د هغه ریاست څخه د خدمت طمعه مکوئ چي رئیس یې سمبولیک ناست وي مدیریتونه نسي کنټرولولای، د مدیرانو سره محاسبه نسي کولای او ټول کارونه د مدیرانو په خوښه کیږي.
پداسي ریاست کي به د یوې ورځي کار په میاشتي کي کیږي او د میاشتي کار به په کال کي کیږي او د کال کار به ګرسره نه کیږي.
پداسي ریاست کي به خبري ډیري وي خو عمل به لږ وي، مدیران به ډیر وي خو فعالیت به لږ وي، د خلګو سره به وعدې ډیري وي خو وفاء به صفر وي.
پداسي ریاست کي به مدیران پر رئیس باندي مشرتوب کوي، رئیس بیچاره به هیڅ نسي ویلای کنه نو ډیر ژر به یې بیستر په شا ورکول کیږي.
پداسي ریاست کي به په میاشتو میاشتو ځغلې، عریضه به دي زړه سي، نور لاسلیکونه به نه ورباندي ځاییږي وروسته به تاته معلومه سي چي کار نه کیږي.
پداسي ریاست کي به کاري شفافیت جرم وي، بشري خوا خوږي به لیونتوب وي او د مسئولیت سم آداء کول به سادګي وي.
پداسي ریاست کي به د قانون په نامه ظلم کیږي، خلګو ته به قانوني خبري پدې خاطر کیږي چي هغوۍ ولي د خپل حق او کار غوښتنه کوي؟.
دداسي ریاست څخه به د خلګو داسي زړه تور وي چي هیڅ سم سړئ به ښه خاطره ورڅخه ونلري، خپله ستونزه به لاینحله پرېږدي خو دغه ریاست ته به نه راځي.
نو بهتره داده چي په کوم ځای کي سړئ د ریاست حق نسي آداء کولای هلته دي د رئیس په صفت نه ځي.
۱۳۹۸/۰۲/۲۸
وران او پاشلئ ریاست:
آیا غواړئ شیطان لیونئ کړئ؟
که غواړئ چی شیطان لیونئ کړئ نود لمانځه په ناسته کی په التحیات کی د شهادت کلمې سره د شهادت ګوته پورته کړئ.
نافع رضي الله عنه فرمايي: عبدالله بن عمر چي به کله پرلمانځه ګښيناستئ خپل لاسونه به يې پر ځنګونونو باندي کښيښوول په ګوتي به يې اشاره کول او په سترګو به يې ورته کتل. بيايې وويل چي ددغي اشارې تأثير پرشيطان باندي تر اوسپني ډير دئ.
پر شيطان باندي ځکه بد تأثير کوي چي ددغي ګوتي په پورته کولو سره اشاره وتوحيد ته ده او پدې خاطر چي شيطان د توحيد سره ندئ جوړ نو پدې کار باندي يې ډيره خوا بديږي او ذهني فشار ورباندي راځي زموږ په اصطلاح عصاب يې خرابيږي او روحي تکليف ورته پيدا کيږي او د اوسپني په وهلو ظاهري خوږيږي او دا معلومه خبره ده چي د روحي تکليف منفي اثر تر ظاهري ټپ ډير دئ.
او بله خبره داده چي کله شيطان ددغه انسان څخه ياده اشاره وويني نو ددغه انسان د ګمراه کولو څخه يې طمعه قطعه کيږي او نا اميده کيږي نو خود به بد تأثير ورباندي کوي.
نَافِعٍ قَالَ : كَانَ عَبْدُ اللهِ بْنُ عُمَرَ إِذَا جَلَسَ فِي الصَّلاَةِ وَضَعَ يَدَيْهِ عَلَى رُكْبَتَيْهِ ، وَأَشَارَ بِإِصْبَعِهِ ، وَأَتْبَعَهَا بَصَرَهُ ، ثُمَّ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لَهِيَ أَشَدُّ عَلَى الشَّيْطَانِ مِنَ الْحَدِيدِ يَعْنِي السَّبَّابَةَ.[مسند احمد6000]
زموږ د زمانې فکري او علمي نیمګړتیاوي:
زموږ په زمانه کي لویي فکري او علمي نیمګړتیاوي او نواقص دادي:
۱ ـ د حقائقو پر ځای د خپلو باورونو او کارونو څخه دفاع کوو کڅه هم غلط باور او غلط کارونه وي.
۲ ـ ددې پر ځای چي خپل فکر او کړه وړه د شریعت په حقیقي میزان باندي وتلو شریعت د خپل فکر تابع ګرځوو بس د اسلام او مذهب څخه خپل شخصي استنباط ته داسي حیثیت ورکوو لکه موږ چي معصوم وسو.
۳ ـ ددې پر ځای چي خپل عملونه اصلاح کړو او د نورو مسلمانانو اعمالو ته صحیح محمل پیدا کړو خپل پر غلطو کارونو دلیل وایو او د نورو کارونه له یوې مخي غلط بولو.
۴ ـ اولویتونه مو هیر وي فرض او ثابت سنت را څخه پاته وي مباحاتو ته یا حد اکثر مستحباتو ته حیثیت د فرضو ورکوو.
۵ ـ ددې پر ځای چي اسلام ته د یو عالمي او جهاني دین په سترګه و ګورو د اسلام څخه مو وطني او کلیوال دین جوړ کړئ ځکه نو مسلماني یواځي په خپل ځان او خپل کلي کي منحصره بولو.
۶ ـ فرعي اختلافاتو ته د اصولي اختلافاتو حیثیت ورکوو نو ځکه د هر چا څخه ددې غوښتنه کوو چي ته باید زما نظریه ومنې او زما د فهم مطابق ځان عیار کړې.
۷ ـ د مجتهدینو خطاګاني او لا ادري ذکر کوو خو خپل په خطاګانو باندي شرمیږو او پټوو یې لاادري خو ګرسره منو نه.
۸ ـ ددې پر ځای چي مال ددین لپاره وکاروو علم د مال لپاره کاروو نو ځکه مو په سندونو او وظیفو پسې زارې چاودلي دي.
۹ ـ پر نورو باندي انتقاد او نیوکي ته مجهز او مسلح ولاړیو خو پر ځان باندي د بل چا د انتقاد اوریدلو لپاره غوږونه نلرو.
۱۰ ـ دین ته کامل وایو خو په عمل کي خپل وطني او سیمه ایز عنعنات ددین جزء بولو پدې خاطر ډیر داسي شیان سته چي د هغو حد اکثر مرتبه ثبوت في المذهب وي خو موږ یې شعایر ددین بولو.
۱۱ ـ وهابئ او بدعتي و هغه چاته وایو چي زموږ د فکر خلاف وي کڅه هم فقه او احادیثو ته باور ولري.
۱۲ ـ دا منو چي عبادت، دعوت او جهاد ددین برخي دي خو چي په کومي برخي کي ووتلو د نورو څخه بیا انکار کوو او پر مدعیانو او لارویانو یې بد وایو.
إنالله وإنا إليه راجعون.
مولوی نورالحق مظهری
څوک چي مسلمان وي
څوک چي مسلمان وي ددیني مدارسو پسې منفي تبلیغات نکوي د مدارسو پسې هغه څوک تبلیغات کوي چي سیکولر یا کمونیست وي بناء زموږ مسلمان ولس باید هوښیار وسي.
د روژې په مياشت کي ځيني لويي غزاګاني او جنګونه:
د روژې مبارکه میاشت لکه څنګه چي د عبادت او دعوت میاشت ده د جهاد في سبیل الله میاشت هم ده لدې کبله د تاریخ په اوږدوکي پدې مبارکي میاشتي کي مسلمانانو ډیر جهادونه اوډیري جګړې کړیدي چی ځیني یې په لاندی ډول دی:
۱ - د بدرغزوه په دويم کال کي د هجرت د روژې مياشتي پر 17 باندي وسوه.
۲ - د مکې فتح په اتم کال کي د هجرت د روژې پر لسمه باندي وسوه.
۳ - د قادسيې تاريخي جنګ په پنځلسم کال کي دهجرت د روژې په مياشت کي د سعد ابن ابي وقاص رضي الله عنه په مشرتوب وسو.
۴ - د اندلس فتح په ۹۲ کال کي د هجرت، د روژې په مياشتي کي د طارق بن زياد رحمه الله په مشرتوب وسوه.
