ژباړه: ابوسعيد رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نه ضرر سته او نه تاوان رسول؛ څوک چې بل ته ضرر ورسوي، الله به هغه ته ضرر ورسوي، او څوک چې له بل سره سختي وکړي، الله به پرې سختي وکړي.
د دې حديث په تشريح کې علماؤ ليکلي دي: دلته ممکن د "ضرر" او "ضرار" لفظونه په يوه معنی وي او د تأکيد لپاره راغلي وي، يعني هيڅ وخت مسلمان ته د ضرر او تاوان رسول نه روا کيږي بلکې معاهد کافر او حيوان ته هم بې ضرورته تاوان رسول نه دی روا.
ځينو علماؤ ويلي دي: د "ضرر" معنی دا ده چې انسان خپل ګاونډي او بل چا ته ضرر و نه رسوي او د "ضرار" معنی دا ده چې ځان او نورو ته دي ضرر نه رسوي؛ هدف ورڅخه دا دی چې په اسلام کې خپل او نورو انسانانو ته ضرر او تاوان رسول حرام او ناروا دی.
ځينو علماؤ ويلي دي: د "ضرر" معنی دا ده چې يو څوک بل چا ته ضرر رسوي بېله دې چې هغه ورته ضرر رسولی وي لکه ناحقه د يو مسلمان وژل يا ځورول او "ضرار" دا دی چې دوه نفره يو بل ته ضرر او تاوان رسوي لکه تر خپل منځ جګړه کول.
ځينو علماؤ ويلي دي: "ضرر" دا دی چې په يو کار کې ستا ګټه وي خو د بل مسلمان تاوان وي او "ضرار" دا دی چې تا ته هيڅ ګټه نسته خو بل مسلمان ته تاوان دی. (المعين علي تفهم الاربعين: 1/378)
پر هر حال؛ ځان او بل مسلمان ته تاوان رسول نه دی روا، څوک چې يې کوي د دې تر څنګ چې ګنهکار به وي، الله تعالی به يې په دنيا او آخرت کې مجازات هم ورکوي او د دې په مقابل کې چې ده بل مسلمان ته تاوان رسولی دی الله تعالی به دی د داسي کار سره مخامخ کړي چې د ده لپاره تاوان وي او چې پر کوم مسلمان يې سختي کړې وي الله تعالی به د مجازات په کولو سره پر ده باندې سختي او مشقت وکړي.
نو غوره او بهتره خبره دا ده چې انسان د بل مسلمان په وړاندې داسي اخلاقي پاليسي غوره کړي چې په هيڅ وخت کې مسلمان ته تاوان و نه رسوي بلکې کوښښ وکړي چې په هره وسيله او هر وخت کې چې وي مسلمان ته ګټه ورسوي.
عن أبي سعيد الخدري رضى الله تعالى عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال لا ضرر ولا ضرار من ضار ضاره الله ومن شاق شاق الله عليه.(المستدرک للحاکم: 2345)
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر