۱۴۰۵/۰۳/۰۹

د ځينو خلکو غلط فرهنګ:(شرعي مسئله)

په شريعت کې په رضاع سره داسي حرمت ثابتيږي لکه په نسب سره چې ثابتيږي ځکه نو رضعي پلار او مور او رضعي اولادونه همداسي رضعي وړونه او خويندي بايد هميشه سره وپېژني او ارتباط سره ولري تر څو سره بېګانه نه سي او يو وخت يې د نکاح کولو رابطه سره پيدا نه سي. خو له بده مرغه چې په ځينو خلکو کې داسي رواج دی چې ماشوم ته ښځه خپلي شيدې ورکوي بيا يې هسي پسې پرېږدي او شناخت ورسره قطعه کوي چې په تېرېدلو سره د زمانې يو وخت د دوی د اولادونو نکاح سره کيږي چې قطعا حرام او ناروا عمل دی او ځيني وختونه خو داسي هم پيښ سوي وي چې د نکاح کولو وروسته جګړې او جنجالونه وي چې ښځه وايي ما شيدې ورکړي هغه بل يې نه ورسره مني، دا ټوله په دې خاطر کيږي چې دوی روابط سره قطع کړي دي او سره بېګانه سوي دي.

نو کله چې ستا مېرمن کوم ماشوم ته تی/ شيدې ورکوي دغه ماشوم ستا اولاد ګڼل کيږي او ستا او د ده تر منځ په پوره توګه حرمت ثابت دی؛ ته د ماشوم پلار يې، ستا مېرمن يې مور ده، ستا لوڼي يې خويندي دي، ستا زامن يې وړونه دي، ستا خويندي يې عمه ګاني دي، ستا وړونه يې کاکاګان دي، ستا د مېرمني خويندي يې خاله ګانې دي او ستا د مېرمني وړونه يې ماماګان دي او دغه ماشوم ستاسي په کور کې په پوره توګه محرم دی ځکه نو بايد دی ستاسي سره او تاسي د ده سره روابط ولری تر څو سره بېګانه نه سي او په آينده کې پورته ستونزي او مشکلات ورڅخه پيدا نه سي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: