۱۴۰۴/۰۶/۲۶

پر انټرنټ محدوديت څنګه دی؟

د کومې ورځې څخه چې په افغانستان کې پر انټرنټ محدوديت لګېدلی او له امله يې په ځينو ولايتونو کې فايبر نوري شبکه مسدوده سوېده په سوشل ميډيا يا ټولنيزو شبکو کې خورا ګرم او تاوده بحثونه ورباندې روان دي؛ خو زه دومره وايم چې هر رښتينی حاکم نظام د خپل هيواد ملي ګټي په پام کې نيسي بيا چې کله نظام اسلامي وي خو بيخي يې په پام کې نيسي نو کومه پرېکړه چې د ا.ا.ا د مشرتابه لخوا د انټرنټ د محدوديت په اړه سوېده ممکن په دې کې د هيواد ملي ګټي په پام کې نيول سوي وي ځکه تجربې او عقلي ادراک ښودلېده چې هيڅ مسلمان با احساسه مشر د خپل ولس لپاره تباهي، جهالت او ګمراهي نه غواړي بلکې په هر فرمان او حکم کې د ملت ټولي ګټي په پام کې نيسي ځکه نو د هيڅ مسلمان لپاره دا مناسبه نه ده چې دومره ژر په پټو سترګو پر نظام نيوکي او انتقادونه پيل کړي.

که اوسنۍ نړۍ ته وګورو هر هيواد خپلو داخلي او خارجي ګټو ته په پام پر انټرنټ محدوديت لګوی دی آن تر دې چې په ځينو هيوادونو کې خو انټرنټ ته لاسرسي ډېره محدوده وي نو ځکه ويلای سو چې امارت هم حق لري پر انټرنټ محدوديت ولګوي، مبتذل او مفسد ويب سايټونه فلتر کړي، په هيواد کې د ځوانانو د سياسي او فکري انحراف د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د دښمنانو تبليغاتو او پروپاګند ته د عامو خالي الذهن انسانانو لاسرسي بنده کړي ځکه د ناروا رسنيو د منفي تأثيراتو څخه اغيزمنتيا د هيچا څخه پټه نه ده چې په نړۍ کې د دې لپاره موږ ډېر مثالونه لرو.

دا صحيح خبره ده چې د انټرنټ څخه ښه استفاده هم کېدلای سي خو محدوديت په دې معنی نه دی چې څوک دې نو ښه استفاده ورڅخه نه کوي بلکې محدوديت د دې لپاره دی چې د غير شرعي او غير اخلاقي استفادې مخه ونيول سي او د ځوانانو ارزښتناکه وخت په ګټورو شيانو کې ولګول سي.

د هر شي څخه ښه  او بده استفاده د خلکو په پوهاوي پوري اړه لري؛ دا معلومه خبره ده چې زموږ په خلکو کې په خاصه توګه په ډېرو ځوانانو کې د انټرنټ څخه د ښې استفادې په اړه پوهاوی ډېر کم دی ځکه زموږ ډېری ځوانان نالوستي دي او يا هم د ښې استفادې لپاره شرايط ورته برابر نه دي نو په دې کې هيڅ خبره نسته چې د شرايطو د برابرولو په موخه او يا د پوهاوي ورکولو په نيت انټرنټ محدود سي.

زه خپله يو ډاکټر ته ولاړم، پوره يو ساعت دېته منتظر وم چې ما ته نوبت ورسيږي کله چې نوبت راته ورسېدی او د ډاکټر کتنځای ته ورغلم، زه ډاکټر ته ناست وم خو ډاکټر تر لسو دقيقو اضافه په ټليفون مصروف وو په داسي حال کې چې د کتنځای څخه بهر په لسهاوو نو خلک هم ډاکټر ته په نوبت کې ناست وه، دا يې يوه وړوکې بېلګه وه ډېری داسي کسان موږ ليدلي دي چې ټوله ورځ هسي بې فايدې پر ټليفون ګوتي ښوروي چې نه يې ځان ته ګټه رسيږي او نه يې هم نورو ته نو محدوديت يې هيڅ پروا نه لري بلکې لا ډېري ګټي پکې نغښتي دي.

دا سمه خبره ده چې نن د طبابت، انجينري، تجارت، علم، احصائيې، څېړنو، بانکدارۍ، رسنيو او تکنالوژې په برخه کې سيسټمونه جوړ شوي چې بېله انټرنټه کار نه کوي خو د انټرنټ محدوديت پر دې شيانو کومه بده اغېزه نه کوي؛ بلکې نظام داسي نه کوي چې دا ټول سيسټمونه دې بند کړي او د سل کال مخکې ساده طريقو ته مخه کړي. پر انټرنټ محدوديت يواځې د اخلاقي، سياسي، اداري او ټولنيز فساد د مخنيوي لپاره وضع کيږي او دا کومه نوې خبره نه ده همدا اوس په ډېرو هيوادونو کې داسي محدوديت وضع دی.

زموږ غوښتنه د خپل ولس څخه دا ده چې د هيچا پر تبليغاتو دې غوږ نه نيسي يواځې دې په هيواد کې د ننه د خپلو علماؤ، پوهانو او مشرانو توصيو ته پام وکړي او د نظام سره دې په جراآتو کې لا ښه مرسته وکړي تر څو په همږغۍ سره د هيواد د آبادۍ لپاره ګامونه پورته کړو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۲۳

د بدعتي انسان څخه هيڅ شی نه قبليږي:

ژباړه: حذيفه رضي الله روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی د بدعتي انسان څخه نه روژه قبلوي، نه لمونځ قبلوي، نه يې صدقه قبلوي، نه يې حج قبلوي، نه يې عمره قبلوي، نه يې جهاد قبلوي، نه يې فرضي عبادت قبلوي او نه يې نفلي عبادت قبلوي؛ بدعتي انسان د اسلام څخه داسي وځي لکه ورېښته چې د اوړو څخه وځي.

په دې حديث کې د بدعت لپاره دوه لوی تاوانونه بيان سوي دي: لومړی دا چې د بدعتي انسان هيڅ عبادت الله تعالی ته د قبول وړ نه دی. دويم دا چې د بدعتي انسان خاتمه په خطر کې ده ځکه چې دی ډېر ژر د اسلام څخه وځي دا په دې خاطر چې دی خرافات او بې ثبوته کارونه د دين په نوم باندې کوي.

د دې لپاره چې د هيڅ مسلمان هيڅ عبادت بيهوده او بې فايدې نه سي او خاتمه يې هم په خطر کې نه سي بايد ځان د هر ډول بدعت څخه وساتي.

عَنْ حُذَيْفَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : لاَ يَقْبَلُ اللَّهُ لِصَاحِبِ بِدْعَةٍ صَوْمًا ، وَلاَ صَلاَةً ، وَلاَ صَدَقَةً ، وَلاَ حَجًّا ، وَلاَ عُمْرَةً ، وَلاَ جِهَادًا ، وَلاَ صَرْفًا ، وَلاَ عَدْلاً ، يَخْرُجُ مِنَ الإِسْلاَمِ كَمَا تَخْرُجُ الشَّعَرَةُ مِنَ الْعَجِينِ.(سنن ابن ماجة49)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۱۹

ښه خلک هميشه دښمنان لري:

که دې رښتيا ويل ارومرو دي درواغجن خلک دښمنان کيږي، که دې د الله تعالی توحيد ته خلک رابلل ارومرو دي مشرک مزاجه خلک دښمنان کيږي، که دې سنت ته خلک رابلل ارومرو دي بدعتي انسانان دښمنان کيږي او که دې د پخوانيو ښو خلکو اجماع ته خلک رابلل ارومرو دي ناپوه او جاهل خلک دښمنان کيږي.

انساني ټولنه په فطرت کې داسي جوړه شوېده چې د هر مثبت لپاره يو منفي دښمن شته له همدې امله هغو کسانو ته ډېر ژر دښمنان پيدا کيږي چې په ټولنه کې د اصلاح او خيرخواهۍ کار کوي او خلک د خرافاتو او فاسدو رواجونو څخه راګرځوي بيا په خاصه توګه په هغه ټولنه کې چې رواجونه تقدس غوره کړي او د دين يوه برخه وګرځي ځکه په داسي ټولنه کې رواجونه د خلکو عقايد او باور ګرځي کوم چې انسان ځان ورباندې وژني.

که تاريخ ته وګورو د انبياؤ او حقاني علماؤ سره ډېرو نا اهلو انسانانو دښمني کړې ځکه چې هغوی خلک توحيد ته رابلل، په ټولنه کې يې امربالمعروف او نهي عن المنکر کوی او د ټولو خرافاتو او بدعاتو په وړاندې يې مبارزه کول له همدې امله يې پر انبياؤ تورونه لګول، هغوی ته يې بدبد نسبتونه کول او په ساحرانو او ليونيانو يې متهم کول.

دا د دين د دعوتګرانو د حقانيت نښه ده چې ټول مخالفين يې ناپوهان او نا اهله انسانان دي ځکه د اصلاحي عمل څخه هيڅ وخت ښه سړی مخالفت نه کوي او د مصلحو انسانانو مخې ته خنډونه نه اچوي بلکې تر خپل توانه مرسته او کومک ورسره کوي او د ديني دعوت په لاره کې يې معاونين جوړيږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۱۸

په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو بريد:

اسرائيلو په دوحه کې د حماس مجاهدينو پر مشرانو په بريد کې ټولي اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکړ چې موږ که وغواړو هر ځای په نښه کولای سو ځکه چې اسلامي نړۍ په خپل منځ کې سره ورانه ده او هيڅ اسلامي هيواد د بل اسلامي هيواد په دفاع کې د اسرائیلو سره ځان په لانجه نه اخته کوي.

لږ تر لږه اسلامي هيوادونه پر دغه اتفاق ته نه سره رسيږي چې د اسرائيلو سره سياسي او تجارتي اړيکي پرې کړي ځکه نو موږ وينو چې د اسرائيلو لخوا د دومره ډېرو ظلمونو او تېریو سره سره چې پر غزې، سوريې، يمن، لبنان او ایران يې وکړه او لا يې هم کوي اوس هم ځيني اسلامي هيوادونه سته چې اسرائيل په رسميت پېژني او له هغوی سره ديپلوماتیکي او تجارتي صمیمي روابط لري.

همدا اوس د ډېرو اسلامي هيوادونو فضا د اسرائيلو پر مخ خلاصه ده هر هيواد چې بمباروي څوک يې په وړاندي غبرګون نه سي ښکاره کولای دا ځکه چې بيا د امريکا خوا بديږي او د اسلامي هيوادونو د واکمنانو حاکميت ته ستونزي پيدا کيږي.

که د اسلامي هيوادونو د واکمنانو دغسي د بې غيرتۍ او بې احساسۍ حالت وي، مسلمان ولسونه په داسي غفلتي خوب ويده وي، د اسلامۍ نړۍ په اقتصادي بازارونو کې ډالر حاکم وي او د مسلمانو پر زړونو د امريکا څخه وېره غالبه وي نو تر دې به د سختو او پېچلو حالاتو ليدونکې و اوسو او اسرائيل به هيڅ اسلامي هیواد ته ارزښت ور نکړي بلکې د امريکا د بنجرک په څېر به د نړۍ په هر کونج او کنار کې مسلمانانو ته داړونکې غپاوې وکړي خو موږ غريبان به کاږه مغزيان او لاس تر زني په ننداره ورته ناست يو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۰۹

د سنبلې د نهمي په مناسبت:

د سنبلې۹د مؤمنانو د بريا او کفارو د ماتې ورځ ده، په دې ورځ د اهل ايمان د ايماني جذبې د بريا څرک د آسيا په لوړو څوکو کې و پړکېدی او د اهل باطل د طغيان او سرکښۍ متمرد سر را ټيټ او د غرور دبدبه يې په نړۍ کې نسکوره شوه، په دې ورځ کې ايمان د کفر څخه او خپلواکۍ د اشغال څخه د مبارزې ميدان وګټی، په دې ورځ کې د ملحدينو هغه خوبونه په اوبو لاهو شوه چې د افغانستان په اړه به يې ليدل او غوښتل يې افغانستان د دیموکراسۍ ځالګې جوړه کړي او د دې پر عکس د هغو مؤمنانو د هيلو غوټۍ ګل شوې چې د لسيزو را پدې خوا يې په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکميت لپاره مبارزه کول، په دې ورځ کې د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه وړاندوينه په واقعيت بدله شوه چې د امريکايي اشغال په پيل کې يې کړېوه او ويل يې: يوه ورځ به آمريکا د ليست د سر څخه و پای ته را شوه کيږي.

هوکې؛ همداسي وشوه آمريکا خپل نظامي او سياسي ارزښت له لاسه ورکړ او په نړۍ کې يې هغه هيبت ختم شو چي يو وخت به يې خلک د نوم په اورېدلو لا وېرېدل او هغه باورونه درواغ وختل چې آمريکا ګرسره ماتې نه خوري.

د سنبلې۹د افغانانو لپاره د تاریخي وياړونو د اعادې او په ۲۱ پېړۍ کي د زرين تاريخ د پيل ورځ ده په دې ورځې کې افغانانو هغه څه تر لاسه کړ چې د لاس ته راوړلو لپاره يې په لکهاوو شهيدان او ټپيان ورکړه، ډېري قربانۍ يې ورکړې او ډېر مالي زيانونه يې وليدل هغه مبارک شی خپلواکي او آزادي وه چې د هر انسان فطرتي حق دی.

دا ورځ دي ټولو ته مبارک وي او الله تعالی دي موږ ټولو ته توفيق راکړي چې ګټلې خپلواکي او راغلی اسلامي نظام په سمه توګه وساتو او د پوره سمبالولو او دوام لپاره يې مناسب او کوټلي ګامونه واخلو.

د خپلواکۍ ګټل سخت کار دی خو ساتل او غځول يې تر هغه لا سخت دی ځکه نو ټول افغانان بايد په ډېري هوښیارۍ او حوصله مندۍ سره بېله کوم تبعيضه په اتفاق او اتحاد باندې د هيواد د ترقۍ او هيوادوالو د هوسايني لپاره کار وکړي او د دې راغلي اسلامي نظام سره په هره برخه کې پوره مرسته او کومک وکړي.

د دې تر څنګ چي موږ به خپل تېر ژوند او په ژوند کي کارنامې نه هېروو د تېر ژوند څخه به عبرت او تجربې هم حاصلوو او ټوله به په ګډه د دې لپاره کار کوو چې بيا ځلي زموږ هيواد د پرديو د يرغل هدف و نه ګرځي، زموږ افغانان د پرديو لخوا ښکار نه شي، په هيواد کې د ننه نظام او ولس د ننګونو سره مخامخ نه شي، د نظام او ولس تر منځ واټن پيدا نه شي، افغانان پر مشترکاتو سره راټول شي، ځان ځانۍ او تفردات ختم شي، ژبني، قومي او سمتي تبعيضونه را ژوندي نه شي او ټول ولس د خپلو مسئولينو او مشرانو تر څنګ ګران هيواد افغانستان په په پاتې شوي رغنيزي سيالۍ کي د نړۍ په کچه مخ ته کړي او د سيالانو سيال يې وګرځوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۰۶

د شپې لخوا ډېر مهم دم:

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د بقرې سورت دوه آخري آيتونه هر څوک چې يې د شپې تلاوت کړي د ده بسنه به وکړي.

علماؤ ليکلي دي: دغه دوه آيتونه د څو شيانو څخه د انسان کفايت او بسنه کوي: د شپې د لمانځه څخه، د قرآن د حزب څخه د شر څخه د شيطان، جنياتو او هر آزار رسوونکې شي.

يعني څوک چې د شپې دغه دوه آيتونه تلاوت کړي د دې اميد شته چې الله تعالی به يې په تلاوت، د شپې د لمانځه ثواب ورکړي او که څوک د شپې د قرآن شريف د تلاوت حزب يا ورد ولري نو که يوه شپه يې و نه وايي او دغه دوه آيتونه ووايي اميد شته چې دغه دوه آيتونه به يې د هغه ورد پر ځای ودريږي؛ همداسي که څوک د شپې دغه دوه آيتونه ووايي الله تعالی به يې په برکت د شيطان او پېريانو د شر څخه وساتي او د هر هغه شي د شر څخه به يې په آمان کړي چې انسان ته آزار رسوي لکه مار، لړم او نور حشرات.
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الآيَتَانِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ مَنْ قَرَأَهُمَا فِى لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ».( صحيح مسلم 1914)
مولوي نورالحق مظهري

آيا غواړې الله تعالی عزت درکړي؟

ژباړه: د عمرو بن ميمون څخه روايت دی چې ده وويل: د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو به ويل: په مځکه کې مسجدونه د الله تعالی کورونه دي، نو يقينا چې څوک په هغو کې د الله سره ملاقات کوي الله تعالی به يې ارومرو عزت کوي.

دا يو عادت او معمول دی چې د هر چا کور ته څوک ورځي نو ارومرو به يې کوربه په خپل کور کي عزت کوي.

مسجدونه هم د الله تعالی لپاره د عبادت او طاعت ځايونه دي چې د کور حيثيت لري هر څوک چې مسجد ته د عبادت او طاعت لپاره ځي ارومرو به يې الله پاک عزت کوي او د بنده په ګټه به ورته د ثوابونو او درجو ميلمستيا ورکوي.

مسجدونه ټینګ کړئ او د لمانځه، ذکر او درس لپاره ورسئ ترڅو د الله تعالی لخوا عزت او میلمستیا تر لاسه کړئ. 

عَنْ عَمْرِو بْنِ مَيْمُونٍ قَالَ: كَانَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُونَ: إِنَّ بُيُوتَ اللهِ فِي الأَرْضِ الْمَسَاجِدُ، وَإِنَّ حَقًّا عَلَى اللهِ أَنْ يُكرِمُ مَنْ زَارَهُ فِيهَا.[الزهد لإبن مبارک2/6]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۰۲

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(اتمه برخه)

قومي تعصب:
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه قومي تعصب دی؛ د اسلام په راتګ سره پر قومي تعصب باندي کلک بنديز ولګېدی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلاَ إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلاَ لاَ فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلاَ لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلاَ أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلاَ أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلاَّ بِالتَّقْوَى.[مسندامام احمد]
ژباړه: ای خلکو! خبر اوسئ چې ستاسو پروردګار يو دی، ستاسو پلار يو دی (چې آدم عليه السلام دی) خبر اوسئ! چې فضليت نسته د عرب لپاره پر عجم او د عجم لپاره پر عرب، او فضيلت نسته د سره لپاره پر تور، او د تور لپاره پر سره مګر په تقوی سره.

يعني: عربيت چې هغه يوه قومي ده او عجميت چې هغه هم يوه قومي ده، او سپين پوست والی چې هغه  خاصيت د يوې قومۍ دی، او تور والی چې هغه هم خاصيت د يوې قومۍ دی، يو لا هم معيار د فضيلت د انسان نه شي کېدلای، بلکې معيار د فضيلت د انسان فقط اوفقط تقوی او پرهيزګاري ده.

خو له بده مرغه زموږ په ټولنه كې قوم پالنه، ژبه پالنه او وطن پالنه نن دومره منفي اوج ته رسېدلې چې خلک يې د ښه توب او بدتوب معيار بولي او پر اساس يې د خلکو سره دوستي او دښمني کوي.

د نورو خلکو په څېر ځوانان هم د دې منفي فکر او غلط دود ښكار سويدي او د قومۍ پر لحاظ ښه کارونه پريږدي او بد کارونه کوي، د قومۍ پر لحاظ حق پټوي او باطل ښکاره کوي، د قومۍ پر لحاظ مظلوم تر پښو لاندي کوي او د ظالم مرسته کوي، د قومۍ پر لحاظ دوست ته دښمن او دښمن ته دوست وايي، د قومۍ پر لحاظ غلطي فيصلې کوي، د قومۍ پر لحاظ د مجرم شفاعت کوي، د قومۍ پر لحاظ درواغ وايي او غيبت کوي او داسي نور منفي کارونو چې د قومۍ په خاطر يې کوي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: مَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ. [صحيح مسلم7028]
ژباړه: څوک چې عمل يې شا ته کړي نسب يې نه سي مخ ته کولای.

يعني د انسان پرمختګ او ښه توب په عمل باندې دی نه په نسب باندي څوک چې عمل يې سم نه وي په نسب باندي نه سي مخ ته کېدلای.

زموږ ځوانان بايد د نورو مسلمانانو سره د خپل هر نسبت معيار ايمان او تقوی وګرځوي او د هر چا سره یې هره معامله د ايمان او تقوی پر بنياد وي تر څو خدای مکړه د قومي تعصب په ګناه باندي روږدي نه سي او د هغو انسانانو څخه و نه ګرځي چې الله پاک تر توري کوخکي لا هم بې اعتبار بللي دي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۸

د اسد ۲۸ د خپلواکۍ ۱۰۶ کليزه دې ټولو ته مبارک وي:

د انګريزانو څخه د افغانانو خپلواکي دي ټولو ته مبارک وي خو د تېرو کارنامو په اړه يواځي مبارکي او نمانځنه زموږ مسئوليت نه دی بلکې د يادوني تر څنګ د تېرو کارنامو ساتل او د پخوانيو په څېر چې دغه کارنامې يې ګټلي د ځان جوړول هم زموږ وظيفه ده.

زموږ نيکه ګانو او پلرونو چې په کومه روحيه او ايماني جذبه د انګريزانو سره مبارزه کول او ۶۰ زره مسلمان افغانان د ۳۴۰ زره فرنګيانو په وړاندې بريالي و جنګېدل او هغوی ته يې ډېره سخته ماتې ورکړه موږ هم بايد په ځان کې د هغوی په څېر روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړو او تل د هر بهرني يرغلګر د هر یرغل په وړاندې هغه پاليسي غوره کړو کومه چې زموږ نيکه ګانو درلودل.

که موږ تل تر خپل منځ په اتفاق، اتحاد او ورورولۍ ژوند وکړو او ځانونه په عقيدوي او عملي لحاظ پر اسلام برابر کړو دا به په هر وخت کې د هر باطل په وړاندې زموږ د آماده ګۍ ښګارندويي کوي او موږ ته به د هر ډول نظامي، فرهنګي، فکري  او سياسي يرغل په وړاندې د فعالي مبارزې روحيه راکوي.

اوس چې الحمدلله په تمام معنی سره هيواد خپلواک دی او په هره سياسي پرېکړه کې زموږ هيواد د هيچا تر اغېزي نه دی لاندي موږ بايد د الله تعالی د شکر آداء کولو تر څنګ د دغي خپلواکۍ د ساتلو په کوښښ او تلاش کې وشو او د تېرو يرغلونو پاتې فکري او اقتصادي منفي اغيزې هم د هيواد او هيوادوالو څخه ختمي کړو.

مسلمان نه تنها دا چې د هر نظامي يرغل څخه د ځان په خلاصون مکلف دی بلکې د فکري، فرهنګي، سياسي او اقتصادي يرغلونو څخه هم بايد ځان وساتي تر څو په هيڅ ډول د کافر او منحرف انسان تر تأثیر لاندې را نه شی او په ټولو ډګرونو کې ځان د غلامۍ او مرييتوب څخه وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۶

د اسد ۲۴ د درسونو او عبرتونو ورځ:

د اسد ۲۴ هغه ورځ ده چې په نړۍ کې د وخت زبرځواک د ظاهرا ضعيفو انسانانو په وړاندې سخته ماتې وخوړه او په افغانستان کې يې د استعمار او استثمار ليدلي خوبونه په اوبو لاهو شوه او د ځان په ګټه يې د ټولې اسيا لپاره جوړ شوی پلان له خاورو سره خاورې شو ځکه د دوی د راتګ موخه يواځې د افغانانو د ايمان او خپلواکۍ خرابول نه وو بلکې دوی غوښتل د افغانستان له لارې د آسيا پر نورو هيوادونو هم خپله عملي ولکه يا نفوذ پلی کړي خو د افغان مجاهد ملت شل کلني مبارزې دوی په شرمونو وشرمول او ټيټ سرونه يې د افغانستان څخه وشړل؛ د دې تاريخي ورځي د شانداره حقيقت څخه موږ لاندې درسونه او عبرتونه زده کولای شو:
۱ -  هيڅ وخت دې سړی ځان د نړۍ د زبرڅواک څخه په امان نه بولي او د هغه په وړاندي بايد تل خپل اکمالاتي آماده ګي ولري ځکه په عموم کې زبرځواک هيوادونه د ظاهري غرور په سبب د داسي لويو تېروتنو مرتکب کيږي چې په نتيجه کې ځان ته هم تاوان رسوي او تر يرغل لاندې راغلي هيوادونه هم زيانمند کوي يا يې لږ تر لږه پرمختګ ټکنی کوي.

۲ -  د حقيقي جهادي مبارزه که څه هم ځنډنۍ شي خو که په استقامت او تدبير سره وشي ارومرو نتيجه ورکوي لکه زموږ په هيواد کې چې د مجاهدينو شل کلني مبارزې ځلانده نتيجه ورکړه او په پايله کې يې هغه زبرځواک هيواد ماتې ته مجبور کړ چې يو وخت يې خلکو ماتې خوړل محال باله او په هره برخه کې يې د تل لپاره د دوی بريا او بقاء حتمي ګڼل.

۳ – جهادي مبارزه بايد د يوه امير تر مشرۍ لاندې وشي تر څو په ظاهري او معنوي لحاظ صف يو وي، په مبارزه کې همږغي وي، مجاهدين د وېشلو او تقسيم څخه وساتل شي، په ولس کې تفرقه پيدا نه شي او د جهادي مبارزې څخه هيلي مړاوي پاتې نه شي لکه اسلامي امارت چې شل کلنه مبارزه د يوه امير تر مشرۍ لاندې وکړه له همدې امله صف متحد پاتې شو، ولس مجاهدينو ته د يوه ستر فعال حرکت په سترګه کتل، د نړيوالو د نفاقي دسيسو څخه وساتل شوه او د جهاد څخه مهم هدف چې د اسلامي نظام واکمنتيا وه په لاس راغلی.

۴ – اهل حق که د حق لپاره مبارزه وکړي ولو که د صفر څخه شروع شي او ورو ورو پر مخ روانه وي خو چې للهيت پکې وي ارومرو يوه ورځ بريا ته رسيږي او د اهل باطل په نسکور کېدلو باطل له منځه ځي لکه د اشغال په وړاندې د افغانانو مبارزه چې د پاکو او سپېځلو انسانانو لخوا د الله تعالی د رضا لپاره پيل شوه هغه دی داسي نتيجه يې ورکړه چې اهل باطل د خپل ټول واک سره د هيواد پرېښودلو ته مجبور شوه ځکه دلته امريکايانو او غربيانو يواځې نظامي اشغال نه وو راوړی بلکې دوی د ځانه سره فکري، فرهنګي او کلتوري اشغال هم راوړی وو تر څو نه تنها دا چې افغانستان په فزيکي لحاظ د ځان مستعمره جوړه کړي بلکې د افغانانو څخه د دوی ديانت، اسلامي اخلاق، ديني فرهنګ او افغاني کلتور هم واخلي چې دوی  د دې کار د کولو لپاره ډېري عملي او مالي هڅي هم وکړې او په ډېره لوړه کچه بوديجه يې د افغانانو د بې دين کولو او ارتداد لپاره مصرف کړه، خو الحمدلله د الله تعالی په نصرت او د افغانانو په هراړخيزي مبارزې دوی د خپلو ټولو فکرونو او پلانونو سره وتلو ته اړايستل شوه.

۵ – په جهادي مبارزه کې معنوي او مادي قوتونه دواړه مهم دي ځکه معنوي قوت انسان ته روحي ځواک، استقامت، زغم، قوي اراده او د آينده لپاره فکر ورکوي چې په جګړه ايز ميدان کې د بريا لويه کيلي ده او مادي قوت انسان ته د دښمن په وړاندي د دفاع او بريد توان ورکوي چې هم د دښمن د بريدونو مخه ورباندي نيول کيږي او په مناسب فرصت کې پر دښمن  بريد کولو ته زمينه هم برابريږي له همدې امله دی چې په اسلام کې دواړو قوتونو ته ډېر ارزښت ورکول شوی دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه بيا زموږ تر زمانې پوري اسلامي دولتونو دې برخې ته ډېره پاملرنه کړېده او د جنګياليو د روزلو او خاصو وسلو جوړولو له لاري يې دې هدف ته د رسېدلو کوښښ کړی دی؛ دا يقيني خبره ده چې د امريکايانو په شل کلنه جګړه کې زموږ مجاهدينو ډېره ښه روحيه درلودل او په ډېره پخه عقيده باندې جنګېدل خو مادي امکانات ډېر کم وه ځکه نو د اسلامي کارپوهانو په وينا که مجاهدينو پرمختللي وسلې درلودلای امريکا به ډېر ژر او مخکي ماتې خوړلې وای او مجاهدينو به د دې تر څنګ چې تلفات لږ ورکولای فتح به يې هم ژر تر لاسه کړې وای.

۶ – د ملت د ارادې او اسلامي اصولو خلاف د يرغلګرو سره درېدل د ځانه سره ډېره تاريخي رسوايي او لويه ناکامي لري؛ که موږ د خپل هيواد تاريخ د انساني ارزښت او انساني آبرو له پلوه وګورو دا به راته ثابته شي چې تر ټولو بدنام کسان هغه خلک دي چې د خپل ملت د ارادې او اسلامي اصولو پر خلاف د يرغلګرو سره درېدلي او د خپل ملت او مبارزينو په وژلو او ځپلو کې يې د هغوی سره مرسته کړې لکه هغه کسان چې د انګريزانو سره ودرېدل، هغه کسان چې د روسانو سره ودرېدل او هغه کسان چې د صليبي امريکايانو سره ودرېدل په ټولو باندې نن هر هوښيار او عقل والا بد وايي او تر ټولو سپک او بې ارزښته خلک هم دوی دي ځکه دوی د ټولو نقلي او عقلي ارزښتونو خلاف داسي عمل کړی چې تجويز ته يې هيڅ ډول منلي دلائل نه شي پيدا کېدلای او يو په سلو کې هم مثبته کړنه ورته نه شي ويل کېدلای نو موږ ټوله بايد د دوی څخه درس واخلو او هيڅوخت داسي بدمرغي او ناوړي کړني ته زړه ښه نکړو.

۷ – د يو هيواد د خپلواکۍ په ګټلو او ساتلو کې د ويښو او بيدارو انسانو شتون ډېر ضروري دی ځکه په شل کلن اشغال کې د جګړه ايزي جهادي مبارزې ترڅنګ ډېرو ويښو انسانانو فرهنګي او فکري مبازه هم وکړه چې له يوې خوا يې جهادي مبارزه قوي کول له بلي خوا يې د دښمن فکري او تبليغاتي ملا ورته ماتول؛ که پر حقيقت سترګې پوټي نه کړو دا به راته ثابته شي چې د امريکايانو پر ضد په شل کلنه مبارزه کې په ښارونو کې ديني مدرسو او فرهنګي اسلامي مرکزونو ډېر مجاهدين وروزل بلکې په فکري او فرهنګي برخو کې يې د امريکايانو ډېر پلانونه د خاورو سره خاوري کړه، ځکه همدغه ديني مدرسې او اسلامي فرهنګي مرکزونه وه چې د خلکو پر فکرونو يې کار کوی، جهادي مبارزې ته يې ذهنونه جوړول، په خلکو کې يې د فکري او سياسي ارتداد د خپريدا مخنوی کوی، د مبتذلو رسنيو د فاسدو نشراتو په زيانونو يې خلک خبرول او لنډه دا چې د خپلو جګړه ايزو مجاهدينو تر څنګ يې په ډېري مېړاني او  سالمي طريقې فرهنګي او فکري مبارزه وکړه. نو هميشه بايد په هيواد کې د ويښو انسانانو او فعاله روزنځايونو شتون ته ډېره پاملرنه وشي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۳

د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه!

د اسد ۲۴ د خپلواکۍ مبارکه ورځ دې د ټولو افغانانو لپاره مبارک وي.

په دې ورځ کې ايمان پر کفر، تقوی پر فسق، اخلاقو پر بداخلاقۍ، حياء پر بې حیايۍ، اسلامي سياست پر ديموکراسۍ، سنت پر بدعت او اسلامي امارت پر جمهوريت بريا تر لاسه کړه او د نړۍ زبر ځواک هيواد د خپل ټول نظامي او سياسي حضور سره د خپلو ګوډاګيانو سره يوځای د ګران هيواد افغانستان څخه په مړاوو سترګو او ټيټو سرونو ووتی چې په نتيجه کې الله تعالی دغه ستره او خالصه خپلواکي افغانانو ته په خپلې ځانګړي پېرزويني او نعمت سره ورکړه.

موږ بايد د الله تعالی شکر آداء کړو، د هر هغه چا څخه مننه وکړو چې د دې خپلواکۍ په راوستلو کې يې هر ډول ونډه اخيستې وي او د تل لپاره د دې خپلواکۍ په ساتلو کې د خپل ټول توان سره د نظام تر څنګ ودريږو او په دې اړه خپل ايماني، وجداني او وطني مسئوليت په سمه توګه آداء کړو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۱

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(اوومه برخه)

په سودا او معامله کې بې غوري:
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه په سودا او معامله کې بې غوري ده؛ که څه هم زموږ په زمانه کې ډېری خلک په سودا او معامله کې شرعي اصول په نظر کې نه نيسي او په ډېره برخه کې يې تجارت د سود او ګټي پر اساس ولاړ دی خو تر بل هر چا د ځوانانو څخه په دې مسئله کې تساهل ډېر کيږي، په داسي حال کې چې مسلمان لکه په عباداتو کې چې ځان د شريعت په منلو مکلف بولي په اقتصادي چارو کې هم بايد د شريعت په منلو باندې ځان مکلف وبولي او خپل ټول راکړه ورکړه د شريعت په چوکاټ کې د ننه سر ته ورسوي.

په دې باندي نن هر څوک پوهيږي چې سود حرام دی او کوونکی يې فاسق دی که يې څوک حلال وبولي هغه خو صراحتا کافر کيږي نو بناءً زموږ ټوله مسلمانان په خاصه توګه ځوانان بايد د هري هغه سودا څخه ځان وساتي چې په هغې کې د سود او ربا بوی وي.

همدا راز په سودا کې د نورو مسلمانانو خطا ايستل هم شرعا حرام او ناروا دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ غَشَّ ».[سنن أبي داود] يعني زموږ څخه نه دی هغه څوک چې خلک خطاباسي.

له بده مرغه چې نن د ډېرو دوکاندارانو لخوا د دې حديث مخالفت کيږي او د دې کوښښ کوي چې رانيوونکي خطاباسي يو شی د بل شي په نامه ورکوي، بد شی د ښه شي په نامه ورکوي، ارزان شی د ګران شي په نامه ورکوي او دېته ورته نوري بېلګې.

په اسلام کې د تجارت کول او د ډېرو پيسو پيدا کول حرام نه دي خو د حرامي لاري څخه او د مسلمانانو په خطا ايستلو باندي د پيسو پيدا کول حرام دي او څوک چې دغسي سودا کوي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: دا سړی زموږ څخه نه دی.

حديث د رسول الله صلی الله عليه وسلم دی چې فرمايي: مَنْ نَبَتَ لَحْمُهُ مِنَ السُّحْتِ فَإِلَى النَّارِ.[المستدرک7165] يعني څوک چې غوښه يې په حرام باندي وده وکړي د هغه سره اور مناسب دی.

دا معلومه خبره ده چې د هيڅ مسلمان او د هيڅ ځوان زړه نه غواړي چې بدن يې په اور باندې وسوځي نو بناءً ځان بايد د حرام مال د پيدا کولو څخه وساتي او په سودا کې د مسلمانانو د خطا ايستلو څخه په کلکه ډډه وکړه.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري