ژباړه: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي زما د هغه چا څخه بد راځي چې بې کاره وي، نه د دنيا کار کوي او نه د آخرت کار.
هدف د ده دا دی چې هيڅوخت بايد انسان داسي بې کاره نه وي چې په هيڅ کار باندي بوخت نه وي بلکې هميشه باید په يو شي مصروف وي، د فرائضو د آداء کولو وروسته چې کله د دنيا کار ته اړتيا پيدا کيږي خپل د دنيا کار وکړي، کله چې د دنيا په کار باندي بوختيا و نه لري بيا ځان د دين په کار باندي بوخت کړي.
البته د انسان لپاره ښه ترتيب دا دی چې فرائضو او جماعت ته هميشه ځان اوزګار کړي، په هر کار چې بوخت وي چې کله د فرض لمانځه او جماعت وخت را رسيږي بايد ځان ورته بې کاره کړي او خپل فرض آداء کړي.
خو په دې خاطر چې دنيوي کار هم د انسان ضرورت دی نو په هغه باندي هم ځان مصروف کولای سي خو داسي نه چې پر دنيوي کار به فرض پسې پريږدي.
که انسان د خپلو کارونو لپاره يو کاري مهالويش جوړ کړي او هر کار پر خپل وخت باندي وکړي نو هم به خپل دنيوي کارونه وکړي او هم به فرائض ورڅخه پاتي نسي.
د آخرت لپاره کار تنها لمونځ نه دی بلکې ډېر نور کارونه سته چې انسان يې د فراغت په وخت کې کولای سي لکه: ذکر، تلاوت، نفلي لمونځ، د تعليم او ذکر په حلقه کې کښېناستل، خلکو ته دعوت ورکول او داسي نور... د خپل وخت سره سم چې انسان د هر شي لپاره فراغت پيدا کوي هماغه دي وکړي او ځان دي سوچه بې کار نه پريږدي.
قَالَ ابْنُ مَسْعُودٍ:إِنِّي أَكْرَهُ أَنْ أَرَى الرَّجُلَ، فَارِغًا لا فِي عَمِلِ دُنْيَا وَلا آخِرَةٍ.[المعجم الکبير 8460]
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر