۱۴۰۳/۰۸/۱۶

د امریکا پر سیاست د ډونالډ ټرمپ د بیا راتللو تأثیر:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري 
نړیوال ټرمپ هم پېژني او امریکا هم پېژني ځکه نو د دوی پېژندني ته اړتیا نشته تنها د ټرمپ د بیا راتللو پر تأثیراتو به لږ څه ولیکو.

د امریکا پر داخلي سیاست لکه د ټرمپ تېري دورې چې کوم تأثیر نه درلودی دا ځل به هم کوم تأثیر و نه لري خو په خارجي سیاست کې به ټرمپ دا ځل خپل پخوانی فاسد سیاست تعقیب کړي.

 که څه هم په مجموع کې د امریکا سیاست د نورو هیوادونو په وړاندي د ځان او خپلو ملګرو پر ګټو ولاړ دی خو ټرمپ بیا د نورو په پرتله ډېر افراطي او سخت دریځه دی.

د منځني ختیځ په موضوع کې د امریکایانو سیاست د اسرائیلو څخه پر دفاع ولاړ دی ځکه د امریکا کانګرس ته د اسرائیلو ساتنه ډېره مهمه ده له همدې امله هیڅ ولس مشر پر اسرائیلو د فشار او د هغوی څخه د ملاتړ نه کولو پالیسي نشي غوره کولای بلکې د دې پر عکس هر ولس مشر ته یې د اسرائیلو ساتنه او مرسته لومړیتوب لري؛ خو ټرمپ بیا بېله دې چې د کانګرس په غوښتنه د اسرائیلو ملاتړ وکړي په خپل طبیعت پر اسرائیلو ځان قربانوي او د اسرائیلو په لا قوي کولو کې هره کړنه تر سره کوي.

که څه هم ټرمپ یو عیاش بې دینه انسان دی خو بیا هم د مسلمانانو پر ضد د خپلو پاپانو او پادریانو نظریه مني او په نړۍ کې تر بل هر چا ډېر د جهادي حرکتونو او سیاسی اسلام څخه بد وړي او د له منځه وړلو لپاره یې د هر کافر او بې دین سره مرسته کوي؛ په عموم کې ټرمپ د اسلامي حاکمیت پر ضد نه تنها دا چې د خپلو نصراني مذهبي مشرانو پلانونه عملي کوي بلکې تر هغوی لا ډېر د اسلام او رښتینو مسلمانانو سره دښمني لري.

د عربي هیوادونو په وړاندي ټرامپ د امریکا هغه پالیسي پر مخ وړي چې صرف پکې  د امریکایانو ګټي نغښتي وي او په عربي هیوادونو کې د امریکا څخه د خپلواکۍ فکر ورباندي وژل کیږي؛ ټرمپ به پر عربي هیوادونو لا هم خپله واکمني ټنیګه کړي، نور به لا هم د هغوی د تیلو او نورو زیرمو څخه د امریکا په ګټه کار واخلي او هر هغه څوک به ځپي چې د امریکا څخه د عربي هیوادونو خپلواکي غواړي.

د افغانستان په اړه تر اوسه د کومي نوي پالیسۍ درک نه لګیږي خو دومره ویلای شو چې امریکا تل خپلو ګټو ته ګوري په هر څه کې چې یې ګټي وي او کولای یې شي هغه به کوي، البته په عموم کې ډېری امریکایان په افغانستان کې د بیا ځلي جګړې پلویان نه دي ځکه نو داسي نه بریښي چې ټرمپ دي د افغانستان څخه تښتېدلو کسانو ته خاصه پاملرنه وکړي او یا دي هم د هغوی سره د مرستي کوم تکل ولري خو د ځینو نورو شیطانو هیوادونو په غلطه مشوره او یا هم په افغانستان کې د ځینو داخلي حالاتو په سبب ممکن د فشار د اعمالولو کوښښ وکړي او یا هم خپلو غوښتنو ته د رسېدلو لپاره ځیني پلمې ولټوي.

هیچ نظری موجود نیست: