۱۴۰۵/۰۳/۱۳

د ادارې د پرمختګ اصول او د بريالۍ رهبرۍ لارې:(دويمه او آخري برخه)

د هرې ادارې بريا او پرمختګ تر ډېره بريده د هغې د رهبرۍ په څرنګوالي، د کارکوونکو په وړتياوو او د اداري اصولو په سمه پلي کېدنه پورې تړلی وي. هغه اداره چې په کې د مسئوليت احساس، مسلکي وړتيا، متقابل درناوی او منظم کاري چاپېريال موجود وي، نه يوازې خپلې موخې په ښه ډول ترلاسه کوي، بلکې د خلکو باور او اعتماد هم خپلوي. برعکس، که په يوه اداره کې بې نظمي، غير مسلکي توب، کمزوری تعهد او ناسمه کاري فضا حاکمه وي، نو د پرمختګ پر ځای د ستونزو او ناکاميو سره مخ کېږي.

د دې ليکني په تېره برخه کې مو د ادارې د پرمختګ او بريالۍ رهبرۍ ځينې مهم اصول بيان کړل. په دې وروستۍ برخه کې به د هغو نورو بنسټيزو او اغېزناکو اصولو په اړه خبرې وکړو چې د ادارې د ځواکمنتيا، د کارونو د چټکتيا، د کارکوونکو د همغږۍ او د اداري موخو د بريالۍ ترلاسه کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

3 – په اداره کې د اخلاص او تعهد تر څنګ مسلکي توب ته هم ترويج ورکړل شي، په دې معنی سره چې د ادارې د رئيس په شمول ټول کارکوونکې بايد ځانونه په خپلو کارونو کې مسلکي کړي؛ لومړی خو بايد غير مسلکي کس و نه ګمال شي خو که بالفرض ګمارل کيږي بيا نو لازمه ده چې د کارکولو سره هم مهاله خپل کارونه په خپله زده کړي او د ځان څخه مسلکي جوړ کړي؛ د مسلکي څخه مو هدف دا دی چې خپل ټول کارونه اساسي زده کړي.

په شريعت کې دا اصل دی چې پر هرې وظيفې بايد اهل کس وګمارل شي چې هم امين وي او هم د کار کولو توان ولري ځکه که امين نه وي په وظيفه کې خيانت ورڅخه کيږي چې طبعا د کار پر کميت او کيفيت اغيزه اچوي او که د کار کولو توان و نه لري يعني کار يې نه وي زده نو هرو مرو کارونه د خنډ او ځنډ سره مخامخ کيږي. کله چې يوسف عليه السلام د مصر د باچا څخه پر خزانه دارۍ د ده د ګمارني غوښتنه کوي داسي ورته وايي: قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ.(يوسف: 55) ژباړه: ما پر خزانو د ځمکي مسئول وګرځوه بېشکه زه ساتونکی او پوه يم. يعني زه امانتداره هم يم او کار مي هم زده دی ځکه بېله آمانتدارۍ او زده کړي څخه د کار سرپرستي په سمه توګه نه شي کېدلای.

کله چې د شعيب عليه السلام لوڼي خپل پلار ته هغه ته د اجرت ورکولو وړانديز کوي نو د هغه په صفاتو کې وايي: إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ. (القصص: 26) ژباړه: بېشکه چې بهترينه هغه څوک چې تا ورته مزدوري ورکړېده قوي او امانتداره دی. يعني دی د مزدورۍ لائق دی ځکه د کار کولو هم توان لري او هم په کار کې امانتدار دی.

4 – په اداره کې د محبت او متبادلي همکارۍ فضاء حاکمه شي؛ تر څو د ټولو کارونو په کولو کې همږغي موجوده وي او هر څوک د خپل ملګري په څنګ کې د امنيت او خوشحالۍ احساس وکړي ځکه په اداره کې ښه اخلاق او تعاملي پاليسي د دې سبب جوړيږي چې انسان دي د خپلو ملګرو او مراجعينو سره په صداقت، مهربانۍ او زغم سره چلند وکړي.

5 – په اداره کې په يو ځل د کارونو د حجم ډېرېدلو څخه مخنيوی وشي؛ ځکه د کارونو د حجم ډېرېدل هرومرو د ځانه سره په کاري برخه کې خنډ او ځنډ لري او د دې لامل جوړيږي چې کارونه دي په سطحي ډول تر سره شي او يا دي هم تنها د اسنادو شتون ته ارزښت ورکړل شي بېله دې چې کوم کار تر سره شوی وي چې دا بيا په حقيقت کې يو ډول تزوير او د واقعيت خلاف عمل دی.

6 – د اداري اخلاقو سره هر څوک پوره بلدتيا ولري؛ ځکه اداري اخلاق د کارکوونکو په چلند او د کار په چکټيا کې ډېره لويه اغېزه لري چې مراعات کول يې په هر لحاظ په اداره کې د همږغۍ او بالمقابل احترام سبب جوړيږي چې هر کار کوونکی د بل کار کوونکې په شتون کې د ځان لپاره بری او کاميابي ويني او د خوشحالۍ احساس کوي، همداسي مراجعينو ته د پر وخت خدمتونو د عرضه کولو لپاره ډېر مؤثر تماميږي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: