۱۴۰۴/۰۴/۲۱

د مسلمان دښمنان څوک او څو دانې دي؟

مسلمانه وروره! او مسلمانې خوري! 
ستا دښمن ستا لپاره تباهي او بربادی غواړي.
آیا پوهېږې دښمنان دې څوک دي او څو دانې دي؟
وروره او خوري! هر مسلمان څلور دانې دښمنان لري: دوه یې پټ دي یعني په سترګو نه لیدل کیږي او دوه ښکاره دي یعني په سترګو لیدل کیږي.

په پټو دښمنانو کې یو د انسان په وجود کې د ننه د ده نفس دی چې انسان ته ګناه ښایسته کوي، نفسي غوښتني ورته ښې ښکاره کوي او د انسان په وجود کې د شیطان راتللو او وسوسې ته لاره آواره وي.

بل پټ دښمن دې شیطان دی چې د لومړي سره څخه یې د انسان د ګمراه کولو لپاره قسم خوړلی دی او تل د انسان د هلاکت او بربادۍ لپاره پلانونه جوړوي، همداسي د ګڼو لاره څخه انسان دوکه کوي او ګناه کولو ته یې هڅه وي.

په ښکاره دښمنانو کې دې یو هغه نا اهله او ګمراه انسان دی چې ستا سره نژدې په کلي او کور کې اوسیږي، ته ورته د مسلمان په سترګه ګورې خو دی ستا د ګمراه کولو لپاره مختلفي دسیسې جوړوي، ستا مخي ته د ګناه په کولو سره تا ته د ګناه کولو دعوت درکوي، غواړي تا هم د ځان غوندي نا اهله او بدمرغه کړي او ستا څخه لري دښمن کافر ته ده راتللو بلنه ورکوي.

او بل ښکاره دښمن دې ستا سره په دین مخالف کافر  دی چې هیڅ وخت ستا لپاره په ښه ژوند باندی نه خوشحاله کیږي او تل ستا د بربادۍ او تباهۍ لپاره د مختلفو نیرنګونو او لارو څخه کار اخلي.

وروره اوخوري! د دین په لاره کې د سختیو او ستونزو په ګاللو، په غم او مصیبت کې د تحمل او زغم په کولو، په سم عبادت، د الله پاک په ذکر او یادولو، د تکبر، غرور، حسد او درواغو څخه په ډډه کولو، د حرام مال څخه د ځان ساتلو او پر سنت طریقه د ځان په برابرولو باندې نفس او شیطان  ترټلای او د ځانه څخه شړلای سې او خپل ځان د دوی د شر څخه ساتلای سې.

پاته سوه دوه ښکاره دښمنان؛ نو که ته قرآن، سنت او اسلامي علوم زده کړې، په هغو باندې عمل وکړې، د هغو په چوکاټ کې د ننه خپل دوست او دښمن وپېژنې  او د هر چا سره د دوستۍ او رابطې معیار ځان ته معلوم کړې نو هیڅکله دوی تا ته تاوان نه سی رسولای او نه دې هم د بربادۍ لوري ته کشولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۹

تاريخي او عبرتي خبره:

یو چا د بني اميه د يو پوه څخه د دوی د دولت د سقوط د سبب په اړه پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل:
کوچني کارونه مو لويو خلکو ته وسپارل او لوی کارونه مو کوچنيانو ته وسپارل نو موږ د افراط او تفريط تر منځ ورک شو.

دښمن مو ځان ته نژدې کړ،  په دې تمه چې ښايي دوست مو شي او دوست مو لرې کړ، دا فکر مو کاوه چې وفادار به پاتې شي خو د دښمن له غدارۍ سره مخ شو او د دوست وفاداري مو له لاسه ورکړه.

یعني با استعداده لوی کسان مو په کوچنيو کارونو مصروف کړه او لوی کارونه مو بې استعداده کسانو ته ورکړه نو موږ د افراط او تفريط تر منځ ختم شو، همداسي خپل دښمن مو ځان نژدې کړ موږ فکر کاوه چې دوست به مو شي او دوست مو د ځانه څخه لري کړ ځکه موږ ويل: دا خو دوست دی تل به وفاداره پاتې شي خو نتيجه يې داسي شوه چې دښمن مو دوست نه شو بلکې لا يې هم غداري راسره وکړه او دوست وفاداره پاتې نه شو.

د ډاکټر علي قره داغي له ايکس څخه:ډاکتر علي قره داغي

۱۴۰۴/۰۴/۱۸

عقل او هوښياري هر وخت ښه وي:

ژباړه: هوښیار انسان په کوچنیتوب کې د ښو اخلاقو څښتن وي، په هلکتوب کې سم فکر کوي، د بلوغ پر مهال پاکدامنه وي، د ځوانۍ په عمر کې د خوږو او غوره خویونو خاوند وي، په منځني عمر کې د ښه نظر او تدبیر خاوند وي.

په هر سن او عمر کې عقل د انسان لپاره کمال دی او په عقل باندي انسان ډېرو لوړو رتبو او مرتبو ته رسېدلای سي ځکه نو په کوچنيوالي کې عقل انسان ته ښه اخلاق ورکوي، په هلکتوب کې ښه فکر او ښه سوچ ورکوي، د بلوغ په زمانه کې پاکدامني او عفت ورکوي، د ځوانۍ په وخت کې خواږه او غوره خويونه ورکوي او په منځني عمر کې ښه نظر او تدبير ورکوي.

والعاقل يكون حسن المأخذ في صغره صحيح الأعتبار في صباه حسن العفة عند إدراكه رضى الشمائل في شبابه ذا الرأي والحزم في كهولته.[روضة العقلاء: 22]
مولوي نورالحق مظهري

موږ به هيڅ وخت ناهيلي نه شو:

په هغه وخت کې چې تاتاريانو د عباسي خلافت پلازمېنه بغداد  ونيوله عثمان بن ارطغرل چې د عثماني خلافت بنسټ ايښودونکی وو، وزېږېد.

په هغه وخت کې چې اندلس سقوط وکړ محمد فاتح قسطنطيه فتح کړه.

د عباسي خلافت د ډېري کمزورۍ پر مهال صلاح الدين ايوبي په حطين کې بريا ترلاسه کړه او اقصی جومات يې د صلیبیانو څخه آزاد کړ.

او هغه وخت چې امريکا افغانستان اشغال کړ او د ټولي اسيا هیوادونه په خطر کې وه اسلامي امارت افغانستان د امريکایانو څخه آزاد کړ او د نړۍ تر ټولو ستري امپراتورۍ ته يې ماتې ورکړه.

ځکه نو موږ بايد هيڅ وخت ناهیلي نه شو او په ټولي نړۍ کې د توحيد بیرغ د رپولو لپاره هڅه وکړو.

موږ مسلمانان د عنقاء(فينکس) مرغۍ په څېر د خپلو ايرو څخه بيرته را ژوندي کيږو او د هرې سختۍ وروسته د وياړ پر څوکو خپل د آزادۍ بيرغ پورته کوو.

که موږ صبر او استقامت وکړو او په پوره تدبير د اخلاص او للهيت په چوکاټ کې خپلي هر اړخیزي مبارزې ته دوام ورکړو ارومرو به د ټولو ستونزو څخه را وځو او اقصی جومات به بيرته د مسلمانانو لاس ته ورځي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۷

هوښيار انسان او د هغه عيبونه:

ژباړه: د هوښيار انسان څخه د خپل نفس عيب پټ نه پاتې کېږي، ځکه د چا څخه چې د خپل نفس عيب پټ وي د نورو ښېګڼې هم ورڅخه پټې پاتې کېږي او تر ټولو ستره سزا د انسان لپاره دا ده چې خپل عيب ورڅخه پټ وي؛ ځکه څوک چې خپل عيب و نه پېژني هغه خپل عيب نه شي پرېښودلای او څوک چې د خلکو ښېګڼې و نه پېژني هغه به هيڅکله له هغو څخه ګټه پورته نه کړي او د نوي شروع کوونکې لپاره تجربې څومره ګټورې دي!.

د هوښيار انسان څخه د ده عيب ځکه پټ نه پاتې کيږي چې هوښيار انسان په ځان کې د عيبونو ګمان کوي او هيڅ کله ځان ورته جامع الکمالات يا د عيبونو څخه پاک نه ښکاري له همدې هميشه په ځان عيبونه ويني او د خپلو عيبونو د اصلاح لپاره کار کوي؛ د چا څخه چې خپل عيبونه پټ شوه د هغه څخه به ارومرو د نورو خلکو ښېګڼې او نېکۍ پټيږي ځکه هغه ټولې نېکۍ په ځان کې راټولي ويني او پر نورو انسانانو بد ګمانونه کوي له همدې امله ځان ورته معصوم او د کمالاتو څخه ډک ښکاري او نور خلک ورته ګناهکار او نيمګړي ښکاري.

که څوک غواړي خپل عيیونه اصلاح کړي او د نورو انسانانو له ښېګڼو څخه ګټه پورته کړي نو په خپلو عيبونو دې ځان خبر کړي او د نورو انسانانو ښېګڼي دې و ويني او تر دې لا مهمه خبره دا ده چې په ژوند کې د تجربو د لاسته راوړلو لپاره دې د نورو انسانانو د تجربو څخه استفاده وکړي ځکه هوښيار انسان په ژوند کې هيڅ وخت ځان د استفادې څخه بې پروا او مستغني نه ګڼي.

والعاقل لا يخفى عليه عيب نفسه لأن من خفى عليه عيب نفسه خفيت عليه محاسن غيره وإن من أشد العقوبه للمرء أن يخفى عليه عيبه لأنه ليس بمقلع عن عيبه من لم يعرفه وليس بنائل محاسن الناس من لم يعرفها وما أنفع التجارب للمبتدى.[روضة العقلاء:22]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۶

هوښيار انسان د هيچا سپکاوی نه کوي:

هوښيار انسان د هيچا سپکاوی نه کوي؛ ځکه چې څوک چې د واکمن سپکاوی وکړي هغه به خپل دنيا خرابه کړي، څوک چې د نېکو انسانانو سپکاوی وکړي هغه به خپل دين خراب کړي، څوک چې د خپلو(ديني) وړونو سپکاوی وکړي هغه به خپل عزت له منځه يوسي او څوک چې د عامو خلکو سپکاوی وکړي هغه به خپل ساتنه له منځه يوسي.

کوښښ وکړئ چې د هيڅ مسلمان سپکاوی بلکې د هيڅ انسان سپکاوی ونکړئ ځکه د مسلمان په اخلاقو او اعمالو کې بايد هيڅ ډول سپکاوی ځای و نه لري؛ سپکاوی نه تنها دا چې اخلاقي نيمګړتيا ده بلکې تاوان يې خپله سپکاوي کوونکې انسان ته رسيږي.

والعاقل لا يستحقر أحدا لأن من أستحقر السلطان أفسد دنياه ومن استحقر الأتقياء أهلك دينه ومن استحقر الإخوان أفنى مروءته ومن استحقر العام أذهب صيانته.[روضة العقلاء – ابن حبان 22]
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/isalamimaqali

۱۴۰۴/۰۴/۱۴

سرمايه دارانو ته د مال په خاطر عاجزي مه کوئ:

ژباړه: د ابراهيم بن عبدالله بن مسعود څخه روايت دی چې هغه وفرمايل: څوک چې شتمن او سرمايه دار ته ځان ټيټ کړي(عاجزي وکړي) او د هغه د تعظيم لپاره او په خاطر د طمعي د هغي ګټي چې د شمتن لخوا راځي ځان عاجز کړي نو د عزت دوه درېيمه برخه او نيم د دين به يې له منځه لاړ شي.

يعني څوک چې د مال لاس ته راوړلو يا ګټي حاصلولو لپاره د شتمن انسان تعظيم کوي او ځان يې مخي ته عاجز نيسي په سبب به يې د انسان دوه پر درېيمه برخه يعني ډېري عزت او وقار او نيمه برخه د دين له منځه لاړ شي؛ چې په دې کار سره به د انسان عزت او ديانت دواړه کم شي.

عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ: وَمَنْ خَضَعَ لَغَنِيٍّ وَوَضَعَ لَهُ نَفْسَهَ إِعْظَامًا لَهُ، وَطَمَعًا فِيمَا قِبَلَهُ ذَهَبَ ثُلُثَا مُرُوءَتِهِ، وَشَطْرُ دِينِهِ.[شعب الايمان 7882]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۳

په محرم الحرام مياشت کې څه وکړو؟

په دې مياشتې کې هيڅ ځانګړی مصيبت يا ځانګړې خوشحالي نشته تنها په شريعت کې دومره ثابت دي چې د دې مياشتي د نهمي او لسمي ورځې روژه ثواب لري او که د چا څخه د نهمي ورځې روژه پاتي شي بيا دې د لسمي او يوولسمي ورځې روژه ونيسي.

دا مياشت لکه د ځانګړي خوشحالۍ مراسم چې نه لري، د ځانګړي مصيبت او غم مراسم هم نه لري نو ځکه دا مياشت بايد د نورو مياشتو په څېر عادي وګڼل شي او چې کوم کارونه په نورو مياشتو کې روا دي په دې مياشتي کې هم روا دي.

په دې مياشت کې لکه د مصيبت مراسم جوړول چې ګناه ده د مصيبت مراسمو ته ورتلل هم ګناه ده ځکه نو بايد موږ د ډېر احتياط څخه کار واخلو او په داسي مراسمو کې ګډون ونکړو.

دا شرعي مسئله ده چې هر شی بېله الله د بل چا لپاره نذر شي يا د بل چا پر نوم ذبح شي د هغه شي خوړل  نه دی روا ځکه نو په دې مياشت کې چې کوم خلک د بندګانو په نوم ذبح يا نذر کوي بيا يې د خيرات په نوم پر خلکو وېشي د داسي خوړو خوړل شرعا نه دی روا موږ بايد ځان ورڅخه وساتو.
مولوي نورالحق مظهري

د ديپلوماتيکي پرمختګ پيل:

په جهان کې د نظامونو تر منځ هميشه اړیکي پر رسمي پېژندلو ولاړي وي، د کومو هيوادونو تر منځ چې سیاسي رسميت وي د هغوی تر منځ اړیکي هم پراخي او هراړخيزي وي او چې رسميت نه وي هلته بيا اړیکي هم محدودي او مقيدي وي.

د روسيې هيواد لخوا د اسلامي امارت په رسميت پېژندل يو ستر سياسي بريالیتوب دی، الله تعالی دي وکړي چې زموږ هيواد ته ګټور تمام شي او د بشري اصولو او انساني ضوابطو پر اساس دواړه هيوادونه د يو بل سره ښه تعامل او تودې اړيکي وپالي.

د روسيې دا اقدام نورو هيوادونه ته دا پيغام ورکوي چې که نړيوال غواړي په افغانستان کې خپلي مشروعي ګټي خوندي کړي يا د افغانانو سره بشري خواخوږي وپالي نو يواځي يو غوراوی لري چې هغه د اسلامي امارت په رسميت پېژندل دي.

غوره خبره خو دا وه چې د رسميت پيل اسلامي هيوادونو بيا ګاونډي هيوادونو کړی وای خو اوس چې روسيې دغه غيرت وکړ هيله مند يو چې نور هغه هيوادونه چې ځانونه خپلواک بولي د روسيې پر پلونو پښې کښيږدي او داسي غيرتي اقدام وکړي.

د هيوادونو لپاره د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پېژندل يوه آزموينه ده چې د دوی خپلواکي او استقلال په ډاګه کوي او انساني اصولو ته د دوی پر پابندۍ دلالت کوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۰

برکتناکه او بې برکته سودا:

ژباړه: حکيم بن حزام د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: پلورونکی او پېرېدونکی په اختيار باندي دي تر څو چې سره جلا شوي نه وي که دوی په خپلي سودا کې رښتيا وويل او د خپلي سودا عيب يې بيان کړ نو د دوی په سودا کې به برکت واچول شي او که يې درواغ وويل او د خپلي سودا عيب يې پټ کړ نو د سودا څخه به يې برکت پورته شي.

يعني کله چې دوه نفره سودا سره وکړي تر څو چې دوی په بدن باندي سره بېل شوي نه وي تر هغه وخته پوري دوی په خپلي سودا کې اختيار لري که يې صحيح کوي او که يې لغوه کوي خو چې کله بيا سره جلا شوه بيا نو سودا واجبه سوه لغوه کولای يې نه شي.

همداسي څوک چې په خپلي سودا کې رښتيا ووايي او عيب يې مشتري ته بيان کړي نو الله پاک به يې په سودا کې برکت کښيږدي خو که يې په سودا کي درواغ وويل او عيب يې د مشتري څخه پټ کړ نو د سودا څخه به يې برکت هم پورته شي.
عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: الْبَيِّعَانِ بِالْخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا فَإِنْ صَدَقَا وَبَيَّنَا بُورِكَ لَهُمَا فِى بَيْعِهِمَا وَإِنْ كَذَبَا وَكَتَمَا مُحِقَتْ بَرَكَةُ بَيْعِهِمَا.[صحيح مسلم 3937]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۰۸

حاجیانو صاحبانو ته پيغام:

ګرانو حجاجو کرامو د حج مبارک سفر او بيرته د راستنېدلو مبارکي درته وايم، الله تعالی مو تر سره کړي مناسک او عبادات په خپل دربار کې درڅخه قبول کړه.

تاسې ته معلومیږي له یوې خوا د مال بې ځایه مصرف د الله تعالی نه خوښيږي ځکه په حدیث شريف کې راځي: عَن أبي هُرَيرة قال: قال رَسُول اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وَسَلَّم: لا يحب الله إضاعة المال.[مسندالبزار8463] ژباړه: د ابوهريره رضي الله څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی د مال ضايع کول نه خوښوي، د بلي خوا د اميرالمؤمنين حفظه الله امر دی چې د حج په مراسمو کې بې ځايه لګښتونه مه کوئ. له همدې امله بايد کوښښ وکړئ چې د حج څخه ستاسي راتګ په ساده او عادي مراسمو کې تر سره شي او د بې ځايه لګښتونو څخه ځان وساتئ تر څو د الله تعالی د خوښي خلاف کار درڅخه و نه شي، د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان بې اطاعتي و نه شي او د ناوړه کار رواج کوونکې درڅخه جوړ نه شي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۰۷

داسي فکر مه کوه!

۱ ـ داسي فکر مه کوه چې هر شی چې ته یې صحي بولې هغه به خاماخا صحي وي ځکه یو خو ته معصوم نه یې بل که ستا هر فکر صحي سي نو د هر چا هر فکر صحي دی بیا نو غلط او خطأ نسي موجودېدلای سره د دې چې د خطأ او غلط وجود حق دی.

۲ ـ داسي فکر مه کوه چې کوم حیثیت چې ته يې په خپل قوم او وطن کې لرې هغه به په ټولو قومونو او وطنونو کې لرې ځکه ستا قوم به د قومیت په خاطر او وطنداران به دې د وطندارۍ په خاطر عزت کوي او دا دواړه تړونونه ته د نورو خلکو سره نه لرې.

۳ ـ داسي فکر مه کوه چې ته په يوې ټولنې کې په علمیت باندي مشهور یې نو په ټولي نړۍ کې به ته په علميت باندي مشهور کېږې او په نړیواله کچه به ستا کلیوال حیثیت منل کیږي ځکه نړیوال شهرت نړیوال ظرفیت غواړي او هغه په هر چا کې نشته.

۴ ـ داسي فکر مه کوه چې ستا هره خبره بايد نور خلک ومني او يا په هر شي کې بايد نور خلک ستا سره مشوره وکړي ځکه ستا خبره خو قرآن او حدیث نه دی چې په منلو یې نور انسانان مجبور وي او نه هم هر څوک په تا باور کوي چې ستا سره مشوره وکړي.

۵ ـ داسي فکر مه کوه چې کله ته په يو نظام کې وظیفه ولرې نو ستا هر کار دې په هره برخه کې د نظام په نماينده ګۍ وي او تا ته دي دا حق وي چې خپل هر کار نظام ته منسوب کړې ځکه نظام یواځي ستا پر فکر او ستا پر عمل باندي نه دی ولاړ بلکې په نظام کې ستا په څېر په سلهاوو کسان شته نو که هر یو ستا غوندي دعوه وکړي بیا خو نو د یوه نظام څخه په سلهاوو نظامونه جوړيږي.

۶ ـ داسي فکر مه کوه چې دين او مذهب د یوه ښار او یوه کلي لپاره راغلي تر څو نور ښارونه او کلي ستا د ښار او کلي په مذهب شي بلکې دین او مذهب د عقیدې او عمل نوم دی په هر ځای او هر چا کې موجودېدلای شي.

۷ ـ داسي فکر مه کوه چې دين او مذهب ته ستا لخوا جوړ شوي شعارونه بايد ټول خلک ومني ځکه ستا لخوا جوړ شوي شیان د دین او مذهب شعایر نه دي بلکې ستا تفردات دي منل او نه منل یې یواځي ستا کار دی نور خلک یې په منلو باندي مکلف نه دي.

۸ ـ داسي فکر مه کوه چې د یو شخص د کاري ظرفیت او استعداد په تشخیص کې ته حتما پر حق یې او نور خلک هم باید د هغه شخص په اړه ستا خبره ومني ځکه دا ستا خپل شخصي فکر او انفرادي استنباط دی ممکن ته پکې خطاوتلی وشې.
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/isalamimaqali