۱۴۰۴/۰۳/۱۶

د لوی اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د اختر د ورځي فلسفه:
د اختر ورځ هغه ورځ ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چې د ابو داود شريف په حديث کې راځي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلکو دوې ورځي چې ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا کومې ورځي دي چې تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کې لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو. 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغو ورځو په بدل کې تر هغو غوره دوې نوري ورځي درکړيدي چې تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو يې و لمانځئ چې ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کې د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پېژندل کېږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کېږي نوري ورځي چې ځيني نور خلک ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کې کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چې مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل نه دی روا.
په خلاف د هغو خلکو چې عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام د دين په کامله کېدلو يې سر نه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام د دين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چې په اسلام کې نه تنها دا چې ثبوت نه لري بلکې د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام و هيڅ مسلمان ته د دې اجازه نه ورکوي چې هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تر دې چې د دې اجازه لا نسته چې د اختر په نامه يې ونوموي.
د اخترونو ورځي د هغو ورځو بدیل راغلي دي چې مخکې تر اسلام خلکو لمانځلې او د دې لپاره چې مسلمانان د خوشالۍ کولو لپاره ځانګړي ورځي ولري او د عبادت په کولو باندي یې مرتبې لوړي شي الله پاک ورته دغه مبارکې ورځي ورکړیدي.

د لوی اختر د ورځي فضايل:
1 – د لوی اختر ورځ د هغو لسو ورځو څخه يوه ورځ ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د کال بهترينه ورځي بللي دي.
2 – د لوی اختر ورځ د مسلمانانو لپاره شرعي اختر دی، مسلمانان هر کال و دغه ورځي ته انتظار باسي او چې کله دا مبارکه ورځ را رسیږي په دې ورځي کې مسلمانان يو بل ته مبارکي ورکوي، او د نيکو اعمالو په کولو باندي الله جل جلاله ته ځانونه نژدې کوي ځکه په دې ورځ کې مسلمانان پر يوبل باندي پوښتنه کوي، صله رحمي مراعات کوي، اختريان حلالوي، د مسکېنانو سره مرسته کوي، په اجتماع باندي د اختر لمونځ آداء کوي، د تشريق تکبيرونه وايي، پر ځان او اولاد باندي پيراخي د روزۍ کوي او داسي ډېر نور ښه کارونه سر ته رسوي، چې دا ټوله د دې ورځي پر ارزښت او فضيلت باندي دلالت کوي.
3 – د لوی اختر ورځ د لوی حج ورځ ده په دې ورځو کې حجاج کرام د حج ډېر افعال او مناسک سر ته رسوي لکه طواف کول، د صفا او مروا تر منځ تګ کول، شکريه حلالول، د سر د ورېښتيانو خريل يا لنډول او د جمرة العقبة ويشتل، دا ټوله هغه کارونه دي چې د دې ورځي پر فضيلت او ارزښت باندي دلالت کوي.
4 – د اختر ورځي فضيلت په يوې ورځي کې نه خلاصيږي بلکې څو ورځي نور هم دوام کوي ځکه درې ورځي د اختر وروسته هم ډېري معززي ورځي دي چې مسلمانان پکې ډېر ښه اعمال سر ته رسوي.
نو موږ مسلمانان بايد ودې مبارکې ورځي ته د ډېر عزت او احترام په سترګه و ګورو او په ډېرو ښو مراسمو يې و لمانځو.

د منکراتو څخه د ځان ساتنه:
کله چې الله پاک پر انسان خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چې د الله پاک شکر پرځای کړي چې يقينا د شکر په آداء کولو د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډېريږي لکه د آيت مفهوم چې همداسي دی: چې ای بندګانو که چېري تاسو زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم  درباندي ډېر کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيا نو پوه سئ چې زما عذاب ډېر سخت دی.

د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو کولای شو:
• د اختر په ورځو کې بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکې توکو په رانیولو او استعمالولوکې اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکېن غم هم بايد ورسره وي، د دې پر ځای چې پر شيرينۍ او خوراکې شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکېن ته ورکړي تر څو مسکېن هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي، او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
•  د اختر په مبارکو ورځو کې بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا نه دی چې نفلي عبادات ډېر کوي بلکې متقي او پرهيزګار انسان هغه دی چې د عباداتو د کولو ترڅنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
• د اختر په ورځو کې دي د غير شرعي او ناروا رواجونو څخه  ځان وساتي، ځيني داسي مراسم شته چې نه تنها دا چې جايز نه دي او فايده نه لري بلکې شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چې ځيني د دين څخه ناخبره خلک يې په دې مبارکو ورځو کې جوړوي. 
همدا راز په دې ورځو کې ځيني خلک فاتحه نيسي چې داکار هم شرعا نه دی روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکې د خوشالۍ لپاره دي.
• لکه په نورو ورځو کې چې مسلمان لمونځ په جماعت سره کوي د اختر په ورځو کې هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت سره وکړي او په دې پلمه چې ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه رواکېږي.
• په ځينو سيمو كې داسي رواج دی چې د اختر مخکې د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکوي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چی دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید د دې رواج څخه ځان وساتو.
• همداسي کور ته چې د اختر مخکې یې مړی سوی وي په ځینو ځایونو کې د کلي خلک او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره د دې چې د هغه شرعي درې ورځي فاتحه خو مخکې خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کې نسته دا چې څو میاشتي یا هفتې وروسته دوی ورځي بیرته یې مصیبت را تازه کوي دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.

د اختر د ورځي آداب:
د دې مبارکې ورځي د آدابو د پرځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکې تر دې چې د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړ سي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او د اختري تر حلالولو پوري دي ځان د خوراک څخه وساتي.
په دې ورځي کې بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېر نکړي ځکه چې په دې ورځي کې نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
کله چې عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پر يوې لاري دي ولاړ سي او پر بلي لاري دي بيرته خپل کورته راسي، په لوی اختر کې دي مخکې تر تللو و عيدګاه هیڅ شی نه خوري بلکې د خپل اختري تر حلالولو پوري دي صبر وکړي کله چې یې اختری حلال کړ خپل امساک دي د اختري په غوښو باندي مات کړي.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چې کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کېږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کې دا رواج وو چې د اختر په ورځ به  دوی سره مخامخ کېدل نو يو بل ته به يې ويل: تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پراساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي. 
کله چې د عیدګاه څخه کور ته راسي خپل اختری دي حلال کړي، د اختري په حلالولو کې ښه خبره دا ده چې خپله یې حلال کړي که یې خپله نه شو حلالولای بل څوک دي ورته حلال کړي خو خپله دي ورته ودریږي.
د اختري په غوښو کې سنت طریقه دا ده چې غوښي یې درې برخي سي یوه برخه یې خپله وخوري بله برخه یې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او درېیمه برخه دي بېګانه مسکینانو ته ورکړي.

اختر د چا لپاره دی؟
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کور ته ځي که ګوري چې مخته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: «ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد». يعني اختر د هغه چا لپاره نه دی چې نوي کالي واغوندي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې ډير طاعت او بندګي وکړي.
«ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار». اختر د هغه چا لپاره نه دی چې ډېر دراهم او دنانير لاسته راوړي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې د عزيز اوغفار الله پاک اطاعت وکړي.
نو د هغو خلکو لپاره دي خوشالي او مبارکې وي چې د ذوالحجې په نورو ورځو کې یې عبادت کړی وي، د مساکېنو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاسته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم د دوی لپاره دی.

د اختر د ورځي پيغام:
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چې مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کې خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کې چې د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چې مسلمانان په يو ځای کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چې دا خپله پر فکري، عقيدتي او عملي وحدت او يووالي دلالت کوي او د دې ښکارندويي کوي چې مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ په شان دي او دا بايد موږ مسلمانان د ځان وظيفه وبولو چې ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونو ته  ستانه سو.

۱۴۰۴/۰۳/۱۵

د اختري په اړه د عوامو ځيني غلطياني:

د اختري په اړه دغه لاندي شيان چې په ځينو ځايونو کې رواج دي هيڅ اصل او حقيقت نه لري موږ بايد ځان ورڅخه وساتو:
1 – مخکې تر حلالولو د اختري سترګي په رانجو او يا بل شي باندي تورول.

2 – د اختري په خوله باندي مالګه يا شيريني ورکول او هغه بيا تر څه وخته د تبرک لپاره ساتل.

3 – د اختري ورېښتيان يا پړی د تبرک لپاره د ځانه سره ساتل.

4 – د اختري د حلالولو په وخت کې چې کومه وينه توی سوې وي هغه وينه اخيستل بيا مخ پر قبلې پر يو ديوال باندي د هغې مښوول.

دا هغه شيان دي چي په ځينو ځايونو کې رواج دي خو هيڅ حقيقت نه لري بايد موږ ځانونه ورڅخه وساتو.

د اختري حيوان هم لکه نور حيوانان داسي حلاليږي، شرعي دستور دا دی چې مخکې تر حلالولو د حيوان، چاړه بايد ښه تېره کړل سي او په شرعي طريقه باندي ذبح کړل سي، د اختري ذبح لکه نارينه چې يې کولای سي ښځينه يې هم کولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۴

اختری(قرباني) د څه شي لپاره کيږي؟

د اختري د وجوب لپاره ډېر حکمتونه سته خو موږ يې يو څو دانې ذکر کوو:
1 – اختری کول د ابراهيم عليه السلام سنت دی موږ هم د هغه د سنت په ژوندي ساتلو باندي امر سوي يو لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي: سنة ابيکم ابراهيم. يعني ستاسو د پلار ابراهيم عليه السلام سنت دی.

2 – د اختري په حلالولو کې پر خپل ځان، اولاد، کورنۍ، دوستانو او مسکينانو باندي پيراخي د رزق ده او دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي.

څوک چې د طاقت او توان سره پر خپل اولاد باندي د رزق او روزۍ  پيراخي کوي، د خپلو خپلوانو او نورو مسکينانو سره مرسته کوي دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي له همدې امله د اختري په غوښو کې مستحب دا دی چې درې  برخي سي يوه برخه يې انسان خپله د خپلو اولادونو سره وخوري، بله برخه يې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او درېيمه برخه يې نورو بېګانه مسکينانو ته ورکړي.

3 – د اختري په حلالولو باندي د الله جل جلاله شکر اداء کيږي ځکه د دې تر څنګ چې د اختري په کولو باندي د الله پاک امر عملي کيږي د الله تعالی د رضايت لپاره مالي لګښت او مصرف هم کيږي چې د الله جل جلاله د خوشالۍ سبب جوړيږي.

4 – د اختري په کولو باندي انسان ته ثواب په لاس ورځي  لکه په فضائلو کې د اختري چې راځي: د اختر په ورځ کې تر بل هر عمل الله پاک ته د اختري حلالول ډېر خوښ دي او انسان ته د اختري د غوښو، ښکرونو، ورېښتيانو او ښنګوروکو په مقابل کې ثواب ورکول کيږي او د اختري د لومړي څاڅکي ويني سره د انسان هره ګناه ورته بخښل کيږي.[سنن ترمذي]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۲

ولس بايد خوله ولري او مشران بايد غوږونه ولري:

ژباړه: حسن بصري رحمه الله فرمايي: يو سړي عمر رضي الله عنه ته وويل: ای عمره د خدای څخه و وېرېږه! او دا خبره يې بيخي ډېره ورته وکړه؛ يو کس دغه سړي ته وويل: چوپ سه امير المؤمنين ته دي ډېري خبري وکړې! عمر رضي الله عنه ورته وويل: پرې ايږده په دوی کې به خير نه وي چې موږ ته يې و نه وايي او په موږ کې به خير نه وي چې د دوی څخه يې و نه منو.
يعني پرې ايږده چې خپلي خبري ما ته وکړي؛ په دوی کې به هيڅ خير نه وي چې موږ ته خپلي خبر ونکړي او په موږ کې به هيڅ خير نه وي چې د دوی خبري و نه منو.

په بل روايت کې راځي چې يوه ښځه د أم حکيم په نامه د حضرت عمر رضي الله عنه مخي ته ولاړه سوه نيوکه يې ورباندي وکړه او ورته ويې ويل: د خدای څخه و وېرېږه ای عمره! د ناستو کسانو څخه يو نفر اراده وکړه چې ښځه په چپلاخه/څپېړه ووهي، عمر رضي الله عنه منع کړ او ورته ويې ويل: پرې ايږده چې خپله خبره وکړي! زما دې په الله قسم وي چې په دوی کې هيڅ خير نسته که خپلي خبري موږ ته ونکړي او په موږ کې هيڅ خير نسته چې د دوی خبرو ته غوږ و نه نيسو.  

په کوم نظام کې چې ملت خپلي مشورې، وړانديزونه او سالمي نيوکي د مسئولينو تر غوږو پوري ورسوي او مسئولين يې هم په ورين تندي واوري لکه حضرت عمر رضي الله عنه چې د دغه سړي او د دغې ښځي خبري واورېدلې يقينا چې نظام به هم سمبال وي او هم به د خپل ولس ډېر باور تر لاسه کړي ځکه د هر ځای خپلواک نظام د هماغه ځای د خلکو څخه جوړ دی نو که د خلکو او نظام تر منځ پوره همږغي او د يو بل په وړاندي پوره خواخوږي  موجوده وي هيڅ کله به د نظام او ولس تر منځ منفي واټن نه پيدا کيږي او که خلک خپل ږغ تر مسئولينو پوري و نه رسوي او يا يې مسئولين ورڅخه وا نه وري يقينا چې دواړو د يو بل په وړاندي خپل مسئوليت سر ته نه دی رسولی او د کارونو په پرمختګ کې يې د يو بل سره مرسته نه ده کړې. 

خلاصه داسي ويلای شو چې ملت بايد خوله ولري يعني د خپل نظام په اړه مشرانو ته مشوره ورکړي او مشران بايد غوږونه ولري يعني د ملت خبره واوري او غور ورباندي وکړي، کوم ملت چې د خپل دولت سره مشورې نه شريکوي او يا د اړتيا په صورت کې سالمه نيوکه د مسئولينو تر غوږو پوري نه رسوي د حضرت عمر رضي الله عنه د خبري په حواله په داسي ملت کې خير نشته او که چارواکي د خلکو پر خبرو غوږ و نه نيسي او د هغوی خبري يا سالمي نيوکي وا نه وري بيا نو د حضرت عمر رضي الله عنه د خبري حواله په داسي چارواکو کې خير نشته.

عن الحسن البصري أن رجلا قال لعمر بن الخطاب: اتق الله يا عمر!(واکثر عليه) فقال له قائل: اسکت فقد أکثرت علي أميرالمؤمنين فقال له عمر: دعه، لا خير فيهم إن لم يقولوا لنا، و لاخير فينا إن لم نقبل.[الخراج ص 12]

قالت له أم حكيم بنت الحارث اتق الله يا عمر، فقام إليها أحد الحاضرين يريد لطمها، فمنعه عمر وقال له: دعها تقول، فوالله لا خير فيهم إن لم يقولوها، ولا خير فينا إن لم نسمعها.[الفتنة في عهدالصحابة98]
مولوی نورالحق مظهری

۱۴۰۴/۰۳/۱۱

کله به اسلامي امت را ويښ شي؟

د غزې د مسلمانانو په حالت باندي ټول خبر دي چې تر تصور او فکر لوړ ظلمونه ورسره کيږي، بسته بسته کورنۍ تر خاورو لاندي کيږي او پوره ښارونه د خاورو سره خاوري شوي دي.

څه موده وړاندي د يوې خور ډاکټري آلاء النجار 9 اولادونه د غاصبو اسرائيلو په بمبار کې شهيدان شوه او نن يې خاوند ډاکټر حمدي النجار هم په شهادت ورسېدی.

که آسمانونه پر مځکه د ظلم له کبله را شوه کېدلای نو نن به ارومرو را شوه شوي وای او که مځکي د ظلم له کبله زلزله کولای نن به يې ارومرو زلزله کړې وای خو هغوی د الله تعالی تکويني امر ته په انتظار دي مګر مسلمانان دومره بې غيرته او بې همته دي چې د 57 اسلامي هيوادونو په مخ کي نن د دوی د مسلمانانو وړونو، خويندو او ماشومانو سره داسي کيږي.

د تعجب خبره لا دا ده چې ځيني مسلمان هيوادونو اوس لا هم د اسرائيلو سره ديپلوماتيکي او تجارتي اړيکي لري چې مصر، ترکيه، اردن، متحده امارات، مراکش، اذربايجان، بحرين، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هيوادونه اوس هم اسرائيل په رسميت پېژني او لا هم ديپلوماتيکي اړيکي ورسره ساتي او د المغرب هيواد خو د اسرائيلو دفاع وزير ته ډالۍ هم ورکوي ځکه پر غزې يې خورا منظم بمبارونه کړي دي.

تر څو مسلمانان را ويښ نه شي، په هغه اسلامي هيوادونو کې چې بې غيرته حاکمان لري انقلابونه را نه شي او بې دينه حاکمان د واک څخه ګوښه نه شي، او ټول مسلمانان پر يو مسلمان حاکم سرا راټول نه شي تر هغې پوري به د نړۍ په هيڅ ځای کې مسلمانان د بې غمۍ ژوند ونکړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۰

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(شپږمه او آخري برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

د منافقينو ځيني خصلتونه او حالات:
د دې لپاره چې مسلمان مشران او عام مسلمانان، اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو په زيانونو ډېر پوه شي او په پوره توګه يې وپېژني راځو په قرآن شريف کې د منافقينو ځيني راغلي حالات په لنډ ډول بيانوو:
په سورة البقره کې الله تعالی د منافقينو د زړونو ناروغي او د دوی لخوا د مسلمانانو دوکه کول ذکر کړي دي، په سورة آل عمران کې يې د دوی نا آرامي او خواري ذکر کړې ده، په سورة النساء کې يې د الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکمونو څخه د دوی مخ اړول ذکر کړي دي، په سورة المائده کې يې د کفارو سره د منافقينو د دوستۍ بيان کړی دی، په سورة الانفال کې يې د دين د قوي کېدلو لپاره د الله تعالی په نصرت کې د دوی د شک او ترديد بيان کړی دی، په سورة التوبة کې يې د جهاد څخه د دوی د تښتي او پر مسلمانانو باندي د دوی د بد ويلو يادونه کړېده، په سورة الحچ کې يې د دوی د تزلزل يادونه کړېده، په سورة النور کې يې د دې بيان کړی دی چې منافقين په خپلو نفسي غوښتنو پر دين باندي نيوکه کوي، په سورة العنکبوت کې يې د دوی د صبر د لږوالي يادونه کړېده، په سورة الأحزاب کې يې د الله تعالی د وعدې څخه د دوی د مخالفت بيان کړی دی، په سورة محمد کې يې د دوی د بېغيرتۍ يادونه کړېده، په سورة الفتح کې يې پر الله تعالی د دوی د بدګمانۍ يادونه کړېده، په سورة الحديد کې يې په هيلو باندي د دوی لخوا د خپلو ځانونو د دوکه کولو بيان کړی دی، په سورة المجادلة کې يې د دوی د درواغ قسم اخيستلو يادونه کړېده، په سورة الحشر کې يې د قيامت په ورځ د منافقينو د دوستانو د ذلت او خوارۍ بيان کړی دی، په سورة المنافقين کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د منافقينو د بې ادبۍ ذکر کړی دی او په سورة التحريم کې پر منافقينو د سختۍ کولو او د دوی په وړاندي د جهاد کولو بيان کړی دی.

لنډه دا چې د منافقينو د تاوانونو د ډېروالي له کبله او د دوی په وړاندي د مسلمانانو د ويښتوب لپاره الله تعالی د قرآن شريف په 17 سورتونو کې د دوی د بديو، فريبونو او ګمراهيو يادونه کړېده له همدې امله ټوله مسلمانان په خاصه توګه په اسلامي نظام کې مسئولين بايد د هغه کسانو په وړاندي چې د منافقينو کړني تر سره کوي ډېر ويښ او ځيرک وي تر څو يې دوکه نه کړي او مسلمانان يا اسلامي نظام د ستونزو او ننګونو سره مخ نه کړي.

اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو د ډېر زيان په خاطر رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت په وړاندي د منافقينو د دسيسو او چلونو څخه ډېر د ويري اظهار کړی او فرمايي:
عن عمران بن حصين قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن أخوف ما أخاف عليكم بعدي كل منافق عليم اللسان.[صفة المنافق ص23]
ژباړه: عمران به حصين رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څوک چې د هغه څخه زه پر تاسي باندي ډېر وېرېږم هر هغه منافق دي چې په ژبه عالم وي.

محدثينو د دې حديث په تشريح کې ليکلي دي: په ژبه باندي عالم هغه چا ته وايي چې علم يې يواځي په ژبه کې وي نه په زړه کې يعني په خوله او ژبه ښې خبري کوي خو په زړه کې پر الله تعالی او پر خپلو ښو خبرو باور و نه لري چې دا په اصل کې د منافق عمل دی ځکه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دې شخص ته منافق ويلي دي.

د منافق د خطر او تاوان ډېروالی په دې خاطر دی چې هغه ځان د مسلمان په بڼه ښکاره کوي، د مسلمانانو سره په ټولۍ کې ژوند کوي او د مسلمانانو په ټولو حالاتو ښه پوره خبر وي نو د هر ناوړه کار اراده چې وکړي د کافر په نسبت يې ډېر ژر په اسلامي ټولني کولای شي.

د يوې شبهې جواب:
ځيني خلک وايي: تاسي ولي د ځانونو او خپلو ځينو مشرانو ملامتيا پر منافقينو اچوی او تل واياست چې په فلاني وخت کې منافقينو داسي او داسي کړي دي؟ او ولي په دې کار کې د خلپو مشرانو او ځانونو نيمګړتيا له پامه غورځوی؟
د دوی په جواب کې بايد وويل شي چې: موږ د ځان او خپلو مشرانو ملامتيا پر منافقينو نه اچوو بلکې د منافقينو په دسيسو خلک خبروو او د دوی کرغېړنه څېره خلکو ته معرفي کوو ځکه دوی د اسلام په جامه کې په خوږه ژبه د مسلمانانو په منځ کې ژوند کوي او د مسلمانو مشرانو په شمول هر څوک ورباندي نيک ګمان کوي او دوی ته د خپلو مسلمانو وړونو په سترګه ګوري ځکه يې په خپلو رازونو خبروي او مشورې ورسره کوي؛ نو په داسي حالت کې دوکه کېدل د انساني فطرت او بشري طبيعت عارضه ده.

پایله:
منافقين هغه خلک دي چې تر ټولو ډېر يې مسلمانانو ته زيان رسيږي ځکه موږ دا د ځان لپاره دنده بولو چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو هر بدخواه که ښکاره کافر وي، که منافق وي او که ضعيف الايمان مسلمان وي مسلمانو مشرانو او خپلو عامو مسلمانانو ته د کارونو او عادتو پر اساس معرفي کړو تر څو زموږ اسلامي نظامونه او زموږ مسلماني ټولني د دوی د هر ډول شر او فساد څخه خوندي وساتل شي.

په دې خاطر چې منافقين د نفس د عزت او حياء څخه خلاص دي عموما په دوو حالتونو کې د مسلمانانو په منځ کې منافقت کوي او د نفرت خپرولو کوښښ کوي:
1 – په هغه حالت کې چې مسلمانان د زور او قوت پر لوري روان وي؛ په دې حالت کې منافقين خپل موقف او د خپلو بادارانو چې يهود او نصاری دي راتلونکې په خطر کې ويني ځکه نو د ايمان اظهار کوي او د نفاق د خپرولو له لاري مسلمانانو ته ستونزي پيدا کوي.

2 – په هغه وخت کې چې مسلمانان د اسلامي نظام خاوندان وي؛ منافقينو ته اسلامي نظام په هيڅ صورت کې د منلو نه دی ځکه چې د اسلامي نظام د حاکميت سره د منافقينو او د دوی د بادارانو ګټي په خطر کې لويږي او همدا راز مسلمانان پر يو امير باندي سره راټوليږي چې منافقين د مسلمانانو لپاره داسي حالت نه شي زغملای.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې څخه بيا تر اوسه پوري د منافقينو دسيسې د دې پوره ښکارندوويي کوي چي منافقين د مسلمانانو او اسلامي نظامونو لپاره هر ډول دسيسې جوړوي ځکه نو بايد مسلمانان او اسلامي مشران د دوی په وړاندي ډېر ويښ وي.

۱۴۰۴/۰۳/۰۷

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(پنځمه برخه)


ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

 د عثماني خلافت په وړاندي د منافقينو دسيسې: 
عثماني خلافت چې شپږ پېړۍ يې مسلمانان پر ځان راټول كړي وه، د شرق او غرب د کفارو څخه يې په هر ځای کې مسلمانان ساتلي وه او د اروپا پر ډېره برخه يې اسلامي واکمني حاکمه کړې وه د يهودو په پلان او د منافقينو په دسيسو باندي ړنګ شو او د خلافت په آخره کې هغه معامله ورسره وشوه کومه چې د عباسي خلافت سره شوې وه.

منافقينو د عثماني خلافت پر ضد هم داسي دسيسې جوړولې لکه د اسلام د پيل څخه يې چې د اسلامي نظامونو په وړاندي جوړولې؛ د نصاراوو لخوا د اندلس د اشغال وروسته چې کوم يهودي منافقين ترکېې ته راغلي وه د ځينو نورو داخلي منافقينو په مرسته يې د يهودانو د پلانونو عملي کول پيل کړه تر څو عثماني خلافت ړنګ کړي، د مسلمانانو اتحاد له منځه يوسي او بې دينه انسانان پر اسلامي هيوادونو حاکمان کړي.

يهودانو هغه وخت نور هم منافقين د خلافت په وړاندي مبارزې ته وهڅول کله چې سلطان عبدالحميد رحمه الله د يهودانو وړانديز رد کړ او دوی ته يې په فلسطين کې د حکومت جوړولو اجازه ورنکړه.

وروسته تر دې چې يهودان د عثماني خلافت څخه ناهيلي شوه د اوسني اسرائيلي دولت مؤسس او نقشه جوړوونکې ثيودر هرتزل په خلافت کې د ننه د ځينو په نامه مسلمانانو سره چې په اصل کې منافقين وه نوري هم اړيکې ټينګي کړې او د عثماني خلافت د ړنګولو پلانونه يې ورکړه. 

چې يو د هغو څخه مدحت باشا وو؛ نوموړی هغه بدمرغه يهودي الاصل منافق وو چې عثماني خلافت ته يې ځان داخل کړی وو او د خلافت تر لومړي وزيرۍ پوري رسېدلي وو؛ نوموړي د خپل نفوذ څخه په استفاده او د خپلو نورو منافقو ملګرو په مرسته د عثماني خلافت پر ضد ډېر کارونه وکړه چې ځيني يې  په لاندي ډول دي:
1 – سره د دې چې نوموړی د خلافت په لوړ پوړو چارواکو کې هم وو خو بيا يې هم په پټه په اسلامي هيوادونو کې شيطنت کوی، د مسلمانانو په منځ کې يې د عرب او عجم په نامه قومي نفرتونه پيدا کول، د عثماني خلافت د رهبرۍ د بدنامولو کوښښ يې کوی تر څو خلک د عثماني خلافت پر ضد را وپاريږي او ړنګ يې کړي.

2 – د سلطان عبدالعزيز بدنامه کول وروسته يې عزل کول او بيا يې وژل؛ کله چې سلطان عبدالعزيز پوه شو چې اروپايي دولتونه غواړي د عثماني خلافت پر ضد يو ائتلاف جوړ کړي نو يې هڅي پيل کړې چې د اروپا او روسيې د اختلافاتو څخه د عثماني خلافت په ګټه کار واخلي ځکه يې نو د روسيې سفير استانبول ته د خبرو لپاره ډېر رابلی؛ کله چې مدحت باشا د سلطان عبدالعزيز په دې کار باندي خبر شو دستي يې د ده پر ضد شائعات خپاره کړه چې سلطان عبدالعزيز ډېر اسراف کوي او د روسي کافر سره يې دوستي شروع کړېده تر څو چې سلطان يې په دغه افواهاتو باندي عزل کړ او بيا يې په مرموز شکل وواژه.

3 – مدحت باشا په مسلمانانو کې د بې دينۍ يا سيکولر فکر خپرولو ډېره هڅه وکړه آن تردې چې وضعي قانون يې جوړ كړ  چې له مخي يې ځيني نصاری د ځينو ولايتونو واليان ټاکل کېدل او نصراني زده کوونکې د عثماني لښکر حربي پوهنتون کې شاملېدل خو اصلي هدف د ده دا وو چې د شرعي قانون پر ځای يې عملي کړي خو سلطان د قانون د لاسليک کولو څخه ډډه وکړه.

4 – مدحت باشا د خلافت تر حاکميت لاندي د ځينو سياسي ګوندونو جوړولو ته لاره آواره کړه چې مشهور يې د اتحاد او ترقۍ ګوند دی چې ډېری غړي يې دونمي ماسوني يهودان وه او بل د ځواني ترکېې ګوند وو چې ډېری غړي يې بې دينان او سيکولران وه.[الدولة العثمانية عوامل النهوض واسباب السقوط ج2 ص27]

منافقين په ډېري ځيرکتيا سره د اسلامي نظامونو د ړنګولو لپاره کار کوي؛ په لومړۍ نړيواله جګړه کې چې عثماني خلافت د امريکا، بريتانيا، ايټاليا، فرانسه، روسيه او د دوی د نورو متحدينو سره په جنګ بوخت وو د انګريزانو او فرانسويانو لخوا د يو پټ پلان او له مخکې آماده شوي طرحي له مخي د عثماني خلافت د ړنګولو په موخه د هغه وخت عثماني افسر "رئوف بی" مجبور کړل شو چې په يونان کې د مودروس په بندر کې د اوربند تړون امضاء کړي د دې تړون د امضاء کولو دوه کاله وروسته د يهودانو او انګريزانو په توطئه او د هغه وخت د منافقينو په دسيسه په فرانسه کې د هغه وخت د عثماني خلافت د صدر اعظم "دامات عادل فريد باشا" لخوا د امريکا او متحدينو سره د عثماني خلافت د بدنامولو په هدف د سور په نوم تړون امضاء شو چې له مخي يې د عثماني خلافت څو سيمي يونان، ارمنستان او کردستان ته ورکول کېدلې؛ دامات عادل فريد باشا هغه څوک وو چې د عثماني خلافت د دښمنانو سره له مخکې په مرسته او د خلافت د بدنامولو لپاره د ځينو کارونو په کولو باندي متهم وو ځکه چې نوموړی د يهودانو او منافقينو ډېر غمخوار وو؛ که څه هم د دغه تړون وروسته د خليفه لخوا دی عزل شو خو دغه تړون د عثماني خلافت نوم ډېر بد کړ او په خلافت کې د ننه يې ډېر مخالفتونه را پيدا کړه.

د تاريخي حوادثو څخه داسي ښکاري چې د دغه دواړو تړونونو تر شا د مشهور منافق او بې دینه انسان مصطفي کمال اتاترک لاس وو چې قصدا يې غوښتل عثماني خلافت بدنام کړي او خلک يې پر ضد را وپاروي ځکه اتاترک چې په دې وخت کې په عثماني فوج کې مشهور افسر وو د سور تړون څخه د ځان د مشهور کولو او مطرح کولو په ګټه ډېره استفاده وکړه، عثماني خلافت يې د ترکانو سره په خيانت متهم کړ او پر ضد يې عملا په فوج کې کمياين شروع کړ چې بالآخره يې په دې نامه چې ګويا دی د سور د تړون مخالف دی په څو ځايونو کې د فرانسويانو او يونانيانو سره د جګړې په نامه مانورونه وکړه او دې جګړې ته يې د ترکېې د استقلال نوم ورکړ چې تر اوسه يې ترکان په همدغه نامه باندي لمانځي، خو په اصل کې دغه جګړه د ترکېې د استقلال لپاره نه بلکې د عثماني خلافت د ړنګولو لپاره وه.

مصطفي کمال اتاترک د انگريزانو، فرانسويانو او امريکايانو لخوا واک ته ورسېدی، عثماني خلافت يې لغوه اعلان کړ او اوسنې ترکېه يې د مستقل هيواد په بڼه جوړه کړه.

دا يو ثابت شوی حقيقت دی چې د اسلامي نظامونو مخالفين په خاصه توګه منافقين د اسلامي نظامونو د ړنګولو لپاره هره کړنه تر سره کوي لکه: د اسلامي نظام پر ضد تبليغات، يواځي د اسلامي نظام منفي ټکې خلکو ته بيانول، د اسلامي نظام د حاکم پر ضد د خلګو راپارول، د شرعي قوانينو کم رنګه کول او د سياسي ګوندونو جوړول.

په هر وخت کې بايد حاکم اسلامي نظام او اسلامي ټولنه د خپل وخت پردي پال او منافق مزاجه خلک تشخيص کړي او اجازه ورنکړي چې اسلامي نظامونه د ننګونو او چالشونه سره مخامخ کړي.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۳/۰۴

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(څلورمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د عباسي خلافت چه وړاندي د منافقينو دسيسې:
د عباسي خلافت آخري خليفه معتصم بالله د تساهل او آسانۍ په نتيجه کې يوه منافق ځان ورته نژدې کړ او د خلافت تر وزارت او مشاورې پوري يې ځان ورسوی.

نوموړی کس محمد بن ابي طالب مؤيدالدين العلقمي نومېدی، علقمي کوښښ کوی چې خلافت د اهل سنتو له لاسه وباسي او روافضو ته يې په لاس ورکړي خو په دې خاطر چې په دې وخت کې روافض ډېر ضعيف وه نو دغه منافق قصد وکړ چې اسلامي خلافت ړنګ کړي او کفارو ته يې په لاس ورکړي هغه وو چې په پټه يې د تتاريانو له مشر هولاکو سره تماس ونيوی او د هغه څخه يې د عباسي خلافت پر ضد د حملې کولو غوښتنه وکړه.

په دې خاطر چې عباسي خلافت ډېر تکړه ځواکونه درلودل هولاکو نه غوښتل د داسي لوی فوج سره ځان په جګړه بوخت کړي ځکه تر دې مخکې د مستنصر بالله په وخت کې يوځل هولاکو پر بغداد بريد وکړ چې بريد يې ناکامه شو او ډېر کسان يې په بغداد کې ووژل شوه له همدې امله هولاکو علقمي ته وويل: مخکې تر دې چې زه پر بغداد باندي بريد وکړم  ته بايد ما ته خپله ملګرتيا او صداقت په اثبات ورسوې او پر بغداد زموږ حملې ته زمينه برابره کړې. 

په دې خاطر چې علقمي خليفه ته ځان ډېر نژدې کړی وو او د هغه باور يې تر لاسه کړی وو نو يې د خليفه د دوکه کولو اراده وکړه تر څو په يو ډول يې خطاباسي او داسي غلط تصميم په ونيسي چې په نتيجه کې يې عباسي خلافت ړنګ شي.

علقمي منافق، خليفه ته په ډېره پسته لهجه او خوږه ژبه وويل: زموږ او ستاسي ښارونه اوس د ښه امنيت درلودونکې دي او د هيڅ دښمن لخوا موږ ته خطر نه دی متوجه او له بله پلوه زموږ اقتصادي وضعيت هم برابر نه دی او دومره ډېرو کسانو ته د معاش ورکول ستونزمن کار دی نو که ستا خوښه وي لښکر به کم کړو؟ خليفه غريب هم د ده خبره ومنل او نوموړي ته يې د دې کار د اجراء کولو اجازه ورکړه؛ علقمي پر فوجيانو معاشونه بند کړه او په لومړي قدم کې يې 15000 تکړه او غښتلي فوجيان د فوج څخه و ايستل، څه موده وروسته يې 20000 پياوړي او تکړه فوجيان د فوج څخه بهر کړه؛ بيا يې ټولو ته وويل: نور په بغداد کې ستاسي پاتي کېدلو ته اړتيا نشته د بغداد څخه ووځئ او ځانونو ته د روزۍ پيدا کولو لپاره کار پيدا کړئ او په دې ډول يې د عباسي خلافت ډېر فوجيان د صف څخه بهر کړه تر څو په بغداد کې يواځي 10000 عسکر پاتي شوه؛ هغه وو چې وروسته يې هلاکو ته خبر ورکړ، هولاکو راغی او پر بغداد يې بريد وکړ چې په نتيجه کې يې خليفه شهيد کړ بغداد يې ونيوی او همدغه علقمي خبيث يې د بغداد والي وټاکی؛ چې بيا بيرته د هولاکو لخوا ووژل شو ځکه هغه په دې باور وو چې دا سړي کله د معتصم بالله سره خيانت وکړ زما سره يې خو بيخي کوي.[سیر اعلام النبلاء ج23 ص180]

په هره زمانه کې منافقين کوښښ کوي چې ځان ته په اسلامي نظام او يا اسلامي خلافت کې ځای پيدا کړي چې په نتيجه کې د نظام رهبرۍ ته ځان ورسوي او د ګڼو دسيسو له لاري نظام ضعيف او ړنګ کړي.

منافقين هيڅ وخت د اسلامي نظام حاکميت نه غواړي او ډېری وختونه يهودان او نصاری خپل پلانونه د دوی په واسطه عملي کوي له همدې امله که تاريخ ته وګورو نو دا به راته ثابته شي چې  د تاريخ په اوږدو کې هر اسلامي هيواد ته کفار راغلي وي همدغه منافقينو لاره ورته آواره کړې وي.

منافق هغه داخلي دښمن دی چې په خپله هم فساد کوي او نورو بهرنيو دښمنانو ته هم د  فساد کولو فرصت په لاس ورکوي او که د منافقينو خصلت ته وګورو او په تاريخ کې د منافقينو حالات وڅېړو دا به راته ښکاره شي چې منافق توبه هم نه باسي او ډېر لږ داسي پيښيږي چې منافق دي د خپل نفاق څخه لاس واخلي چې لويه او نژدې بېلګه يې زموږ په هيواد کې هغه کسان دي چې د شورويانو سره هم ولاړ وه او چې کله امريکايانو پر هيواد يرغل وکړ  تر ټولو مخكي دوی ورته ښه راغلاست ووايه او په صف کې ورسره ودرېدل.

د منافقينو سره ډېر احتياط په کار دی؛ الله تعالی مسلمانانو ته د دوی په اړه داسي خبره کړېده چې د يهودو او نصاراوو په اړه يې نده کړې او فرمايي: هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ.[المنافقون4] يعني دوی دښمنان دي احتياط ورسره وکړئ. 

که څه هم هر کافر د مسلمانانو دښمن دی خو په دې خاطر چې د منافق دښمني خطرناکه او ډېره پېچلې ده ځکه نو الله تعالی مسلمانان د دوی په وړاندي په احتياط کولو سره امر کوي.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۲/۳۰

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(درېيمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د عثمان او علي رضي الله عنهما په وړاندي د منافقينو دسيسې:
کله چې عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه وټاکل شو حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله د لاري تعقيبول پيل کړه او د هغو ناتمامو پروژو اکمال يې شروع کړ کومې چې د حضرت عمر رضي الله عنه څخه پاتي شوي وې د بېلګې په ډول: د اسلامي حاکميت په داخل کې به د مسلمانانو تر مينځ يووالي او اصلاح ته کار کوي، د اسلامي نظام حاکميت به نورو سيمو ته غځوي او د الله تعالی دين به ټولي نړۍ ته رسوي، دلته د يهودو په زړه کې اورونه بل شوه او د وخت منافقين يې د اسلامي نظام په وړاندي ورانيو ته ودرول.

عبدالله بن سبأ يهودي چې په ابن السوداء باندي مشهور وو د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کې يې د اسلام اظهار وکړ تر څو په مسلمانانو کې د مسلمان په نوم نفوذ وکړي او د يهوادنو پلانونه عملي کړي.

ابن سبأ يهودي د اسلامي نظام په حاکميت کې خپل شيطنت پيل کړ او د خپلو شخصي منافقو ملګرو په ذريعه يې ډېر منافقين او ساده فکره مسلمانان پر ځان باندي راټول کړه او په عراق، شام او مصر کې يې د اسلامي نظام او حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد تبليغات شروع کړه البته تبليغات يې د ښکاره منفي خبرو په شکل نه کول بلکې په ډېري چاپلوسۍ سره يې د نصيحت او خير خواهۍ په بڼه تبليغات کول او د نظام او خليفه پر ضد يې د خلکو په ذهنونو کې شبهات پيدا کول.[الفتنة في عهدالصحابة ج1ص96]

عبدالله بن سبأ منافق د حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد خلک را وپارول او ډېره لويه فتنه يې پيل کړه آن تردې چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د عزل او ګوښه کېدلو غوښتنه يې وکړه چې په سبب يې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد شو او د مسلمانانو په منځ کې ډېرو لويو فتنو ځای ونيوی، او همدغه عبدالله بن سبأ وو چې حضرت علي رضي الله عنه ته يې د خدای نسبت وکړ چې وروسته يې پر همدغه عقيده لويه ډله جوړه شوه.[تاريخ الأمم والملوک ج2 ص647]

ابن سبأ يهودي د مسلمانانو په منځ کې خپل  منافقين داسي پاشلي وه چې مؤرخين وايي: د جمل او صفين لوی جنګونه چې د عثمان رضي الله عنه د شهادت وروسته وشوه سبب يې هغه منافقين وه چي د مسلمانانو په صفونو کې يې ځای نيولی وو او په خاصو دسيسو باندي به يې مسلمانان يو د بل په وړاندي تحريکول.
د همدغه ابن سبأ د منافقت په سبب په مسلمانانو کې د هغه وخت څخه دوې لويي فتنه اچوني ډلي روافض او خوارج پيدا شوه.[ابن السبأمؤسس الماسونیة فی الاسلام ص92]

نو منافقين تل د دې کوښښ کوي چې په مسلمانانو کې بې اتفاقي پيدا کړي، د مسلمانانو پر اسلامي نظام د خلکو باورونه له منځه يوسي، د مسلمانانو پر خليفه يا اميرالمؤمنين شبهات واردوي او تبليغات پسې کوي تر څو مسلمانان يې په وړاندي را وپاريږي، د مسلمانانو په منځ کې د يو بل په وړاندي مخالفتونه پيدا کوي او بالآخره کوښښ کوي چې مسلمانانو په ګڼو ډلو او حزبونو سره وويشي.

په دويمه صدۍ کې د ابوالخطاب ابن الاجدع په نوم يو منافق چې د جعفر الصادق رضي الله عنه څخه يې په دې پلمه چې ګويا زه ستا خدمت کوم بده استفاده کول او د مسلمانانو تر منځ يې نفاق خپروی تر څو همدغه منافق د خطابيه په نوم ډله جوړه کړه او د ده يو شاګرد وو چې ميمون القداح نومېدی او په اصل کې يهودي وو د إباحيه په نوم ډله جوړه کړه چې بيا د ده يوه لمسي چې سعيد نومېدی د دې دعوه يې وکړه چې زه د اسماعيل بن جعفر د هغو زامنو څخه يم چې ځانونه يې پټ کړيدي؛ بيا يې پر ځان د عبيدالله نوم کښېښودی او ملګرو يې په نوم تبليغات شروع کړه چې ګويا دی د فاطمې رضي الله عنها د اولادې څخه دی چې په سبب يې په المغرب، بحرين او يمن کې ډېر پلويان پيدا کړه او د عبيديينو په نوم يې ځان ته حکومت جوړ کړ چې په المغرب کې د 297هـ ق څخه بيا تر 363 هـ ق پوري د دوی حکومت دوام وکړ.[سيراعلام النبلاء ج15ص142]

د عبيديينو عادت دا وو چې ځانونه به يې يهودو او نصاراوو ته ډېر نژدې کول، د هغوی سره به يې د نکاح دوستۍ کولې، هغوی ته به يې په خپل دولت کې وظيفې ورکولې تر څو آخر د دوی حکومت د يهودو لاس ته ولوېدی او د دوی مشران د شام څخه چې د دوی په لاس کې وو وتښتېدل چې د هغه وروسته يهودانو په سميه کې ډېر نفوذ وکړ او د اقصي مسجد يې اشغال کړ.

مسلمانان بايد تل هوښيار وي او د منافقينو په وړاندي ځانونه ډېر ځيرک ونيسي تر څو خدای مکړه دوکه يې نکړي، اسلامي نظام يې بدنام او ړنګ نکړي او د دوی دښمنان ورباندي واکمن نکړي.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۲/۲۹

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(دويمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په وړاندې د منافقينو دسيسې
لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې منافقينو د اسلام او مسلمانانو پر ضد خپل ناوړه کارونه کول د هغه د وفات وروسته يې نور هم خپلو کارونو ته کش ورکړ او د دې لپاره چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس جوړ شوی اسلامي نظام ړنګ کړي او د اسلام د پرمختګ مه ونيسي د صحابه وو په زمانه کې يې هم خپل منافقت ته دوام ورکړ او د وخت اسلامي نظام يې د ګڼو ننګونو سره مخ کړ. 

د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کې ډېرو منافقينو ظهور نه شو کولای خو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو ځينو يې سر راپورته کړ او د وخت حاکم اسلامي نظام پر ضد يې بغاوت وکړ چې لويه بېلګه يې د زکات څخه انکار وو او بيا ارتداد وو.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ځينو خلکو لکه اسد او غطفان قبيلو زکاتونه په اخلاص نه آداء کول چې همدې خبري ته په قرآن شريف کې هم اشاره شوېده: وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.[التوبة98] ژباړه: ځيني د اعرابو هغه کسان دي چې د الله په لاره کې مال مصرفول تاوان ګڼي او ستاسي لپاره آفتونو ته انتظار کوي، پر دوی باندي به بد آفت وي او الله تعالی اورېدونکی او باخبر دی.

په تفاسيرو کې راځي چې دغه آيت د دوی په باره کې نازل شو چې په اخلاص يې زکات نه ورکوی، کله چې ابوبکر رضي الله عنه خليفه وټاکل شو دوی وړانديز ورته وکړ چې زموږ څخه زکات معاف کړي خو ابوبکر رضي الله عنه د دوی خبره و نه منل او زکات يې ورته معاف نه کړ، هغه وو چې د خپل قوم پر يوه سړي طليحة الاسدي باندي راټول شوه چې هغه د پيغمبرۍ دعوه کړېوه چې هغه بيا د خالد بن وليد رضي الله عنه سره په جګړه کې ماتي وخوړل او بيرته مسلمان شو.[حقبة من التاريخ ج1ص67]

مؤرخينو ليکلي دي چې دا د منافقينو په دسيسه يو لوی سياسي ارتداد وو چې هدف يې د اسلامي نظام دړي وړي کېدل او د عربو ټوټه ټوټه کېدل وو تر څو اسلامي نظام ړنګ شي او يا هم لږترټږه د پرمختګ  مخه يې ونيول شي خو الله تعالی د ابوبکر رضي الله عنه او نورو صحابه وو په قوي ايمان او جديت سره دا دسيسه شنډه کړه.

بايد ووايو چې د دين څخه د مسلمانانو اړول د منافقينو لوی هدف دی چې هم يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د لاس ته راوړلو کوښښ کوی او هم يې د صحابه وو په وخت کې کوی؛ دا ځکه چې د مسلمانانو د يووالي او اتحاد محور يواځي دين دی تر څو چې دوی پر دين سره راټول وي هيڅ وخت يې په منځ  کې تفرقه او درځ نه راځي خو که د دين څخه واووښتل بيا به يې په منځ کې هر ډول طبقاتي توپيرونه، ژبني تبعيضونه، قومي شخړي او سيمه ايز وېشونه راځي چې په نتيجه کې به د هر ډول قوي او خپلواک نظام څخه محروم وي؛ چې دا ترخه تجربه مو د اسلامي خلافتونو له ړنګېدلو څخه بيا تر اوسه په خپلو حواسو او ذائقو ليدلې او څکلې ده.

د ابوبکر رضي الله څخه وروسته چې حضرت عمر رضي الله عنه خليفه شو بيا هم منافقين آرام نه وه ناست خو د حضرت عمر رضي الله عنه الهي رعب پر دوی غالب شوی وو ځکه يې نو په چټکۍ او زغرده کوم کار نه شو کولای.

د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت پلان هم دوو منافقينو جوړ کړ او امکانات يې د ابولؤلؤ مجوسي په لاس ورکړه ترڅو چې يې عمر رضي الله عنه په شهادت ورسوی.[الفتنة في عهدالصحابةج1ص95]

د تاريخ په کتابونو کې راځي: هرمزان د فارس د حاکمانو څخه يو حاکم وو کله چې مسلمانانو ګير کړ نو ده په ښکاره د حضرت عمر رضي الله عنه مخ ته ايمان راوړ خو په اصل کې يې د حضرت عمر رضي الله عنه وژلو ته فرصت جوړوی ځکه نو ډېر وختونه د حضرت عمر رضي الله عنه څخه نه جلا کېدی هغه وو چې زهرجن خنجر يې جوړ کړ او د ابولؤلؤ مجوسي په لاس يې ورکړ هغه حضرت عمر رضي الله عنه ورباندي شهيد کړ، دويم منافق د حيرې اوسېدونکی جفينة نصراني وو چې سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه مدينې منورې ته را لېږلی وو تر څو مسلمانانو ته ليکل او لوستل ور زده کړي خو هغه بدمرغه د هرمزان سره په ګډه د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت پلان جوړ کړ.[اسدالغابة ج2ص331][الأوائل للعسکري ج1ص52]

د اوږد تاريخ په پاڼو کې دا يوه وړوکې بېلګه ده؛ خو که موږ تاريخ وګورو دا به راته ثابته شي چې د هر مسلمان رهبر په وژلو، متهم کولو او ضعيف کولو کې د منافقينو لاس دی په خاصه توګه هغه منافقين چې اصليت يې يهودي وي ځکه يهودان بيا په شيطنت، منافقت او دسيسه جوړولو کې خورا ډېره لويه سابقه لري.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۲/۲۸

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(لومړی برخه)

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري
په دې خاطر چې اسلامي نظام په مځکه کې د الله تعالی دين پياده کوي، د حقيقي سياسي اسلام نماينده ګي کوي، د ظالمانو د ظلم مخه نيسي او د هر ډول فساد مخنيوی کوي ځکه نو هر اهل باطل يې په وړاندي دريږي او د حاکم کېدلو مخه يې نيسي او که اسلامي نظام حاکم وي بيا يې د توسعې او بقاء پر ضد دسيسې جوړوي تر څو يې ړنګ کړي. 

اهل باطل د عقيدې، عمل او سياسي ليدلوري په لحاظ ډېر دي خو د اسلامي نظام لپاره تر ټولو ډېر خطرناک يې منافقين دي کوم چې ځانونه د اسلام يا تقوی په لباس کې ښکاره کوي خو اصالت يې بل ډول وي له همدې امله الله تعالی مسلمانان د دوی سره په احتياط کولو امر کوي او فرمايي: هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ.[المنافقون: 4] ژباړه: دوی دښمنان دي نو احتياط ورسره وکړئ. يعني منافقين ستاسي دښمنان دي ځکه نو تاسي مأمور ياست چې د دوی سره ډېر احتياط وکړئ او د دوست په سترګه مه ورته ګورئ تر څو مو دوکه نکړي او د ستونزو سره مخامخ نه شی.
منافقين دوه ډوله دي: عقيدوي منافق او عملي منافق؛ لکه امام ترمذي رحمه الله چې د حسن بصري رحمه الله په حواله فرمايي: النفاق نفاقان: نفاق التكذيب ونفاق العمل.[سنن ترمذي2632] ژباړه: نفاق پر دوه ډوله دی: د تکذيب نفاق او د عمل نفاق.
د تکذيب نفاق هغه وي چې څوک په ښکاره ايمان راوړي خو په اصل کې يې ايمان نه وي راوړی بلکې کافر وي او د عمل نفاق هغه دی چې ايمان يې راوړی وي خو کارونه د منافق کوي لکه په احاديثو کې چې ځيني نښي د عملي نفاق ذکر شوي دي.

د تاريخ په اوږدو کې دواړي ډلي د اسلامي نظامونو په وړاندي خطرناکې تمامي شوي دي په خاصه توګه عقيدوي منافقين چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه بيا زموږ تر زمانې  پوري يې تل عموما د مسلمانانو پر ضد او بيا يې په خاصه توګه د اسلامي نظامونو پر ضد ناوړه کړني ترسره کړيدي چې موږ يې په څو کتګوريو کې په دې مقاله کې ذکر کوو:
شرعي نصوصو او تجربو ته په کتو داسی ویلای سو چې د اسلامي نظامونو په وړاندي منافقين ډېر خطرناک دي او دسیسې یې ډېري ستري دي ځکه نو مسلمانان او اسلامي نظام بايد د دوی په وړاندي تل ويښ وي.

د اسلامي نظام ارزښت ته په کتو او په هکله يې د ټولو مسلمانانو مسئوليت درلودل د دې غوښتنه کوي چې موږ د اسلامي نظام د ساتني لپاره د منافقينو دسيسې وپېژنو تر څو چې د مسلمانانو اسلامي نظامونه د تېر په څېر د ننګونو سره مخ نکړي او اسلامي نړۍ د اسلامي نظام د شتون څخه محرومه نکړي.

په دې خاطر چې په هر وخت کې اسلامي نظامونه د کفارو او د هغوی د پلويانو لخوا تر فشارونو لاندي وي او په هره زمانه کې د دين دښمنان اسلامي نظام ته په کمين کې ناست وي دا مو لازمه وګڼله چې د ويښتوب لپاره د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو ځيني دسيسې په ګوته کړو او په يوې ليکني کې يې سره راټولي کړو.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د منافقينو چلند او دسيسې
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د يهودو او عربو منافقينو تل د دې کوښښ کوی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو ته ستونزي جوړي کړي او د دوی نوی تأسيس شوی اسلامي نظام ړنګ کړي او يا يې هم لږ تر لږه د توسعې او پرمختګ مخه ونيسي؛ منافقينو به په دين کې شبهات پيدا کول، مسلمانان به يې پر دين باندي بې باوره کول، د مسلمانانو په منځ کې به يې بې اتفاقي خپرول، په مسلمانانو کې نيک خلک به يې په بدو کارونو متهم کول آن تر دې چې خپله پر رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده پر مبارکي کورنۍ به يې هم تهمتونه ويل او ټول هغه کارونه به يې کول چې د اسلام او مسلمانانو په تاوان تمامېدل؛ د بېلګي په ډول: 
1 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته آمادګي نيوله او صحابه يې وتلو ته امر کړه منافقينو د دې ترڅنګ چې ځانونه يې د جهاد څخه کښل او د تللو څخه يې ډډه وکړه بلکې نور مسلمانان يې هم د جهاد څخه راګرځول او کوښښ يې کوی چې مسلمانان د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر مخالفت وکړي؛ الله تعالی د دوی په اړه فرمايي:
فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ.[التوبة81]
ژباړه: خوشحاله شوه پاته شوي کسان په ناستي سره د دوی، وروسته تر رسول الله صلی الله عليه وسلم او دوی بد وګڼل چې په خپلو مالونو او ځانونو د الله تعالی په لاره کې جهاد وکړي او دوی وويل: په ګرمۍ کې مه وځئ! ورته ووايه چې د جهنم اور ډېر ګرم دی که دوی پوهيږي.
دلته منافقين خپله هم جهاد ته نه تلل او د مسلمانانو په منځ کې  يې نفاق ته هم لمنه وهل تر څو هغوی هم د دوی غوندي جهاد ته ولاړ نه شي ځکه يې نو ورته وويل: په ګرمۍ کې مه وځئ.

2 – کله چې رسول الله صلی الله عليه د تبوک غزوې ته د وتلو اراده وکړه نو جد بني قيس ته يې ويل: څنګه يې د بني الاصفر قوم سره جنګ کولو ته؟ هغه ورته وويل: يارسول الله ته پوهېږې  چې زه د ښځو ډېر شوقي يم نو که زه جنګ ته درسره ولاړ شم ممکن د ښځو په فتنه کې ولوېږم او دين به مي خراب شي؛ مفسرينو ليکلي دي چې دا سړی منافق وو په دې ډول يې د جهاد څخه ځان کښووی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې درواغ ويل؛ الله تعالی يې په اړه دا آيت نازل کړ: وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ ائْذَنْ لِي وَلا تَفْتِنِّي أَلا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكافِرِينَ.[التوبة49]
ژباړه: ځيني د دوی(د منافقينو څخه) هغه څوک دی چې وايي: ما ته اجازه( د پاتي کېدلو) راکړه او په فتنه کې مي مه اچوه، خبر اوسه چې دوی په فتنه کې لوېدلي دي او يقينا چې جهنم پر کافرانو باندي راګرځېدلی دی.
دې منافق د دې تر څنګ چې خپله جهاد ته نه تلی نور مسلمانان يې هم د جهاد نه تللو ته هڅول او هغوی ته يې هم د عذر او ګناه نقل ورکوی.

3 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته د تللو اراده وکړه څو منافقين د يوه يهودي چې سويلم نومېدی په کور کې سره راټول شوه تر څو مسلمانان د کفارو سره د جګړې څخه را وګرځوي؛ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په خبر شو طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه يې د څو نفرو سره ور واستوی او امر يې ورته وکړ چې د سويلم کور وسوځوي او راټول شوي خلک پسې واخلئ؛ طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه دا کار وکړ او منافقين ټول و تښتېدل.
دا د مسلمانانو پر ضد د منافقينو د دسيسو څخه يوه دسيسه وه تر څو په مسلمانانو کې وېره خپره کړي، د دښمن څخه يې ووېروي او د جهاد کولو څخه يې را وګرځوي.

4 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته تلی حضرت علي رضي الله عنه يې د لنډ وخت لپاره په مدينه منوره کې د خليفه په حيث پرېښودی دلته نو منافقينو په خپل منافقت پيل وکړ او آوازه يې ګډه کړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم علي رضي الله عنه په دې خاطر د ځانه سره نه بيايي چې زړه يې  نه غواړي او د هغه تلل ورباندي سخت تماميږي؛ علي رضي الله عنه راغی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې ويل: يا رسول الله ځيني خلک وايي: ته ځكه ما دلته پرېږدې چې زما په تللو نه يې خوشحاله او زما تلل پر تا باندي سخت تماميږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا ته نه خوشحاله کېږې چې ته زما سره داسي شې لکه هارون عليه السلام د موسی عليه السلام سره؟ يعني کله چې موسی عليه السلام د طور غره ته تلی نو هارون عليه السلام يې تر خپل راتګ پوري د ځان نماينده وټاکی؛ زه هم تر خپل راتګ پوري تا خپل نماينده ټاکم؛ حضرت علي رضي الله عنه په دې باندي خوشحاله شو او د منافقينو د نفاق پلان شنډ شو.
د لته منافقينو غوښتل د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده د صحابه وو تر منځ اختلاف او بې باوري پيدا کړي ترڅو د ده ملګري د ده د امر مخالفت وکړي او په خپل منځ کې سره اخته شي او د کفارو سره جګړه کول ورڅخه پاته شي.

5 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه د خيراتونو او صدقاتو ورکولو ته تشويق کړه عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څلور زره ديناره د صدقې لپاره راوړه؛ منافقينو وويل: دا خو يې د رياء لپاره راوړي دي؛ او چه کله بل صحابي دوه پيمانې خورما  د صدقې لپاره راوړه منافقينو وويل: الله او د هغه رسول ستا دغه پيمانې ته هيڅ ضرورت نه لري.

د منافقينو هدف دلته دا وو چې مسلمانان د خيراتونو د ورکولو څخه را وګرځوي ځکه يې نو پر ډېر مال ورکوونکې او لږ مال ورکوونکې دواړو نيوکې وکړې، يو يې په ريا متهم کړ او د هغه بل صدقه يې بې ارزښته وګڼل؛ الله تعالی د دوی په رد کې دا آيت نازل کړ: الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ.[التوبة79]
ژباړ: هغه منافقان چې عيب وايي پر خيرات ورکوونکو د مؤمنانو په خيراتونو کې او د هغه کسانو عيب وايي چې دوی نه شي موندلای مګر د خپل کوښښ په اندازه الله تعالی به د دوی د مسخرو عذاب ورکوي او د دوی لپاره سخت عذاب دی.
منافقانو پر هغو مؤمنانو هم بد ويل چې ډېر خيرات يې ورکړی وو او پر هغو مسلمانانو يې هم بد ويل چې لږ خيرات يې ورکړی وو ځکه دا د منافق عادت دی چې په هر شي کې پلمه او فاسده خبره پيدا کوي؛ الله تعالی د دوی دغه کار وغندی او دوی يې مؤمنانو ته رسوا کړه.

6 – کله مسلمانان د تبوک غزوې ته د روميانو سره جګړې ته روانېدل ځينو منافقينو ورته ويل: تاسي پر روميانو د عربو ګمان کوی چې جګړې مو ورسره کولې؟ هدف يې دا وو چې مسلمانان و وېروي او د روميانو سره د جګړې څخه يې را وګرځوي.

7 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينې منورې کې د اسلامي نظام بنسټ کېښودی او مهاجرين او انصار يې سره وړونه کړه د منافقينو دغه حالت نه خوښېدی نو د دې لپاره چې د مسلمانانو په منځ کې بې اتفاقي راولي مسجد ضرار يې جوړ کړ خو الله تعالی دوی رسوا کړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم يې مسجد وران کړ.

8 – منافقينو د دې لپاره چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم شخصيت داغداره کړي او د ده مبارکه کورنې بدنامه کړي د مشهور منافق عبدالله بن ابی بن سلول په دسیسه يې پر عائشې رضي الله عنها تهمت ولګوی ځکه تهمت لګول هم د فکري جګړې هغه برخه ده چې تل يې کفار او منافقين د مسلمانانو او بيا اسلامي نظامونو پر ضد کاروي؛ خو الله تعالی د عائشې رضي الله عنها پر پاکۍ قرآن نازل کړ او منافقين يې رسوا کړه.

لنډه دا چې په زمانه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم منافقينو ډېر کوښښونه وکړه تر څو د صحابه وو تر منځ اختلافات پيدا کړي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اطاعت ارزښت په صحابه وو کې کم کړي، د مسلمانانو دښمنان پر دوی باندي را وپاروي، انصار او مهاجرين، اوس او خزرج سره وجنګوي او د دوی ترمنځ قومي جګړې پيل کړي؛ دا ټول د دې لپاره چې په مدينه منوره کې د اسلامي نظام مخنيوی وکړي.

په هره زمانه کې بايد مسلمانان په خاصه توګه د اسلامي نظام مشران د منافقينو مکر او فريب ته متوجه وي او د دوی په چاپلوسۍ، خوړمالۍ، خوږو خبرو او ظاهري دوستۍ دوکه نه شي تر څو خدای مکړه تسلط، نفوذ او اقتدار يې له منځه يو نه شي.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۲/۲۴

په سياست کې د انسانانو د خطاوتلو اسباب:

په دې خاطر چې بېله پيغمبره بل څوک معصوم نه دی نو ځکه هر انسان په خپل ژوند کې په ګڼو برخو کې خطاوځي چې دلته موږ په سياست کې د ځينو انسانانو د خطاوتلو ځيني اسباب بيانوو البته هغه اسباب چې د سياسي انحراف څخه نه وي پيدا شوي ځکه د سياسي انحراف موضوع بيا ځان ته مستقل بحث لري:
۱ – د خپلواک فکر نه درلودل: ځيني انسانان خپلواک فکر نه لري ځکه نو په هره خبره کې وارخطايي او تزلزل لري او ډېر ژر يې موقف تغيير کوي، داسي انسانانو ته چې هر څوک خبره وکړي دی يې  ورسره مني له همدې امله بېله فکر کولو د ځينو خلکو داسي خبري مني چې په اصل کې بايد و نه منل شي چې په نتيجه کې په تصميم نيولو او پرېکړه کولو کې خطاوځي.

۲ – د پخوانيو انسانانو د تاريخ څخه ناخبري: د تېرو انسانانو تاريخ ټول د انسان لپاره درس او عبرت دی له همدې امله کوم کسان چې يې نه مطالعه کوي هغوی داسي تېروتني کوي چې په پخوا کې څو ځلي نورو انسانانو کړي دي خو په دې خاطر چې دی ورڅخه خبر نه دی نو د ده څخه هم هماغه تېروتني کيږي کومي چې پخوانيو کسانو کړي دي.

۳ – د چاپلوسو انسانانو خبره منل: ځيني انسانان په خپل شخصي طبيعت باندي سم خلک وي خو پر شااوخوا يې د چاپلوسو او متملقو انسانانو راټولېدل د دوی د خطاوتلو لامل جوړ سوی وي دا ځکه چې چاپلوس انسان هيڅوخت چا ته ښه مشوره نه ورکوي بلکې ستا تندي ته ګوري؛ په کوم شي چې ته خوشحاله کيږې که څه هم بد وي دی يې د مشورې په بڼه د ښه په نوم درسره شريکوي او ستا نيمګړتياوې نه درته په ګوته کوي چې طبعا به خطاوځې او دوکه کېږې.

۴ – خپلوي يا منفي روابط: ځيني کسان په سياسي پاليسۍ کې د خپلوۍ او منفي روابطو ښکار شي او داسي تصميمونه ونيسي چې په ملي او بين المللي لحاظ ډېر وران وي، د داسي کسانو تمرکز ټول پر شخصي ګټو يا پر شخصي افکار وي له همدې امله يې فکر ډېر محدود او تنګ وي چې په نتيجه کې په ملي او بين المللي کچه ډېري لويي تېروتني ورڅخه کيږي.

۵ – منفي ديکتاتوري: ځيني کسان د دې ترڅنګ چې خپله سياسي پوهه نه لري په ځان ډېر باور لري ځکه نو د هيچا سره مشوره نه کوي چې په نتيجه کې ډېري تېروتني ورڅخه کيږي.

۶ – د ضعف او بې صلاحیتۍ چاپېريال: ځيني کسان که څه هم په ښکاره په ډېر لوی موقف کې وي خو د ځينو پابنديو يا سياسي ملحوظاتو له کبله د خپل موقف سره سم فيصله نشي کولای بلکې د خپل محيط په تأثر يا وېري داسي فيصلې کوي چې وروسته يې تاريخ د تېروتنو په نوم ليکي.

۷ – ړوند يا وچ تقليد: ځيني کسان په دې خاطر چې د نوښت او ابتکار فکر نه لري په کړنو کې تل د نورو څخه په پټو سترګو تقليد کوي ځکه نو کله کله په منفي کړنو کې د هغوی پسې ولاړ  شي چې دا لويه تېروتنه او خطاوتل دي او دا تېروتنه هغه وخت لا هم ډېريږي چې انسان خپله د فکر څخه کار نه اخلي او په کارونو کې څېړنه او تحقيق نه کوي چې په نتيجه کې په داسي فکري جمود او عملي سادګۍ اخته شي چې د نورو خلکو تر تاريخ تېر کارونه دی لا هم ورته نا آشنا ښکاري.

۸ – تعصب او حسد: ځيني کسان د ځينو کسانو سره د تعصب او حسد له امله په شعوري ډول داسي سياسي پريکړي کوي چې په تمامه معنی تېروتنه وي ځکه چې تعصب د انسان عقل له منځه وړي او حسد انسان داسي بې بصيرته ګرځوي چې په هر اړخيز ډول منفيګرا ورڅخه جوړيږي او مثبت ليدلوری يې له منځه ځي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري