ژباړه: عون بن عبدالله رحمه الله فرمايي: ستاسو مخکې خلکو به د دنيا لپاره هغه شی ځانګړی کوی چې تر آخرت به يې اضافه شو او تاسو نن د آخرت لپاره هغه شی ځانګړی کوی چې تر دنيا مو اضافه شي.
يعني پخوانيو خلکو خپل کار او مال ټول د آخرت لپاره مصرفوی؛ کوم شی چې به د آخرت د مصرف څخه اضافه شو هغه به يې د دنيا لپاره مصرفوی ځکه آخرت د هغوی هدف وو او دنيا ته يې د ضرورت په سترګه کتل، خو تاسو بيا د هغوی پر عکس ياست خپل ټوله کار او مال د دنيا لپاره مصرفوی؛ کوم شی چې د دنيا څخه اضافه شي هغه بيا د آخرت لپاره مصرفوی ځکه ستاسو هدف او ټوله غم د دنيا ژوند ګرځېدلی دی نو له همدې امله مو د آخرت لپاره مصرف ضمني وي که تر دنيا کوم شی اضافه شو هغه د آخرت لپاره مصرفوی که اضافه نه شو خو هيڅ شی د آخرت لپاره نه مصرفوی.
ښه وضاحت:
۱ - د پخوا خلکو به لمانځه او عبادت ته پر دنيوي کار باندي ترجيح ورکوله خو د اوس خلک بيا کار ته تر لمانځه ترجيح ورکوي له همدې امله که د ځان سره د وخت محاسبه وکړو او هر لمونځ ۱۵ دقيقې حساب کړو نو د ۲۴ ساعته څخه موږ ۱ ساعت او ۱۵ دقيقې عبادت ته ورکوو نور ۲۲ ساعته او ۴۵ دقيقې کارونو، خوب او خوراک ته ورکوو دا يې زموږ انصاف او مسلماني؟!
۲ - د پخوا خلکو به د الله په لاره کې دومره مال مصرفوی چي د خپل کار او کور تر مصرف به يې د الله په لاره کې ډېر لګښت کوی خو زموږ د زمانې خلګ د ۱۰۰ څخه يو فيصد مال د الله په لاره کې بېله چندو، مرکو او ويلو نه مصرفوي دا يې هم د الله لپاره زموږ قرباني؟!
۳ - د پخوا خلکو به د خپل فکر ډېره برخه د الله پاک په ذکر او د مسلمانانو د مصلحت لپاره کارول خو زموږ د زمانې خلک بيا تل تنها د ځان په فکر کې وي نه يې الله هر وخت په ياد وي او نه يې د مسلمانانو په مصلحتونو باندي ځان ستړی کړی وي.
۴ - د پخوا خلکو به د خپل هر مسلمان ورور سره د اړتيا په صورت کې فزيکي کومک هم کوی خو زموږ د زمانې خلک بيا دـدې پر ځای چې د مظلوم او لوېدلي انسان لاس ونيسي او اړتيا يې پوره کړي د هغه څخه د يادګارۍ فيلمونه او عکسونه اخلي.
۵ - د پخوا خلکو به هر مسلمان د ځان دوست بلی او هر کافر به يې د ځان دښمن بلی خو زموږ د زمانې خلک بيا کافر ته دوست او مسلمان ته دښمن وايي.
۶ - د پخوا د خلکو د دوستۍ او انډيوالۍ معيار اسلام او تقوی وه خو زموږ د زمانې د خلکو د دوستۍ او انډيوالۍ معيار قدرت، پيسې، قوم، وطن، ژبه او واسطه ده.
۷ - د پخوا خلکو به پر مسجد، مدرسې او ديني علم باندي تر بل هر شي ډېر مصرف کوی خو زموږ د زمانې خلک بيا پر مسجد، مدرسې او ديني علم باندي تر بل هر شي لږ مصرف کوي.
۸ - د پخوا خلکو به د ځانونو لپاره علماء او پوهان خلک مشران ټاکل خو زموږ په زمانه کې په ډېرو هيوادونو کې خلک د ځانونو لپاره ناپوهان او د دين څخه ناخبره خلک مشران ټاکي.
۹ ـ د پخوا خلکو به د يو بل سره داسي خوا خوږي کول چې پر خپل مسلمان ورور يې ځان قربانوی خو موږ وينو چې زموږ په زمانه کې د ټولو مسلمانانو په مخ کې د غزې مسلمانان د اسرائيلو لخوا قتل عام کيږي.
۱۰ ـ د پخوا خلکو به پر يو بل باندي داسي نيک ګمان درلودی چې د هيڅ مسلمان په اړه به يې بې دليله خبره نه منل خو زموږ په زمانه کې ځيني خلک قصدا مسلمان متهم کوي او پر هغه بې ځايه تورونه لګوي.
او داسي نور........
عن عون بن عَبْد الله ان من كان قبلكم كانوا يجعلون للدنيا ما فضل عن آخرتهم وانكم اليوم تجعلون لآخرتكم ما فضل عن دنياكم.[حلية الأولياء]
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر