۷ – د هيچا تر منفي تأثير لاندي نه راتلل:
ځيرک انسان هيڅوخت د چا تر منفي تأثير لاندي نه راځي ځکه چي ځيرک انسان د فکري استقلال له کبله چي لري يې په هر شي کي ځان ته خپلواک موقف لري او هيڅوک يې نسي خطا ايستلای.
۸ – د پوهي سره مينه او د پوهي لپاره زيار:
ځيرک انسان تل د پوهي سره مينه لري او په هره برخه کي د پوهي لپاره زيار باسي تر څو نوي معلومات حاصل کړي له همدې امله تاسي وينی چي ځيرک انسانان تل د ګڼو شيانو په اړه ډېري پوښتني مطرح کوي.
۹ – منطقي فکر کول او د احساساتو له مخې قضاوت کولو څخه ډډه:
ځيرک انسان د هر شي په اړه منطقي فکر کوي او د احساساتو له مخي پر شيانو او کسانو قضاوت نه کوي ځکه چي ځيرک انسان ته د هر شي پوره حل، د خبرو واقعي ځای او د نورو انسانانو د احساساتو درک مهم وي چي هغه په منطقي فکر او د خپلو احساساتو په کنټرول باندي کيږي او دا ځانګړنه الله تعالی یواځي ځيرکو انسانانو ته ورکړېده.
۱۰ – د خاموشۍ او آرامۍ سره مينه:
ځيرک خلګ د زياتو خبرو کولو تمايل نه لري، ځکه چي دوی د هر چا سره د خبرو کولو په وخت کي ډېر فکر کول غوره کوي او د هر چا پوښتني ته مناسب جواب وايي، له همدې امله په خبرو کي ډېر تکړه وي او په ډېر عميق فکر د هري خبري ريښې ته ځان رسوي.
ځيرک خلګ کوښښ کوي د اړتيا په اندازه خبري وکړي تر څو د هيچا وخت ضايع نکړي او تر فضولو او بې ځايه خبرو چوپ کښېناستل خوښوي.
۱۱ – د ټولنيزو اړيکو سره مينه او ډېره ملګرتيا:
ځيرک خلګ تل کوښښ کوي چي د اړتيا سره سم د خلګو سره ټولنيزي اړيکي ولري او په ټولنه کي د پوهانو سره ډېري ملګرتياوي وپالي له همدې امله د ځيرکو انسانانو خدمات ژر رسنيز کيږي، خلګ ژر ورڅخه متأثير کيږي او نا اهله کسان ډېره بې ځايه عقده ورسره کوي.
۱۲ – د فصيحي او کلاسيکي ژبي غوره کول:
ځيرک خلګ تل کوښښ کوي چي په خبرو کولو کي فصيحه ژبه وکاروي تر څو هر څوک يې په خبرو پوه سي او د آينده لپاره يې خبري د تېروتني څخه خوندي وي، په پخوا کي به عربو خپل ماشومان د پيدا کېدلو وروسته داسي ځای لېږل چي هلته فصيحه عربي زده کړي تر څو په آينده کي يې افهام او تفهيم برابر وي او دا به يې د نبوغ په لور لومړی مهم ګام بلی.
۱۳ – په چټکۍ سره د سختو عباراتو او معادلاتو حل:
ځيرک انسانان ددې تر څنګ چي د سختو عباراتو او په رياضياتو او حساب کي د مغلقو معادلاتو د حل سره مينه لري په چټکۍ سره يې د حل وړتيا هم لري.
۱۴ - د نورو سره خواخوږي:
د ځيرکتيا د مهمو نښو څخه يوه نښه د خپل شاوخوا خلګو (عاطفي هوښيارتيا) ته پاملرنه او د هغوی سره خواخوږي ده ترڅو دوی د نورو خلګو په انديښنو پوه سي، هغوی ته په هره برخه کي ډاډ ورکړي او د هغوی له تجربو څخه زده کړي وکړي.
۱۵ - په سپکاويو او خرافاتو باندي باور نه درلودل:
هوښيار او ځيرک خلک په افسانواو خرافاتو باندي باور نه کوي او غير منطقي افواهاتو ته ارزښت نه ورکوي کوم شيان چي ناپوه او کم استعداده خلګ باور ورباندي لري ځکه چي ځيرک خلګ تل د واقعيتونو او نوو منطقي نظرونو په لټه کې وي له همدې امله دوی ته اشخاص مهم نه وي بلکي دوی ته علمي استدلال، واقعي ثبوت، عقلي احتمال او شرعي لاسوند مهم وي.
اجمالي منبع: اطلس المعرفة ویب پاڼه
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر