روژه د نیکیو میاشت ده؛ په روژه کې باید تر بل هر وخت انسان پر نیکیو باندي ډېر کوښښ وکړي ځکه په دې میاشتي کې نیکۍ څو برابره حسابل کیږي او نسبت و بل وخت ته یې قبولیت هم حتمي وي.
نیکۍ پر دوه ډوله دي ظاهري نیکۍ او معنوي نیکۍ؛ په روژه كې باید انسان دواړه ډولونه د نیکیو په ډېره لوړه پیمانه ترسره کړي.
ظاهري نيکۍ او ښېګڼي:
لكه لمونځ، زکاة، روژه، حج، جهاد في سبيل الله، د مور او پلار سره نيکي، صله رحمي، اصلاح ذات البين، مساکينو او اړو انسانانو ته خواړه ورکول، د سنت سلام خپرول، د شپې لمونځ کول. او داسي نور....
معنوي نيکۍ او ښېګڼي:
لكه شجاعت، عفت، صدق، وفاء، امانت، اخلاص، حلم، تواضع، کرم، صبر، د انساني ضمير پاکي، د خلکو ښه کولو ته تشويق کول، عدل او احسان، او نور داسي شيان چې د امت لپاره اوس او يا په را روان وخت کې ګټمن وي او په قرآن، حديث، اجماع او فقهي استنباطاتو باندي ثابت وي.
د نيکۍ فايدې:
۱ – په نيکۍ باندي سړی جنت رسېدلای شي.
۲ – په نيکۍ باندي د انسان عمر ډېريږي.
۳ – په نيکۍ باندي د انسان په مال او اولاد کې برکت پيدا کېږي.
۴ – نيکي د دنيوي او اخروي نيکمرغۍ سبب ده بناءً په نيکۍ باندي انسان د دنيا او آخرت نيکمرغي لاسته راوړلای شي.
۵ – نيکي د انسان د ښې خاتمې لپاره دليل دی.
۶ – په نيکۍ باندي انسان د الله پاک او انسانانو محبت تر لاسه کولای شي.
۷ – په نيکۍ باندي په ټولنه کې محبت او الفت پيدا کېږي.
۸ – په نيکۍ باندي مسلمان تاجر د قيامت په ورځ د فجارو د ټولۍ څخه وځي.
۹ – د نيکۍ په کوونکو يعني په نيکانو خلکو باندي ځمکه آباده وي لکه په فجارو خلکو چې ځمکه خرابه وي.
۱۰ – په نيکۍ باندي انسان د قيامت د ورځي د عذاب څخه نجات موندلای شي.
۱۱ – نيکي هغه صفت دی چې ښه اخلاق د انسان ورباندي کامل کېږي او انسان و لوړو درجو ته د رښتينولۍ رسوي.
۱۲ – په نيکۍ باندي سرګردان او حيران نفسونه اطمينان پيدا کوي.
۱۳ – په نيکۍ باندي وېرېدونکې زړونه آرام او سکون پيدا کوي.
۱۴ – په نيکۍ باندي ټولنه ټينګښت پيدا کوي.
منبع: تحف رمضانیه
ژباړه او وضاحت: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر