ژباړه: ابي امامه رضي الله فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هرڅوک چې يو بنده ته د الله د کتاب يو آيت زده کړي بس هغه د ده سرپرست دی ده ته دا نه ښايي چې هغه خوار کړي او نه دي هم پر هغه باندې بل څوک غوره کوي.
توضيح: يعني څوک چې بل انسان ته د قرآن څخه يو آيت ور زده کړي هغه ښوونکی د ده سرپرست او مشر سو د زده کوونکې لپاره دا ضروري ده چې د هغه ښوونکې احترام به کوي، هغه به نه خواروي او بل چا ته به پر هغه باندې ترجيح او غوراوئ نه ورکوي.
برهان الدین الزرنوجي رحمه الله په خپل کتاب"تعليم المتعلم" کې د استاذ په حقوقو کې وايي: د استاذ د احترام د جملې څخه دا دی چې شاګرد دي په تللو کې د استاد تر مخه پر لارې نه ځي، د استاذ پر ځای دي نه کښېني، د استاذ په مخ کې دي د هغه بېله اجازې په خبرو پيل نه کوي، د استاذ مخ ته دي ډېري خبري نه کوي، د استاد د ستړيا په وخت کې دي پوښتنه نه ورڅخه کوي او د وخت مراعات دي کوي، د استاذ دروازه دي نه ټکوي بلکې صبر دي وکړي تر څو استاذ د کور څخه ورته را ووځي، هميشه دي کوښښ وکړي چې استاذ خوشحال وساتي، د استاذ د قهرجن کولو څخه دي ځان وساتي او په ښه کار کې دي د استاذ اطاعت وکړي.(تعليم المتعلم:14)
امام نووي رحمه الله د استاذ ځينو حقوق په لاندې ډول ذکر کړي دي:
1 - شاګرد بايد خپل استاذ خوشحاله وساتي که څه هم د شاګرد د رأي او نظر خلاف کار وي.
2 - شاګرد بايد خپل د استاذ مخ ته د چا غيبت ونکړي.
3 - شاګرد بايد د خپل استاذ رازونه او اسرار افشاء نکړي.
4 - شاګرد بايد د خپل استاذ په غياب کې که يې څوک غيبت کوي د هغه دفاع وکړي که يې دفاع نسوه کولای د هغه مجلس څخه دي ولاړ سي.
5 - شاګرد دي پر استاذ بېله اجازې نه داخليږي.
6 - شاګرد بايد خپل استاذ ته د پوره احترام په سترګه وګوري، د ده پر پوره کمال باندې باور ولري او د ده پر معاصرينو باندې ده ته ترجيح ورکړي.
امام شافعي رحمه الله فرمايي: ما به د امام مالک رحمه الله په مخ کې د ده د هيبت له کبله د کتاب پاڼه په ډېره آرامه سره اړول تر څو چې دی د پاڼي ږغ وا نه وري.
ربيع رحمه الله فرمايي: ما به د امام شافعي رحمه الله په مخ کې د ده د هيبت له کبله د اوبو څښلو جرأت نه سو کولای.(المجموع شرح المهذب)
عَنْ أَبِي أُمَامَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمْ:"مَنْ عَلَّمَ عَبْدًا آيَةً مِنْ كِتَابِ اللَّهِ، فَهُوَ مَوْلاهُ لا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَخْذُلَهُ، وَلا يَسْتَأْثِرَ عَلَيْهِ".(المعجم الکبير للطبراني:7404)
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر