عَنْ حُذَيْفَةَ الْمَرْعَشِيُّ , قَالَ:إِيَّاكُمْ وَهَدَايَا الْفُجَّارِ، وَالسُّفَهَاءِ فَإِنَّكُمْ إِنْ قَبِلْتُمُوهَا ظَنُّوا أَنَّكُمْ رَضِيتُمْ بِفِعْلِهِمْ. [شعب الایمان8980]
ژباړه: حذیفه مرعشی وایی: ځانونه د ډالۍ او سوغاتونو څخه د ګناهکارانو او بی عقلانو وساتئ ځکه که تاسو ددوی سوغاتونه قبول کړئ دوی داسی فکر کوی لکه تاسو چی ددوی په کارونو باندی خوشاله یاست.
یعنی که یو فاسق او یا بی عقل إنسان تاته یوه ډالۍ درکوی هغه ورڅخه مه قبلوه ځکه چی دئ به داسی فکر وکړی چی ته دده څخه خوشاله یې او کارونه یې خوند درکوی چی په نتیجه کی دئ نورهم د ناوړه کارونو کولو ته تشویقیږی او ستاسره په رابطه باندی خپل ناروا کارونه توجیه کوی.
۱۳۹۷/۰۸/۳۰
د بدو خلګو څخه ډالۍ او سوغاتونه مه اخلئ!
د مدیرانو لپاره:
که په رښتیا د الله لپاره په یوې إداری کی خدمت کوې نو دالله لپاره دهغه چا اړتیا ورپوره کړه چی ستا ادارې ته مجبوره کیږی او ستا په اداره باندی یې کار کیږی ځکه خدمت دا ندئ چی تاته مدیر وویل سی، مکتوب لاسلیک کړې، حاضری ډکه کړې، غونډی جوړی کړې، محفلونه ونیسې، ډیری خبری وکړې، ځان مشهور اومطرح کړې، معاش واخلې او خپله کورنې وچلوې بلکی خدمت دادئ چی ددین په لاره کی دعملی ګامونو په اخیستلو سره الله پاک دځانه څخه. خوشحاله کړې او دخپل خدمت آثار اوبیلګې په ټولنه کی ښکاره کړې.
نصیحت
په هغه چا باندی ګرسره باور ونکړې چی ستا مخ ته د هغه مسلمان بد وایی چی دده سره یې ډیر کلونه انډیوالی کړېوی خو اوس دئ ورسره خوابدئ وی نو ځکه یې ستا او دنورو مخته بد وایی.
داسي سړئ به یو وخت ستا سره هم همداسی کوی. پداسی خلګو کی عموما تکبر، حسد، حقد او ځان ځانی ډیره وی او یاهم د عقلی زیور څخه محروم وی که ته خپله ورڅخه پوښتنه وکړې چی د فلانی سره دی ولی دوستی او انډیوالی پري کړه؟ دئ ارومرو درته وایي: زما انډیوالی سمه انډیوالی ده او دښمنی می هم سمه دښمنی ده چی یو ځل می د یوچا څخه بد راغله بیا ټوله روابط ورسره قطع کوم.
داسی خلګ د خپلو نفسی غوښتنو او شیطانی غرور ښکار سویدی ځکه نو ځان تر هرچا لوړ ګنی او داسی فکر کوی چی ملک الموت یې بیله اجازې روح نه قبض کوی.
توصیه:
د هغه چا سره ډیر احتیاط کوه چی مخامخ ستا صفت کوی او ستا د نورو هم مسلکیانو یا ستا د مخالفینو بد وایی.
غبرګون:
د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کی پر دینی مدرسه بمبار او په فراه ولایت کی د اشرف العلوم پر دینی مدرسه باندی د دولتی ځواکونو دشپې لخوا حمله او د طالبانو او استادانو وهل ترټل په کلکو او تندو الفاظو باندی غندو.
دا دحکومتی چارواکو لپاره د شرم او عار خبره ده چی پر دینی مدارسو باندی حملې کوی او دینی مقدساتو ته دسپکاوی ترڅنګ بې ګناه محصلین او زده کوونکی وژنی او وهی پدې باندی باید د هر واکدار سر خلاص سی چی د علم او علماؤ سره دښمنی د ځان د زوال لپاره پلان جوړول دی او چی د چا زوال رانیژدې سی نو هغه د علماؤ سره دښمنی پیل کړی.
دهری وظیفې اومسئولیت لپاره باید سم خلګ وګمارل سی:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا ضُيِّعَتْ الْأَمَانَةُ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ قَالَ كَيْفَ إِضَاعَتُهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ إِذَا أُسْنِدَ الْأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ.[صحیح البخاری6015]
ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی امانت ضایع سو نو دقیامت انتظار کوه چا پوښتنه وکړه چی امانت څنګه ضایع کیږی یارسول الله ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی کار نا اهله ته وسپارل سی نو دقیامت انتظار کوه.
توضیح: حکومت، امارت، ریاست، علم، فتوی، امامت، مشرتوب اوهره سرپرستی هغه امانتونه دی چی تل باید اهل اومستحقو إنسانانو ته وسپارل سی داسی انسانان باید ورباندی مقرر سی چی بیله کوم خیانته، ډګۍ اوسستۍ څخه یې سرته ورسوی.
کله چی ددې اصل خلاف عمل شروع سو او پورته امانت مسئولیتونه نا اهلو إنسانانو ته وسپارل سوه نوپدې باندی پوه سئ چی قیامت را نیژدې سوئ دئ ځکه چی نا اهل ته د مسئولیت سپارلو سره په مځکه کی هرج او مرج، ګډوډۍ او فساد راپورته کیږی چی دایوه لویه علامه دقیامت ده بالآخره د ښو خلګو کمئ رامینځ ته کیږی او دقیامت راتګ ته زمینه مساعده کیږی.
نوتل باید عموما ټول انسانان دې اصل ته پوره پاملرنه وکړی او دخپلو ټولو چارو لپاره داسی مشران او رئیسان انتخاب کړی چی اهلیت دمسئولیت ولری خائنان، فاسقان او ناکاره خلګ نوی بلکی ریښتینی، معتقد، متعهد او پوه مسلمانان وسی.
پدې کښې ټول مسئولیتونه داخل دی د باچا او امیر څخه شروع بیا تر کښته رتبه رئیس او مدیر پوری ټوله باید ښه خلګ وی.
د بدو خلګو انتخاب او ګمارل د دنیوی او ټولنیزو مفاسدو ترڅنګ د الله پاک قهر اوغضب هم دځانه سره لری.
مولوی نورالحق مظهری
د کشرانو سره د محاسبی ګټی
دا یو حقیقت دئ چی دهر نظام او ټولئ د ساتنی لپاره دهغه نظام چارواکی او مشران ډیری هڅی اوکوښښونه کوی او خپل مشخص هدف ته د رسیدلو لپاره ټولی ممکنی چاری سرته رسوی او دخپلو مخودلاسته راوړلو لپاره ډیر زحمتونه او لګښتونه ګالی خو زما په نظر دغه اهدافو ته د رسیدلو لپاره یوه لویه ذریعه د مشرانو لخوا دکشرانو سره محاسبه ده یعنی دکشرانو څارنه او چی کله کشر عمدا یو کار کوی باید محاسبه ورسره وسی. چی موږ دمحاسبې لپاره لاندی فوائد اوګټی په ګوته کولائ سو:
۱ – مشران خپل مسئولیت سرته رسوی ځکه چی ددوی دا وظیفه ده چی باید خپل کشران وڅاری ترڅو غیر شرعی اوغیرقانونی کړنی ځینی ونسی نوکله چی ورڅخه کیږی بیا دهغوی سره محاسبه ددوی مسئولیت دئ چی باید یې دوی سرته ورسوی.
۲ - د مشرانو هیبت او وقار دکشرانو په زړونو کی پاتېږی چی بالآخره ددې لامل جوړیږی چی کشران دی د مشرانو اطاعت وکړی او دمحاسبې له ویری دی هیڅوخت تخلف ته زړه ښه نکړی.
۳ - د مشرانو عزت او آبرو دخلګو په مینځ کی خوندی پاتیږی ځکه چی هر وګړئ دمشرانو دقیق کنټرول او فعاله مدیریت ستایی، پردوی باندی یې باور ډیریږی او نور یې په زړونو کی ورسره محبوبیت پیدا کیږی.
۴ – مشران په خپل مسئولیت کی بریا او په وظیفې کی جدیت په ننداره کی ایږدی ځکه ټول یې وینی چی دوی څومره خپلو دندو ته ژمن دی او دخپلو کشرانو یې څومره ښه سرپرستی کړیده؟.
۵ – کشران اصلاح کیږی ځکه چی دمحاسبې له ویری هیڅوک غیر شرعی اوغیر قانونی کړنه سرته نه رسوی.
۶ – کشران تر مدیریت لاندی راځی ځکه چی دهر خپل سری کار دکولو په وخت کی یې محاسبه ذهن ته راځی او کولو ته یې لاس نه اوږدوی.
۷ – د ډیرو خپل سریو مخه نیول کیږی ځکه هر کشر دخپل مشرله ویری بې مشورې کار نکوی.
۸ – په اجتماع کی دفساد او هرج مرج مخه نیول کیږی ځکه کارونه په مدیریت او منظم سرته رسیږی.
۹ – مربوطه اداره او مربوطه دلګې خپل اعتبار اوحیثیت د لاسه نه ورکوی ځکه هرڅوک پوهیږی چی ددوی کارونه د یوې فعالی ادارې ترنظارت لاندی اوپه چوکاټ کی د ننه سرته رسیږی.
۱۰ – هر مرسته کوونکئ دداسی انسانانو مرستی ته ور دانګی ځکه چی پدې باندی ډاډه وی چی مرسته یې بې فایدې اوبیهوده نه ځی او کار یې عبث نه ګرځی.
۱۱ – دکشرانو څخه څوک ناوړه استفاده نسی کولائ او د دښمن په شمول هیڅوک یې په خپله ګټه نسی کارولائ.
۱۲ – صف منظم پاتیږی د دښمن په شمول هیڅ ورانکاره په صف کی نفوذ نسی کولائ.
مولوی نورالحق مظهری
د نړۍ کفار مو دښمنان دی باید پوه سو چی
:۱ ـ ددښمن پیژندل کمال دئ او نه پیژندل یې نیمګړتیاده.
۲ ـ ددښمن سره هر اړخیزه مقابله کول د انسان عمومی دنده ده.
۳ ـ په دښمن باندی باور کول ناپوهی او بې عقلی ده.
۴ ـ دښمن ته خپله خاوره په اختیار کی ورکول بې غیرتی ده.
۵ ـ دښمن ته سر ټیټول بې ایمانی ده.
۶ ـ ددښمن خبره منل بی وجدانی او ټنبلی ده.
۷ ـ په خپلو پټو رازونو باندی ددښمن خبرول د انسانی فطرت څخه خلاف ورزی ده.
۸ ـ دښمن ته ځان مجبوره ګڼل بې فکری او بې توکلی ده.
۹ ـ ددښمن سره جګړه کول شرعی جهاد دئ.
۱۰ ـ ددښمن د پلانونو څخه ناخبری غفلت او سادګی ده.
۱۱ ـ د خپل ورور پر ضد ددښمن سره دریدل بغاوت او د الهی دستور څخه نافرمانی ده.
۱۲ ـ ددښمن په مقابل کی چوپ پاته کیدل بې صلاحیتی او ناتوانی ده.
۱۳ ـ ددښمن سیاست او تګلاره بدرګه کول مریی توب او غلامی ده.
۱۴ ـ ددښمن په زور د چا ځپل ظلم او بې انصافی ده.
۱۵ ـ ددښمن په زور واک ته رسیدل اشغال او لنډغری ده.
مولوی نورالحق مظهری
مسلمانانو وړونو!
که بین المللی رسنۍ دی که ځینی محلی رسنۍ ټولو د اسلام پر ضد مټی را بډوهلی دی او دکفر خدمت ته یې ځان وقف کړئ دئ ددوی ۹۵% خبری یا درواغ دی یاهم د اسلام پر ضد دسیسه او توطیه ده د دوی په مقابل کی باید ډیر هوښیار وسو او په هره خبره یې باور ونکړو خصوصا دینی او سیاسی موضوګانی چی تل یې دوی د کفر او استعمار په ګټه تحلیلوی او داسی دشبهاتو څخه ډکی خبری کوی چی مسلمانان د خپل دین څخه ورباندی اړوی او په مینځ کی یې د نفاق او تفرقې تخم پاشی.
په مشخصه توګه:
بی بی سی.
امریکا ږغ آشنا.
آزادی.
ډیوه.
طلوع.
یک.
کله به پوه سو؟ چی:
کفري نړۍ د مسلمانانو لپاره هیڅوخت پر مختګ نه غواړي خو تر ټولو د دوو شیانو څخه ډیر ویریږی او هیڅکله مسلمانان هغو ته نه پریږدي:
۱ ـ د مسلمانانو یو والئ او پر یو مسلمان امیر باندی راټولیدل، چی کفری نړۍ یې د مخنیوي لپاره خپل ټوله توان پکار اچولئ دئ.
۲ ـ په اسلامی اصولو باندی پوره عمل کول او د اسلام سم پیژندل، چی کفری نړۍ تل مسلمانان ورڅخه را ګرځولی دی.
خو ګیله مو خپله د مسلمانانو څخه ده چی تل د غفلت په خوب ویده وی، دوست او دښمن نه پیژنی، د اسلام مستقیم مسیر یې پسې پرې ایښئ دئ، ددښمن څخه په پټو څخه تقلید کوی، دښمن ته دوست او دوست ته د دښمن په سترګه ګوری، په خپل تیر تاریخ ویاړی خو بیرته ورته نه راګرځی، ډیرو شیانو ته سطحی او احساسی کتنه کوی، د انسانی او حیوانی ژوند تر مینځ توپیر نکوی، د ځان د خود کفاء کولو لپاره خپل استقلالیت ته اهمیت نه ورکوی بلکی تل د پردو تر سایې او سیوری لاندی روان وی، ددې پر ځای چی د دښمن څخه استفاده وکړی دښمن ته خدمت کوی، ددې پر ځای چی د دښمن چم ونیسی په دښمن باور کوی او ددې پر ځای چی د آلاتو او اسبابو څخه د استفادې سره سره پر الله باندی توکل وکړی پر مخلوق باندی ځان سپاری.
مولوی نورالحق مظهری
د آخرت د ورځی محاسبه مه هیروئ! ــــــــــــــــــــــ
ابی عسیب چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم آزاد سوئ مریئ وو فرمایی: یوه شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم زما، ابوبکر اوعمر رضی الله عنهما سره را ووتئ او دیوه انصاری باغ ته داخل سو. انصاری ته یې وویل موږ ته یوڅه خرما راکړه هغه یو ډونډورئ دخرما راوړئ او زموږ په مابین کی یې کښیښودئ موږ ددې ډونډوری څخه خرما وخوړل بيا يې اوبه را وغوښتلې اوبه مو هم وچیښلې بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ارومرو به ستاسو څخه ددغه نعمتونو په اړه پوښتنه کیږی حضرت عمر رضی الله عنه دخرما ډونډورئ واخیستئ او پرمځکه یې وښوروئ ترڅو یوڅو خرماوی ځینی ورژیدلې بیا یې وویل یا رسول الله آیا زموږ څخه ددې نعمتونو په اړه پوښتنه کیږی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو دهرشی پوښتنه کیږی تنها د درو شیانو پوښتنه نکیږی :
۱ - هغه ټوکر چی انسان خپل عورت په پټوی.
۲ – هغه ټوټه ډوډې چی انسان خپله لوږه په لیری کوی.
۳ – هغه کوچنئ ځای چی انسان ځان دګرمۍ او یخ څخه په ساتی.
یعنی د انسان څخه دهر شی په باره کی پوښتنه کیږی او په اړه یې محاسبه ورسره کیږی تنها ددغو درو شیانو په اړه ورڅخه پوښتنه او محاسبه نکیږی ځکه چی دغه درې شیان د انسان دضرورت په خاطر ورته عفو دی.
ددې حدیث څخه له ورایه ښکاری چی إنسانان په دنیا کی هرشئ خوری ، راټولوی، جوړوی او اغوندی دټولو په اړه به ورسره محاسبه کیږی که ډول ډول کالی اغوندی، که رنګارنګ خواړه خوری، که په مختلفو ګاډو او موټرانو کی سوریږی، که په ښائسته کورونوکی اوسیږی اوکه د نورو دنیوی اسبابو او آلاتو څخه ګټه پورته کوی دټولو په اړه به ورڅخه سوال اوپوښتنه کیږی.
که یې دحلالی لاری څخه لاسته راوړی وی، اسراف یې نوی کړئ، هرشئ یې پر خپل ځای اومورد باندی لګولئ وی، دهرشی په کارولو کی یې دالله پاک خوښه په پام کی نیولې وی، آخرت یې نوی هیرکړئ او په هرشی کی یې دنورو مسلمانانو اړتیا ته کتنه کړېوی نوخیردئ الله پاک به یې په حساب کی بریالئ کړی کنه نو دداسی ډیرو شیانو محاسبه ورکول آسانه کار ندئ.
الله پاک دی موپه خپل فضل او احسان سره دآخرت په حساب کی بریالی کړی.
مولوی نورالحق مظهری
ـــــــ
أَخْبَرَنَا أَبُو عَبْدِ اللهِ الْحَافِظُ، وَأَبُو بَكْرِ بْنُ الْحَسَنِ، حدثنا أَبُو الْعَبَّاسِ مُحَمَّدُ بْنُ يَعْقُوبَ، حدثنا مُحَمَّدُ بْنُ إِسْحَاقَ الصَّغانِيُّ، حدثنا يُونُسُ بْنُ مُحَمَّدٍ، حدثنا حَشْرَجُ بْنُ نُبَاتَةَ، عَنْ أَبِي نَصْيرَةَ الْبَصْرِيِّ، عَنْ أَبِي عَسِيبٍ مَوْلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: خَرَجَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيْلًا، فَمَرَّ بِي فَدَعَانِي فَخَرَجْتُ إِلَيْهِ، ثُمَّ مَرَّ بِأَبِي بَكْرٍ فَدَعَاهُ فَخَرَجَ إِلَيْهِ، ثُمَّ مَرَّ بِعُمَرَ فَدَعَاهُ فَخَرَجَ إِلَيْهِ، ثُمَّ انْطَلَقَ يَمْشِي حَتَّى دَخَلَ حَائِطًا لِبَعْضِ الْأَنْصَارِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِصَاحِبِ الْحَائِطِ: " أَطْعِمْنَا بُسْرًا " فَجَاءَ بِعِذْقٍ فَوَضَعَهُ، فَأَكَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَصْحَابُهُ، -ثُمَّ دَعَا بِمَاءٍ فَشَرِبَ، ثُمَّ قَالَ: " لَتُسْأَلُنَّ عَنْ هَذَا النَّعِيمِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ " فَأَخَذَ عُمَرُ الْعِذْقَ فَضَرَبَ بِهِ الْأَرْضَ حَتَّى تَنَاثَرَ الْبُسْرُ، قِبَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ قَالَ: يَا نَبِيَّ اللهِ إِنَّا لَمَسْئُولوُنَ عَنْ هَذَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ؟ قَالَ: " نَعَمْ، إِلَّا مِنْ ثَلَاثٍ، خِرْقَةٍ يَسْتُرُ بِهَا الرَّجُلُ عَوْرَتَهُ، وَكِسْرَةٍ يَسُدُّ بِهَا جَوْعَتَهُ، أَوْ حجْرٍ يَدْخُلُ فِيهِ مِنَ الْحَرِّ وَالْقِرِّ ".[شعب الإیمان4281]
دعلم اړوند زرینی کرښی:
۱.ښوونه اوزدكړه دانساني فطرت تقاضااوثابت سوئ حق دئ.
۲.ښوونه اوزدكړه دانساني شرافت اوكرامت ساتندوي اوضامن دئ.
3.په ښوونه اوزدكړه دانسان څخه كامل،عارف،عالم،هراړخيزه خادم،داعي الي الخير،اود زرينواخلاقوخاوندجوړيږي.
۴.ښوونه اوزدكړه د ټوله بشرد نيكمرغۍ،اوبريا لپاره نه ستړي كيدونكي ضميراوقوي انرژي ښوونكي اوزدكونكي ته وركوي.
۵.ښوونه اوزدكړه د باسعادته،واقعي اوریښتني ژوند امكانات برابروي.
۶. اصلاح اوآبادي دمځكي په باران وي اواصلاح اوآبادي د انسانانوپه علم اوپوهنه وي.
۷.څوك چي دخپل كوره څخه دعلم لپاره ووځي خداي پاك پرهغه باندی خپل رحمتونه نازلوي.
۸.علم اوپوهه انسان ته استقامت،اواعتماد دنفس،نشاط اوخوشحالي وركوي.
۹.علم خراب اوكنډواله ښارونه،كلي،اوكورونه ودانوي.
۱۰.په علم باندي انسان ځان پيژني اوچي څوك ځان پيژني هغه جهان پيژني.
۱۱.علم دمستقيمي اوبرابري لاري لارښود اوبيوونكي دئ.
۱۲.علم دشيطان اونفس په مقابل كي سپردئ.
۱۳.كچيري غواړئ چي افسردګي ونلرئ نوعلم اوزدكړي ته مخه كړئ.
۱۴.كچيري غواړئ چي په خپل ژوند درته قناعت حاصل سي نودعلم اوزدكړي تحصيل ته ترهرشي مخكي مخه كړئ.
۱۵.دماشومانوتعليم اوزدكړه دخاوندغضب ساكته وي.
۱۶.علم حاصل كړئ مخكي تردي چي سپين ږيري سئ.حضرت عمر
۱۷.علم عقل ته پرنفس غلبه وركوي.
۱۸.پوهنه انسان دسيالانوسره سيال رځوي .
۱۹.طلب دعلم دځان باورۍ اوخودكفایۍ يواځنئ لاره ده.
۲۰.كڅوك ځان په علم سمبال كړي هغه به په هري آزمويني كي كامياب وي.
۲۱.علم انسان ته حياء بخښي،حياء تقوي ډيروي،تقوي انسان خپل پروردګارته رسوي.
۲۲.دعلم خوند د ټولوخوندونوسردي،خوهغه څوك یې درك کولاي سي چي عالم وي.
۲۳.علم دانسان استعداد،اوكاري ظرفيت لوړوي.
۲۴.علم انسان ته قوت ددرك اواستدلال وركوي.
۲۵.علم دانسان اقتصادي اومالي اړتياپوره كوي.
۲۶.علم انسان ته دنوروخلګوپه سترګوكي دعزت څخه ډك حيثيت وركوي.
۲۷.ديني علوم دعصري علومولپاره دانسان ذهن اماده اوقوي كوي.
۲۸.ديني علوم دانسان فكري تكنالوژي ته انكشاف وركوي.
۲۹.ديني علوم اصل ومنشأدټولوعلومودي،بايد زد كړي ته یې پوره پاملرنه وسي.
مولوی نورالحق مظهری