هر څوک چې د الله تعالی لوري ته خلک را بولي؛ يعني خلکو ته تبليغ کوي يا امر بالمعروف او نهي عن المنکر چلوي هغه بايد داسي صفات ولري چې په درلودلو يې انسان ښايسته او ښکلی ښکاري، انسان د نېکو اخلاقو بېلګه ښکاري او د دعوت شويو انسانانو په حضور کې دعوت کوونکې ته جذابيت او مقبوليت ورکوي او دعوت کوونکي د نېکو انسانانو په ډله کې شميري چې ځيني هغه صفتونه په لاندې ډول دي:
صداقت او امانت: دا دواړه داسې اخلاقي ځانګړنې دي چې تل سره یوځای وي، او یو بل بشپړوي. دا دواړه د دې ښکارندويي کوي چې انسان باید د الله تعالی له وېري خپلي خبري، کړني او نیتونه سم وساتي؛ یعني درواغ و نه وايي، بد کار و نه کړي، او بد نیت ونلري.
د دې مطلب دا دی چې دا صفات د انسان د ژوند په ټولو برخو کې اغېز لري. له همدې امله ویلای شو څوک چې خلک د الله لوري ته را بولي، هغوی باید خاماخا له دغو صفاتو سره سمبال وي، ځکه دا ډېر مهم او ارزښتناک صفات دي چې د بلني په بریا کې مهم رول لري.
تواضع او بخښنه: دا دواړه داسي غوره اخلاق دي چې د دعوت کوونکي شخصیت ته جذابیت ورکوي او خلک یې د خبري منلو ته ژر آماده کيږي؛ دا صفات د کبر، غرور او ځان غټ ګڼلو څخه خلاف دي. همداراز دا صفتونه انسان ته عاجزي، نرمي او د نورو انسانانو د تېروتنو په وړاندي بخښنه ور زده کوي.
د تواضع له جملې څخه دا هم دی چې انسان له الله تعالی څخه د نیت اخلاص، اصلاح، او د عمل د قبلېدو دعا وکړي، او له ریا، ځان ځانۍ او ځان ستایلو څخه ځان وساتي، ځکه دا شیان د عمل ثواب له منځه وړي.
د بلل شویو انسانانو سره نرمي، مهرباني او پر هغوی باندې شفقت: د دې معنی دا ده چې دعوت کوونکی باید په نرمي، مهربانۍ، زغم او صبر سره سمبال وي، او د خلکو د تېروتنو په وړاندي صبر او زغم ولري، په ځانګړي ډول له هغو انسانانو سره چې تازه مسلمان شوي وي.
دا اخلاق د خلکو په زړونو باندې اغېز کوي، هغوی ته د دعوت سره مینه پیدا کوي، په دین کې یې د نرمۍ او ميانه روۍ سره مينه زياتيږي او کار يې اغېزمن واقع کېږي. بل دا چې دعوت کوونکی باید د بلل شویو لپاره خیرخواهۍ ته لېواله وي او هغوی ته د نيکي لارې د ښودلو لپاره هڅه وکړي.
د خبرو او عمل یووالی: دا د بنسټیزو اخلاقو څخه یو دانه دی چې دعوت کوونکی باید په هغه باندي سمبال وي. یعنې باید خپله هم د نېکۍ نمونه وي، او دا چې خپله کوم څه وايي، هغه باید په خپله هم عملي کړي.
دا اخلاق هغه وخت تر لاسه کېږي چې انسان د الله تعالی امرونه پلي کړي، حرام شيان پرېږدي، او د بېګټې کارونو څخه ډډه وکړي. همداراز باید له دنیا څخه بې پروا وي، د خلکو په شتمنیو کې حرص و نه لري، تر څو د خلکو مینه او باور خپل کړي.
له واقعیت سره یو ځای اوسېدل او ژوره خواخوږي: د دې معنا دا ده چې دعوت کوونکی باید د خلکو له حالاتو سره ځان بلد وساتي، له هغوی بېخبره نه وي، او د دوی له دردونو، خوښیو، ستونزو او حالتونو ځان خبر کړي.
دا به د دې سبب شي چې د ده دعوت واقعي وي، د خلکو له اړتیاوو سره برابر وي، او د دوی د حالاتو لپاره مناسب وي.
د بلل شویو انسانانو لپاره دعا کول: دا ډېر غوره عادت دی او د الله لپاره د مینې څرګندونه ده. دعوت کوونکی باید خپل ځان د دې عادت کړي چې د بلل شویو لپاره دعا وکړي — د هغوی د فلاح، اصلاح، هدایت، ثبات، او کامیابۍ لپاره دعا وکړي. دا ډول دعاګانې زړونه سره نژدې کوي، نفسونه تسکینوي، او د خلکو په منځ کې د یو بل په وړاندې مينه او محبت پیدا کوي.
مولوي نورالحق مظهري
زموږ تلګرام
۱۴۰۴/۰۴/۲۸
د الله تعالی لوري ته د دعوت کوونکې صفات او اخلاق:
۱۴۰۴/۰۴/۲۵
مسلمانان لا هم د کمزورۍ د بدو عواقبو په اور کې سوځي:
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
نن غاصبو اسرائيلو د سوريې هيواد پر دمشق او ځينو نورو ښارونو په لسګونو هوايي بريدونه کړيدي چې په لسګونو انسانان يې شهيدان او ژوبل کړي دي، دا په داسي حال کې ده چې په غزه کې لا هم د جهنم غوندي اور بل دی او د ورځي په لسهاوو انسانان شهيدان او ژوبل کيږي.
د دې بريدونو لپاره هيڅ معقول دليل وجود نه لري تنها اسرائيل وايي: موږ د دروز شيعه ګانو په ننګه دا کار کړی چې د سوريې حاکم نظام غوښتل په سويدا ښار کې د هغوی بغاوت وځپي. د يادوني وړ ده چې په سوريه کې د نوي نظام د راتګ سره هم مهاله د دروز شيعه توکمو په سويدا ښار کې د سوريې د حاکم نظام حاکميت نه دی منلی او د اسرائيلو څخه يې د ځان د دفاع لپاره مرسته غوښتې چې اسرائيلو يې غوښتنه منلې او څو ځله يې د دوی په ننګه پر سوريې باندې بريدونه کړي دي چې دا ځل يې تر ټول ډېر او سخت بريدونه وکړه او لا يې هم د نورو بريدونو د کولو ګواښ کړی دی.
د اسرائيلو دا کړنه د څو کلونو مخکې د ايران کړنو ته ورته ده چې په سوريه کې يې د علويه او نصيريه شيعه توکمو په مرسته سوريې ته خپل پوځونه، وسلې او مشاورين ولېږل او د بشار اسد سره يې د هغو ولسي کسانو په ځپلو کې مرسته وکړه چې د بشار د نظام د پرځونې لپاره راپورته شوي وه چې په نتيجه کې يې ډېری بې ګناه انسانان ووژل، ډېر ښارونه او ښارګوټي يې وران کړه او په سوريه کې يې د خپلمنځي جګړې هر اړخيز اور بل کړ.
دا د مسلمانانو د کمزورۍ او ضعف پايله ده چې نن يې د اسرائيلو غوندي وړوکی هيواد په هر ځای او هر وخت کې ګواښي او چې په کوم ځای کې يې زړه وغواړي د خپلي خوښي سره سم بريدونه ورباندي کوي چې په دې سلسله کې يې دا دی غزه په پوره توګه ورانه کړه او د خاورو سره يې برابره کړه، پر ايران يې بريد وکړ او اوس يې دا دی پر سوريه باندې خپل سخت او توند ظالمانه بريدونه وکړه خو مسلمانان لا هم په خوب ويده دي؛ ځيني اسلامي هيوادونه په خپل عيش او عشرت اخته دي، ځينو اسلامي هيوادونو په خپلو داخلي جزئي مسائلو ځانونه په پوره توګه مصروف کړي دي، ځيني اسلامي هيوادونه لا هم د بدمرغي ديموکراسۍ تر حاکميت لاندې د جمهوريت سره لاس او پنجه دي او ځيني هيوادونه لا تر اوسه د ملګرو ملتونو پر منځګړيتوب او د امريکا پر کاذب سياست باور لري او په دې طمعه دي چې د اسرائيلو غوندي د ظالمو او غاصبو هيوادونه مخه به ونيسي خو سړی د دې هيوادونو مشرانو ته حيران پاتې کيږي چې په کوم عقل او کوم دليل يې داسي د غفلت مرګونی سياست غوره کړی دی؟ او د دې هيوادونو ملت ته سړی فکر اخلي چې څنګه يې د داسي بې کفايته او غلام مزاجه انسانانو حاکميت منلی دی؟ څوک چې عقل ولري هغه بايد د تېر تاريخ او هري ورځي د تېرېدلو څخه عبرت واخلي او هغه ګامونه پورته کړي چې په مټ يې ځان، ملت او مسلمان وړونه ساتلای شي.
تر څو چې اسلامي هيوادونه سره متحد نه شي، د اسلامي هيوادونو ملتونه د ځان لپاره با احساسه مشران غوره نکړي، د نړۍ د حالاتو سره د ځانونو په عيارولو سره لومړيتوبونه و نه پېژني او هر اسلامي هيواد د اتمي وسلو خاوند نه شي تر هغه وخته به د امريکا د غلامۍ او اسرائيلو د ظلم څخه خلاص نه شي او په دې خبره خو نن هر څوک پوهيږي چې تر څو مسلمانان ځانونه په مادي او معنوي اعداد سمبال نکړي تر هغه وخته به هيڅ ظالم او کافر ورڅخه و نه ويريږي.
نن د دې وخت دی چې مسلمانان را ويښ شي او د عمر بن خطاب، خالد بن وليد، عمرو بن العاص، طارق بن زياد، محمد بن قاسم، صلاح الدين ايوبي، نورالدين زنکي، محمود غزنوي، سلطان محمد فاتح او احمد شاه ابدالي غوندي اتلان د ځانونو لپاره مشران وټاکي تر څو يوځل بيا ستره اسلامي امپراتوري را ژوندۍ کړي او د دې مظلوميت څخه ځانونه خلاص کړي.
له بده مرغه چې د دومره سترو حقائقو د څرګندېدلو سره او د داسي سترو ظلمونو د کېدلو برسېره بيا هم ځيني اسلامي هيوادونه لکه مصر، ترکيه، اردن، متحده امارات، مراکش، اذربايجان، بحرين، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان اسرائيل په رسيمت پېژني او ديپلوماتيکي او تجارتي اړيکي ورسره ساتي په رښتيا چې له يوې خوا نړۍ ظالمه ده او له بلي خوا مسلمانان د غفلت په خوب ويده دي.
که حالات همداسي دوام پيدا کړي او مسلمانان همداسي غافل وي نو لري نه ده چې اسرائيل به خپل خوب رښتيا کړي، خپل ګاونډي اسلامي هيوادونه به اشغال کړي او د نړۍ هر اسلامي هيواد به د خپل هيبت تر پوښښ لاندي راوړي.
په آخره کې یوځل بيا وايم چې څومره غريب او عاجزه مسلمانان يو چې د يوه وړوکي اسرائيل مخي ته نه شو درېدلای!.

د دوو کسانو لپاره په ژوند کې خير سته:
ژباړه: د هيچا لپاره په ژوند کې هيڅ خیر نشته پرته له دوو کسانو: یو چوپ زده کوونکی او بل عالم وینا کوونکی.
يعني ممکن ډېر خلک د ژوند څخه خوند وانخلي او ژوند يې خوندور نه وي خو د
دوو کسانو ژوند خوندور دی او د خپل ژوند څخه خوند اخيستلای شي: لومړی هغه څوک چې
چوپ پاتيږي ترڅو يو شی زده کړي او بل هغه څوک چې د علم د درلودلو سره وينا کوي.
نو موږ بايد کوښښ وکړو چې د ځان څخه په دغه دوو کتگوريو کې يو دانه جوړ
کړو، که خبري کوو نو داسي خبري وکړو چې په هغه باندې خبر و اوسو او که په کوم شي
خبر نه يو نو غوره او بهتره دا ده چې چوپ پاتې شو تر څو په خبره پوه شو او د
حالاتو څخه خبر شو.
قال ابوالدرداء: لا خیر في الحیاة إلا لأحد رجلین: منصت واع
او متکلم عالم.[روضة العقلاء:33]
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۴/۲۴
د يوه انسان د هدايت کولو ثواب:
ژباړه: د ابن جعفر څخه روايت دی چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم معاذ رضي الله عنه د دين د تعليم لپاره واستوی نو يې ورته وويل: چې الله يو سړی ستا په ذريعه هدايت کړي تا ته تر دنيا او هغه شيانو چې په دنيا کې سته ښه دی.
يعني که یو کس ستا په زیار او دعوت هدايت شي تا ته تر دنيا او ټولو هغو شيانو په دنیا کې شته دغه کار بهتره او غوره دی.
نو ای مسلمانانو وړونو! چې د يوه انسان هدايت کول دومره ثواب لري د ډېرو انسانانو هدايت کول به څومره ثواب ولري؟ نو راځئ د نورو انسانو د هدايت لپاره کار وکړو او د دعوت ګڼي لاري د مسلمانانو د هدايت په موخه وکاروو تر څو چې الله تعالی مو دغه لوی فضيلت په برخه کړي.
عَنِ ابْنِ جَعْفَرٍ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ بَعَثَ مُعَاذًا يُعَلِّمُ الدِّينَ قَالَ لَهُ : لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلاً وَاحِدًا ، خَيْرٌ لَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا.[الزهدلإبن مبارک1375]

زموږ آکونټونه او پاڼې:
تلګرام:
واټساپ ګروپ:
فيسبوک:
ايکس/ ټويټر:
ويبلاګ:
د دنيا سره د محبت تاوان او هغه څوک چې الله تعالی ورته په قهر کيږي:
ژباړه: حسن بصري رحمه الله فرمايلي دي: څوک چې د دنيا سره محبت ولري او دنيا ورته خوند ورکوي الله تعالی به يې د آخرت وېره له زړه څخه وباسي او څوک چې علم يې ډېر شي بيا يې پر دنيا حرص هم ډېر شي نو دی به د الله تعالی څخه ډېر لري شي او الله تعالی به ورته ډېر په قهر شي.
دا د دنيا سره د محبت تاوان دی چې په سبب يې د آخرت وېره د انسان له زړه څخه وځي او د علم ډېروالی د انسان لپاره کمال دی خو چې کله بيا د علم د ډېروالي سره د دنيا حرص هم وي بيا نو د انسان لپاره لوی تاوان دی ځکه چې انسان د الله تعالی د رحمت څخه لري کيږي او الله تعالی ورته په قهر کيږي او دا په دې خاطر دی چې د علم د ډېروالي سره بايد په انسان کې تقوی او پرهيزګاري پيدا شي نه د دنيا سره مينه او محبت نو د چا چې د علم د ډېروالي وروسته د تقوی او پرهيزګارۍ پر ځای د دنيا سره محبت پيدا شي په سبب به يې د الله تعالی څخه لري کيږي او الله تعالی به ورته په قهر کيږي.
همداسي مالک بن دينار رحمه الله فرمايي: بدن چې کله ناروغ شي نو خواړه، څښاک، خوب او راحت هيڅ شی ګټه نه ورته کوي همداسي زړه چې د دنيا په محبت پوري وتړل شي نو وعظ او تبليغ ګټه نه ورته کوي. .[الزهد الکبير للبيهقي 261]
د ځان لپاره د حلال مال ډېرول هيڅ پروا نه لري خو زړه بايد د دنيا په محبت پوري و نه تړو کنه نو بيا به مو هيڅ ښه خبره زړه ته داخله نه شي.
قال الحسن من أحب الدنيا وسرته ذهب خوف الآخرة من قلبه ومن ازداد علما ثم ازداد على الدنيا حرصا لم يزدد من الله إلا بعدا ولم يزدد من الله إلا بغضا.[روضة القلاء 27]
مولوي نورالحق مظهري
زموږ.تلګرام

۱۴۰۴/۰۴/۲۳
ښه خلک به ډېر وي.
۱۴۰۴/۰۴/۲۲
د فاسدو خلکو کارونه هم فاسد وي:
ملګرو ملتونو نړيوالي فحاشي او ډمي اريانا سعيد ته د بشري حقوقو(های نوت) جايزه ورکړېده؛ دا په داسي حال کې ده چې د اریانا سعيد څخه بېله فحاشۍ او عياشۍ بل نوښت او مثبته کړنه چا نه ده ليدلې.
که د آریانا سعيد ټول ژوند وګورو او بيا په عقل باندي هغه تحليل کړو دا به راته په ډاکه شي چې بشر ته د اریانا سعيد يواځينۍ ډالۍ بې حيايي او ډمتوب دی بل يې هيڅ خدمت چا نه دی ليدلی، نو د ملګرو ملتونو دا کړنه پر دې دلالت کوي چې په دوی کې هم چنداني سړي نشته کنه نو داسي بدمرغي ښځي ته به يې د بشري حقوقو جايزه نه ورکوله.
وايي: چې څنګه يې غر وي هغسي يې کربوړی وي. همداسي وايي: چې شی فاسد او مردار سي ارومرو بد بوی کوي، نو د ملګرو ملتونو اداره خپله فاسده ده چې داسي فاسد کارونه ورڅخه کيږي او خپله نا اهله ده چې داسي نا اهله انسانان ستايي.
دا ملګري ملتونه نه بلکې لنډغري ملتونه دي، کاشکې چې د هيوادونو په رهبرۍ کې نه وای او انساني ملتونو ته يې نسبت نه کېدلای د دوی ټولي کړني همداسي دي چې يواځي کفري عقيدې، سیاسي انحراف، فرهنګي ګمراهۍ او اخلاقي فساد ته خدمت کوي الله تعالی دي دوی او د دوی خواخوږي تباه او برباد کړي.
مولوي نورالحق مظهري
زموږ تلګرام لپاره دغه ځای کښېکاږئ

۱۴۰۴/۰۴/۲۱
د مسلمان دښمنان څوک او څو دانې دي؟
مسلمانه وروره! او مسلمانې خوري!
ستا دښمن ستا لپاره تباهي او بربادی غواړي.
آیا پوهېږې دښمنان دې څوک دي او څو دانې دي؟
وروره او خوري! هر مسلمان څلور دانې دښمنان لري: دوه یې پټ دي یعني په سترګو نه لیدل کیږي او دوه ښکاره دي یعني په سترګو لیدل کیږي.
په پټو دښمنانو کې یو د انسان په وجود کې د ننه د ده نفس دی چې انسان ته ګناه ښایسته کوي، نفسي غوښتني ورته ښې ښکاره کوي او د انسان په وجود کې د شیطان راتللو او وسوسې ته لاره آواره وي.
بل پټ دښمن دې شیطان دی چې د لومړي سره څخه یې د انسان د ګمراه کولو لپاره قسم خوړلی دی او تل د انسان د هلاکت او بربادۍ لپاره پلانونه جوړوي، همداسي د ګڼو لاره څخه انسان دوکه کوي او ګناه کولو ته یې هڅه وي.
په ښکاره دښمنانو کې دې یو هغه نا اهله او ګمراه انسان دی چې ستا سره نژدې په کلي او کور کې اوسیږي، ته ورته د مسلمان په سترګه ګورې خو دی ستا د ګمراه کولو لپاره مختلفي دسیسې جوړوي، ستا مخي ته د ګناه په کولو سره تا ته د ګناه کولو دعوت درکوي، غواړي تا هم د ځان غوندي نا اهله او بدمرغه کړي او ستا څخه لري دښمن کافر ته ده راتللو بلنه ورکوي.
او بل ښکاره دښمن دې ستا سره په دین مخالف کافر دی چې هیڅ وخت ستا لپاره په ښه ژوند باندی نه خوشحاله کیږي او تل ستا د بربادۍ او تباهۍ لپاره د مختلفو نیرنګونو او لارو څخه کار اخلي.
وروره اوخوري! د دین په لاره کې د سختیو او ستونزو په ګاللو، په غم او مصیبت کې د تحمل او زغم په کولو، په سم عبادت، د الله پاک په ذکر او یادولو، د تکبر، غرور، حسد او درواغو څخه په ډډه کولو، د حرام مال څخه د ځان ساتلو او پر سنت طریقه د ځان په برابرولو باندې نفس او شیطان ترټلای او د ځانه څخه شړلای سې او خپل ځان د دوی د شر څخه ساتلای سې.
پاته سوه دوه ښکاره دښمنان؛ نو که ته قرآن، سنت او اسلامي علوم زده کړې، په هغو باندې عمل وکړې، د هغو په چوکاټ کې د ننه خپل دوست او دښمن وپېژنې او د هر چا سره د دوستۍ او رابطې معیار ځان ته معلوم کړې نو هیڅکله دوی تا ته تاوان نه سی رسولای او نه دې هم د بربادۍ لوري ته کشولای سي.

۱۴۰۴/۰۴/۱۹
تاريخي او عبرتي خبره:
یو چا د بني اميه د يو پوه څخه د دوی د دولت د سقوط د سبب په اړه پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل:
کوچني کارونه مو لويو خلکو ته وسپارل او لوی کارونه مو کوچنيانو ته وسپارل نو موږ د افراط او تفريط تر منځ ورک شو.
دښمن مو ځان ته نژدې کړ، په دې تمه چې ښايي دوست مو شي او دوست مو لرې کړ، دا فکر مو کاوه چې وفادار به پاتې شي خو د دښمن له غدارۍ سره مخ شو او د دوست وفاداري مو له لاسه ورکړه.
یعني با استعداده لوی کسان مو په کوچنيو کارونو مصروف کړه او لوی کارونه مو بې استعداده کسانو ته ورکړه نو موږ د افراط او تفريط تر منځ ختم شو، همداسي خپل دښمن مو ځان نژدې کړ موږ فکر کاوه چې دوست به مو شي او دوست مو د ځانه څخه لري کړ ځکه موږ ويل: دا خو دوست دی تل به وفاداره پاتې شي خو نتيجه يې داسي شوه چې دښمن مو دوست نه شو بلکې لا يې هم غداري راسره وکړه او دوست وفاداره پاتې نه شو.
د ډاکټر علي قره داغي له ايکس څخه:ډاکتر علي قره داغي

۱۴۰۴/۰۴/۱۸
عقل او هوښياري هر وخت ښه وي:
ژباړه: هوښیار انسان په کوچنیتوب کې د ښو اخلاقو څښتن وي، په هلکتوب کې سم فکر کوي، د بلوغ پر مهال پاکدامنه وي، د ځوانۍ په عمر کې د خوږو او غوره خویونو خاوند وي، په منځني عمر کې د ښه نظر او تدبیر خاوند وي.
په هر سن او عمر کې عقل د انسان لپاره کمال دی او په عقل باندي انسان ډېرو لوړو رتبو او مرتبو ته رسېدلای سي ځکه نو په کوچنيوالي کې عقل انسان ته ښه اخلاق ورکوي، په هلکتوب کې ښه فکر او ښه سوچ ورکوي، د بلوغ په زمانه کې پاکدامني او عفت ورکوي، د ځوانۍ په وخت کې خواږه او غوره خويونه ورکوي او په منځني عمر کې ښه نظر او تدبير ورکوي.
والعاقل يكون حسن المأخذ في صغره صحيح الأعتبار في صباه حسن العفة عند إدراكه رضى الشمائل في شبابه ذا الرأي والحزم في كهولته.[روضة العقلاء: 22]

موږ به هيڅ وخت ناهيلي نه شو:
په هغه وخت کې چې تاتاريانو د عباسي خلافت پلازمېنه بغداد ونيوله عثمان بن ارطغرل چې د عثماني خلافت بنسټ ايښودونکی وو، وزېږېد.
په هغه وخت کې چې اندلس سقوط وکړ محمد فاتح قسطنطيه فتح کړه.
د عباسي خلافت د ډېري کمزورۍ پر مهال صلاح الدين ايوبي په حطين کې بريا ترلاسه کړه او اقصی جومات يې د صلیبیانو څخه آزاد کړ.
او هغه وخت چې امريکا افغانستان اشغال کړ او د ټولي اسيا هیوادونه په خطر کې وه اسلامي امارت افغانستان د امريکایانو څخه آزاد کړ او د نړۍ تر ټولو ستري امپراتورۍ ته يې ماتې ورکړه.
ځکه نو موږ بايد هيڅ وخت ناهیلي نه شو او په ټولي نړۍ کې د توحيد بیرغ د رپولو لپاره هڅه وکړو.
موږ مسلمانان د عنقاء(فينکس) مرغۍ په څېر د خپلو ايرو څخه بيرته را ژوندي کيږو او د هرې سختۍ وروسته د وياړ پر څوکو خپل د آزادۍ بيرغ پورته کوو.
که موږ صبر او استقامت وکړو او په پوره تدبير د اخلاص او للهيت په چوکاټ کې خپلي هر اړخیزي مبارزې ته دوام ورکړو ارومرو به د ټولو ستونزو څخه را وځو او اقصی جومات به بيرته د مسلمانانو لاس ته ورځي.

اشتراک در:
پستها (Atom)