۱۳۹۸/۰۴/۱۴

د فقر اومسکنت پیغور ته اعتبار ورنکړئ!

وقال صلى الله عليه وسلم: يأتي على الناس زمان يكون هلاك الرجل على يد زوجته وأبويه وولده يعيرونه بالفقر ويكلفونه ما لا يطيق فيدخل المداخل التي يذهب فيها دينه فيهلك.[احياء علوم الدين]
ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: پر خلګو به داسي زمانه راسي چي سړئ به د ميرمني، پلار اومور او اولادونو له لاسه هلاکيږي، دوۍ به هغه ته د فقر پيغور ورکوي او پداسي کارونه به يې مکلف کوي چي هغه يې نسي کولاي نو داسي ځايونو ته به ورځي چي په هغه کي دئ خپل دين له لاسه ورکوي او هلاکيږي.
يعني دده ښځه، مور اوپلار او اولادونه به ودته پیغور ورکوي چي ته څنګه مسکین یې، پیسې نلرې خلګ څومره ډیري روپۍ لري؟ نو دئ بیچاره به د مجبوریته څخه داسي کارونو ته مخه کړي چي په هغو کي خپل دین له لاسه ورکوي نو هلاکت اوبربادي به یې په برخه کیږی.
نو پام کوئ چي د فقر اومسکنت په یپغور باندي دوکه نسئ او د هیچا خبره جدي ونه نیسئ خپل د ضرورت لپاره باید إنسان هڅه وکړي څومره مال چي یې لاسته راځی باید قناعت وکړي او د مال ډیریدلو لپاره هر کار اوهرشي ته لاس وانچوي.

موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

ځیني هغه خلګ چي ځانونه د امام ابو حنیفه رحمه الله په مذهب بولي کله چي د هغه د عمل په اړه یو شئ ورته ووایې. وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
مثلا:
۱ ـ امام ابوحنیفه رحمه الله د چا سره پر فرعي اختلافي مسائلو جنګ کړئ وو؟
په ډیرو مسائلو کي دده خپل شاګردانو دده په ژوند کي  دده سره مخالفت درلودئ خو هیڅ کله یې جنګ ندئ سره کړئ. خو ته چي ځان د هغه مذهبي بولې ولي د هرچا سره پر مباحاتو او مستحباتو جنګ کوې؟ وایې ته هغوۍ وګوره او موږ وګوره!

۲ ـ که ورته ووایې امام صاحب څنګه او څومره ډیر عبادت کوئ؟  خوته په هرشي کي ولي داسي حیلې جوړوې د خلګو او قوم د مراعات په پلمه دي ټول لمونځونه کامپیوټري کړيدي؟ ولي؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۳ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب څومره ددنیا په راټولولو او خوړلو کي احتیاط کوئ خوته ولي داسي بې باکه یې پدې پلمه چي اهل علم او پوه یې د هیڅ شي د خوړلو څخه مخ نه اړوې؟ وایي: امام صاحب وګوره او موږ وګوره!

۴ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب څومره د خلګو او علماؤ سره نیکه معامله کول یو وخت یې یو شاګرد ورته وویل: ائ امامه خلګ په تا پسې خبري کوي! دئ ورته وایي: عواموته خو مي مطلقا بخښه کړې او د علماؤ حساب مي الله ته سپارلئ. خو ته پر پزه باندي مچ نه پریږدې که چا نیوکه درباندي وکړه ته دستي جنګ ورسره کوې دا ولي؟ وايي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۵ ـ که ورته ووایې امام صاحب په ډیرو مسائلو کي توقف کړئ دئ او ویلې دي چي نه پوهیږم لکه مسئله ددهر. خو تاته ولي ځان جامع الکمالات ښکاري هري مسئلې ته جواب ورکول خپله دنده بولې او د ځان په نه پوهیدلو باندي اقرار نکوې؟ وایي موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۶ ـ که ورته ووایې امام صاحب سره ددې چي مجتهد هم وو خو بیاهم دډیرو مسئلو څخه یې رجوع کړېده. ته ولي داسي یې چي خبره دي تر خولې وتلې نوي بیا دلائل ورباندي وایې ځان په نظر معصوم درځي او خپله اشتباه نه منې او چي سر دي پکښې ولاړ هم سي خو رجوع نکوې بلکي ځان ته یې پیغور بولې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۷ ـ که ورته ووایې امام صاحب د ډیرو علماؤ سره لکه امام مالک، امام ابن ابي لیلا، امام اوزاعي، امام باقر او داسي نور رحمهم الله بحثونه کړیدي خو دهیچا سره یې جنګ ندئ کړئ او نه یې خوا ورڅخه بده کړېده. خو ته ولي داسي حسود اوحقود یې چي د چا سره دي بحث سوئ وي په کلونو کلونو ورڅخه خوابدئ یې او هغه ته ډیر بد وایې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۸ ـ که ورته ووایې د امام صاحب سره د آیت او حدیث څخه په استنباط کي دده معاصرو علماؤ اختلاف کړئ دئ خو امام صاحب هغوۍ ګمراهان ندي بللي نه یې کومه ټاپه پر لګولې او نه یې هم بد نسبت ورته کړئ دئ خو ته ولي داسي یې چي ستاسره څوک د ۶۰۰ کاله مخکي علماؤ د کتابونو څخه په استنباط کي مخالفت وکړي ته ورته بدبد نسبتونه کوې، ګمراهان یې بولې او ټاپې ورباندي لګوې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۹ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب سره ددې چي مجتهد هم وو خو خپل نظر یې پر هیچا نه تپئ او هیڅوک یې د خپل نظر په منلو باندي مکلف او متحمل نه ګڼل. خو ستا ولي داسي فکر دئ چي هر څوک باید زما خبره ومني کنه نو هغه فاسق، فاجر، بدعتي او یا بله بلا دئ؟  وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

زه هم وایم چي موږ وګوره او امام صاحب وګوره! خو په بل جهت او هغه دا چي که امام صاحب را ژوندئ سي د ډیرو هغو انسانانو څخه به خپله بیزاري اعلان کړي چي ځانونه د هغه په مذهب بولي.
موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
إن أريد إلا الإصلاح ما استطعت وما توفيقي إلا بالله عليه توكلت وإليه أنيب.
مولوی نورالحق مظهری

وطن ته هغه څوک خدمت کولای سي چي:

۱ ـ مسلمان وسي.
۲ ـ اسلامي اصولو ته متعهد او د هغو پایبند وسي.
۳ ـ اسلامي شعایرو ته پوره احترام ولري.
۴ ـ پر هغه اسلام باور ولري چي منبع یې قران، حدیث، اجماع او سالم فقهي قیاس وي.
۵ ـ د چوکۍ شوقي نوي خپله هم د مسئولیت غوښتنه نکوي بلکي په ولس کي د باوري او معتمدو اشخاصو لخوا مسئولیت په غاړه ورکول کیږي.
۶ ـ پر دیموکراسۍ، د غرب په تعبیر د بیان پر آزادۍ، پر سودا ګریز آزاد بازار او د نارینه او ښځو پر مساوات باندي باور ونلري.
۷ ـ صورت او سیرت یې د شریعت او افغاني اصیل کلتور سره  پوره عیار وي.
۸ ـ د اسلامي واکمنۍ او دیني اقتدار په ارزښت باندي پوره خبر وي.
۹ ـ پر جهاد، دعوت او تزکیې باندي پوره باور ولري او خپله یې هم عملا کولو ته ژمن وسي
۱۰ ـ کوم قوانین چي د سهولت لپاره د فرامینو او یا لایحو په بڼه جوړیږي هغو ته فقط پر اسلامي فقه باندي د حوالې په سترګه وګوري عملي اجراات باید ټول د فقه څخه وکړي.
۱۱ ـ مشاورین یې علماء او پوه مسلمانان وي.
۱۲ ـ د کفارو په مقابل کی د ولاء او براء پر اصل باندي باور ولري.
۱۳ ـ وظیفې ته د مشرتوب په سترګه نه بلکي د مسئولیت په سترګه وګوري.
۱۴ ـ د قومي، سمتي، ژبني او ګوندي تعصب څخه پاک وسي.
۱۵ ـ دیني مدرسو او مکاتبو ته خاصه پاملرنه ولري، د هغو ساتنه وکړي او تر مینځ یې واټن کم کړی.
۱۶ ـ د شرعي حدودو د اجراء پر مهم والي داسي باور ولري چی په هیڅ ډول تر تیر نسي.
څوک چی غواړی د واکمنۍ په سیستم کي افغان مسلمان ولس ته خدمت وکړی پورته صفات باید په ځان کي راولي.
مولوی نورالحق مظهری

۱۳۹۸/۰۲/۲۸

د فاسد نظام ځیني خصوصیتونه:

۱ ـ د فاسد نظام مثال داسي دئ لکه مردار حوض هر شئ چی ور واچوې مرداریږي.
۲ ـ په فاسد نظام کي سم سړئ خدمت نسي کولای ځکه چي که سم سړئ مشر وسي فرمان یې نه عملي کیږي که کشر وسي د سم کار فرمان او اجازه نه ورکول کیږي.
۳ ـ په فاسد نظام کي اصلاحاتو ته د نظام د ړنګولو په سترګه کتل کیږي نو ځکه د اصلاحاتو راوړلو هڅه هم څوک نسي کولای.
۴ ـ په فاسد نظام کي مفسدین د فساد د بقاء لپاره سره یو موټي وي نو ځکه د هر ښه سړي په مقابل کي سنګر نیسي.
۵ ـ په فاسد نظام کي ښه خلګ اتفاق او اتحاد نه سره نلري نو ځکه د فساد په مقابل کي سنګر نه سي نیولای.
۶ ـ په فاسد نظام کي ښه سړئ ډیر ژر د خدمت او اصلاحاتو روحیه د لاسه ورکوي نو ځکه یا پر فساد سترګي پټوي او یا هم نظام پسې پریږدي.
۷ ـ په فاسد نظام کي مفسدین  قصدا جرایم تر سره کوي تر څو نظام نور هم فاسد او ضعیف سي او دوۍ ته د نور فساد زمینه برابره سي.
۸ ـ په فاسد نظام کي د ښه سړي د استخدام مخه نیول کیږي او بد خلګ ډیر ژر ګومارل کیږي.
۹ ـ په فاسد نظام کي قانون ته ددښمن په سترګه کتل کیږي نو ځکه یې څوک نه عملي کوي.
۱۰ ـ په فاسد نظام کي هره اداره پر بلي بد وایي پداسي حال کي چي ډیرئ وختونه په فساد کي سره شریکان وي.
۱۱ ـ په فاسد نظام کي مدیران د خپل رئیس څخه هغه وخت خوشاله کیږي چي پدوۍ باندي کار ونلري او محاسبه ورسره ونکړي.
۱۲ ـ په فاسد نظام کي ددې پر ځای چي د خلګو خدمت وسي خلګو ته مشکلات پیدا کیږي.
۱۳ ـ په فاسد نظام کي لیاقت او استعداد مهم ندئ بلکي واسطه او پیسې مهمي دي.
۱۴ ـ په فاسد نظام کي کاري ظرفیت او وړتیا مهمه نده بلکي اسناد او سوانح مهم دي کڅه هم جعلي وي.
۱۵ ـ په فاسد نظام کي د ملت خوشالول مهم ندي بلکي د ملت چوپتیا او سکوت مهم دئ کڅه هم په ظلم او زور باندي وي.
۱۶ ـ په فاسد نظام کي د وطن دوستۍ ځای خیټي دوستۍ نیولئ وي نو ځکه هر چاته تر ایمان، اسلام او وطن خپله خیټه ډیره مهمه وي.
۱۷ ـ د فاسد نظام څخه ښه خلګ فاصله نیسي ځکه پر خپلي آبرو او عزت باندي ویریږي
مولوی نورالحق مظهری

د پخوا او اوس توپیرونه:

۱ ـ په پخوا کي به ملت په حکومت چلیدئ خو اوس حکومت په ملت چلیږي.

۲ ـ په پخوا کي به ملت ځان په حکومت ساتئ خو اوس حکومت ځان په ملت ساتي.

۳ ـ په پخوا کي به حکومت ملت ته خدمت کوئ خو اوس ملت حکومت ته خدمت کوي.

۴ ـ په پخوا کي به حکومت فساد ورکوئ خو اوس فساد حکومت ورکوي.

۵ ـ په پخوا کي به پیسې پر انسانانو مصرفیدلې خو اوس انسانان پر پیسو مصرفیږي.

۶ ـ په پخوا کي به غلا، ظلم او رشوت جرم وو خو اوس امانتداري، عدالت او صداقت جرم دئ.

۷ ـ په پخوا کي به عالمانو او پوهانو پر جاهلانو او ناپوهانو باندي حکومت کوئ خو اوس جاهلان او ناپوهان پر عالمانو او پوهانو باندي حکومت کوي.

۸ ـ په پخوا کي به چوکۍ په لیاقت او صداقت باندي ګټل کیدلې خو اوس په واسطې او رشوت باندي ګټل کیږي.

۹ ـ په پخوا کي به د عالمانو او پوهانو قدر او صفت کیدئ خو اوس د فاسقانو او ګنهکارانو قدر او صفت کیږي.

۱۰ ـ په پخوا کي به نارینه پر ښځو واکمن وه خو اوس ښځي پر نارینه وو واکمني دي.

۱۱ ـ په پخوا کي به واکمنان د پوهانو او علمي کدرونو پسې وه خو اوس پوهان او علمي کدرونه په واکمنانو پسې دي.

۱۲ ـ په پخوا کي ددښمن په مقابل کي د ورور سره مرسته کیدل خو اوس د ورور په مقابل کي ددښمن سره مرسته کیږي.
مولوی نورالحق مظهری

حکومت او ملت:

په پخواني نظامونو کي به چارواکو پر ملت پوښتنه کول او ځان به یې د ملت په حال خبروئ خو د اوس په نظامونو کي د چارواکو پوښتنه لاپسې پریږده ملت خپل حال ددوۍ سره نسي شریکولای.
دایې هم زموږ د زمانې حکومتونه

د اللّٰه د ورکړي بخالت مکوه!

کوم چاته چي اللّٰه پاک عزت ورکړي ته یې ولي بخالت کوې؟ آیا ته پدې نه پوهیږې چي عزت او ذلت د اللّٰه پاک په قدرت کي دئ؟. 
اللّٰه پاک چي بل انسان ته عزت ورکوي ستا سره مشوره نکوي، چي تاته عزت درکوي نو د بل انسان سره مشوره نکوي.
د بل انسان د عزت بخالت او د هغه سره حسد په اصل پر اللّٰه پاک باندي اعتراض دئ.
آیا ته ددې حق لرې چي پر اللّٰه پاک باندي اعتراض وکړې؟ ښه به دا وي چي د ځانه سره حساب وکړې خپلي نیمګړتیاوي پیدا کړې او ځان اصلاح کړې تر څو اللّٰه پاک تاته هم عزت درکړي.

غبرګون:

په فراه ولایت مرکز دیګفروش په کلي کي پر بدرالعلوم دیني مدرسه باندي د تیري شپې برید په کلکو ټکو باندي غندو عاملینو ته یې د مجازات غوښتونکي یو او دداسي پیښو د بیا کیدلو مخنیوئ غواړو.
د یادوني وړده چي تیره شپه افغان دولتي ځواکونو پر بدرالعلوم دیني مدرسې باندي د درنو او سپکو وسلو برید هغه وخت وکړ  چي د نماینده ګۍ پر پوسته باندي طالبانو برید کړئ وو د طالبانو د تللو وروسته دولتي ځواکونه پر سړک تیریدل چي یو دم یې د اسلحو مخونه دمدرسې خواته ور واړول پر مدرسه یې ډیر ټکان وکړه د مدرسې ودانۍ ته یې زیان واړوئ، په مدرسه کي ولاړ موتر یې سوري سوري کړه او په مدرسه کي حافظان او طالب العلمان یې سخت وویرول.
د مدرسې د مسئولینو په وینا د جګړې ساحه د مدرسې څخه لیره وه او د مدرسې لخوا هیچا پر دولتي ځواکونو ټکان ندي کړي.
دا برید پداسي وخت کي کیږي چي په همدې اونۍ کي په هیواد کي پر نورو مدرسو باندي هم بریدونه او بمبارۍ سویدي.

د هوښیار او محقق انسان عادت:

هوښیاران د شخص او خبري شهرت ته نه ګوري بلکي د خبري اهمیت او ددلیل قوت ته ګوري.
د تحقیق او څیړني معیار هم باید همدغه دوه شیان وي د خبري اهمیت او ددلیل قوت.

