانو ته ويل کيږي چې په هند او پاکستان کې ډېر شتون لري. سيد محمد جونپوري په ۸۴۷ هـ ق کال کې د هند د جونپور په سيمه کې وزېږېد او په ۹۱۰هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۹مه، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د فراه ولايت په سيمه کې وفات شو او د فراه د هغه وخت د حاکم، چې ميرزنون نومېدی، لخوا يې جنازه په فراه ولايت کې خاور ته وسپارل شوه چې اوس يې قبر د فراه ولايت د مزار په کلي کې موجود دی او پر قبر يې ودانۍ هم په پخوا کې جوړه شوېده.
سيد احمد جونپوري په ۹۰۱هـ ق کال کې مکې مکرمې ته ولاړ او هلته يې د مهدويت دعوه وکړه، خو د هغه وخت علماوو يې بلنه رد کړه او له مکې څخه وشړل شو. بيا په ۹۰۵هـ ق کال کې د هند احمد آباد ته ستون شو او هلته يې بيا ځان مهدي موعود وباله، خو بيا هم د علماوو له خوا وشړل شو. وروسته ايران ته ولاړ او له هغه ځايه افغانستان ته راغی او هلته لکه څنګه چې مخکې وويل شول وفات شو. ( فتاوي منبع العلوم کوه ون، احسن الفتاوي، جلد ۱، صفحه ۱۹۲، و جعفري: 1343، ص 261 و مهدوي تاريخ ص 46)
سيد احمد جونپوري د احمد آباد څخه د سوله سانيج قريې ته ولاړی د هغه ځای څخه د فتن ښارګوټي ته ولاړی او د هغه ځای څخه د بدلي قريې ته ولاړی چې هلته يې د څلورم ځل لپاره د مهدويت دعوه وکړه او دا يې وويل: چې هر څوک د ده د مهدويت څخه منکر شي هغه کافر دی. وروسته علماؤ د دې ځای څخه وشړی بيا سند ته ولاړی، هلته يې بيا هم خلک خپل د مهدويت طريقې ته رابلل تر څو چې د سند حاکم د ده د وژلو امر وکړ خو وروسته تر دې چې ملګرو يې شفاعت وکړ حاکم د سند څخه د ده د وتلو امر وکړ، سيد محمد جونپوري د اته سوه نفرو سره د خراسان طرف ته ولاړی، کله چې کندهار ته ورسېدی د کندهار والي"مرزا شاه بيک" د نورو خلکو سره ورته په جامع جومات کې حاضر شو، سيد محمد جونپوري خلکو ته تبليغ وکړ خپله يې هم وژړل او نور خلک يې هم وژړول، وروسته د فراه وطرف ته ولاړی خو د هغه ځای امير "ذوالنون" يا "ميرزنون" د ده د سفر مخه ونيوله او د خراسان پاچا حسين ميرزا ته يې يو څوک واستوی تر څو د ده په اړه لارښوونه ورڅخه وغواړي چې تقريبا نه مياشتې يې وخت ونيوی خو مخکې تر دې چې د سلطان حسين ميرزا جواب را ورسيږي سيد محمد جونپوري د فراه په علاقه کې مړ شو. (نزهة الخواطر وبهجة المسامع والنواظر:4/420)
د سيد محمد جونپوري او د ده د ډلي "مهدويه" عقيده:
1 - نوموړي سره له دې چې د مهدويت دعوه يې کوله، ډېر کفري عقايد يې هم لرل لکه دا چې د خپل مهدويت منل يې پر هر چا فرض بلل او چا چې ورڅخه انکار کاوه، هغه يې کافر ګاڼه. جونپوري په دې باور و چې د هغه مريدان، پرته له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه، له ټولو انبياوو غوره او بهتره دي، او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم حديث هغه وخت د منلو وړ دی چې د جونپوري لخوا تصديق شي. آن تر دې چې ځينو ويلي دي: د ذکري ډلې اصلي مؤسس همدا جونپوري دی ځکه بنسټ او فکر يې نوموړي ايښی دی چې وروسته د محمد اټکي لخوا يې دعوت په ښکاره ډول چلېدلی دی.
2 - سيد محمد جونپوري په دې باور و چې څوک د ده د مهدويت څخه انکار وکړي هغه کافر دی.(نزهة الخواطر وبهجة المسامع والنواظر:4/418)
3 - مهدويه يا د ده ملګري په دې باور دي چې سيد محمد جنپوري تر ابوبکر، عمر، عثمان او علي غوره دی بلکې تر آدم، نوح، ابراهيم، موسی او عيسی عليهم السلام هم غوره دی.
4 - مهدويه په دې باور دي چې سيد محمد جنپوري د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په رتبه کې برابر دی که څه هم په مذهب کې د هغه تابع دی.
5 - مهدويه په دې باور دي چې سيد محمد جونپوري او محمد صلی الله عليه وسلم پوره مسلمانان دي خو د نورو انبياؤ ايمان نيمګړی دی. (نزهة الخواطر وبهجة المسامع والنواظر:4/420)
6 - مهدويه په دې باور دي چې سيد محمد جونپوري وروسته تر دې چې د رسالت او نبوت مرتبې ته رسېدلی دی په ځينو الهي صفاتو کې د الله تعالی سره شريک دی.(العرف الوردي في اخبار المهدي:2/27)
7 - مهدويه په دې باور دي چې د قرآن او حديث هر ځای چې د سيد محمد جونپوري د خبري يا کړني سره مخالف شي هغه صحيح نه دی.
8 - مهدويه په دې باور دي چې د سيد محمد جونپوري د خبري تأويل حرام دی که څه هم خبره يې د عقل سره مخالفه وي.
9 - ابو يعلی البیضاوي د جلال الدين سيوطي رحمه الله د کتاب"العرف الوردي في أخبار المهدي" په مقدمه کې ويلي دي: سيد محمد جونپوري د دې دعوه کول چې ما ته وحيي شوي دي او ويل يې: همدا نن الله تعالی زه بېله واسطې په دې باندې خبر کړم چې: ووايه زه د الله بنده او د محمد رسول الله تابع يم، د آخري زمانې محمد مهدي يم، وارث د رحمن د نبي يم، د علم الکتاب او ايمان عالم يم او د حقيقت، شريعت او رضوان بيانوونکی يم.
10 - مهدويه په دې باور دي چې هر څوک د دوی عقيده باطله بولي د هغه مرګ روا دی.(العرف الوردي في اخبارالمهدي:34)
د جونپوري سره د هرات د علماؤ بحث:
د هرات علماؤ د جونپوري څخه وپوښتل: ته پر کوم اساس د مهدويت دعوه کوې؟ هغه ورته وويل: زه يې د ځانه نه کوم بلکې د الله تعالی په امر يې کوم. د هرات علماؤ پوښتنه ورڅخه وکړه چې د مهدي د پلار نوم خو عبدالله دی او ته د سيدخان زوی يې. جونپوري ورته وويل: آيا الله تعالی پر دې باندې قدرت نه لري چې د سيدخان زوی مهدي کړي؟ بيا يې ورته وويل: ورسئ د الله تعالی څخه وپوښتئ چې ولي يې د سيدخان زوی مهدي ګرځولی دی؟ درېيم ځل يې د هرات علماؤ ته وويل: ورسئ د الله تعالی سره جګړه وکړئ چې ولي يې د سيد خان زوی مهدي کړی دی. هغه وو چې وروسته يې خپل د پلار نوم په عبدالله او د مور نوم يې په آمنه باندې واړوی.(الموسوعة العقدية:4/236 - 137)
د يادوني وړ ده چې د نوموړي قبر ته هر کال د هند څخه د ده پلويان راځي او د دې لپاره چې خلک دوکه کړي ځانونه مسلمانان او په مسلمانانو کې بيا ځانونه ديوبنديان معرفي کوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر