۱۴۰۴/۰۱/۱۸

ظالمه نړۍ او غافله مسلمانان:

د تقريبا ۲۰۰ هيوادونو په وړاندي چې ۵۷ يې اسلامي دي وړوکې غزه د ظالمو اسرائيلو له لاسه ورانه شوه او په لکهاوو بې ګناه انسانان يې شهيدان، ټپيان او بې کوره شوه.

دا هيوادونه به هم د بشريت دعوه لري او ځانونه به بشر بولي! د داسي ظلمونو په وړاندي غبرګون خو لا پرېږده سکوت لا نه بښونکی جرم دی چې له بده مرغه ډېری هيوادونه يې مرتکب شوي دي بلکې ځيني غدار هيوادونه خو د اسرائيلو تر څنګ ولاړ دي او د هغوی مرسته کوي.

پر داسي ظلمونو د حيواناتو شعور راپورته کيږي او تر نړېدلو دېوالونو لاندي د بندو ماشومانو د خلاصون هڅه کوي خو انسانان دومره غافله شوي دي چې يوه ذره يې احساس حرکت نه کوي بلکې پر ماشومانو، ښځو او سپينږيرو د اسرائيلو د بمباريو ننداره کوي.

هغه د بشري حقوقو په نوم نړيوالي ادارې چې تل د بشر د حقوقو بغاري وهي نن ټوله د غزې په موضوع کې چوپ دي؛ دوی يواځي دېته ښه جوړ دي چې په جوړو او آرامو هيوادونو کې لکه افغانستان د ښځو په نوم د حقوقو او آزادۍ نغارې وډنګوي خو په غزه کې د همدغه ښځو پر حقوقو پوټي سترګي او ګونګۍ ژبه ناست دي چې دا د دوی نااهليت او تبعيضي چلند په ډاګه كوي او د دې ښکارندويي کوي چې د دوی سره د بشر غم نشته بلکې يواځي د ځان او خپلو موخو غم ورسره دی کنه نو لږ تر لږه د يوه سپي غوندي به يې د اسرائيلو يوه بمب ته وړوکې غپا خو کولای.

د ډېرو اسلامي هيوادونو مشران هم دومره بې غيرته شوي دي چې د اسرائيلو پر ضد خپل ږغ لا نه پورته کوي بلکې د دې پر عکس ځيني اسلامي هيوادونو لا هم اسرائيل په رسميت پېژني او د هغوی سره مرسته کوي؛ مصر، ترکيه، اردن، متحده امارات، مراکش، اذربايجان، بحرين، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هغه اسلامي هيوادونه دي چې لا هم اسرائيل سفارتونه پکې لري آن تر دې چې ځيني خو اوس هم اسرائيلو ته تېل او وسلې ورکوي.

زه نه پوهېږم دا څنګه سیاست دی چې اسلامي اصل، ولاء او براء پکې شا ته غورځول شوېده، قرآني او نبوي سياست پکې ناديده نيول شوی دی، ديني ورورولي پکې تر پښو لاندي شوېده او د سالم عقل پر خلاف عمل پکې شوی دی؟؛ دا څنګه سياست دی چې امريکا او اسرائيل د دوی څخه خپلي استفادې کوي او د خپلو مسلمانو وړونو پر ضد يې موقف ته مجبور کوي خو دوی لږ تر لږه په خپلو هیوادونو کې د اسرائیلو سفارت نه شي تړلای؟

زه خو وايم چې دا به نه مبالغه وي او نه به هم د واقعيت څخه خلاف خبره چې د يادو هيوادونو مشران د امريکا او اسرائيلو نانزکي وبولو؛ لکه نجوني چې په نانزکو هر ډول لوبي کوي امريکا او اسرائیل هم د یادو هیوادونو مشران په خپله ګټه هر وخت او هر ګړی لوبوي، دوی هم د قوي ايمان څخه خلاص دي او هم د غيرت څخه خلاص دي؛ نور بايد مسلمان ولسونه د ځانونو لپاره د غښتلو مشرانو په غم کې شي او داسي بزدله مشران د مټو په زور د قدرت څخه را وپرځوي.  
د مسلمانانو اوسني حالت ته په کتو داسي ويلای شو چې د مسلمانانو لپاره دا د تر ټولو بده زمانه ده او هغه وخت دی چې اسلامي امت تر بل هر وخت سپک او بې اعتباره شوی دی لکه په لاندي حديث کې چې راځي:
ژباړه: ثوبان رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نژدې دی چې کفار به پر تاسي داسي سره راټول شي لکه خوړونکې چې پر کاسې سره راټوليږي، يو چا وويل: يا رسول الله په دې خاطر چې په دې وخت کې موږ لږ يو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تاسي په دې وخت کې ډېر ياست خو تاسي داسي سپک ياست لکه د سيل زګ او الله تعالی به ستاسي وېره  ستاسي د دښمن له زړونو څخه وباسي او ستاسي په زړونو کې به وهن واچوي؛ يو چا وويل يارسول الله وهن څشی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د دنيا محبت او د مرګ څخه کرکه. [ سنن ابي داود4299]

توضيح: يعني پر تاسي مسلمانانو به داسي وخت راشي چې د نړۍ کفار به ستاسي پر ضد اتحاد او اتفاق سره وکړي او ستاسي څخه به خپلواکي، عزت او سرلوړي واخلي صحابه وو پوښتنه وکړه: يارسول الله په دې وخت کې موږ لږ يو چې کفار زموږ سره داسي کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نه؛ تاسي لږ نه ياست بلکې ډېر ياست خو تاسي به دومره بې اعتباره او سپک ياست لکه د سيل د اوبو پر مخ زګ چې څومره سپک او بې اعتباره دي دا ځکه چې ستاسي د بې غيرتۍ او بې اتفاقۍ له کبله به ستاسي هيبت او وقار له منځه ولاړ شي او د کفارو د زړونو څخه به ستاسي څخه وېره ووځي او ستاسي په زړونو کې به د دنيا سره محبت او د مرګ څخه کرکه ځای ونيسي.

نن چې ډېری اسلامي هيوادونه د خپلو مسلمانو وړونو د مرستي څخه عاجز دي او د غزې مسلمانان يې يواځي پرې ايښي دي سبب يې دغه دی چې د هر يوه سره د خپل قدرت او چوکۍ غم دی او د ژوند په عشرتونو او مزو کې نشه دی، ايماني جذبه او اسلامي احساس ورسره نشته چې د دوی همدغه حالت دوی بې غيرته کړي او د اسرائيلو غوندي دښمن ته يې جرئت او حرکت ورکړی.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: