۱۴۰۳/۰۸/۰۵

ښکنځل کوونکې انسان ته د الله غضب:

ژباړه: عبدالله بن عمرو وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې: بدي خبري د الله پاک نه خوښيږي، يا يې وويل چې الله پاک د بدو خبرو پر کوونکې او جوړوونکې باندي بغض کوي، همدا راز يې و فرمايل: قيامت تر هغه وخته پوري نه راځي تر څو چې د بدو خبرو کول او جوړول نه وي ښکاره شوي، صله رحمي نه وي پرې شوې او بد ګاونډيتوب نه وي ښکاره شوی، او تر هغه وخت پوري قيامت نه راځي تر څو چې خائن امين او امين خائن و نه ګڼل شي.

توضيح: يعني بدي خبري چې: ښکنځل، ناروا ټوکي، غيبت، بهتان او درواغو ټولو ته شامليږي د الله پاک نه خوښيږي او الله پاک پر هغه چا باندي بغض او قهر کوي چې بدي خبري کوي او يا بدي خبري جوړوي همدا راز د بدو خبرو پيدا کېدل، د صله رحمي پرېکېدل، بد ګاونډيتوب، خائن امين او امين خائن ګڼل دا ټولي د قيامت راتللو علامې دي.

څوک چې د ځان لپاره د الله پاک خښم او بغض نه غواړي نو بدي خبري او ښکنځل دي نه کوي، د خپلوانو او دوستانو سره دي صله رحمي نه پرې کوي، د خپلو ګاونډيانو سره دي ناوړه چلند نه کوي، خائن شخص دي امين نه بولي او امين شخص دي خائن نه بولي.

عن عبد الله بن عمرو انه سمع من رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ان الله لا يحب الفحش أو يبغض الفاحش والمتفحش قال ولا تقوم الساعة حتى يظهر الفحش والتفاحش وقطيعة الرحم وسوء المجاورة وحتى يؤتمن الخائن ويخون الأمين.[مسند احمد6514]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: