۱۴۰۱/۱۰/۰۳

د ځانه څخه بې عزم او بې ارادې خلګ مه جوړوئ!

ژباړه: د حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: د ځانه څخه بې موقفه ( بې ارادې ) مه جوړوئ چي تاسو وایاست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو ظلم کوی موږ هم ظلم کوو. بلکي د عزم او ارادې خاوندان وسئ که خلګو ښه کول تاسو هم باید ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسو نو بیا ظلم مه کوئ.
توضیح: یعني د ځانه څخه داسي بې موقفه، بې عزمه او بې ارادې خلګ مه جوړوئ چي په هرشي کي بېله دې چي د ځانه سره فکر وکړی او مثبت په نظر کي ونیسی نورو خلګو ته ګوری او ځانونه داسي بولی چي که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو بد کول موږ هم بد کوو. بلکي ځانونه د عزم، موقف او ارادې خاوندان و بولئ د سالم عقل څخه په استفاده پر ځان باندي باور ولرئ او ځانونه داسي جوړ کړئ چي که خلګو ښه کارونه کول تاسو هم ښه کارونه وکړئ او که خلګو بد کارونه کول تاسو نو بیا بدکارونه او ظلم مه کوئ.
ددې حدیث څخه له ورایه ښکاري چي انسان باید هیڅ وخت په بدکارو کي په نورو خلګو پسې ولاړ نسي، او هیڅ وخت د بدکار په کولو کي د نورو خلګو کړه وړه د ځان لپاره دلیل و نه ګرځوي بلکي په ښه کارونو کي دي په خلګو پسې ځي خو په بدو کارونو کي دي په نورو خلګو پسې نه ځي.
همداسي ددې حديث څخه ښکاري چي انسان بايد د ځانه څخه خپلواک او مستقل نظر او پاليسي ولري او تل د نورو فکر ته و نه ګوري.
عن حُذَيْفَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً تَقُولُونَ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا وَإِنْ أَسَاءُوا فَلاَ تَظْلِمُوا.[سنن ترمذی۲۱۳۸]
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

د فکري او فرهنګي مبارزې اړتيا!

دا معلومه خبره ده چي په نظامي برخه کي مجاهدينو د نړۍ په سطحه تاريخ وګټی او د امريکا غوندي لوی نړيوال زبر ځواک يې مات کړ چي په نتيجه کي يې هيواد هم آزاد کړ او د امريکا لاسپوځی نظام يې هم ړنګ کړ.
خو پدې خاطر چي دلته امريکايانو د نظامي يرغل ترڅنګ فکري او فرهنګي يرغل هم کړی وو دېته ډېره اړتيا سته چي موږ د هيواد د استقلال وروسته خپله فکري او فرهنګي مبارزه نوره هم چټکه کړو ځکه آمريکايانو زموږ د ډېرو هيوادوالو فکرونه هم اشغال کړيوه او ددوی د فکري انحراف په موخه يې دلته ډېر زياد لګښتونه کړيدي چي د سمي کتني او پوره څېړني وروسته ددې خبري حقيقت سړي ته ښه په ډاګه کيږي.
د هيواد د مځکنۍ آزادۍ سره فکري اشغال سکوت دی خو ختم ندی، فکري اشغال پټ دی خو ورک ندی او اشغال سوي فکرونه چوپ دي خو آرام ندي ناست نو ځکه موږ ټولو ته په خاصه توګه فرهنګي مبارزينو او د ا.ا په رسمي چوکاټ کي مسئولينو او منسوبينو ته دا لازمه ده چي په هره برخه کي خپل فرهنګي فعاليتونه او خدمتونه څو برابره ډېر کړو او په لوړه کچه د منظم پلان له مخي د امريکائيتوب او سيکولرتوب ټغر د هيواد څخه ټول کړو.
اوس خو الحمدلله ټلويزيونونه، راډيوګاني، مجلې، ورځپاڼي، جوماتونه او ټولنيزي شبکې ټولي زموږ په واک کي دي، که موږ و غواړو هرډول مثبته استفاده ورڅخه کولای سو او ټولني ته هر ډول خپروني وړاندي کولای سو.
په هيواد کي الحمدلله موږ ډېر ښه با احساسه پوهان خلګ لرو چي په تخنيکي او نشراتي برخو کي ښه مسلکي کار کولای سي د هغوی څخه  بايد استفاده وکړو او په فکري او فرهنګي ميدان کي کار ورڅخه واخلو ترڅو مو په هيواد کي فکرونه هم برابر سي او د مسخ سوو فکرونو ناوړه پلانونه هم شنډ سي.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

اسلام د اعتدال دين دی:

ژباړه: ای خلګو ځانونه په دين کي د سختۍ څخه وساتئ ځکه ستاسو مخکي خلګ په دين کي سختۍ هلاک کړه.
يعني دين پر ځان او خلګو باندي سخت مه نيسئ، هر شي ته هماغه شرعي مرتبه ورکړئ او په احکامو کي شرعي مراتب مه سره ګډوئ.
په شريعت کي د شرعي دلائلو پر بنسټ د کولو لپاره مختلف مراتب شتون لري لکه فرض، واجب، سنت، مستحب او مباح؛ د نه کولو لپاره هم مختلف مراتب سته لکه حرام، مکروه تحريمي او مکروه تنزيهي.
کله چي د انسان څخه دغه مراتب ګډوډ سي نو يا سختي ورڅخه کيږي يا سستي ځکه نو موږ بايد هر شي ته هماغه ټاکل سوې مرتبه ورکړو؛ که مباح او مستحب د سنت، واجب او فرض مرتبې ته ورسوو يا مکروه تنزيهي ته د حرام مرتبه ورکړو نو يقينا موږ په دين کي سختي کړېده او که فرض، واجب او سنت ته د مباح او مستحب په سترګه وګورو بيا نو يقينا موږ په دين کي سستي کړېده.
بله بڼه د سستۍ او سختۍ دا ده چي موږ منصوصي مسائلو ته د اجتهادي په سترګه او اجتهادي مسائلو ته د منصوصي په سترګه وګورو يعني که موږ په منصوصي مسائلو کي داسي تساهل وکړو لکه په اجتهادي مسائلو کي چي کيږي نو يقينا موږ په دين کي ډېره سستي کړېده او که په اجتهادي مسائلو کي تشدد وکړو او هغو ته د منصوصي مسائلو مرتبه ورکړو نو بيا يقنا چي موږ سختي او تشدد کړی دی.
اسلام د تشدد او سستۍ تر مينځ معتدل دين دی ځکه نو بايد موږ مسلمانان ځانونه د تشدد او سستۍ دواړو څخه وساتو او په اجتهادي مسائلو کي ځانونه معصوم او نور خلګ ګناهکار و نه بولو بلکي د اختلاف په زغملو سره ځانونه د نورو د تضليل، تشريک او تبديع څخه را وګرځوو.
همداسي زمانې او شرايطو ته په کتلو سره د تحکيم، تقنين او اجراء په برخو کي ښه معتدل او سالم سياست غوره کړو ترڅو د هر ډول صريحي نيمګړتياوو او هر اړخيزو مفاسدو څخه وساتل سو.
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ.[سنن ابن ماجة3029]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

۱۴۰۱/۱۰/۰۲

ژوند د اغنياو او مرګ د فقيرانو:

کله چي عبدالله بن مبارک وفات کېدی نو خپل مريي نصر ته يې وويل: زما سر پر خاورو کښېږده؛ نصر په ژړا سو، عبدالله ورته وويل: پر څشي ژاړې؟ نصر ورته وويل: زما هغه ستا نعمتونه په ياد سوه چي ته پکښې وې خو اوس فقير او غريب مړ کېږې؛ عبدالله ورته وويل: چوپ سه! ما الله تعالی ته سوال کړی دی چي کله ما ته ژوند راکوي نو ژوند د اغنياو راکړي او چي کله ما مړ کوي نو مرګ د فقيرانو راکړي. بيا يې ورته وويل: ما ته د کلمې تلقين راکړه خو بيا ځلي يې په ما مه وايه مګر دا چي زه دويمه خبره وکړم.
لَمَّا حَضَرَتِ ابْنَ الْمُبَارَكِ الْوَفَاةُ قَالَ لِنَصْرٍ مَوْلَاهُ: اجْعَلْ رَأْسِي عَلَى التُّرَابِ. قَالَ: فَبَكَى نَصْرٌ، فَقَالَ لَهُ: مَا يُبْكِيكَ؟ قَالَ: أَذْكُرُ مَا كُنْتَ فِيهِ مِنَ النَّعِيمِ، وَأَنْتَ هُوَ ذَا تَمُوتُ فَقِيرًا غَرِيبًا. فَقَالَ لَهُ: اسْكُتْ؛ فَإِنِّي سَأَلْتُ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ يُحْيِيَنِي حَيَاةَ الْأَغْنِيَاءِ، وَأَنْ يُمِيتَنِي مِيتَةَ الْفُقَرَاءِ. ثُمَّ قَالَ لَهُ: لَقِّنِّي وَلَا تُعِدْ عَلَيَّ، إِلَّا أَنْ أَتَكَلَّمَ بِكَلَامٍ ثَانٍ.[المجالسة وجواهرالعلم387]
مولوي نورالحق مظهري

زويه جاهل خبري کوونکی مه کېږه!

ژباړه: لقمان حکيم خپل زوی ته وويل: ای زويه! هوښیار ګونګ وسه خو جاهل خبري کووونکی مه کېږه.
يعني د سکوت اختيار ستا لپاره ښه دی او ستا د هوښيارۍ ښګارندويي کوي تر دې چي په ناخبرۍ خبري کوې او د داسي شيانو په باره کي ږغېږې چي ته يې په اړه معلومات نلرې او يا غير شرعي او جنګجالي خبري تر خوله باسې.
قال لقمان لابنه: يا بني! كن أخرس عاقلاً, ولا تكن نطوقاً جهولاً.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۰۱

د خبرو، کتلو او سکوت آداب:

ژباړه: عبدالله بن مبارک وايي: ځينو حکماوو ويلي دي: څوک  چي بېله ذکر څخه د الله په بل شي کي خبري کوي نو هغه بې فايدې خبري وکړې، څوک چي بېله عبرت اخيستلو کوم شي ته ګوري نو هغه خطا وتلی دی او څوک چي بېله فکره چوپ کښيني نو عبث کار يې کړی.
سَمِعْتُ ابْنَ الْمُبَارَكِ يَقُولُ: قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: مَنْ كَانَ مَنْطِقُهُ فِي غَيْرِ ذِكْرِ اللهِ تَعَالَى؛ فَقَدْ لَغَا، وَمَنْ كَانَ نَظَرُهُ فِي غَيْرِ اعْتِبَارٍ؛ فَقَدْ سَهَا، وَمَنْ كَانَ صَمْتُهُ فِي غَيْرِ فِكْرٍ؛ فَقَدْ لَهَى.[المجالسة وجواهرالعلم337]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

۱۴۰۱/۰۹/۳۰

خلګ، باچان او سپک انسانان څوک دي؟

ژباړه: د عبدالله بن مبارک څخه پوښتنه وسوه چي خلګ څوک دي؟ هغه ورته وويل: علماء دي. بيا پوښتنه ورڅخه وسوه چي باچاهان څوک دي؟ هغه ورته وويل: پرهيزګاره خلګ دي. بيا پوښتنه ورڅخه وسوه چي سپک خلګ څوک دي؟ هغه ورته وويل: هغه چي په دين باندي خوراک کوي.
يعني هغه کسان چي په انساني ټولنه کي اعتبار او امتياز ورکول کيږي علماء دي، هغه کسان چي بايد حاکمان وي هغه پرهيزګاره او ښه خلګ دي او هغه کسان چي سپک او بې ارزښته دي هغه خلګ دي چي خپل دين د دنيا پيدا کولو ذريعه ګرځوي او دين په دنيا باندي پلوري.
سُئِلَ الْمُبَارَكُ: مَنِ النَّاسُ؟ قَالَ: الْعُلَمَاءُ. قَالَ: مِنِ الْمُلُوكُ؟ قَالَ: الزُّهَّادُ قَالَ: فَمَنِ السَّفَلَةُ؟ قَالَ: الَّذِي يَأْكُلُ بِدِينِهِ.[شعب الايمان ۶۵۳۴]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۹/۲۹

چي هر ډول کيږي د مظلوم دفاع وکړئ!

ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هيڅوک دي داسي ځای نه دريږي چي هلته مظلوم انسان ډبول کيږي؛ ځکه چي پر داسي انسان لعنت نازليږي چي د مظلوم دفاع يې نده کړې.
يعني هيڅوخت پر مظلوم باندي د ظلم کولو ننداره مکوئ بلکي چي کله د مظلوم سره ظلم وينی دستي يې وژغورئ، څوک پر مظلوم باندي ظلم ويني او ژغورلای يې هم سي خو نه يې ژغوري نو پر داسي انسان لعنت راشوه کيږي.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ؛ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَا يَقِفُ أَحَدُكُمْ مَوْقِفًا يُضْرَبُ فِيهِ رَجُلٌ مَظْلُومٌ؛ فَإِنَّ اللَّعْنَةَ تَنْزِلُ عَلَى مَنْ حَضَرَهُ حَيْثُ لَمْ يَدْفَعُوا عَنْهُ.[المجالسة وجواهرالعلم 106]
مولوي نورالحق مظهري

ملګري هېر نکړې!

خلګ څلور ډوله دي:

ژباړه: خليل بن احمد وايي: خلګ پر څلور ډوله دي: اول هغه دی چي پوهيږي خو دی نه پوهيږي چي پوهيږي نو دا سړی غافل دی تاسي يې بيداره کړئ، دويم هغه دی چي پوهيږي او دی پوهيږي چي پوهيږي نو دا سړی هوښيار دی تاسي يې وپېژنئ، دريم هغه دی چي نه پوهيږي او دی پوهيږي چي نه پوهيږي نو دا سړی ناخبره دی تاسي يې خبر کړئ او څلورم هغه دی چي نه پوهيږي او دی نه پوهيږي چي نه پوهيږي نو دا سړی سرټمبه بې عقل دی ځانونه ورڅخه وساتئ/احتياط ورسره وکړئ.
الرِّجَالُ أَرْبَعَةٌ: رَجُلٌ يَدْرِي وَلَا يَدْرِي أَنَّهُ يَدْرِي، فَذَاكَ غَافِلٌ فَنَبِّهُوهُ، وَرَجُلٌ يَدْرِي وَيَدْرِي أَنَّهُ يَدْرِي؛ فَذَاكَ عَاقِلٌ فَاعْرِفُوهُ، وَرَجُلٌ لَا يَدْرِي وَيَدْرِي أَنَّهُ لَا يَدْرِي؛ فَذَاكَ جَاهِلٌ فَعَلِّمُوهُ، وَرَجُلٌ لَا يَدْرِي وَلَا يَدْرِي أَنَّهُ لَا يَدْرِي، فَذَاكَ مَائِقٌ فَاحْذَرُوهُ.[المجالسة وجواهرالعلم 232]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

د یوسف عليه السلام جالبه خبره:

ژباړه: وهب بن منبه وايي: يوسف عليه السلام ته وويل سوه: ته ولي وږی ګرځي پداسي حال کي چي د مځکي خزانې ستا سره دي؟ هغه ورته وويل: زه وېرېږم که ځان موړ کړم نو وږی انسان به مي هېر سي.
عَنْ وَهْبِ بْنِ مُنَبِّهٍ؛ قَالَ: قِيلَ لِيُوسُفَ عَلَيْهِ السَّلَامُ: مَا لَكَ تَجُوعُ وَأَنْتَ عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ؟ قَالَ: أَخَافُ أَنْ أَشْبَعَ فَأَنْسَى الْجَائِعَ.[المجالسة وجواهرالعلم 192]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۹/۲۸

په جنت کي ځانونو ته نهالګيان کښېنوئ!

ژباړه: ابوايوب رضي الله عنه خبر ورکوي چي د معراج په شپه کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ابراهيم عليه السلام تېرېدی، ابراهيم عليه السلام د جبرائيل عليه السلام څخه پوښتنه وکړه چي دغه نفر څوک دی؟ هغه ورته وويل: محمد دی؛ ابراهيم عليه السلام وويل: ای محمده خپل امت ته ووايه چي په جنت کي نهالګيان ډېر کښېنوي ځکه د جنت خاوره خوږه او مځکه يې پيراخه ده؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د جنت نهالګيان څشي دي؟ ابراهيم عليه السلام ورته وويل: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ.
يعني څوک چي په دنيا کي لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ډېر وايي د هغه لپاره به په جنت کي نهالګيان او وني شنې کيږي.
په بل حديث کي راځي: چي څوک سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ وَبِحَمْدِهِ ووايي په جنت کي به يوه ونه ورته شنه سي.
أَنَّ أَبَا أَيُّوبَ أَخْبَرَهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيْلَةَ أُسْرِيَ بِهِ مَرَّ عَلَى إِبْرَاهِيمَ عَلَيْهِ السَّلَامُ فَقَالَ إِبْرَاهِيمُ لِجِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلَامُ: مَنْ هَذَا؟ قَالَ: هَذَا مُحَمَّدٌ فَقَالَ إِبْرَاهِيمُ عَلَيْهِ السَّلَامُ: يَا مُحَمَّدُ مُرْ أُمَّتَكَ فَلْيُكْثِرُوا مِنْ غِرَاسِ الْجَنَّةِ فَإِنَّ تُرْبَتِهَا طَيِّبَةٌ، وَأَرْضَهَا وَاسِعَةٌ قَالَ مُحَمَّدٌ لِإِبْرَاهِيمَ"وَمَا غِرَاسُ الْجَنَّةِ" ؟ قَالَ: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ.[شعب الايمان648]
مولوي نورالحق مظهري