په اسلامي هیوادونو کي:

په اسلامي هیوادونو کي باید هیڅ وخت د مصلحت په نامه داسي شئ شتون ونلري چي پخاطر یې شرعي حدود معطل سي او یاهم اسلامي فرهنګ او کلتور نادیده ونیول سي او یاهم د ځینو کفري اصطلاګانو په عملي کولو کي دي تساهل وسي ځکه چي په اسلامي هیوادونو کي باید تل اسلامي فکر ژوندئ او عملي وسي، بل فکر ورسره ګډ نکړل سي او هیڅ وخت شرعي محدودیت له پامه و نه غورځول سي.
بناء په اسلامي هیوادونو کي د لاندي شیانو جاري کولو ته هیڅ دلیل او جواز نسته:
۱ ـ شرعي حدود  ساقطول.
۲ ـ پر کفري اصطلاګانو او عنعناتو باندي سکوت.
۳ ـ د فحشاء او بې حیایۍ پر ضد عملي اقدام نکول.
۴ ـ کفري هیوادونو ته د مداخلې اجازه ورکول.
۵ ـ د دیموکراسۍ او یا ولسواکۍ تر عنوان لاندي داسي نظام جوړول چي ټولي چاري یې د وضعي قوانینو پر اساس پر مخ بیول کیږي.
۶ ـ د بیان د آزادۍ تر عنوان لاندي هر چا ته د هرشي اجازه ورکول کڅه هم د اسلامي اصولو سره په ټکر کي وي.
۷ ـ په سوداګریز ډکر کي آزاد بازار ته لاره آوارول.
مولوی نورالحق مظهری

په کلکه یې غندو:

د فراه رود تودنک په سیمه کي پر دیني مدرسې بمبار، په میدان ورګ کي پر دیني مدرسې چاپه او په پلچرخي زندان کي پر بندیانو باندي ظالمانه برید په کلکو الفاظو باندي غندو.
دا درې واړه بوږنوونکي پیښي په یوې اونۍ کي تر سره کیږي.
هر با احساسه افغان باید دداسي پیښو د عاملینو په مجازات کي او بیا کیدلو په مخنیوي کي د خپل توان سره سم خپل ایماني مسئولیت آداء کړي.
د یادو پیښو ټولو قربانیانو او شهیدانو ته د اعلی علیین غوښتونکي یو، ټپیانو ته د الله پاک څخه پوره شفاء غواړو او غمځپلو مسلمانانو ته د تسلیت او غم شریکۍ مراتب وړاندي کوو.

دواړه قوتونه مهم دي:

د مسلمانانو لپاره د مادی او معنوي قوتونو دواړو لاسته راوړل او ساتل مهم او اړین دي.
په یواځي مادي قوت باندي اوږد مهالي بریا نسي ګټل کیدلای بلکي انسان د عادیانو، ثمودیانو او فرعونیانو د برخلیک سره مخامخ کوي.
په یواځی معنوي قوت باندي هم هیڅ شئ لاسته نه راځي، معنوي قوت چي کله د لږ مادي قوت سره یو ځای سي بیانو مخي ته یې غرونه هم نسي ټینګیدلای د بدر غزوه یې د بېلګو څخه یوه دانه ده او په اسلامي جهادي تاریخ کي یې مجاهدین ښکاره نمونې دي.
مادي او معنوي قوتونه حیثیت د وزرو لري لکه مارغه چي په یوه وزر باندي نسي الوتلای مسلمان هم په یوه قوت باندي ځان نسي ژغورلای.
مسلمانان باید تل ځانونه قوي کړي، د وخت د شرایطو سره برابري اسلحې جوړي کړي او د اړتیا سره سم جګړه ایز دفاعي او تعرضي امکانات او مادیات جوړ کړي ځکه دا ټول د مادي قوت برخي دي.
همدا راز مسلمانان باید خپله عقیده او عمل د اسلامي اصولو په چوکاټ کي د ننه برابر کړي او د ځانونو اصلاح او تزکیې ته پوره پاملرنه وکړي او نه ستړی کیدونکي عملي ګامونه پورته کړي ځکه دا ټول د معنوي قوت برخي دي.
مولوی نورالحق مظهری