۱۴۰۵/۰۱/۰۶

ذکريه کومه ډله ده او محمد اټکي څوک دی؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
ذکريه هغه ډله ده چې د محمد اټکي لخوا د پاکستان د پنجاب په اتک کلي کې رامنځته شوې ده. ښاغلی محمد اټکي په ۹۷۷هـ ق کال کې زیږېدلی او په ۱۰۲۹هـ ق کال کې وفات شوی دی نوموړی د سيد محمد جونپوري د غير مستقيمو مريدانو او په ډېره کلکه د هغه د لارويانو .څخه و. هغه په لومړیو کې ځان د مهدی موعود (چې هدف یې سید محمد جونپوري دی) ځای ناستی باله، وروسته یې د مهدویت دعوه وکړه، بیا یې د نبوت دعوه وکړه او په پای کې یې ځان خاتم الانبیاء وګاڼه.

ځيني وايي: د ذکريه ډلي بنسټ سيد محمد جونپوري ايښی دی چې وروسته د محمد اتکي لخوا يې دعوت په علني ډول چلېدلی دی.

د ذکريه فرقې پلويان قرآن کریم او ټول فرض عبادات لکه لمونځ، روژه، حج او زکات منسوخ ګڼي، او هغه کسان چې د دوی مخالف وي هغوی کافران بولي. دوی ذکر د لمانځه پر ځای قائم مقام ګرځوي. دا ډله د حقاني علماوو له نظره کافره بلل شوې ده.(فتاوی منبع العلوم کوه ون)

 د ذکريه فرقې اساسي عقاید په لاندې ډول دي:
د بنوري ټاون جامعې په 144307100344 نمبر فتوی کې د ذکريه فرقې ځینې عقاید په لاندې ډول ذکر شوي دي:
۱ - دوی په دې باور دي چې سید محمد جونپوري د آخرالزمان مهدي دی او همدارنګه هغه رسول هم ګڼي.

۲ - د دوی کلمه د مسلمانانو له کلمې جلا ده، کله داسې وایي: "لا اله الا الله نور پاک محمد مهدي مراد الله". (بلوچستان ګزیټر جلد ۷، آر. هیوز بلر ۱۹۰۷، مکران: ص ۱۱۹)
او کله خپله کلمه داسې وایي: "لا اله الا الله نور پاک محمد مهدي رسول الله". (ملت بیضاء ص ۱۰، عمدۃ الوسائل ص ۱۶)
همدارنګه یوه بله کلمه یې داسې ده چې په خپلو پنځه ګونو تسبیحاتو کې وایي: "لا اله الا الله الملک الحق المبین نور محمد مهدي رسول الله صادق الوعد الأمین". (ذکر توحید: ص ۹، ۱۴، ۱۶، مهدي تحریک: ص ۴۷)

۳ ـ دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ختم نبوت منکر دي او محمد اټکي خاتم النبیین بولي.(کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۴ ـ دوی محمد اټکي د خدای نور ګڼي او وایي چې ټول انبیاء کرام او ملایکې د هغه خادمان دي.(کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۵ ـ دوی د لمانځه منکر دي او د لمانځه پر ځای پنځه وخته ذکر کوي.(میں ذکری ہوں: ص ۷، عمدۃ الوسائل: ص ۲۰، مکران تاریخ کے آئینہ میں: ص ۱۰)

۶ ـ د لمانځه ادا کول کفر ګڼي او پرې ملنډې وهي. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۷ ـ دوی د رمضان د روژې منکر دي. (عمدۃ الوسائل: ص ۲۸)

۸ ـ دوی د بیت الله د حج څخه منکر دي او د حج پر ځای "کوه مراد" ته ځي چې دا غر د تربت (ضلع مکران) ته نږدې شاوخوا یو میل واټن کې موقعیت لري. (ماخوذ از مهدي تحریک: ص ۷۱، عمدۃ الوسائل: ص ۲۹، ۳۰)

۹ ـ دوی کعبه د قبلې په توګه نه مني. (عمدۃ الوسائل: ص ۳۱)

۱۰ ـ دوی د جماع او احتلام وروسته غسل نه مني. (عمدۃ الوسائل: ص ۳۳)

۱۱ ـ دوی د مړي لپاره د جنازې لمونځ نه مني، بلکې یوازې دعا کوي چې په ذکرخانه کې ترسره کېږي.(میں ذکری ہوں: ج ۱، ص ۴۵)

۱۲ ـ دوی د زکات منکر دي او پر ځای یې خپلو مشرانو ته لس فیصده مالیه ورکوي. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۱۳ ـ د دوی په اند، په نصوصو کې چې "محمد" راغلی، مراد ترې محمد اټکي دی. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۱۴ ـ د دوی په نظر، ټول هغه مسلمانان چې محمد اټکي نه مني، کافران دي. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۱۵ ـ دوی قرآن کریم څلوېښت پارې ګڼي. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)
د پورته عقایدو پر بنسټ، دا کسان د اسلام له دایرې څخه وتلي دي او د دوی په کفر کې هېڅ شک او شبهه نشته.
(ملخص از أحسن الفتاوی: ۱/۱۸۷–۱۹۷، ط: سعید، کیا ذکری مسلمان ہیں؟ (فتوای تفصیلی حضرت مولانا محمد یوسف لدھیانوی شهید رحمه الله)، ط: مکتبه بینات)
والله اعلم
دارالافتاء: جامعه علوم اسلامیه علامه محمد یوسف بنوري ټاون
د فتوی شمېره: 144307100344

هیچ نظری موجود نیست: