د توبې په کولو کې د ځينو خلکو خطاګاني:
1 – ځيني خلک ژر توبه نه باسي بلکې ځنډوي يې داسي فکر کوي چې وروسته به بيا توبه وباسم،دا ډېره غلطه مفکوره ده ځکه انسان نه دی خبر چې زه به تر کوم وخته ژوندی يم او بل څه وخت به زما توبه قبوله شي؟ نو چې څومره د انسان په طاقت وي بايد ژر توبه وباسي.
2 – ځيني خلک د توبې څخه غافل وي او تل دېته ګوري چې ما خو په ظاهره کومه غټه ګناه نه ده کړې نو زه ولي توبه وباسم؟ په داسي حال کې چې انسان بايد دېته و نه ګوري چې ما خو ظاهرا ګناه نه ده کړې، بلکې تل توبه وباسي، ځکه ځيني وختونه د انسان څخه په ناخبرۍ کې ګناه کېږي او ځيني وختونه انسان داسي شيان کوي چې دی يې ګناه نه بولي سره د دې چې هغه ګناه وي، په دې خاطر دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الشرك في هذه الأمة أخفى من دبيب النمل فقال أبو بكر : فكيف الخلاص منه يا رسول الله؟ قال: أن تقول: اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم، وأستغفرك لما لا أعلم. [رواه البخاري في الأدب المفرد]
ژباړه: په دې امت کې شرک د ميزيانو د پښو تر ږغ لا سپک دی، ابوبکر رضي الله عنه پوښتنه وکړه چې يا رسول الله څنګه به نو ځيني خلاصيږو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: داسي ووايه: ای الله په تا باندي پناه غوام د دې څخه چې ستا سره شريک ونيسم پداسي حال کې چې زه پوهيږم او ستا څخه طلب د بخښې کوم د هغه شرک په ه اړه چې زه نه په پوهېږم.
نو هميشه دي سړی عامه توبه باسي چې ای الله د هر ډول ګناه څخه مي توبه ده که ما په شعوري ډول کړېوي او که مي په غير شعوري ډول کړېوي.
3 – ځيني خلک توبه په دې خاطر نه کوي چې شايد زه بيرته ګناه ته رجوع وکړم، يا يې په دې خاطر نه کوي چې خلک ما ته پېغور راکوي، يا يې په دې خاطر نه کوي چې زما چوکې او مرتبه له لاسه ځي، دا غلط فکر دی ځکه انسان بايد د ګناه د بيا کولو له وېري توبه ونه ځنډوي بلکې هر وخت توبه وباسي که څه هم خدای مکړه ګناه ورڅخه ډېره کېږي، همدا راز د خلکو د پېغور له وېري او چوکۍ له لاسه تللو له وېري مسلمان ته د توبې ځنډول نه رواکېږي ځکه د توبې تر کولو پوري د انسان نجات او ژغورل تړاو لري نو د خلکو د پېغور له وجهي يا د يوې وظيفې د له لاسه ورکولو له وجهي نه بايد انسان خپل ځان د هلاکت کندي ته ورواچوي.
4 - ځيني خلک بيا توبه نه کوي ځکه د الله تعالی پر رحمت باندي اعتماد کوي، دا هم غلط فکر دي، دا صحيح خبره ده چې الله پاک رحيم او مهربان دی خو دا هم منل شوې خبره ده چې الله پاک قهار هم دی، جبار هم دی، عزيز هم دی، شديد العقاب هم دی او منقم هم دی نو لکه چې سړی بايد د الله پاک رحمت ته اميدوار وي د الله پاک څخه بايد وېره هم ولري، الله پاک فرمايي: وَلَا يُرَدُّ بَأْسُهُ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ.[الأنعام:الآية 147] ژباړه: د الله پاک عذاب د مجرمينو څخه نه ليري کېږي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر