۱۳۹۸/۰۴/۱۴

شپږ شیان عصبي ناروغي ختموي:

√ ـ د لمانځه لپاره آذان کول.
√ ـ د الله پاک ذکر کول.
√ ـ د قرآن شریف تلاوت.
√ ـ علمي مجالسوته حاضریدل.
√ ـ سالمه او پر وخت دقیقه مطالعه.
√ ـ د ماخستن د لمانځه وروسته متصل ویده کیدل.

د عيدګاه لنډ انځور:

مخکي اعلان سوئ وو چي لمونځ به پر 07:30 بجو باندي کيږي نوځکه مو وختي پر 06:30 بجو باندي ځان عيدګاه ته ورسوئ.
عيدګاه ته پر تلونکي سړک هره خواته عسکر ولاړ وه ځيني خلګ به يې پريښوول چي په موټر کي ځان عيدګاه ته نيژدې کړي او ځيني به يې نه پريښوول داسي معلوميدل چي د اختر په ورځ کي هم واسطه بازي کيدله.
د عيدګاه پر شاوخوا او په ټولو دروازو کي دولتي عساکر د امنيت په هدف ولاړوه، په دروازو کي مؤظفو کسانو به ځيني خلګ تلاشي کول او ځيني به يې نه تلاشي کول جالبه خبره داوه چي داسي تازه نفسه عسکر راغلي وه چي مشهور علماء کرام به يې تر بل هرچا ښه ډبل تلاشي کول له همدې امله يې حاجي خطيب صاحب مولوي عبدالمنان غبرګون ته اړکړ او پر دې کار باندي يې ددعاء وروسته نيوکه وکړه.
په عيدګاه کي د ننه انتظاماتو ډير ښه ترتيب جوړ کړئ وو لوډسپيکران ښه فعاله وه د صفونو لپاره سپيني کرښي ښه کش سوي وې خو متأسفانه چي د لومړي او دويم صف ترمخه په څلورم او پنځم صف کي ډير خلګ ناست وه.
د څلورم صف مخ ته تيريدم غوښتل مي ځان لومړيو صفونو ته ورسوم، په صف کي ناست سپينږيري راته ناري کړه مولوي صاحب! مخ ته مځه مخ خطر لري.
د بل ځوان څخه مي پوښتنه وکړه چي ولي مخ ته نه کښينې؟ وايي: مخ ته خطر دئ. وايم: په تا خو څوک کار نلري. وايي: په ماخو کار نلري خو په عسکرو کارلري زه يې هم په ترڅ کي ځم. وايم: غوښتنه دي څشئ دئ؟ وايي: کاشکي چي عسکر عيدګاه ته نوای راغلي.
مخ ته تير سوم دخلګو سره په دويم صف کي کښيناستلم د ويناوالو په سلسله مولوي فضل الرحمن فياضي صاحب ته بلنه ورکړل سوه د اسلام پر شموليت او اسلامي شعائرو پر اهميت باندي يې ښه لنډه وينا وکړه، د وينا په آخره کي يې قومي تعصب هم په کلکو ټکو وغندئ او هغه يې د مسلمان د شانه څخه ليري وبلئ.
وروسته د فراه والي محمدشعيب ثابت صاحب ته بلنه ورکړل سوه نومړي ډيري لنډي خبري وکړې د اختر د مبارکۍ وروسته يې څه نوري خبره هم وکړې.
په آخره کي حاجي خطيب صاحب عبدالمنان ته بلنه ورکړل سوه نومړئ د يتيمانو پر حقوقو باندي وږغيدئ خلګ يې د يتيمانو سره مرستي کولو ته وهڅول او د وينا په آخره کي يې ځيني مهمي توصيي هم خلګوته وکړې.
ويناوي خلاصي سوې د لمانځه لپاره ولاړسو، خلګ پر لمانځه ودريدل، په عيدګاه کي پر حاضرو خلګو چي په دروازو کي تلاشي سوي هم وه د چارواکو د باور د نه درلودلو له امله د چارواکو محافظين عساکر د عيدګاه پرتختکي باندي چي خطيب، ځيني علماء، والي صاحب او نور چارواکي ولاړوه، سره را حلقه سوه ګوته پر ماشه ولاړ وه او ټول طرفونه یې په پوره توګه څارل.
بغل ته مي ناست وړوکئ زوۍ وايي: بابا! دا عسکرنو ولي لمونځ نکوي؟ جواب مي ور نکړ. بيا وايي: هغه چي د باندي ولاړدي هغوۍ هم لمونځ نکوي؟ ما ويل: نه يم خبر ماشوم په همدغه یوه جواب باندي بسنه وکړه نوري پوښتني یې ونکړې.
د مراسمو د خلاصيدلو وروسته د عيدګاه څخه ددې فکر سره را ووتلم: ښه دئ چي په ويره باندي لمونځ مطلقا نه فاسديږي کنه نو نن به د ډيرو خلګو لمونځونه فاسد سويوای.

یا الله! زموږ په هیواد کي هر اړخیزه او اسلامي سوله راولې چي هر عبادت په خوند، لذت او آرامۍ باندی وکړو.

د اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل:

د اختر د ورځي فلسفه:
د اختر هغه ورځ ده چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چي د ابو داود شريف په حديث کي راځي: کله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغئ خلګو دوې ورځي چي ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلي الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چي دا کومي ورځي دي چي تاسو يې لمانځئ؟ هغوۍ وويل: موږ په جاهليت کي لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو.
رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته ددغو ورځو په بدل کي تر هغو غوره دوې نوري ورځو درکړيدي چي تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو باندي يې و لمانځئ چي ورځ د کوچني او ورځ د لوۍ اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کي د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پيژندل کيږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کيږي نوري ورځي چي ځيني نور خلګ ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کي کوم ثبوت او ارزښت نلري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چي مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل ندئ روا.
په خلاف د هغو خلګو چي عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام ددين په کامله کيدلو يې سرنه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کي د اسلام ددين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوۍ هغه ورځي لمانځي کومي چي په اسلام کي نه تنها دا چي ثبوت نلري بلکي د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلئ وي او اسلام وهيڅ مسلمان ته ددې اجازه نه ورکوي چي هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تردې چي ددې اجازه لا نسته چي د اختر په نامه يې ونوموي.

د اختر د ورځي ارزښت:
د اختر ورځ ډير ارزښت لري په ځانګړې توګه د کوچني اختر ورځ چي مسلمانانو ته د الهي وجيبې څخه د فراغت وروسته د اجرت او مزدورۍ اخيستلو د ورځي حثيثيت لري لکه څنګه چي د شعب الايمان په حديث شريف راغلي دي: الله پاک د روژې مياشتي په هره شپه کي په زرهاو هغه خلګ د اور څخه آزاد وي چي هغوۍ د اور لايق وه کله چي وروستۍ ورځ د رمضان سي الله پاک دومره انسانان د اور څخه آزادوي څومره يې چي د روژې د لومړۍ ورځي څخه بيا تر اوسه آزاد کړيدي.
کله چي د اختر سهار سي الله پاک هرځای ته خپلي ملائکي ليږي، ملائکي د سړکانو او کوڅو پر سرو باندي دريږي او داسي آواز کوي: اي امته د رسول الله صلي الله عليه وسلم! را ووځئ او د خپل پروردګار لوري ته راسئ چي ستاسو د نيکو اعمالو ښه مزدوري درکوي او ستاسو ګناهونه در بخښي.
کله چي خلګ د عيدګاه لوري ته حرکت کوي الله پاک خپلو ملائکو ته وايي: جزا د هغه چا څشئ ده چي خپل ورکول سوئ کار سم سرته ورسوي؟ چي دا اشاره د روژې مبارکي مياشتي ته ده چي امت د رسول الله صلي الله عليه وسلم پدې مياشتي کي روژه نيولې ده.
ملائکي ورته وايي: ائ الله! دداسي خلګو جزا داده چي مزدوري يې بايد ورکړل سي. الله جل جلاله فرمايي: ائ ملائکو! تاسو ګواهان اوشاهدان وسئ چي زه دوۍ ته د روژې او عباداتو د ثواب په بدل کي خپله خوشالي او بخښه ورکوم!.
او الله جل جلاله وفرمايي: ائ زما بندګانو! نن ورځ تاسو زما څخه غوښتنه وکړئ! زما دي په خپل عزت او لويۍ سره قسم وي چي پدې ورځي کي تاسو د خپل آخرت په اړه يوشئ نه غواړئ مګر دا چي زه يې درکوم. او تاسو د خپلي دنيا لپاره يو شئ نه غواړئ مګر دا چي زه يې ستاسو لپاره په نظر کي نيسم.
زما دي قسم په خپلي لويۍ سره قسم وي تر هغه وخته پوري چي تاسو زما ذکر کوئ زه به ګناهونه ستاسو څخه ليري کوم او زما دي قسم په خپلي لويۍ سره وي چي هيڅ وخت به تاسو نه رسو ا کوم.
کله چي د اختر لمونځ آداء سي او لمونځ کوونکي د خپلو کورونو پر لوري حرکت وکړي الله پاک ورته وايي: ولاړ سئ ما و تاسو ته بخښه کړې پداسي حال کي چي تاسو زما څخه خوشال ياست او زه ستاسو څخه خوشال يم.
نو بايد هر مسلمان چي پدې ورځي کي پداسي ځای کي وي چي هلته د اختر لمونځ کيږي ځان و عيدګاه ته ورسوي او د اختر لمونځ آداء کړي تر څو د يادو فضايلو او ثوابونو څخه برخمن سي.

د منکراتو څخه د ځان ساتنه:
کله چي الله پاک پر انسان باندي خپل خاص رحمت وکئ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چي د الله پاک شکر پرځای کړي چي يقينا د شکر په آداء کولو باندي د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډيريږي لکه د آيت مفهوم چي همداسي دئ: چي ائ بندګانو کچيري تاسو زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم  درباندي ډير کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيانو پوه سئ چي زما عذاب ډير سخت دئ.

د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو باندي کولای سو:
• د اختر په ورځو کي بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکي توکو په رانیولو او استعمالولوکي اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکين غم هم بايد ورسره وي، ددې پر ځای چي پر شيرينۍ او خوراکي شيانو ډيري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکين ته ورکړي تر څو مسکين هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي، او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
•  د اختر په مبارکو ورځو کي بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا ندئ چي نفلي عبادات ډير کوي بلکي متقي او پرهيزگار انسان هغه دئ چي د عباداتو د کولو ترڅنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
• د اختر په ورځو کي دي د غيرشرعي او ناروا رواجونو څخه  ځان  وساتي، ځيني داسي مراسم سته چي نه تنها داچي جايز ندي او فايده نلري بلکي شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چي ځيني ددين څخه ناخبره خلګ يې پدې مبارکو ورځو کي جوړوي.
همدا راز پدې ورځو کي ځيني خلګ فاتحه نيسي چي داکار هم شرعا ندئ روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکي د خوشالۍ لپاره دي.
• لکه په نورو ورځو کي چي مسلمان لمونځ په جماعت باندي کوي د اختر په ورځو کي هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت باندي وکړي او پدې پلمه چي ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډیر دي د جماعت پريښودل ورته نه رواکيږي.
• په ځينو سيموكي داسي رواج دئ چي د اختر مخکي د هر چا مړئ سوئ وي هغه دغه اختر نه لمانځ، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکویي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چی دا غلط کار او غلط رواج دئ موږ باید ددې رواج څخه ځان وساتو.
• همداسي کورته چي د اختر مخکي یې مړئ سوئ وي په ځینو ځایونو کي دکلي خلګ او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره ددې چي د هغه شرعي درې ورځی فاتحه خو مخکي خلاصه سوې وي دوۍ هم مخکی تسلیت ورکړئ وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نلري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کي نسته دا چي څو میاشتي یا هفتې وروسته ته ورځې بیرته یې مصیبت را تازه کوې دا خپله یو غیر شرعي عمل دئ.

د اختر د ورځي آداب:
ددې مبارکي ورځي د آدابو د پرځاي کولو لپاره بايد مسلمان مخکي تردې چي د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړسي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او مخکي تر آداء کولو د لمانځه سرسايه ورکړي.
پدې ورځي کي بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هيرنکړي ځکه چي پدې ورځي کي نفلي صدقات ډير ثواب لري.
کله چي عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هيروي، پر يوې لاري دي ولاړسي او پربلي لاري دي بيرته خپل کورته راسي، په کوچني اختر کي دي مخکي تر تللو و عيدګاه څو دانې خرماوي وخوري او كه خورماوي نوې بيا دی بل شئ وخوری، خو هر شئ چی د خوړلو لپاره ورته برابریږی ډیره ښه خبره داده چی په خپل کور کی یې وخوری.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چي کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کيږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کي دا رواج وو چي د اختر په ورځ به  دوۍ سره مخامخ کيدل نو يو بل ته به يې ويل تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د لارښوونو پراساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان دخير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې روا ګرځوي.

اختر د چا لپاره دئ؟
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کورته ځي که ګوري چي مخته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړئ ورته وايي: ائ علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: «اعلم يا أخي أن العيد لمن قبل الله صومه وغفر ذنبه ... ثم قال له: اليوم لنا عيد وغدا لنا عيد وكل يوم لا نعص الله فيه فهو عندنا عيد».
ائ وروره! اختر د هغه چا لپاره دئ چي الله پاک يې روژه قبوله کړيوي. بيا يې ورته وويل: نن ورځ زموږ لپاره اختر دئ، سبا ورځ زموږ لپاره اختر دئ او هره هغه ورځ چي موږ د الله پاک نافرماني پکښې ونکړو زموږ لپاره اختردئ.
همداسي راغلي دي :«ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد». يعني اختر د هغه چا لپاره ندئ چي نوي کالي واغوندي بلکي اختر د هغه چا لپاره دئ چي ډير طاعت او بندګي وکړي.
«ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار». اختر د هغه چا لپاره ندئ چي ډير دراهم او دنانير لاسته راوړي بلکي اختر د هغه چا لپاره دئ چي د عزيز وغفار الله پاک اطاعت وکړي.
نو د هغو خلګو لپاره دي خوشالي او مبارکي وي چي د رمضان روژه يې نيوليې وي عبادت يې کړئ وي، د مساکينو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاسته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم ددوۍ دئ.

د اختر د ورځي پيغام:
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
دېته بايد تل ډيره پاملرنه ولرو چي مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کي خپل يووالئ او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کي چي د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چي مسلمانان په يو ځاي کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چي دا خپله پر فکري، عقيدتي او سليقوي وحدت او يووالي باندي دلالت کوي او ددې ښکارندويي کوي چي مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ پشان دي او دا بايد موږ مسلمانان دځان وظيفه وبولو چي ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډيري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونوته  ستانه سو.

زموږ څخه یې طمع مکوئ!

زموږ څخه دي هیڅوک ددې طمعه نکوي چي موږ به دده لپاره، دده پخاطر او دده له ویري حق پټ کړو او ددین لپاره دي خدمت ودروو ځکه د حق په ویلو او دین ته په خدمت کولو کي موږ ته بیله الله جل جلاله بل د هیچا خوشاله کول مطرح او مهم ندي کڅه هم خپلوان، دوست، ملګرئ او قدرت والا وي.

ځیني انسانان هم عجیبه مخلوق دئ:

① ـ ځیني انسانان هم عجیبه مخلوق دئ د نباتاتو تخمونه یې اصلاح کړه او نوي پر مختللي نسلونه یې را وایستل خو خپل تخمونه یې تر پخوا لا خراب او ګډوډ کړه هغه پخوانئ عقلي او روحي پر مختګ یې لا د خپلو نسلونو څخه ورک کړ.
② ـ ځیني انسانان هم عجیبه مخلوق دئ د مادیاتو اختراع یې تازه او نوې کړه ګڼ شمیر شیان یې جوړ کړه خو خپله هماغه زوړ حیواني طبیعت ته وګرځیدل او د ځان څخه یې هغه انساني صفت لیري کړ.
③ ـ ځیني انسانان هم عجیبه مخلوق دئ الله پاک نور حیوانات د دوۍ لپاره او د دوۍ د استفادې لپاره پیدا کړه خو دوۍ ځانونه د حیواناتو په اختیار کي ورکړه او ځانونه یې د حیواناتو په څیر جوړ کړه.
④ ـ ځیني انسانان هم عجیبه مخلوق دئ ددې پر ځای چي د خپل فکر او عقل څخه کار واخلي هغه یې شاته وغورځول او په نفس او شیطان پسې روان سوه.
⑤ ـ ځیني انسانان هم عجیبه مخلوق دئ الله پاک حر او آزاد پیدا کړي وي خو دوۍ د بې ارزښته قدرت او بې وفا دنیا لپاره ځانونه د یو بل غلامان کړي.
مولوی نورالحق مظهری

توصیه او پیغام:

د روژې د میاشتي په تیریدلو باندي داسي خوابدي سئ لکه د ښه ژوند د درلود سره سره چي د عمر په تیریدلو او خلاصیدلو باندي خوابدي کیږئ.
د روژې پر تیریدلو باندي داسي وژاړئ لکه د ځان ژغورلو لپاره د درکړل سوي محدود فرصت پر تیریدلو باندي چي ژاړئ.
د روژې په میاشت کي د روژې په نه نیولو، د تراویح او عبادت په نکولو او د صدقې پر نه ورکولو د پښیمانتیا تر څنګ داسي د ځانه سره حساب وکړئ چي د الله پاک لخوا مو د بخښني او جنت وړاندیز صراحتا رد کړئ وسي.
وړنو او خویندو! همدا اوس توبه وباسئ او د الله پاک څخه وغواړئ چي تر بلي روژې د همدې میاشتي لپاره ژوند درکړي.
مولوی نورالحق مظهری

د فاسد نظام د اصلاح طرحه:

زه خو پدې باور یم چي د هغه نظام چي ۹۰% فاسد وي د اصلاح لپاره یې یواځنئ مؤثره لار د ټولو مأمورینو ګوښه کول او د فساد په جرم یې داسي محاکمه کول دي چي د سلګونو کلونو لپاره تاریخي او عبرتي مجازات پاته سي.

حکومتي ادارې:

حکومتي ادارو ته چي کله سړئ د یو کار لپاره مجبوره سي بیا به ورته معلومه سي چي ولي دې حکومت په نړۍ کي د فساد لومړئ مقام ګټلئ دئ؟

کومي سولي ته هیله مند یاست؟

۱ ـ د طالبانو په تعبیر سولي ته.
۲ ـ د حکومت په تعبیر سولي ته
۳ ـ د دواړو تعبیرونه څخه میکس سولي ته.

پندونه او عبرتونه:

① ـ څوک چي پر خپلو نفسي شهواتو باندی نسي غالب کیدلای پر دښمن به څنګه غالب سي؟

② ـ څوک چي د ایمان په لذت باندي نه پوهیږي هغه به د عبادت په لذت باندي څنګه پوه سي.

③ ـ څوک چي د منفي عاداتو، خرافاتي عنعناتو او عبثو کارونو څخه ځان نسي آزادولای د دښمن څخه به څنګه ځان آزاد کړي؟

④ ـ څوک د شیطان په دښمنۍ اقرار کوي خو بیاهم د ورځي په لسهاوو کارونه د هغه لپاره کوي د بل دښمن لپاره به څنګه خدمت نکوي؟

⑤ ـ څوک چي اسلام تنها د پلار په تعریف پیژني هغه به خود په هرشي کي د پلار په قول او عمل باندي استناد نیسي.

⑥ ـ څوک چي خپل انساني پیدایښت او جوړښت له پامه وغورځوي خود به تکبر او قوم پرستي کوي.

⑦ ـ څوک چي د علم او جهاد سره خیانت وکړي خود به یې آخره خرابیږي.

⑧ ـ څوک چي پر جهاد باندي باور ونلري خود به یې د ذلت ژوند په برخه کیږي.

⑨ ـ څوک چي پر الهي تقدیر باندي باور ونلري خود به د پیښو او حوادثو سره ډیر ویریږي.
مولوی نورالحق مظهری

رعیت او کشرانو ته!

زړه د بدن باچا دئ، زړه چي په هر شي پوري وتړل سو بدن به هم په هغه شي پوري تړلئ وي او زړه چي د هر چا غلام سو بدن به هم د هغه غلام وي.
د یوه هیواد واکمن باچا او رعیت هم همداسي دي باچا چي د هر چا غلام سو رعیت به هم د هغه غلام کیږي.
او د هر مشر او کشرانو همدا مثال وي.
نو ائ رعیته او کشرانو! د باچا او مشر په انتخاب کي ډیر هوښیار وسئ.

شرعي مسئله:

دداسي شخص چي ظالموالئ یې ثابت سوئ وي په مړینه یا وژل کیدلو باندي د خوشالۍ اظهار او الحمد للّٰه ویل یو مشروع بلکي مستحب کار دئ.
خو د مړیني وروسته په مړو پسې بیا خبري کول شرعا ممنوع دئ مګر داچي د یو مسلَّم شرعي مصلحت لپاره وي.