۵ - د عموريه فتح:
په ۲۲۳ هجري قمري کال کي روژې په مياشتي کي د معتصم بالله په خلافت کي چي کله روميانو د مسلمانانو پر ښارونو باندي يرغل وکړ د يوې مسلماني ښځي چي روميانو ګيرکړې وه د کومک غوښتلو ږغ د "وامعتصماه" په آواز باندي معتصم بالله ته ورسيدئ هغه دستي د لبيک لبيک په ويلو جواب ورکړ دستي يې پر مسلمانانو باندي وجنګ ته د آمادګۍ ږغ وکړ پر روميانو يې بريد وکړ هغه مسلمانه ښځه يې هم راخلاصه کړه او عموريه ښار يې هم د روميانو څخه فتح کړ.
۶ - د حارم فتح:
په ۵۵۹ هجري قمري کال کي د روژې په مياشت کي د حام په سیمه کي د مسلمانانو او نصاراوو ترمينځ ډيره لويه جګړه وسوه چي برئ دمسلمانانو په برخه سو.
۷ - د عين جالوت جګړه:
په ۶۵۸ هجري قمري کال د روژې په مياشتي کي د عين جالوت په سيمه کي چي د بيسان او نابلس په مينځ کي موقعيت لري د سيف الدين قطز په مشرتوب د مسلمانانو ډيره لويه جکړه د تتاريانو سره وسوه او برئ د مسلمانانو په برخه سو.
۸ - د شقحب جګړه:
په ۷۰۲ هجري کال کي د روژې په مياشت کي د مسلمانانو او تتاريانو تر مينځ ډيره لويه جګړه وسوه چي يوه ورځ پوره يې دوام وکړ د مازديګر مخ ته مسلمانان پدې باندي وتوانيدل چي تتاريانو ته ماته ورکړي او ددوۍ ډير لوۍ لښکر د ماتي سره مخامخ کړي چي دلښکر ډيره برخه يې د مسلمانانو په غشو او تورو باندي ووژل سوه او ډير لږيې په تيښته باندي بريالي سوه.
۹ - د بيت المقدس فتح:
په ۵۸۴ هجري قمري کال کي د روژې په مياشتي کي د حطين مشهوره جګړه د صلاح الدين ايوبي رحمه الله په مشرتوب د صليبيانو سره وسوه چي په نتيجه کي مسلمانانو بيت المقدس د صليبيانو څخه آزاد کړ او دمسلمانانو لومړئ قبله يوځل بيا مسلمانانو ته وسپارل وسوه.
۱۰ - د قسطنطيه فتح:
په ۸۵۷ هجري قمري کال کي د روژې په مبارکه مياشت کي د عثماني خلافت باچا محمد الفاتح رحمه الله قسطنطية ښار چي اوس په استنبول باندي مشهور دئ فتح کړ.
۱۱ - د فلسطين پر سرجنګ:
په ۱۳۹۳ هجري قمري کال کي د روژې په مياشتي کي د فلسطين پر سر د عربو مسلمانانو او اسرائيلو په جګړه کي عربي مسلمانان ځواکونه وتوانيدل چي د سويس تر کانال تيرسي او داسرائيلو لوۍ لښکر نابود کړي.
د غیرتمند او بې غیرته ځیني تفاوتونه:
غيرتمند إنسان د ظالم څخه انتقام اخلي او مظلوم ته عفو کوي بې غيرته انسان ظالم ته عفو کوي او د مظلوم څخه انتقام اخلي.
غيرتمند إنسان بې دليله ورور د ورور په ګناه نه نيسي خو بې غيرته انسان په پټو سترګو همسايه د همسايه په ګناه نيسي.
غيرتمند انسان ثابته موقف لري سر ورکوي خو تر خپل موقف نه تيريږي خو بې غيرته انسان ثابته موقف نلري نوځکه تل د ترازو پلې ته ګوري هره خوا چي درنه سوه دئ دهغه سره وي.
غيرتمند انسان خپل صورت او پاليسي داسي جوړوي چي نور خلګ پسې ولاړ سي او ورڅخه متاثره سي خو بې غيرته انسان تل نورو ته ګوري نوځکه يې لباس، اخلاق او کړنلاره پريوه حال نوي.
غيرتمند انسان ښځي د بازارونو څخه د کورونو لور ته بيايي خو بې غيرته انسان د کورونو څخه ښځي بازارونو ته راباسي.
غيرتمند انسان ته بې خپلواکۍ او آزادۍ ژوند هيڅ اعتبار نلري خو بې غيرته انسان ته خپل ژوند مهم وي کڅه هم د لسهاوو نفرو په غلامۍ کي وي.
غيرتمند انسان هيڅ وخت تر خپل دين او سمي عقيدې نه تيريږي خو بې غيرته انسان ته دين او عقيده هيڅ اهميت نلري تنها دجيب او خيټي ډکولو غم ورسره وي.
غیرتمند انسان دهغه چا سره کار لري چي جنګ یې ورسره کړئ وي په نورو باندي کار نلري خو بې غیرته انسان چي دچا سره جنګ وکړي او زور یې په هغه باندي نه رسیږي نو خپل زړه پر نورو خالي کوي او نورو ته مست مست کیږي.
مولوی نورالحق مظهری
د اطرافو خلګو ته اللّٰه څومره ښه عادتونه ورکړیدي:
۱ ـ د مصیبتونو په مقابل کي ډیر ښه تحمل لري.
۲ ـ په سختیو کي د ډیر صبر درلودونکي دي.
۳ ـ انقلابي فکر یې همیشه حماسې زیږوي او د هر ظالم پر ضد لومړئ دوۍ دریږي.
۴ ـ په لږڅه او ساده ژوند باندي قناعت کوي.
۵ ـ د پوهي د کمښت سره سره ډیره ښه او قوي عقیده لري.
۶ ـ په میلمه پالنه کي خو سارئ نلرئ.
۷ ـ د ښارونو ساتنه او اصلاح ددوۍ په زور باندي کیږي.
مسلمانانو وړونو!
دعاء هغه یواځنئ عبادت دئ چي د اللّٰه پاک قضاء ورباندي ګرځي بناءً پدې مبارکي میاشتي کي په خاصه توګه په روژمات او پیشلمي کي ډیري دعاګاني وکړئ.
ټولو مسلمانانو ته دعاء وکړئ چي اللّٰه پاک یې سره متحد او یو موټي کړي.
زموږ هیواد والوته دعاء وکړئ چی خدای پاک ورته اتفاق او اتحاد ورکړي او د ظالمانو د ظلم څخه یې خلاص کړي.
ددې دعاء وکړئ چي په هیواد کي د څو لسیزو شهیدانو، ټپیانو او مجاهد مسلمان ولس هیلي نور اللّٰه پاک پوره کړي او په هیواد کي د یو سوچه اسلامي نظام په نافذ کیدلو سره هر اړخیزه سوله او امنیت راسي.
ددې دعاء وکړئ چي زموږ د هیواد هر بدخواه چي په رأس کي یې کفري غربي هیوادونه په خاصه توګه امریکا ده تباه او برباد سي او د روس په برخلیک باندی اخته سي.
ددې دعاء وکړئ چي داخلي ظالمان که یې هدایت مقدر وي اللّٰه یې هدایت کړي او که یې هدایت مقدر نوي نو اللّٰه دي راڅخه واخلي او موږ دي دشر څخه خلاص کړي.
ددې دعاء وکړئ چي نور زموږ هیوادوال د بمباریو، شپني عملیاتو، بې هدفه وژنو او چاودنو څخه وساتل سي.
او ددې دعاء وکړئ چي اللّٰه باک مو ددنیا او آخرت نیکمرغي په برخه کړي.
مولوی نورالحق مظهری
د زړه له درده یې لیکم:
په بکواه ولسوالۍ کي مو ملکي خلګوته مالي او ځاني زیانونه په ظالمانه او وحشیانه بمبار باندي واړول، د روژې په مبارکه میاشت کي د خلګو پر کورونو شپني عملیات او چاپې ګړندۍ سویدي او روژه مات، تراویح او پیشلمئ مو په مسلمانانو پوري زهر کړئ دئ.
د روژې په مبارکه میاشت کي هغه د الله د اوامرو تر پښو لاندي کول او فحشاء ته زمینه برابرول خو د ملعوني دیموکراسۍ پیدا وار او نتیجه ده.
آخر ددې مظلوم ولس څخه څه غواړئ! د آزار څخه یې نه ویریږئ؟ د مظلومانو د آه څخه ویره نلرئ؟ د ولسوالیو او کليو خلګ مسلمانان او افغانان ندي؟ دا ۱۸ کاله ددې ورانیو لاسته راوړنه او فایده څشئ دئ؟
پر کلیو باندي ړندې بمبارۍ او شپني عملیات په هیڅ دلیل نسي توجیه کیدلای.
۱۳۹۸/۰۲/۲۲
ځیني آسانه سوالونه او جوابونه:
سوال: پخوا ولي د حفظ تراویح نه کیدلې؟
جواب: ځکه چي پخوا حافظان نوه.
سوال: اوس ولي ځیني خلګ د حفظ تراویح نکوي؟
جواب: ځکه د حفظ تراویح وخت ډیر غواړي او یوڅه سختي دي دغه خلګ د عبادت لپاره وخت نلري او دسخت عبادت هم توان نلري.
سوال: ځینو خلګو څوکاله د حفظ تراویح کړیوي اوس یې ولي نکوي؟
جواب: دغه خلګ په دین کي استقامت نلري.
سوال: ځیني ښه علماء د حفظ تراویح ولي نکوي؟
جواب: هغوۍ ته ښه تکړه حافظ نه پیدا کیږي.
سوال: ځیني خلګ چي د حفظ تراویح نکوي داسي دلیل وايی چي زموږ پلار او نیکه ندي کړي یا وایې پخوا ولي علماؤ نکولې دغه خلګو ته څه وایاست؟
جواب: دغه خلګ د امام صاحب په مذهب نه بلکي د خپل پلار او نیکه په مذهب دي او یا پدې باندي نه پوهیږي چي پخوا حافظان نوه او یاهم د پخواني خلګو ټول کارونه ورته ښه ښکاري.
سوال: ځیني خلګ وایې موږ د ورځي کارونه کوو، ستړي یو نو ځکه د حفظ تراویح نسو کولای دا ولي؟
جواب: دغه خلګ د روژې او تراویحو په فضیلت ندي خبر او یا باور ورباندي نلري او یاهم دین یې ددنیا تابع ګرځولئ وي.
سوال: څوک چي پر تراویح یې خوب ځنګوي نو څه وکړي؟
جواب: د ماښام لخوا دي لږ خوراک وکړي، خپل مهالویش دي داسي جوړ کړي چي د تراویح لمانځه وروسته دي متصل ویده سي یعني د شپې لخوا دي ژر ویده سي او د ورځي دي هم حد اقل دوه ساعته خوب وکړي.
یادونه: دا خبري د ځینو تجربو او اکثری قواعدو پر بنیاد لیکل سویدي کلي ندي بناء شاید د ځینو ځایونو او وختونو سره سمون ونه خوري.
اخلاص او د هغه فایدې:
مرتب او ژباړونکئ: مولوی نورالحق مظهری
پدې خاطر چي په روژه کي عبادات ډیر ترسره کیږي او په عباداتو کي هم اساسي شئ اخلاص دئ نو راځئ اخلاص او د هغه فایدې وپیژنو!
اخلاص دادئ چي ته يواځي او يواځي د الله تعالي عبادت او طاعت وکړې.
اخلاص دادئ چي خپل ټول کارونه د مخلوقاتو حتی د خپل ځان د ملاحظې څخه هم پاک کړې.
اخلاص دادئ چي ستا ظاهر او باطن سره يوډول وي.
اخلاص دادئ چي د الله پاک په دوامداره ذکر او ياد باندي خلګوته کتل او د هغو لحاظ کول هير کړې.
فضيل رحمه الله فرمايلي دي:د خلګو لپاره د يو کار پريښودل رياء ده، د خلګو لپاره د يو کار کول شرک دئ او ددواړو څخه د ځان ساتل اخلاص دئ.
جيند رحمه الله فرمايي: اخلاص يو راز دئ د الله او بنده ترمابين، ملائکه نده په خبره چي ويې ليکي، شيطان ندئ په خبر چي فاسد يې کړي او دانسان نفسي اشتياق ندئ په خبر چي دده څخه يې واړوي.
سهل رحمه الله ته وويل سوه: پر نفس باندي څشئ ډير سخت دئ؟ ده ورته وويل: اخلاص. ځکه چي په اخلاص کي نفس هيڅ ونډه نلري.
ځيني وايي: اخلاص دېته ويل کيږي چي ته پر خپل عمل باندي بيله الله بل هيڅوک شاهد ونه نيسي اوبيله الله د هيچا څخه د اجرت غوښتنه هم ونکړي.
مکحول رحمه الله ويلي دي: څوک چي څلويښت ورځي اخلاص وکړي نو دحکمت چينې به يې د زړۀ څخه پر ژبه باندي جاري سي.
ابوسليمان داراني رحمه الله ويلي دي: انسان چي کله اخلاص وکړي نو وسوسې او رياء ورڅخه ليري کيږي.
هروي رحمه الله ويلي دي: اخلاص دادئ چي ته خپل عمل د هرعيب او نفسي غوښتني څخه پاک وساتې: لکه دخلګو په زړونو کي د محبوبيت پيدا کيدلو غوښتنه. داچي خلګ يې ستاينه وکړي او بد يې ونه وايي، خلګ يې تعظيم او احترام وکړي، دخلګو څخه د مال غوښتنه لري، دخلګو څخه دخدمت او محبت غوښتنه لري او داسي نور هغه منفي شيان چي د عمل کولو په وخت کي د نفس په واسطه د انسان ذهن ته راځي.
صدق او صداقت دادئ چي په کار کي دخپل نفس هيڅ لحاظ ونه ساتې.
مخلص رياء نلري اوصادق تکبر نلري.
اخلاص په صدق باندي پوره کيږي او صدق په اخلاص باندي او دواړه بيا په صبر باندي.
رياء داده چي د انسان ظاهره تر باطن ښايسته وي.
صدق په اخلاص کي دادئ چي باطن د انسان تر ظاهر آباد او ودان وي.
څوک چي د خلګو لپاره ځان پداسي شيانو باندي ښايسته کوي چي هغه پده کي نوي نو دالله پاک داعتبار څخه به ولويږي.
د اخلاص فايدې:
۱ – اخلاص د اعمالو او اقوالو په قبليدلو کي پايه او اساس دئ.
۲ – اخلاص د دعاء د قبليدلو لپاره پايه او اساس دئ.
۳ – په اخلاص باندي د إنسان مرتبه په دنيا او آخرت کي لوړيږي.
۴ – په اخلاص باندي إنسان د وسوسو او وهمونو څخه ساتل کيږي.
۵ – په اخلاص باندي بنده د غير الله د بندګۍ څخه آزاديږي.
۶ – په اخلاص باندي ټولنيز ارتباطات قوي کيږي او دالله پاک نصرت د امت په برخه کيږي.
۷ – په اخلاص باندي دنيوي سختۍ آسانه کيږي.
۸ – په اخلاص باندي د انسان زړه ته اطمينان راځي او دئ احساس د خوشالۍ او نيکمرغۍ کوي.
۹ – په اخلاص باندي د انسان ايمان قوي کيږي او دګناه او سرکښۍ څخه يې نفرت پيدا کيږي.
۱۰ – په اخلاص باندي د مصيبتونو په مقابل کي د انسان اراده او عزم قوي کيږي.
۱۱ – په اخلاص باندي إنسان په دنيا او آخرت کي پوره أمن او لارښونه لاسته راوړلای سي.
[مأخذ:طريقة لخدمة الدين]
په يوې روژې باندي د 70 كاله سفر مسافت په اندازه د اورڅخه انسان ليري كيږي:
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.[صحیح البخاری 2840]
ژباړه: د ابوسعید رضي الله تعالی عنه څخه روایت دئ چي ما د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چي ویل یې: څوک چي یوه ورځ د الله په لاره کي روژه ونیسي نو الله پاک به یې مخ 70 کاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه لیري کړي.
توضیح: خریف فصل ته د مني وایي خو دلته مرادر ورڅخه کال دئ ، یعني خدای پاک به یې مخ اویا کاله د اور څخه لیري کړي.
دلته مخ ذکر دئ خو مراد ورڅخه ټول بدن دئ یعني الله پاک به یي ټول بدن د اور څخه لیري کړي.
تعلیم الاسلام راډیو فراه